حق پټول

د wikishia لخوا
د شهادت پټولو سره غلط نه شي.

د حق پټول هغه څه پټولو ته وايي چې انسان حقیقت ته رسوي.[۱] د څېړونکو په اند په قرآن کریم کې شل آيتونه د پټولو د مسئلې په اړه راغلي دي.[۲] دا آيتونه د حق د پټولو مصداقونو ته اشاره کوي لکه د ديني علم پټول، د شهادت پټول، د ايمان پټول، د رازونو پټول او د خداى د نعمتونو پټول.[۳] حسن مصطفوي په تفسیر روشن کتاب کې په قرآني اصطلاح کې د حق پټول د دیني علم او عقایدو پټول بولي.[۴] قرآن د کتمان په آيت او نورو آيتونو لکه د بقره سوره په ١٤٦ او ٤٢ او د آل عمران سوره په ٧١ آيتونو کې د حق د پټولو مصداقونه بيان کړي دي.[۵]

د شيعو د تفسيرونو لړلیک له مخې د حقايقو او ديني لارښوونو پټوونکي د اهل كتابو عالمان وو[۶] چې قرآن يې مقام ټيټ بللى او ملامت کړي او غندلي یې دي او لعنت يې ورباندې کړی دی.[۷] همدارنګه ځينې مفسرين په دې اند دي، چې په هغو ځایونو  کې چې خلک د حقايقو پېژندلو ته سخته اړتيا لري، چوپتيا هم د حق د پټولو يو مصداق دی.[۸]

قرآن کریم په ۱۰۶ سوره مائده او ۲۸۳ سوره بقره کې د شهادت پټولو ته،[۹] د سوره غافر په ۲۸ آیت کې د ایمان پټولو ته،[۱۰] د بقره سوره په ۲۲۸ آیت کې د هغه څه پټولو ته چې په ارحام کې دي[۱۱] او د نساء سوره په 37 آيت کي يې د الله د نعمتونو د پټولو يادونه کړې ده.[۱۲]

د څېړونکو په اند، پټول په خپله کوم شرعي او اخلاقي حکم نه لري خو د مصداق له مخې يې بېلابېل احکام لري.[۱۳] د بېلګې په توګه د خلکو د رازونو او عیبونو پټول او د ضرر له وېرې د ایمان پټول (تقیه)، له اخلاقي لحاظه د ستاینې وړ ده[۱۴] او د فقهي له نظره واجب یا مستحب دي[۱۵] او د ديني حقايقو پټول او همدارنګه د شهادت پټول په اخلاقي لحاظ د غندنې وړ دي[۱۶] او په شريعت کې حرام ګڼل شوي دي.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۵۹.
  2. مؤذنی، «کتمان حق».
  3. هادی، «کتمان ممدوح و مذموم (معیارها و چالش‌ها)»، ص۱۲۶؛ بیگی، جمال، «جرم‌انگاری کتمان شهادت و چالش‌های آن در حقوق ایران»، ص۱۵۱-۱۵۲.
  4. مصطفوی، تفسیر روشن، ۱۳۸۰ش، ج۴، ص۲۶۸.
  5. بیگی، «جرم‌انگاری کتمان شهادت و چالش‌های آن در حقوق ایران»، ص۱۵۰.
  6. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۴۴۲.
  7. مؤذنی، «کتمان حق».
  8. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۵۵۰.
  9. بیگی، «جرم‌انگاری کتمان شهادت و چالش‌های آن در حقوق ایران»، ص۱۵۱.
  10. مؤذنی، «کتمان حق».
  11. ریشه‌یابی ماده کتم، «سایت تنزیل».
  12. ریشه‌یابی ماده کتم، «سایت تنزیل».
  13. هادی، «کتمان ممدوح و مذموم (معیارها و چالش‌ها)»، ص۱۲۴.
  14. هادی، «کتمان ممدوح و مذموم (معیارها و چالش‌ها)»، ص۱۲۶.
  15. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج۲، ص۲۶۶؛ شهید اول، القواعد و الفوائد، مکتبة المفید، ج۲، ص۱۵۷؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل‌بیت(ع)، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ج‌۱، ص۵۹۱.
  16. هادی، «کتمان ممدوح و مذموم (معیارها و چالش‌ها)»، ص۱۳۸.
  17. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۴، ص۲۶۳.

سرچينې

  • بیگی، جمال، «جرم‌انگاری کتمان شهادت و چالش‌های آن در حقوق ایران»، دوفصلنامه آموزه‌های حقوق کیفری، شماره ۱۴، ۱۳۹۶ش.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر مهر، قم، پژوهشهای تفسیر و علوم قرآن، چاپ اول، ۱۳۷۸ش.
  • ریشه‌یابی ماده کتم، «سایت تنزیل»، تاریخ بازدید: ۹ آبان ۱۴۰۲ش.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل‌بیت(ع)، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل‌بیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، نشر اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • شهید اول، محمد، القواعد و الفوائد، قم، مکتبة المفید، چاپ اول، ۱۴۰۰ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرایع الاسلام‌، مؤسسة المعارف الإسلامیة‌، قم، چاپ اول، ۱۴۱۳ق‌.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، نشر ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • مصطفوی، حسن، تفسیر روشن، تهران، مرکز نشر کتاب، چاپ اول، ۱۳۸۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۱ش.
  • مؤذنی، محمد، «کتمان حق»، بانک مقالات علوم انسانی پژوهه، ۱۳۹۳ش.
  • هادی، اصغر، «کتمان ممدوح و مذموم (معیارها و چالش‌ها)»، فصلنامه اخلاق، سال هشتم، شماره ۳۰، تابستان ۱۳۹۷ش.