خیر البریه آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

خیر البریه آیت

خَیرُ البَریَّه آیت (بینه: ۷) له هغو ایتونو دی چي د امام علي (ع) په شان کې نازل شوی دی. د هغو روایتونو له مخې چې په شیعه سني سرچینو کې له پېغمبر (ص) نقل شوي، د «خیرالبریه» چې معنا یې ده تر ټولو غوره مخلوق، د عبارت مطلب امام علي (ع) او د هغه پېروان دي. ځینو مفسرانو له دغه ایته نتیجه اخستې چې مومن او صالح انسانان پر پرښتو هم لوړاوی لري؛ ځکه چې د «بریه» په ټکي کې ټول مخلوقات شاملیږی.


متن او ترجمه

د بینه سورې اوم آیت په خیر البریه آیت مشهور شوی دی.[۱]


إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَـٰئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ﴿٧﴾


په حقیقت کې هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک کارونه یې کړې دي، هغوي په مخلوقاتو کې تر ټولو ښه دي.


جابر بن عبدالله انصاري:

مونږ له پېغمبر(ص) سره وو او علي(ع) راورسېد. پېغمبر(ص) وفرمایل:« قسم په هغه ذات چې زما ځان یې په لاس کې دی، دی او شیعیان یې دي چې د قیامت په ورځ کامیاب دي» او دا ایت نازل شو؛«إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَٰئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ.» او د پېغمبر اصحابو به هر کله چې علي رارسېده ویل به یې:«خیر البریه ( تر ټولو غوره مخلوق) راورسېد»

ابن‌عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ټوک۴۲، مخ۳۷۱.

مقام او اهمیت

د خیر البریه ایت د امام علي (ع) له فضایلو ګڼل کیږي.[۲] له ابن عباسه نقل شوي چې دا ایت د امام علي (ع) په باره کې نازل شوی دی.[۳] د شیعه عالمانو په وینا، امام علي په شپږ کسیزه شورا کې د خپل حقانیت د ثابتولو لپاره په دغه ایت او د ځان لپاره د هغه په شان نزول استناد کړی د ی.[۴]

شیعه مفسر آیت‌الله مکارم شیرازی (زوکړ: ۱۳۰۵ش)، په هغو روایتونو په استناد سره چې له پېغمبره د دغه ایت د شان نزول په اړه راغلي او پکې د علي او د هغه د شیعیانو خبره شوې،[۵] ویلي چې شیعه ټکی د پېغمبر (ص) له زمانې دود و او په دې روایتونو کې د شیعه مطلب، د امام علي (ع) خاص پېروان دي.[۶]

له خیر البریه مطلب

د شیعه او اهل سنتو په روایي کتابونو کې له پېغمبر (ص) ځینې روایتونه نقل شوي چې پکې خیر البریه ( تر ټولو غوره مخلوق) په امام علي (ع) او د هغه په شیعیانو تفسیر شوی دی.[۷] اهل سنت عالم حاكم حَسكانی (وفات: ۴۹۰ق) په شَواهدُالتَنزیل کتاب کې په دې اړه تر شلو زیات روایتونه په مختلفو سندونو سره نقلوي.[۸] منجمله له ابن عباسه روایتوي چې کله دا ایت نازل شو پېغمبر (ص) امام علي (ع) ته په خطاب کې وویل: «هغه (خیر البریه) ته او ستا شیعیان دي. د قیامت په ورځ ته او ستا شیعیان په داسې حال کې چې له خدایه راضي یئ او خدای له تاسو راضي دی، راځئ»[۹]


تفسیري ټکي

یو تفسیري ټکی چې مفسرانو له دغه ایته اخستی دا دی چې ایمانداره او صالح انسانان تر پرښتو هم لوړ دي؛ ځکه چې په «خیر البریه»(تر ټولو ښه مخلوق) کې د « البریه» ټکی ټولو مخلوقاتو ته شاملیږي.[۱۰]

په مکې کې د آیت نزول

د ځینو روایتونو له مخې خیر البریه ایت په داسې حال کې نازل شو چې پېغمبر په مکې کې په مسجد الحرام کې و.[۱۱] د تفسیر نمونه په لیکنه دا مساله د سورې له مدني والي سره منافات او ټکر نه لري؛ ځکه چې ممکنه ده سوره مدني وي او دا ایت په هغه سفرونو کې چې پېغمبر (ص) له مدینې مکې ته لرل نازله شوې وي. [۱۲]

فوټ نوټ

سرچينې