تقیه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

تَقیه له دیني یا دنیایي تاوانه د بچ کېدو په خاطر د عقېدې پټ ساتل یا د مخالفانو په وړاندې د زړه د عقېدې په خلاف د یو کار ترسره کول دي. شیعیان د نورو اسلامي مذهبونو تر پېروانو زیات د تقیې په طریقه په عمل کولو مشهور دي. د دغه ګروهنې سبب ډول ډول سیاسي، ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او... فشارونه ګڼل شوې دي چې په تاریخ کې، همېشه د مخالفانو له خوا په هغوي راوستل کېدل.

تقیه مختلف ډولونه لري او شیعه فقیهانو د قرآن ایتونو او د امامانو(ع) روایتونو ته په پام سره د هغه لپاره تکلیفي او وضعي احکام بیان کړې دي. د هغوي له نظره، چرته چې د مخالفانو په نزد د عقیدې ښکاره کول د یو کس یا کسانو د سر، مال او عزت لپاره تاوان ولري، په هغه اندازه چې ضرر دفعه کیږي، تقیه واجبه ده. تقیه همداراز په ځینو مواردو کې او خاصو شرایطو ته په پام سره مستحبه، مکروه، مباح او حرامه کېدلی شي.

ویل کیږي چې اکثره اهل سنت فقیهان هم تقیه په هغه ځایونو کې چې د سر او حتی مال د تاوان د رسېدو وېره موجوده وي، د ضرر د دفع کولو په اندازه جایزه ګڼي. په اسلامي مذهبونو کې زیدیه او وهابیت د تقیې مخالف دي.

مفهوم پېژندنه

تقیه، له دیني یا دنیایي تاوانه د بچ کېدو په خاطر د مخالفانو په وړاندې د حق او د حق د عقېدې پټول دي.[۱] په بله ژبه، د یو بل کس له لوري له هغه سره په وینا او عمل کې د غږملتیا له لارې له تاوان یا نقصانه د ځان یا نورو ساتل دي.[۲]

تقیه په لغت کې د «وقی» له مادې راوتلې او له ځورونې او ازاره په امان پاتې کېدو لپاره د خوندي ساتلو، ساتلو او پټولو په معنا ده.[۳]

مقام

تقیه له هغو موضوګانو ده چې د فقې په علم کې جاجول کیږي او د طهارت، لمونځ، روژې، حج او امر بالمعروف او نهي عن المنکر په فقهي بابونو کې یې په اړه خبرې شوې دي.[۴] په فقهي قواعدو پورې اړوندو کتابونو کې هغه د یوې قاعدې په توګه یاده شوې او ځینې فقیهانو یې په هکله پوره پوره رسالې لیکلې دي.[۵]

سره له دې چې د تقیې لفظ په قرآن کې نه دی راغلی، مسلمان عالمان باوري دي چې ځینې ایتونه[۶] د هغې محتوا ته اشاره لري او د تقیې د مشروعیت د ثابتولو لپاره په هغو استناد کوي.[۷] د شیعه په روایي سرچینو کې، له معصومو امامانو(ع) ډېر روایتونه د تقیې په اړه نقل شوي دي.[۸] شیعه محدث کلیني (وفات۳۲۹ق) په الکافي کتاب کې یوه برخه د «باب التقیه» په نامه رایتونو ته ځانګړې کړې او ۲۳ روایتونه یې راغونډ کړې دي.[۹] حر عاملي هم په وسائل الشیعه کتاب کې په دولسو بابونو کې ۱۴۶ ایتونه د تقیې په احکامو پورې اړوند راغونډ کړې دي.[۱۰] همداراز د اهل سنتو په ځینو روایي سرچینو کې د تقیې په اړه خواره واره روایتونه نقل شوې دي.[۱۱]

په شیعه مذهب کې تقیه

ویل کیږي چې تقیه د شیعه له کلامي فقهي معتقداتو او یو مهم عامل دی چې شیعیانو د هغې په وسیله کړی شوي د تاریخ په اوږدو کې د خپلو عقیدو او مذهب له ساتلو سره مرسته وکړي.[۱۲] د تاریخي سرچینو په ګواهۍ، تشیع مذهب د خپل ژوند په اوږدو کې، له مختلفو ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي اړخونو په ډېرې تنګسیا او سختۍ کې و؛ په دې ډول چې همېشه په تاریخ کې، د مخالفانو په مینځ کې د خپلې عقیدې اظهار د هغوي لپاره د سر او مال ډېر تاوانونه لرلې دي. له همدې امله شیعه امامانو د خپل ځان او شیعیانو د سر حفاظت، او د شیعه ټولنې د تیتوالي او کمزورۍ د مخنیوي لپاره، تقیه لازمه ګڼله.[۱۳]

په ځينو شیعه سرچینو کې، ځینې روایتونه په دې عبارت سره «لا دینَ لِمَن لا تَقِیَّةَ لَه؛ څوک چې تقیه نه لري، دین نه لري» نقل شوې دي[۱۴] چې د معصومو امامانو (ع) او د هغوي د پېروانو په نزد د تقیې د اهمیت ښودنه کوي.[۱۵]

د شیعه د تقلید مرجع ایت الله مکارم شیرازي په وینا، تقیه یوازې په شیعه مذهب پورې محدوده نه ده.[۱۶] هغه په دې باور دی چې هر کس یا لږکی په هرې تاریخي دورې کې یا د نړۍ په هر ځای کې چې له متعصبو دښمنانو او مخالفانو سره مخ وي، په دې ډول چې د عقیدې ښکاره کول د هغې یا یې خواوشا کسانو لپاره د سر او مال تاوانونه ولري او د عقیدې د دغه څرګندولو اهمیت د ځان او د ساتلو تر اهمیته کم وي، د فطرت په حکم تقیه کوي او خپله عقیده پټوي.[۱۷]

په ځینو روایتونو کې چې له شیعه امامانو نقل شوي، په تقیې عمل د اسلام له پېغمبر (ص) نه مخکې ځینو الهي پیغمبرانو لکه شیث،[۱۸] ابراهیم،[۱۹] یوسف[۲۰] او همداراز اصحاب کهف[۲۱] ته هم نسبت ورکړل شوی دی.

په شپږمه قمري پېړۍ کې شیعه فقیه شهید اول، له معصومو امامانو نقل شوې حدیثونه د تقیې له بیاناتو ډک ګڼلي او تقیه یې د حدیثونو د اختلاف یو مهم لامل ګڼلې ده.[۲۲] له دې امله ویل کیږي چې په روایتونو کې د تقیې په مواردو پوهېدل د شرعي مسایلو او احکامو په لا ځېر استنباط کې د پام وړ رول لري.[۲۳]

د تقیې ډولونه

تقیه د تقیه کوونکو د مقصد او محرک له نظره په دوو ډولونو وېشل کیږي:[۲۴]

  • خوفي تقیه: د مخالفانو په وړاندې تقیه کول، په هغه ځای کې چې د سر، مال یا عزت د تاوان د رسېدلو وېره موجوده وي.[۲۵][یادداشت۱] خوفي تقیه هم یا اکراهي ده چې پکې، یو کس په ګواښ سره اکراه کوي او مجبوروي یې چې د خپلې عقېدې په خلاف لکه د کفر خبره په خله جاري کړي.[۲۶] یا داسې پټول دي چې پکې یو کس د خپل ځان یا خواوشا کسانو د سر د حفاظت لپاره مجبوریږي چې خپلې عقیدې پټې کړي.[۲۷] د خپل سر د ژغورلو لپاره د قریشو مشرکانو په وړاندې د عمار یاسر تقیه، یې اکراهي تقیه[۲۸] او د فرعونیانو په وړاندې د مؤمن آل فرعون تقیه او د اصحاب کهف تقیه چې د خپل ځان د ژغورنې لپاره یې خپلې عقېدې پټې کړې وې د کتماني (پټوونکي) تقیې له قسمونو ګڼل شوې دي.[۲۹]
  • مداراتي تقیه: دا ډول تقیه چې ورته تحبیبي تقیه هم وایي:[۳۰] د ځینو مصلحتونو لکه د وحدت د ساتلو، د دوستۍ او مینې د جلبولو او د کینې او دښمنې د رفع کولو او د هغو ټولو چارو لپاره د خپلو عقیدو پټول دي چې اهمیت یې د عقایدو تر ښکاره کولو زیات دی.[۳۱] ځینو شیعه فقیهانو، د معصومو امامانو(ع)[۳۲] په ځینو روایتونو په استناد سره د اهل سنتو په مجالسو کې شرکت کول(د سر د حفاظت لپاره نه) لکه له هغوي سره د جماعت په لمانځه کې برخه اخستل (په تېره بیا د حج په ورځو کې) د هغوي د ناروغانو پوښتنه کول، د هغوي د جنازې په دستورو کې ګډون کول او دغه شان نورې ټولنیزې چارې چې د مسلمانانو د عزت او شان د زیاتېدو او د وحدت د پیاوړې کېدو او د بدګمانیو او تربګنیو د ختمېدو سبب کیږي، د مداراتي یا تحبیبي تقیې ځینې بېلګې ګڼلې دي.[۳۳]

د تقیې لپاره نور تقسیمات هم ذکر شوې دي.[۳۴] امام خمیني د « تقیه کوونکی کس» «هغه کس چې د هغه په مقابل کې تقیه کیږي» او« د تقیې د موضوع» په اعتبار د تقیې لپاره نور تقسیمات هم ذکر کړې دي.[۳۵]

ځینو بیا تقیه د تقیه کوونکي د موقعیت او شرایطو په اساس په درې ډوله سیاسي تقیه (د واکمنو سیاسي حکومتونو په وړاندې تقیه) فقهي تقیه (د احکامو په بیان کې تقیه) او اجتماعي تقیه ( د خلکو په وړاندې په ټولنه کې او له هغوي سره په ناسته پاسته کې په تقیه) تقسیم کړې ده.[۳۶]

احکام

شیعه فقیهانو د ځینو دلیلونو لکه قرآن او سنت په استناد، د تقیې لپاره خینې احکام ذکر کړي چې په دې ډول دي:

تکلیفي حکم

تقیه د تکلیفي حکم په اساس په پینځو ډولونو وېشل کیږي.[۳۷]:

  • واجبه تقیه: د شیعه فقیهانو له نظره که د عقیدې څرګندول د مخالفانو په نزد د ځان یا بل کس د سر ، مال او عزت لپاره تاوان لري او انسان د دغه ضرر په رسېدو علم یا حتی ګمان لري، نو په هغه اندازه چې ضرر لرې شي، تقیه واجبه ده.[۳۸] په واجبې تقیې کې معیار دا دی چې هغه څه چې د تقیې په وسیله یې ساتنه کیږي، د هغې ساتنه واجبه او ضایع کول یې حرام وي.[۳۹]
  • مستحبه تقیه: هغه ځای ده چې د تقیې پرېښودل د فوري نقصان رسېدلو سبب نه کیږي، خو د دې وېره وي چې په راتلونکي کې او تدریجا ضرر حاصل شي.[۴۰] د ځینو شیعه فقیهانو له نظره، مداراتي تقیه، د مستحبې تقیې له مصداقونو څخه ده.[۴۱] شیخ انصاري (وفات ۱۲۸۱ق) په مستحبې تقیې کې یوازې هغه موارد شامل ګڼلي چې په روایتونو کې پرې تصریح شوې ده؛ لکه له اهل سنتو سره معاشرت، د هغوي د ناروغانو پوښتنه کول، د هغوي په جوماتونو کې لمونځ او په جنازو کې یې شرکت کول، خو نور امور چې د روایتونو له محدودې بهر دي لکه له هغوي سره د دوستۍ جوړولو لپاره د شیعه بزرګانو غندنه او داسې نور کارونه جایز نه دي.[۴۲]
  • مکروه تقیه: هغه تقیه ده چې پریښودل یې او تاوان زغمل، تر تقیې زیات ښه وي.[۴۳] د شهید اول په وینا، مکروه تقیه په مستحب کار کې تقیه ده چې کول یې نه سملاسي تاوان لري او نه په راتلونکي کې په هغې څه ضرر رسیږي.[۴۴]
  • مباح تقیه: هغه تقیه ده چې پرېښودل یا کول یې هیڅ فرق نه لري.[۴۵] د شیخ انصاري په وینا هغه تقیه ده چې په هغې داسې ضرر دفع کیږي چې شتون او نه شتون یې د شارع له نظره برابر دی.[۴۶]
  • حرامه تقیه: په هغه ځای کې ده چې د تقیې پرېښودل، هیڅ ضرر( نه فوري او نه په راتلونکي کې ضرر) ونه لري.[۴۷] د حرامې تقیې ځینې مصداقونه د شیعه فقیهانو له نظره دا دي:[۴۸]
  1. هغه ځای چې تقیه په دین کې د فساد او پکې د بدعت د داخلېدو سبب شي؛[۴۹]
  1. د شیعه فقیهانو د مشهور نظر په اساس [۵۰] هغه ځای چې د نورو د وینه بهېدو سبب شي؛ لکه هغه وخت چې یو کس مجبوره کړي چې یو مومن ووژنی، که نه وي په خپله به ووژل شي. په دې بڼه کې د تقیې په پلمه او د ځان د حفاظت لپاره د هغه کس وژل جایز نه دی.[۵۱]

وضعي حکم

یوه مسله چې فقیهانو د تقیې د وضعي حکم په اړه جاجولې دا ده چې آیا که یو عبادت د تقیې له مخې وشي، نو د تقیې له موقعیته له وتلو وروسته باید هغه عمل دوباره وکړی شي.[۵۲] د مثال په توګه په تَکَتُّف (په لمانځه کې د لاس لپاسه لاس کېښودل) عمل [۵۳] د اهل سنتو په نزد مستحب او د شیعه په نزد جایز نه دی.[۵۴] که مکلف، د تقیې له مخې، په لمانځه کې داسې عمل وکړي، ایا کله چې له تقیې ووځي باید دغه لمونځ دوباره وکړي؟[۵۵]

د شیعه فقیهانو د نظر په اساس په تقیې په عمل سره د شارع حکم ترسره شوی دی او نور یې دوباره کولو ته ضرورت نیشته.[۵۶] البته په لسمې پېړۍ کې شیعه فقیه محقق کرکي باوري دی چې یوازې د هغه عملونو د بیا کولو ضرورت نیشته چې د تقیې په روایتونو کې یې په صراحت سره نوم راغلی دی؛ لکه په تَکَتُّف سره لمونځ یا په اودس کې د پښو وینځل.[۵۷]

ادله او مستندات

شیعه فقیهان، د تقیې د جواز د ثابتولو لپاره په څلورو دلیلونو قرآن ، روایتونو، اجماع او عقل استناد کوي:

قرآن

تر ټولو مهم ایت چې فقیهانو د تقیې لپاره په هغه استناد کړی دی، د نحل سورې ۱۰۶ ایت دی:[۵۸] په دې ایت کې راغلي دي:

هغوي چې له اسلام راوړلو وروسته په خدای کافران شي او په خوښه او ګروهنې سره بې دیني په غېږ کې واخلي د خدای په قهر اخته او سخت عذاب یې په نصیب کیږي؛ خو د خدای قهر او عذاب هغوي ته نه رسیږي چې زړه یې په ایمان ټینګ وي؛ خو د شکنجې تر فشار لاندې یې مجبوره کړي چې په ژبه یو څه ووایي.

ډېرو شیعه او اهل سنتو مفسرانو د دغه ایت د شان نزول په اړه ویلي چې د عمار بن یاسر په اړه نازل شوی دی.[۵۹] عمار بن یاسر د مشرکانو تر شکنجې لاندې مجبوره شو ځینې خبرې له اسلام او پېغمبره(ص) په برائت او بېزارۍ کې په خولې جاري کړي. ځینو ګمان وکړ چې عمار کافر شوی دی. کله چې د عمار کیسه پېغمبر(ص) ته ورسیده، وې فرمایل عمار له سر تر پښو په ایمان خړوب دی او توحید یې له غوښې او وینې سره اخښلی دی. وروسته له دې چې عمار په ژړا پېغمبر ته راغی، پېغمبر ورته تسلي ورکړه او ورته یې سپارښتنه وکړه چې که بیا هم داسې سخت ګېر شو کولی شي د برائت او بېزارۍ څرګندونه وکړي.[۶۰]

فقیهانو همداراز د تقیې د جواز لپاره د غافر سورې په ۲۸ او د آل عمران سورې په ۲۸ ایتونو استناد کړی دی.[۶۱]

روایات

د سید محمدصادق روحانی او ناصر مکارم شیرازي په وینا هغه روایتونه چې په تقیې د عمل په جواز دلالت کوي متواتر دي.[۶۲] دغه روایتونو په څو برخو وېشل کیږي:

  • هغه روایتونه چې دلالت کوي په دې چې تقیه د مومن ډال او ساتونکې ده؛[۶۳]
  • هغه روایتونه چې د «لا دینَ لِمَن لا تَقِیَّةَ لَه؛ څوک چې تقیه نه لري، دین نه لري» په شان وارد شوې دي؛[۶۴]
  • هغه روایتونه چې پکې تقیه له لویو فرایضو او د خدای او ولیانو په نزد یې د ډېر محبوب او خوښ شي په توګه ګڼل شوې ده.[۶۵]
  • هغه روایتونه چې د دې ښودنه کوي چې ځینو تېرو الهي پېغمبرانو هم په تقیې عمل کړی دی.[۶۶]

پر دغو روایتونو سربېره، فقیهانو له ځینو روایتونو لکه لاضرر روایتونو، د برائت او سب له روایتونو ( هغه روایتونه چې د تقیې او د ځان د حفاظت لپاره له پېغمبر(ص) او معصومو امامانو(ع) څخه د برائت او کرکې د اظهار او ورته بد ویلو په اړه راغلې) او رفع حدیث د تقیې د مشروعیت او پرې د عمل د جایزوالي لپاره استفاده کړې ده.[۶۷]

اجماع

محقق کَرَکی ویلي دي چې شیعه فقیهان، په تقیې د عمل په جایزوالي اجماع لري.[۶۸]

عقل

په عقلي دلیل د فقیهانو استناد په دې شکل دی چې تقیه پر مهم شي د لا ډېر مهم شي د مخکې کولو له موردونو څخه ده.[۶۹] پر مهم شي د لا ډېر مهم شي مخکې کول عقلا ضروري دي؛ په دې بیان چې کله مکلف په یو وخت کې په دوو تکلیفونو او فریضو کې ګېر وي او دواړه په یو وخت نه شي ترسره کولی، نو د عقل په حکم باید هغه عمل وکړي چې اهمیت او مصلحت یې زیات وي.[۷۰] د ضرر دفع کول او د سر او ځان حفاظت له هغو تکالیفو او فرایضو دی چې عقلا د عقیدې د ښکاره کولو په شان چارو باندې رجحان لري. نو تقیه د سر د حفاظت او د ضرر د دفع کولو لپاره عقلا واجبه ده.[۷۱]

له توریې سره د تقیې اړیکي

د توریې مطلب دا دی چې ویونکی د یو لفظ له ویلو داسې معنا اراده کړي چې که څه هم له حقیقت سره مطابق ده، خو هدف یې د دغه لفظ له ویلو دا دی چې اورېدونکی یې د هغه معنې خلاف پوه شي.[۷۲] کله کله تقیه د توریې په چوکاټ کې ترسره کیږي او ویل کیږي چې دا تر ټولو ښه تقیه ده او تر څو چې امکان لري، ښه ده چې تقیه کوونکی توریه وکړي.[۷۳]

د بېلګې په توګه د حضرت یوسف د وروڼو په کیسې کې چې کله د غنمو اخستلو لپاره هغه ته ورغلې وو، د قرآن د ایتونو له مخې، کله چې یوسف د هغوي بارونه وتړل، د دې لپاره چې بنیامین له ځان سره ایسار کړي، د دربار یو جام یې په پټه د هغوي په بار کې کېښوده او خپل ویندویي ته یې وویل: چغه کړي چې ای قافلې والو تاسو غله یئ. د ځینو روایتونو له مخې او په همدې اساس، د مفسرانو په باور، یوسف دلته یو مصلحت ته د رسېدلو لپاره تقیه وکړه او له توریې یې کار واخیست؛ په دې معنا چې د هغه مطلب دا نه و چې پیمانه او جام مو غلا کړی دی؛ بلکې دا و چې تاسو وروڼو، یوسف له خپل پلاره پټ کړی او کوهي ته مو غورځولی دی.[۷۴]

د اهل سنتو نظر

په الموسوعة الفقهیة الکویتیة کتاب (هغه موسوعه چې د اهل سنتو په فقه کې په ۴۵ ټوکو) کې داسې راغلي دي چې د اکثره اهل سنتو عالمانو له نظره، د ضرورت په موقعو کې؛ یعنې په هغه وخت کې چې د ژول کېدو یا د ازار او ځورېدو او په کلي توګه د زیات ضرر وېره موجوده وي، د ضرر او تاوان د دفع کولو په اندازه تقیه جایزه ده.[۷۵]

هغوي د تقیې د جواز او مشروعیت د اثبات لپاره د آل عمران سورې په اتم او د نحل سورې په ۱۰۶ [۷۶] ایتونو سربېره په روایتونو هم استناد کړی دی.[۷۷]

د تقیې مخالف اسلامي مذهبونه

د اهل سنتو په مذهبونو کې وهابیان په تقیې د عمل کولو مخالفان او اعتراض کوونکي دي او شیعیان د تقیې د منلو او پرې عمل کولو په وجه ملامتوي.[۷۸] په شیعه مذهبونو کې هم زیدیه فرقه د تقیې مخالفه ده.[۷۹]

په تقیې باندې د ابن تیمیه او د هغه په پېروۍ د وهابیانو یو اعتراض دا دی چې تقیه یو ډول دروغ ویل او نفاق دی.[۸۰] په دې اعتراض په ځواب کې ویل شوي چې د تقیې معنا د نفاق له معنې سره پوره په تضاد کې او بل شان ده؛ ځکه چې نفاق د کفر او باطل پټول او د ایمان څرګندول دي؛ په داسې حال کې چې تقیه د ایمان پټول او د کفر څرګندول دي.[۸۱]

لیکنې

هغه رسالې او کتابونه چې په جدا توګه د تقیې په موضوع کې لیکل شوې دي ځینې یې دا دي:

  • رسالةٌ فی التَّقیّة: د محقق کرکي لنډ شان اثر دی، د تقیې د فقهې حکم په اړه چې د رسائل المحقق الکرکي په نوم یو کتاب کې برابر شوی دی، درې ټوکه دی او د تقیې رساله یې په دوهم ټوک کې چاپ شوې ده.[۸۲]
  • رسالةٌ فی التَّقیه: د تقیې د حکم په باره کې د شیخ انصاري لیکنه ده. دا رساله له شیخ انصاري د څو نورو رسالو سره د رسائل فقیه په نوم کتاب کې چاپ شوې ده.[۸۳]
  • التقیة: د امام خمیني په قلم د تقیې د فقهې احکامو په بیان کې یوه رساله ده. د دغه رسالې لیکوال د هغه له تدریسه وروسته، په ۱۳۷۳ ق کال کې لیکلې ده.[۸۴] دغه رساله له څو نورو رسالو سره د الرَّسائلُ العَشرة په نامه په یو ټوک کې چاپ شوې ده.[۸۵]
  • تقیه از دیدگاه مذاهب و فرقه‌های اسلامی غیرشیعی: دا کتاب په عربۍ ژبه د ثامر هاشم العمیدي کتاب دی چې محمد صادق عارف په فارسۍ ژبه ژباړلی دی. په دې کې د تقیې په اړه د اهل سنتو د څلورګونو مذهبونو د مشهورو فقیهانو نظرونه جاجول شوې دي. د کتاب لیکوال په دې نظر دی چې اهل سنتو فقیهانو هم تقیه جایزه ګڼلې او د هغې د جواز لپاره یې د قرآن او سنت په ځینو دلیلونو استناد کړی دی.[۸۶]
  • تقیه سپری برای مبارزه عمیق‌تر: دا کتاب ناصر مکارم شیرازي لیکلی دی. د دغه کتاب چورلیزونه دا دي: د تقیې د فقهي او اخلاقي اړخونو جاجول او موجودو پوښتنو او شبهو ته ځواب، د تقیې د لغوي او اصطلاحي معنا بیان، په بشري دینونو او د الهي انبیاوو په سیرت کې یې مخینه، د تقیې هدف او قرآني، روایي، کلامي، اخلاقي او فقهي اړخونه یې، او په دې اړه متداولو او دودو پوښتنو ته ځواب.

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم (ابن‌کثیر)، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۹ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان‌العرب، بیروت، دارالصادر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌تیمیه، تقی‌الدین ابوالعباس، منهاج السنة النبویة فی نقض كلام الشیعة القدریة، عربستان سعودی، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • القفاری، ناصر بن عبدالله، اصول المذهب الشیعة الاثنی العشریة (عرض و نقد)، عربستان سعودی، دارالنشر، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • الهی ظهیر الباکستانی، احسان، الشیعة و التشیع، لاهور، ادارة ترجمان السنة، ۱۴۱۵ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، المکاسب المحرمه، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۴۱۵ق.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح‌البخاری، دمشق، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، تفسیرالبیضاوی (انوار التنزیل و اسرار التأویل)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • حبیب العمیدی، ثامرهاشم، تقیه از دیدگاه مذاهب و فرقه‌های اسلامی غیر شیعی، ترجمه محمدصادق عارف، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل‌الشیعه، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۱۳ق.
  • دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • روحانی، سید محمدصادق، فقه‌الصادق، قم، انتشارات دارالفکر، ۱۴۱۳ق.
  • سبحانی، جعفر، التقیة؛ مفهومها، حدها، دلیلها، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۳۰ق.
  • سلطانی رنانی، مهدی، «امام صادق(ع) و مسأله تقیه»، در فرهنگ کوثر، شماره ۵۸، سال ۱۳۸۳ش.
  • شهید اول، محمد بن مکی، القواعد و الفوائد، قم، مکتبة المفید، بی‌تا.
  • شیخ انصاری، مرتضی، رسائل فقهیة، قم، انتشارات باقری، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، اوائل‌المقالات، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن نعمان، تصحیح الاعتقادات الامامیة، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • صدر، سید محمدباقر، دروس فی علم الاصول، قم، انتشارات دارالصدر، ۱۴۲۹ق.
  • صدر، سید محمد، ماوراءالفقه، بی‌جا، المحبین للطباعة و النشر، ۱۴۰۶ق.
  • طاهری اصفهانی، سید جلال‌الدین، المحاضرات (تقریرات اصول آیت‌الله سید محمد محقق داماد)، اصفهان، انتشارات مبارک، ۱۳۸۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، بنیاد علمی و فکری علامه طباطبایی، ۱۳۶۳ش.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، قاهره، مکتبة ابن‌تیمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، اللوامع اللهیة، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
  • قرطبی، شمس‌الدین، تفسیر القرطبی، قاهره، دار الکتب المصریة، ۱۳۸۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، مؤسسةالوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • محقق کرکی، نورالدین علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، کتابخانه آیت‌الله العظمی مرعشی نجفی، بی‌تا.
  • مشکور، محمدجواد و کاظم مدیر شانه‌چی، فرهنگ فرق اسلامی، مشهد، انتشارات آستان قدس رضوی، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، تقیه و حفظ نیروها، ترجمه سید محمدجواد بنی‌سعید لنگرودی، قم، مدرسه امام علی بن ابی طالب(ع)، ۱۳۹۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، القواعد الفقهیة، قم، مدرسة الامام علی بن ابی طالب(ع)، چاپ سوم، ۱۳۷۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، داستان یاران (مجموعه بحث‌های تفسیری حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی)، قم، مدرسه امام علی بن ابی طالب(ع)، ۱۳۹۰ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • نوری، سیدحسین، «نقد دیدگاه ابن‌تیمیه در باب تقیه»، در پژوهشنامه کلام، شماره ۱۰، بهار و تابستان ۱۳۹۸ش.
  • هیثمی، نورالدین علی بن ابی‌بکر، کشف‌الاستار، بیروت، مؤسسةالرسالة، چاپ اول، ۱۳۹۹ق.

بهرنۍ لینکونه