شیخ مفید

د wikishia لخوا
په کاظمین حرم کې د شیخ مفید قبر

محمد بن محمد بن نُعمان، چې د شیخ مُفید په نامه پیژندل کیږي(۳۳۶ق. یا ۳۳۸- ۴۱۳ق.) په څلورم او پنځم قمرې پیړیو کې د امامیه فقیه او متکلم و. د شیخ مفید په اړه ویل شوي ده چې د اصول فقه علم په سمبال سره، هغه په فقهی اجتهاد کې یو نوې لاره وړاندې کړ چې د افراطې عقلي غوشتونکۍ او په روایتونو کې بسیاینی پرته له عقلي دلیلونه، یو مینځنۍ لاره و. شیخ صدوق، ابن جنید اسکافي او ابن قولویه د شیخ مفید ترټولو مشهور استادان و. شیخ طوسي، سید مرتضی، سید رضی او نجاشي له هغه سره زده کړې کړې دي. د فقه په علم کې المُقنِعَة کتاب، اوائل المقالات د کلام په پوهاوی کې او الاِرشاد د شیعه امامانو په شرح حال کې د شیخ مفید ترټولو مشهور کتابونه دي.

ژوند او ټبر

محمد بن محمد بن نعمان[۱] په ذی‌القعده میاشت تر ۱۱ ورځ کې په ۱۳۳ ق.[۲] یا ۳۳۸ ق.[۳] بغداد ته نږدې په عُکبَری سیمه کې زیږیدلي شو.[۴]

د هغه پلار د ښوونکي دنده درلوده، نو شیخ مفید د «ابن المعلم» په نوم پیژندل شوی و. عکبري او بغدادي د هغه نور دوه لقبونه دي.[۵] د مفید نومول په اړه هم ویل شوی دی، چې د یو معتزلي عالم علي بن عیسی رُماني سره په بحث کې، هغه د دې وړتیا درلود چې د بلې خوا دلیلونه باطله کړي؛ رُمانی بیا هغه ته «مفید» نوم ورکړ.[۶]

په تاریخي سرچینو کې، دوه ماشومان د شیخ مفید لپاره ذکر شوي دي؛ یو یې ابو القاسم علي و او بله یې یوه انجلۍ وه چې نوم یې سرچینو ته نه وه رسیدلې او د ابویعلي جعفري ښځه وه.[۷]

شیخ مفید، د جمعې په ورځ، د روژي میاشت دوهمه یا دریمه په ۴۱۳ قمرې کال کې مړشو[۸] شیخ طوسي د ټولو مذهبونو د خلکو ګنه ګونه د هغه جنازي په لمانځه کې او په مړینی کې د ژړا کول یی بې ساري بولي.[۹] هغه د څو کلونو لپاره په خپل کور کې دفن شوی و او بیا د امام جواد(ع) زیارت ته نږدې د قریش مقابر ته يوړل شو.[۱۰] د هغه قبر اوس د کاظمین په زیارت کې دی.

زدکړۍ

شیخ مفید، قرآن او لومرنۍ علومو له خپل پلار څخه زده کړه کره. بیا د هغې سره بغداد ته لاړه ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او و توانیدو چې د شیعه او سني محدثانو، دیني عالمانو او فقهیانو څخه ګټه واخلي.[۱۱]

شیخ صدوق (دمړی کال ۳۸۱ ق.)، ابن جنید سکافي(دمړی کال ۳۸۱ق.) ابن قو لویه (دمړی کال ۳۶۹ ق.) ابوغالب زراري (د مړی کال ۳۶۸ ق.) او ابوبکر محمد بن عمر جعابی(دمړی کال ۳۵۵ق.) د هغه له خورا مشهور شیعی استادانو و.[۱۲]

شیخ مفید د حسین بن علی بصری د جُعَل معروف شوی، زده کړه کره چې د معتزلي له لوړ استاذانو و او همداسې له ابویاسر، چې د لوی متکلم ابوالجیش بلخي زده کونکي و، پوهاوی اخیستلي دی. هغه د علي بن عیسی رومانی- د معتزله معروف عالم- په لوستي غونډه کې د ابو یاسر وړاندیز پر بنسټ هم برخه اخیستلي و.[۱۳]

هغه د څلویشت کلنۍ عمر څخه، په فقه، الهیات او حدیث کې د شیعه ګانو مشرۍ پر غاره واخیست او د شیعه ګانو باورونو په دفاع کې، د نورو مذهبونو له عالمانو سره مناظره (خبری اترې) وکړ.[۱۴]

اخلاقي ځانګری

داسې ویل کیږي چې شیخ مفید ډیر خیرات ورکړل، په ساده توب سره ژوند کاوه، ډیر لمونځ یې وکړه، روژه یې ونیوله او یو زيږ جامې یې اغوستې وې؛ دومره ډیر چې هغه ته «شیخ مشایخ الصوفیه» د صوفې استاذانو، استاذ ویل شوی و.[۱۵] د هغه زوم ابویعلی جعفري نقل وکړه چې هغه د شپې لږ خوب کوي او ډیری وخت یې د قرآن لوستل، یا تدریس کول او یا په مطالعه او دعا کې تیر کړی.[۱۶] شیخ مفید ته په یوه لیک کې چې امام زمان(عج) لیږلیده هغه ته د لقبونو سره لیکلي لکه: سدیر (ولار او ښي)، ولي رشید خطاب کړيده.[۱۷]

دعلمي دریځ

په کاظمین زیارت کې د شیخ مفید د مقبرې ځای

د الفهرست په کتاب کې شیخ طوسي، شیخ مفید ته په کلام او فقه پوهه کې مخکش، ګرندۍ ځواب ویونکۍ او تیز لید په توګه معرفي کړه.[۱۸] ابن ندیم له مفید څخه د شیعي متکلمان د مشر په توګه یاده کړه، په کلام علم کې له نورو څخه لومړی او ځانګړی ستاینه کړیده.[۱۹]

شیخ مفید ته د بغداد کلامي مکتب استازې او د هغې ترټولو مشهور شخصیت ګنل شوی، څوک چې د قم کلامي مکتب په نظرونو نیوکه کوي.[۲۰] ویل شوی ده چی د شیخ مفید په باندی د بغداد کلامي مکتب په لوړتیا رسیدلي دی. [۲۱] ویل شوی ده چې شیخ مفید نه افراطي عقلي پال او نه هم افراطي حدیث پالونکي و، مګر هغه متوازن او اعتدال پالونکي چلند درلود.[۲۲]

شیخ مفید، ډیری زدکونکیان پالڼه کړیده، چې ځینې یې د نوم لرونکي پوهان وو. لاندې کسان له هغوی څخه دي:[۲۳]

  1. سید مرتضی (دمړی کال ۴۳۶ق)
  2. سید رضی (دمړی کال ۴۰۶ق)
  3. شیخ طوسي (دمړی کال ۴۶۰ق)
  4. نجاشی (دمړی کال ۴۵۰ق)
  5. سلَّار دیلمې (دمړی کال ۴۶۳ق)
  6. ابوالفتح کراجکې (دمړی کال ۴۴۹ق)
  7. ابویعلی محمّد بن حسن جعفری (دمړی کال ۴۶۳ق).[۲۴]

د فقهي نوی لاره

شیخ مفید د پخوا په پرتله، شیعه فقه ته مختلفه لاره رامینځته کړ. د سبحاني او گرجی په وینا، د شیخ مفید مخکي دوه فقهي لارونو عام وو: لومړۍ طریقه د خورا د روایتونو پر بنسټ و، او په سند او متن کې کافي ځیر شتون نه در لود.[۲۵] دوهم لاره روایتونو ته پاملرنه نه کوي او د عقل قواعد یې ډیر پام کړي؛ هرڅو د قیاسه څیر، مذهبي نصوص سره په تعارض (ټکر) کې وي.[۲۶] شیخ مفید منځنۍ لاره غوره کړه او یو نوې فقهي میتود یې رامینځته کړ چې پکې اصول او مقررات لومړی دعقل په مرسته رامینځته شوي، بیا د دې اصولو په واسطه، له دیني متنونو څخه د احکامو استنباط(د پریکرو لاسته راوړل) وشوه.[۲۷] د دې لامله، هغه ته د د اصول فقه پوهې سمبال کونکي ګنلي ده.[۲۸]

د شیخ مفید وروسته، د هغه زدکونکیان سید مرتضی، د الذریعة الی اصول الشریعة په کتاب کې او شیخ طوسي د العُدَّة فی الاصول، په کتاب کې دغه لاره دوام ورکړ. [۲۹]

په علمي مناظرو کې شتون

الارشاد کتاب د شیخ مفید لخوا لیکل شوی

د شیخ مفید دورې په جریان کې، په بغداد ښار د بیلابیلو اسلامي مذهبونو د لوي عالمانو ترمنځ علمي خبرې اترې ترسره شوې. د دې مناظرو ډیریي د عباسي خلیفو په شتون کې ترسره شوي. شیخ مفید پدې غونډو کې برخه اخیستې او د شیعي مذهب نیوکه ته یې ځواب ووایه.[۳۰]

د شیخ مفید په کور کې، هم د بحث غونډه ترسره شو، په کوم کې چې د بیلابیلو اسلامي مذهبونو پوهانو لکه؛ معتزله، زیدیه او اسماعلیي برخه اخیستې وه.[۳۱]

په فتوا کې د تیروتنې اصلاح

د یو نقل شوی پر بنسټ، چې په پخوانیو سرچینو کې ندي موندل شوي او د هغې ترټولو پخوانۍ سرچینه په تیرو ۱۵۰ کلونو پورې اړه لري، ادعا شوې چې امام زمان(عج)، د فتوا په صادرولو کې د شیخ مفید، تیروتنې اصلاح کړه.[۳۲] د توقیع(د امام زمان لیک) سرچینې کمزورتیا،[۳۳] د مشهور روایتونو او فتواګانې سره د دی فتوا تعارض(شخړه)[۳۴] شیخ مفید ته د فتوا په صادرولو کې د بې سوادۍ اتهام وهل یا ګړندي عمل کول،[۳۵] د داسې کیسه د ناسمه والي لاملونه معرفي شوي دي؛ شیخ مفید، سربیره پردی چی په خپل فقهي کتاب، المقنعه کې، پدې مسئله مشهور فتوا ته څرګنده کړې او په دې اساس، د داسې ناسمه فتوا صادرول د کیسې ویلو سره ورته ګنل شوي.[۳۶]

د پورتنۍ کیسه په وینا، کوم چې له معاصر لیکلي سرچینو سره تړاو لري،[۳۷] یو کلیوال سړی شیخ مفید ته لاړ او له هغه یې وپوښتل چې که امیندواره ښځه مړه شي او جنین د هغې په رحم کې ژوندی پاتې شي، جنین باید د ښځې سره ښخ شي، یا یې لرې کړئ؟ شیخ مفید، سړي ته وویل چې پرته له دې چې ماشوم له خپلې موری رحم څخه وباسي، ښځه ښخوي. د بیرته راستنیدو په وخت کې، په آسونو یو څوک سپور، کلیوال سړي ته ورغي او ویې ویل چې شیخ د ښځې د خیټه ماتولو لپاره ویلي و، ماشوم یې واخیست او بیا یې ښځه ښخ کړه. مګر لږ وروسته چې کلیوالي سړي د شیخ لپاره د کیسې، په توګه روایت کړه ، شیخ هیښ شو او د فتوا د سمولو لپاره یې د چا لیږلو څخه انکار وکړ، او پوه شو چې سړی، امام زمان و. بیا شیخ مفید فتوا ورکولو ته پریښوده، تر هغه چې د امام زمان(عج) په یو توقیع(د امام زمان ليک) کې، هغه ته ویل شوي و چې فتوا ورکړی، او موږ یې سم او ولار کوو.[۳۸] [یادونه۱]

آثارونه

د شیخ مفید لیکنې د ۱۷۵ کتابونو او رسالې د نجاشي فهرست (لیست) پربنسټ دي. [۳۹] ویل شوی ده د دې کارونو نیمایي د امامت په اړه لیکل شوی ده.[۴۰] د شیخ مفید ترټولو مشهور کار په فقه کې المُقنَعَة، په کلام پوهاوي کې اوائل المقالات او د امامانو په ژوندپانه کې الارشاد کتاب دی.[۴۱]

د شیخ مفید لیکلي کارونه ټولګه دشیخ مفید مُصَنَّفات عنوان تر لاندی په څوارلس ټوک ټولګه کې خپره شوې ده. دا ټولګه په ۱۳۷۱ لمریز کال کې خپره شوه، ترڅو د شیخ مفید نړیوال کنگره ترسره شي.[۴۲]

د شیخ مفید زره نۍ نریواله کنګره

د شیخ مفید زره نۍ د نړیواله کنګره تمبر

د شیخ مفید زره نۍ نړیواله کنګره، په ۲۸- ۳۰ اوری میاشت په ۱۳۷۲ لمریز کال کې، (۲۴ تا ۲۶ شوال ۱۴۱۳ق) په قم ښار کې د شووني او قضایي لوړو مدرسه کې ترسره شو. د اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو مشران او پوهانو په دغه کنګره کې برخه اخیستې او د شیخ مفید، علمي او دیني شخصیت په اړه مقالي وړاندې کړه.[۴۳]

د تلویزیونی ټولگه او سینمایي فلمونه

په ۱۳۷۳ لمریز کال کې، د شیخ مفید ژوند د بیان کولو په موخه د تلویزیون لړۍ جوړه شوه، او په ۱۳۷۴ لمریز کال کې، د خورشید شب(دشپي لمر) سرلیک تر لاندی، د اسلامي جمهوریت د سیما(تلویزیون) له دویمې شبکې څخه آنتن ته لاړ او خپور شو. [۴۴] د شیخ مفید ۹۰ دقیقې فلم په ۱۳۷۴ لمریز کال کې د محمود حسني لخوا لیکل شوی و او د سیروس مقدم او فریبرز صالح د کار چلونکیانو لخوا جوره شوی و. په ۱۳۸۱ لمریز کال کې، دغه فلم د ایران د اسلامي جمهوریت له راډیو او تلویزیون څخه د خورشید شب په نامه د سریال لړۍ په توګه خپور شو.[۴۵]

فوټ نوټ

  1. نجاشی، رجال، ۱۴۰۷ق، ص۳۹۹، رقم ۱۰۶۷.
  2. نجاشی، رجال، ۱۴۰۷ق، ص۴۰۲.
  3. ابن ندیم،‌ الفهرست، ۱۳۵۰ش، ص ۱۹۷؛ طوسی، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۹.
  4. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۸-۷.
  5. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۸-۷.
  6. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۸-۹.
  7. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۳۷؛ شبیری، ناگفته‌هایی از حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۱۱۸.
  8. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۳۹.
  9. طوسی، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۹.
  10. نجاشی، رجال، ۱۴۰۷ق، ص۴۰۳-۴۰۲.
  11. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳.
  12. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳.
  13. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۸-۹.
  14. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۲۳-۲۴.
  15. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۲۶.
  16. شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ۱۴۱۳ق، ص۲۶-۲۷.
  17.  طبرسی، الإحتجاج، ۱۳۸۶ق، ج۲، ص۳۲۲. 
  18. طوسی، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۸.
  19. ابن ندیم،‌ الفهرست، ۱۳۵۰ش، ص۲۲۶ و ص ۲۴۷.
  20. جعفری، «مقایسه‌ای میان دو مکتب فکری شیعه در قم و بغداد در قرن چهارم هجری»، ص۱۴ و۱۵.
  21. جعفری، «مقایسه‌ای میان دو مکتب فکری شیعه در قم و بغداد در قرن چهارم هجری»، ص۱۵.
  22. فرمانیان و صادقی کاشانی، نگاهی به تاریخ تفکر امامیه، ۱۳۹۴ش، ص۶۱؛ جبرئیلی، سیر تطور کلام شیعه، ۱۳۸۹ش، ص۱۹۸ و ۱۹۹.
  23. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳.
  24. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳تا۱۴۴.
  25. سبحانی، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ص ۲۴۵-۲۴۶؛ گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  26. سبحانی، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ص ۲۴۶؛ گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  27. سبحانی، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ص ۲۴۵؛ گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  28. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۶
  29. سبحانی، موسوعة طبقات الفقهاء، ۱۴۱۸ق، ص ۲۴۵؛ گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  30. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۶.
  31. منتظم، ج۸، ص۱۱؛ به نقل شبیری، گذری بر حیات شیخ مفید، ص۲۳-۲۴.
  32. کریمیان، «واکاوی فتوایی منسوب به شیخ مفید»، ص۳۰.
  33. کریمیان، «واکاوی فتوایی منسوب به شیخ مفید»، ص۳۳-۳۴.
  34. کریمیان، «واکاوی فتوایی منسوب به شیخ مفید»، ص۳۴-۳۶.
  35. کریمیان، «واکاوی فتوایی منسوب به شیخ مفید»، ص۳۶-۳۷.
  36. کریمیان، «واکاوی فتوایی منسوب به شیخ مفید»، ص۳۹.
  37. مثال په توګه وګورۍ: محمدی اشتهاردی، حضرت مهدی فروغ تابان ولایت، ۱۳۸۷ش، ص۲۱۲-۲۱۳؛ نهاوندی، العبقری الحسان، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۴۴۷.
  38. کریمیان، «واکاوی فتوایی منسوب به شیخ مفید»، ص۳۱-۳۲.
  39. نجاشی، رجال نجاشی، ۱۴۰۷، ص ۳۹۹-۴۰۲.
  40. فرمانیان و صادقی کاشانی، نگاهی به تاریخ تفکر امامیه، ۱۳۹۴ش، ص۵۴.
  41. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش، ص‌۱۴۳-۱۴۴.
  42. گرجی، ابوالقاسم، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۸۵ش.
  43. دانشگاه انقلاب، شماره ۹۷، ص۱۸۱-۱۸۲.
  44. «د شپې لمر/ خورشید شب، په آی فیلم کې»، تارنمای خبری دنیای سینما.
  45. د ایراني سینما جامع معلوماتي بانک/بانک جامع اطلاعات سینمای ایران (www.sourehcinema.com)

سرچينې

  • «په آی فلم کې د شپې لمر/خورشید شب»، تارنمای خبری دنیای سینما، تاریخ بازدید: ۷ مرداد ۱۳۹۸، تاریخ درج: ۲۹ مهر۱۳۹۷.
  • ابن الندیم، محمد بن ابی‌یعقوب اسحاق، الفهرست، تحقیق رضا تجدد، تهران، بی‌تا، ۱۳۵۰ش.
  • ابن‌‌تغری‌ بردی‌، النجوم الزاهرة فی ملوک مصر و القاهرة، قاهره، وزارة الثقافة و الارشاد القومی، بی‌تا.
  • جبرئیلی، محمدصفر، سیر تطور کلام شیعه، دفتر دوم: از عصر غیبت تا خواجه نصیر طوسی، تهران، انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
  • جعفری، یعقوب، «مقایسه‌ای میان دو مکتب فکری شیعه در قم و بغداد در قرن چهارم هجری»، در مقالات فارسی(مجموعه مقالات کنگره شیخ مفید، ج۶۹)، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، تحقیق عطا، مصطفی عبدالقادر، نشر دار الکتب العلمیه، بیروت، ۱۴۱۷ق.
  • سبحانی، جعفر، موسوعة طبقات الفقهاء، مقدمه (القسم الثانی)، موسسه امام صادق(ع)، قم، ۱۴۱۸ق.
  • شبیری، سیدمحمدجواد، «گذری بر حیات شیخ مفید»، در مقالات فارسی کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ش۵۵، ۱۳۷۲ش.
  • شبیری، سیدمحمدجواد، «ناگفته‌هایی از حیات شیخ مفید»، در مقالات فارسی کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، محمد بن الحسن، الفهرست، تحقیق جواد القیومی، بی‌جا، مؤسسة نشر الفقاهة، ۱۴۱۷ق.
  • فرمانیان، مهدی و مصطفی صادقی کاشانی، نگاهی به تاریخ تفکر امامیه؛ از آغاز تا ظهور صفویه، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۴ش.
  • کریمیان، محمود، «واکاوی فتوایی منسوب به شیخ مفید»، در مجله حدیث حوزه، ش۹، پاییز و زمستان ۱۳۹۳ش.
  • گرجی، ابوالقاسم، تاریخ فقه و فقها، تهران، سمت، ۱۳۸۵ش.
  • محمدی اشتهاردی، محمد، حضرت مهدی فروغ تابان ولایت، قم، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۸۷ش.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال نجاشی، تصحیح سیدموسی شبیری زنجانی‌، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • نهاوندی، علی‌اکبر، العبقری الحسان فی احوال مولانا صاحب الزمان، تحقیق و تصحیح حسین احمدی قمی و صادق برزگر، قم، مسجد مقدس جمکران، ۱۳۸۶ش.