حجاج بن زید تمیمي سعدي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

حَجّاج بن زید تَمیمي سعدي د کربلا له شهیدانو او د کربلا د پیښې له لیک وړونکیو څخه دی.

په ابصار العين كې د محمد سماوي له قوله راغلي، حجاج بن بدر د بني تميم د قبيلې د بني سعد له کورنۍ څخه و.[۱] له دې وروسته چې امام حسین(ع) د بصرې اشرافو ته یو لیک ولیکه او ځانته یې وبلل، مسعود بن عمرو ازدي د امام د خط له پنځو اورېدونکو څخه یو همدې و، د حسين(ع) په حمایت کې یې یو لیک ولیکه چې د خپل ځان او د خپلې قبيلې ملاتړ یې له حسين بن علي سره څرګند کړ او دا لیک یې حجاج بن زيد ته يې ورکړ. حجاج هغه لیک امام حسین(ع) ته راوړ او له هغه سره پاتې شو او د عاشورا په ورځ د عمر بن سعد د لښکر په لومړي برید کې شهید شو.[۲]

د حجاج پلار زید د صفین په جګړه کې د حضرت علی(ع) له صحابه څخه یو صحابي و او د وخت له خطیبانو څخه و.[۳] د حصرت امام علی(ع) له شهادته وروسته معاویه هغه د پوليسو مشر جوړ کړ خو هغه ونه منله.[۴]

په زیارت الشهداء کې دې عبارت «اَلسَّلَامُ عَلَی الْحَجَّاجِ بْنِ زَیدٍ السَّعْدِی» سره یاد شوی دی[۵] او په زیارت رجبیه امام حسین(ع) کې دې عبارت «السَّلَامُ عَلَی حَجَّاجِ بْنِ یزِیدَ» سره[۶] پر هغه سلام شوی دی. سید محسن امین هم په اعیان الشیعه کې هغه د حجاج بن بدر تمیمي په نوم یاد کړی دی.[۷]

فوټ نوټ

  1. سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۱۲.
  2. سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۱۳-۲۱۴.
  3. ابن‌حجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج‌۲، ص۵۳۱.
  4. سید ابن طاووس، الإقبال بالأعمال، ۱۳۷۶ش‌، ج۳، ص۷۸.
  5. سید ابن طاووس، الإقبال بالأعمال، ۱۳۷۶ش‌، ج۳، ص۷۸.
  6. سید ابن طاووس، الإقبال بالأعمال، ۱۳۷۶ش‌، ج۳، ص۳۲۶.
  7. امین، اعیان الشیعه، بی‌تا، ج۴، ص۵۶۴.

سرچينې

  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الكتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌طاووس، على بن موسى‌، الإقبال بالأعمال الحسنة، تحقیق جواد قيومى اصفهانى، قم‌، دفتر تبليغات اسلامى‌، چاپ اول، ۱۳۷۶ش‌.
  • امین، سید محسن، أعيان الشيعة، تحقیق حسن الأمين، بی‌تا.
  • سماوی، محمدطاهر، إبصار العین فی أنصار الحسین، قم، دانشگاه شهید محلاتی، ۱۴۱۹ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم والملوك، تحقیق محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت،‌ دارالتراث، ۱۳۸۷ق.