Jump to content

د بصرې مشرانو ته د امام حسین(ع) لیک

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د بصرې غټانو ته د امام حسین(ع) لیک، د کربلا له پیښې مخکې له امام سره د یوځای کیدو د بلنې لپاره و. امام په دغه لیک کښې خلافت د اهل بیت(ع) حق بللی او د خلافت د غصبولو په وړاندې یې د دغې کورنۍ چوپتیا د مسلمانانو د وحدت د ساتلو لپاره ګڼلې ده. امام د پيغمبر(ص) د سنت له منځه تللو او د بدعتونو بيا راژوندي کېدو ته په اشارې سره، د بصرې له مشرانو وغوښتل چې له هغه سره يوځاى شي. دا لیک د سلیمان بن رزین په لاس ولیږلی شو.

د بصرې ډېرو غټانو د امام حسین(ع) لیک ته ځواب ونه وایه او د اَحنف بن قیس په څیر خلکو د امام بلنه رد کړه؛ حتی مُنذِر بن جارود د بصرې د وخت واکمن عبیدالله بن زیاد ته په خبر ورکولو سره د امام د قاصد د نیولو او شهادت لپاره زمینه برابره کړه.

له بلې خوا يزيد بن بن نبیط له خپلو دوو زامنو سره يوځاى د امام حسين(ع) د مرستې لپاره له بصرې څخه وتښتېد او له امام سره له يوځاى کېدو وروسته، په کربلا کې شهيد شو. یزید بن مسعود نهشلي د خپلې قبیلې له راټولولو وروسته، امام حسین(ع) ته یو لیک ولیکه او د مرستې ژمنه یې ورسره وکړه، خو کله چې یې تلو اراده وکړه نو د امام له شهادته خبر شو.

د لیک متن

امام حسین(ع) په مکه معظمه کې د استوګنې په وخت(60 هجري) کې د بصرې خلکو ته یو لیک ولیکه[۱] او هغوي یې خپلې مرستې ته وبلل.[۲] ویل کیږي چې که څه هم د بصرې خلکو امام حسين(ع) ته لیک نه و لیکلی او ورته يې بلنه نه وه ورکړی، خو امام هغوي ته ليک وليکه او هغوي يې د خداى کتاب او د نبوي سنتو ژوندي کولو ته وبلل.[3] په دې لیک امام، خلافت د اهلبیتو(ع) حق بللی دی.[4] هغه د امويانو[۵] په اړه خبرې کړي دي چې د پېغمبر(ص) د سنتو له منځه وړلو او د بدعتونو د راژوندي کولو لپاره یې هڅې کړي دي.[۶]

د اخبارالطِّوال لیکوال دینوري د دې لیک لنډ متن وړاندې کړی دی، چې امام حسین(ع) په کې د لیک د مخاطبینو له نومونو اخستو  وروسته، له هغوی څخه غوښتي چې د حق نښې راژوندۍ کړي او بدعتونه له منځه یوسي، چې په دې حالت کې به دوي سمې لارې ته هدایت شوي وي.[۷] طبري یو ډیر مفصل متن ذکر کړی چې البته ځینو په کې شک کړی دی او ځینې برخه یې د راویانو له خوا اضافه کړی شوي ګڼلی.[8] د طبري د نقل پر اساس د لیک متن په لاندې ډول دی:

«أَمَّا بَعْدُ: فَإِنَّ اَللَّهَ اِصْطَفَی مُحَمَّداً صَلَّی اَللَّهُ عَلَیْهِ [وَ آلِهِ] وَ سَلَّمَ عَلَی خَلْقِهِ، وَ أَکْرَمَهُ بِنُبُوَّتِهِ، وَ اِخْتَارَهُ لِرِسَالَتِهِ، ثُمَّ قَبَضَهُ اَللَّهُ إِلَیْهِ وَ قَدْ نَصَحَ لِعِبَادِهِ وَ بَلَّغَ مَا أُرْسِلَ بِهِ، وَ کُنَّا أَهْلَهُ وَ أَوْلِیَاءَهُ وَ أَوْصِیَاءَهُ وَ وَرَثَتَهُ وَ أَحَقَّ اَلنَّاسِ بِمَقَامِهِ فِی اَلنَّاسِ، فَاسْتَأْثَرَ عَلَیْنَا قَوْمُنَا بِذَلِکَ، فَرَضِینَا وَ کَرِهْنَا اَلْفُرْقَه وَ أَحْبَبْنَا اَلْعَافِیَه، وَ نَحْنُ نَعْلَمُ أَنَّا أَحَقُّ بِذَلِکَ اَلْحَقِّ اَلْمُسْتَحَقِّ عَلَیْنَا مِمَّنْ تَوَلاَّهُ وَ قَدْ أَحْسَنُوا وَ أَصْلَحُوا وَ تَحَرَّوْا اَلْحَقَّ، فَرَحِمَهُمُ اَللَّهُ، وَ غَفَرَ لَنَا وَ لَهُمْ وَ قَدْ بَعَثْتُ رَسُولِی إِلَیْکُمْ بِهَذَا اَلْکِتَابِ، وَ أَنَا أَدْعُوکُمْ إِلَی کِتَابِ اَللَّهِ وَ سُنَّه نَبِیِّهِ ص فَإِنَّ اَلسُّنَّه قَدْ أُمِیتَتْ، وَ إِنَّ اَلْبِدْعَه قَدْ أُحْیِیَتْ، وَ إِنْ تَسْمَعُوا قَوْلِی وَ تُطِیعُوا أَمْرِی أَهْدِکُمْ سَبِیلَ اَلرَّشَادِ، وَ اَلسَّلاَمُ عَلَیْکُمْ وَ رَحْمَه اَللَّه.[۹]

اما بعد، خدای محمد(ص) له خپلو مخلوقاتو غوره کړ او د نبوت سره یې ورته عزت ورکړ او هغه یې په خپلې پيغمبرۍ وټاکه او بیا یې ځان ته بوتله په داسې حال کې چې هغه خپلو بندګانو ته لارښوونه کړې وه او خپل رسالت یې سرته رسولی و. موږ د هغه کورنۍ او ملګري او د هغه ځای ناستي او وارثان وو او د خلکو په منځ کې د هغه د ​​ځای ناستۍ لپاره له ټولو خلکو زیات حقدار وو، خو زموږ قوم نور خلک پر مونږ وړاندې کړل او موږ رضایت ورکړی او په قوم کې مو تفرقه خوښه نه کړه. او موږ سلامتي خوښه کړه. او په داسې حال کې چې موږ پوهیدو چې زموږ حق له هغو کسانو څخه ډېر وو چې دا مقام اخیستی و او ښه یې کړی او اصلاح یې کړی او د حق درناوی یې کړی، خدای دې پر دوی رحم وکړي او مونږ او هغوي دې وبخښي اوس ما تاسي ته خپل پيغام رسوونکی د دې لیک سره درلیږلی دی او زه تاسي ته د الله کتاب او د هغه د پیغمبرانو سنتو ته بلنه درکوم، بیشکه چې سنت مړ شوی د او بدعت را ژوندی شوی دی. او که زما خبرې واورئ او زما امر ته غاړه کیږدئ نو زه به تاسو سمې او ثابتې لارې ته هدایت کړم، والسلام علیکم و رحمت الله.

نورو سرچینو هم دا متن لږ څه اختلاف سره راوړی دی.[10]

د لیک مخاطبان او د امام حسین(ع) پيغام وړونکی

دا لیک د امام حسین(ع) له خوا د بصرې مشرانو او غټانو ته [۱۱] او یا په بصره کې د امام شیعو[۱۲] ته لیکل شوی. طبري په پیل کې د بصرې د پنځو مشرانو یادونه کړې ده چې د دې لیک له مخاطبانو دي؛ خو په ادامه کې یې د شپږو کساو نامې اخستي دي.[13] هغه کسان دا دي: مالک بن مِسمَع بکري، احنف بن قیس، منذر بن جارود، مسعود بن عمرو، قیس بن هَیثَم، عمرو بن عبیدالله بن مَعمَر. البته په نورو منابعو کې د یزید بن مسعود نهشلي یادونه هم شوې ده.[15]

ځینو ویلي دي چې امام حسین(ع) ذکر شویو کسانو ته په جلا توګه یوشان متن ولیږه.[۱۶] لکه څنګه چې په یوه بل روایت کې راغلي دي چې امام په یوه لیک کې د پورته ذکر شویو کسانو یادونه کړې او بیا یې له هغوی څخه مرسته غوښتې ده.[17]

د دې لیک پیغام رسونکی سلیمان[18] یا سلمان[19] لقب یې «ابورزین» [20] د امام حسین(ع) له موالیانو (ازاد شویو مریانو) څخه و.[21] هغه کوفې ته د رسیدو لپاره خپله ټوله هڅه وکړه چې په چټکۍ سره ورسي.[۲۲] کله کله د ذَرّاع سَدوسی په نوم یو بل کس هم د امام(ع) د پيغام رسوونکي په توګه یاد شوی دی.[23]

همدارنګ وګورئ: سلیمان بن رزین

غبرګونونه

د دغه لیک له ترلاسه کولو وروسته د بصرې د مشرانو د غبرګونونو بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي. په عامه توګه هغوي امام حسین(ع) ته مثبت ځواب ورنه کړ او حتی د بصرې حاکم ته یې هم خبر ورکو؛ خو له بلې خوا ځینو کسانو د امام بلنه ومنله او حتی له هغه سره یو ځای شول.

د لیک څرګندیدل او د پیغام وړونکي نیول

د سرچینو د راپور له مخې، د بصرې عامو غټانو د امام حسین(ع) د لیک له ترلاسه کولو وروسته، هغه پټ کړ.[۲۴] خو منذر بن جارود چې لور یې د عبیدالله بن زیاد میرمن وه،[۲۵] دا لیک عبیدالله ته یوړه.[۲۶] عبيدالله په هغه وخت کې د يزيد له خوا د بصرې والي و او يزيد د کوفې د حالاتو په پام کې نيولو سره هغه ته د دغه ښار د والي دنده هم سپارلې وه.[۲۷] د تاریخ څیړونکي باقر شریف قرشي(وفات 1433هـ) په وینا، چې یو مورخ، منذر د دې لپاره د امام حسین(ع) لیک عبیدالله ته وښود چې هغه ته خپل اطاعت څرګند کړي.[۲۸]

په نورو منابعو کې راغلي دي چې هغه ویره درلوده چې هسې نه دا لیک د عبیدالله[29] دسیسه وي او د هغه د وفادارۍ د اندازې معلومولو لپاره وي.[30] ابن زیاد د لیک په لیدو سره په غوسه شو او د حکم یې وکړ چې د لیک راوړنکی دې ونیول شی.[31] د امام پيغام راوړونکی چې د شیعو تر مینځ پټ شوی و،[32] د منذر[33] یا نورو[34] په لاس ونیول شو او عبیدالله ته بوتلی شو. عبیدالله بن زیاد د هغه سر پرې کړ او د کوفې په دروازه يې ځوړند کړ.[۳۵] هغه سمدستي د ښار په لوی جومات کې منبر ته ولاړ [۳۶] او خلک یې له مخالفته ووېرول او د کوفې د سفر لپاره یې د چمتووالي اعلان وکړ او خپل ورور عثمان یې خپل ځای ناستې وټاکه.[۳۷] ​

منفي ځواب

احنف بن قیس چې په دې لیک کې د امام حسین(ع) له مخاطبانو څخه و، د سورة روم د ۶۰ آیت (فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللهِ حَقٌّ وَ لا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذينَ لا يُوقِنُونَ) ته په اشارې سره د امام په ځواب کې لنډ ولیکل: «نو صبر وکړه، ځکه چې د خدای وعده رښتیني ده، او او کوم کسان چې یقین نه لري هغوي تاسو سبک نه کړي»[38] دا د امام حسین(ع) د مرستې ردولو او هغه ته په خلکو د باور او پاڅون کولو په اړه خبرداری ګڼل شوی دی.[۳۹]

امام سره د یوځای کیدو هڅه

ویل شوي چې د بصرې ځینو مشرانو لکه یزید بن نبیط، سره له دې چې عبیدالله بن زیاد امر کړی و چې له بصرې څخه کوفې ته د وتلو لارې وتړل شي، څو هیڅوک له امام سره مرسته ونه کړي، هغه خپلو دوو زامنو عبدالله او عبیدالله سره له بصرې وتښتېدل او په مکه کې امام(ع) سره یوځای شول او په کربلا کې شهیدان شول.[۴۰]

یزید بن مسعود نَهشَلي چې د بصرې له مشرانو څځه و، هغه چې کله د امام حسین(ع) لیک ترلاسه کړ نو او د بني تمیم، بني حنظله او بني سعد قبیلې یې راغونډې کړې او د امام حسین(ع) د بلنې په هکله یې ورسره خبرې ورکړې. هغوي ته يې وویل چې زه چمتو یم چې د امام مرستې ته لاړ شم، له هغوي یې هم وغوښتل چې په دې اړه نظر ورکړي. بني سعد د مشورې لپاره وخت وغوښت، او نورو سمدستي خپل چمتووالی اعلان کړ. یزید بن مسعود هم امام حسین(ع) ته یو لیک ولیکه او د هغه او د هغه د قبیلې له امام سره د مرستې لپاره یې د چمتووالي خبر ورکړ. د دې لیک په لیدلو سره امام حسین(ع) د یزید بن مسعود لپاره دعا وکړه.[۴۱] البته ځینو ویلي دي چې دا لیک د محرم په لسمه او د امام حسین(ع) د ملګرو او د کورنۍ د غړو له شهادته وروسته ورته رسیدلی دی.[۴۲] یزید بن مسعود کله چې تلو ته چمتو و، د امام له شهادته خبر شو او په دې اړه یې ډېر افسوس او بې صبري څرګنده کړه.[43]

د امام(ع) اهداف

ځينې ليکوالان په دې اند دي چې که څه هم د امام حسين(ع) په ليک کې ذکر شويو مخاطبانو کې یو کس هم امام ته مناسب ځواب نه دی ورکړی.[۴۴] او د هغوی سياسي ګروهنې د اهل بيتو سره په ټکر کې وې،[۴۵] خو د امام د ليک چې کومې موخې وې هغه په لاندې ډول دي:

  • د مشرانو او خاصو کسانو له لارې عامو خلکو ته د حرکت ورکولو هڅه؛
  • د بصرې په خلکو باندې حجت ختمول او د امام حسین(ع) له پاڅون څخه د خبرتیا د عذر له منځه وړل؛
  • د هغو مشرانو دښمنانو سره د یوځای کیدو مخه نیول چې د امام حسین(ع) مرسته کولو کې په شک کې وو.
  • په بصره کې له اهل بیتو سره مینه لرونکو ته لکه یزید بن مسعود نهشلي او نورو ته د پاڅون د شورو کیدو خبر ورکول.[۴۶]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن اعثم، احمد، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن طاووس، علی بن موسی، اللهوف علی قتلی الطفوف‏، تهران، جهان، ۱۳۴۸ش.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابومخنف، لوط بن یحیی، وقعه الطف، تحقیق محمدهادی یوسفی غروی، قم، ‏جامعه مدرسین‏، چاپ سوم، ۱۴۱۷ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، تحقیق حسن امین، بیروت، دار التعارف، ۱۴۰۳ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق.
  • جمعی از نویسندگان، مع الرکب الحسینی‏، قم، تحسین، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.
  • دینوری، احمد بن داود، اخبار الطوال، تحقیق عبد المنعم عامر و جمال الدین شیال، قم، منشورات رضی، ۱۳۶۸ش.
  • سماوی، محمد بن طاهر، ابصار العین فی أنصار الحسین(ع)، قم، دانشگاه شهید محلاتی‏، ۱۴۱۹ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۹۶۷م.
  • قرشی، باقر شریف، ‏حیاه الامام الحسین(ع)، قم، ‏مدرسه علمیه ایروانی‏، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دار الهجره، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مقرم، عبدالرزاق، مقتل الحسین(ع)، بیروت، مؤسسه الخرسان للمطبوعات‏، ۲۰۰۷م‏.