مکي او مدني سورتونه

د wikishia لخوا

مکي او مدني سورتونه د نازلیدو د وخت له نظره د قرآنی سورتونو ویش ته اشاره کوی، یعنی د پیغمبر(ص) له هجرت څخه مخکی یا وروسته ته اشاره کوي. د مکي او مدني سورتونو پېژندل په تفسیر، فقه او کلام کې اهمیت لري؛ ځکه چې په دې توګه موږ کولای شو د اسلام په پیل کې د پیغمبر(ص) د بلنې مرحلې او د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په اړه پوه شو. د ناسخو او منسوخو آيتونو پیژندل، د اسلامي شريعت او قانون د بشپړتیا له مرحلو خبریدل او همدارنګه د قرآني آيتونو د په سببونو پوهېدل د مکي او مدني سورتونو د پېژندنې له نورو ګټو څخه دي.

د قرآن څېړونکي وايي چې په ځينو مکي سورتونو کې مدني آيتونه او په ځينو مدني سورتونو کې مکي آيتونه راغلي دي. دې آيتونو ته «استثنايي» آيتونه ویل کيږي. د دوي له نظره په قرآن کې شل سورتونه یقیناً مدني او ۸۲ سورتونه یقیناً مکي دي او د پاتې نورو (۱۲ سورتونو) په اړه اختلاف دی.

د مکي او مدني سورتونو طرز او سیاق په خپلو کې مختلف دی او دا د مکي او مدني سورتونو تر مینځ د توپیر لپاره غوره لاره ګڼل شوې ده. د مکي سورتونو ځينې ځانګړتياوې په لاندې ډول دي: د عقيدې اصولو ته بلنه، د سورتونو او آيتونو لنډوالى او تېزه لهجه. د مدني سورتونو ځينې ځانګړتياوې دا دي: د شرعي احکامو بيان، د منافقانو د مسايلو بیان او د جهاد او د هغې د احکامو بيان.

د مکي او مدني سورتونو د پېژندلو اهمیت ته په پام سره، دا موضوع د مستشرقینو هم د پام وړ ګرځیدلې ده؛ خو هغوي د مسلمانانو قرآن څیړونکو څخه مختلفې لارې تعقیب کړي دي.

په اسلامي علومو کې د سورتونو د مکي او مدني شونې د پیژندلو اهمیت

د مکي او مدني سورتونو پېژندل د قرآن کریم د مفسرانو لپاره په تفسیر کې او د فقیهانو لپاره د شرعي احکامو په راوباسلو[۱] او د متکلمانو لپاره د کلامي بحثونو په تاييد یا رد کې ګټور دي؛[۲] ځکه چې د سورتونو د مکي یا مدني شونې په پيژندګلو سره د تاریخی پيښو او د احکامو د تشریع له وخت څخه خبریدی شوو.[۳] د قرآنی علومو د ځینو مفکرینو څخه نقل شوي دي چی هغه څوک چی مکي او مدني نه پیژني او یو له بل سره یې توپیر نشی کولای هغه ته جایزه نه ده چې د قرآن تفسیر وکړي.[۴]

د تفسیر المیزان لیکوال محمد حسین طباطبایي په دې باور دی چې د مکي او مدني سورتونو پېژندنه او ورپسې د سورتونو د نزول په ترتیب پوهېدل د اسلام د پیغمبر(ص) د دعوت په بحثونو کې او د نبوي سیرت په تحليل د هغه د معنوي، سياسي او ټولنيزې لارې په پيژندګلو کې مهم اغیز لري.[۵] د ناسخ او منسوخ پيژندنه،[۶] د د اسباب نزول پیژندنه،[۷] د قرآن د نازلیدو په څرنګوالي پوهیدل[۸] او د سورتونو په غرض او مقصد باندې پوهېدل، د مکي او مدني سورتونو د پېژندلو له نورو ګټو څخه دي.[۹]

د پيژندګلو پرتله او معیارونه

د قرآن کریم د مکي او مدني آیتونو د پېژندلو د معیارونو په اړه درې نظرونه دي:

  1. د زمانې معیار: هغه څه چې مدینې ته د رسول الله(ص) له هجرت څخه مخکې نازل شوي، هغه مکي دي او هغه څه چې مدینې ته د رسول الله(ص) له رسیدو وروسته نازل شوي دي، هغه مدني دي. نو که یو سوره یا آیت له هجرته وروسته نازل شوی وي، هغه به مدني وي. حتی که دا په مکې ښار کې نازل شوی وي یا د رسول الله(ص) په سفر کې نازل شوی وي؛ لکه هغه آيتونه چې د مکې په فتحه او د حجة الوداع په وخت کې نازل شول.[۱۰]
  2. سيمه ييز معيار: هغه څه چې په مکه او شاوخوا کې نازل شوي لکه مِنا، عَرَفات و حُدَیبیّه کې، هغه مکي دي، که څه هم له هجرته وروسته وي، او هغه څه چې په مدينې او شاوخوا کې نازل شوي دي لکه بدر او احد کې، مدني دي.[۱۱]
  3. د مخاطبانو معيار: ځينو «د وحي مخاطب» ته پام کړى او ويلي يې دي چې څه چې د مکې خلکو ته په خطاب کې نازل شوي هغه مکي دي او کوم څه چې د مدينې خلکو ته په خطاب کې نازل شوي دي، هغه مدني دي[۱۲] او کوم څه د «یا ایها الناس» (ای خلکو) سره نازل شوي هغه مکي دي او کوم چې «يَا أَيُّهَا الذِّينَ آمَنُوا» (ای هغه کسانو چې ايمان مو راوړی دی)  سره نازل شوي هغه مدني دي.[۱۳] د دې نظر نسبت د پيغمبر(ص) صحابي ابن مسعود ته ورکړی شوی دی.[۱۴]

ويل کيږي چې که د یو سوره ځينې آيتونه مکي وي او ځينې يې مدني وي، نو د هغه سوره د لويې برخې په پام کې نيولو سره د هغه سورت مکي او مدني بڼه ټاکل کېږي؛ د بېلګې په توګه، که څه هم د انعام سوره د ځينو آيتونو د نزول ځاى په مدينه پورې اړه لري، خو دې ته په پام چې ډېر آيتونه يې په مکه کې نازل شوي دي، نو دا سوره مکي پيژندل کیږي.[۱۵] له بلې خوا ځينې په دې اند دي، چې د دا رنګ سورتونو نومونه د هغې لومړنيو آيتونو ته په پام سره ایښی شوي دي.[۱۶]

مشهور نظر

د زمانی معیار د نورو دوو معیارونو په پرتله ډیر مشهور او د قرآنی علومو د ډیرو څیړونکو لخوا منل شوی دی.[۱۷] د دوي دلیل دا دی چې د نورو دوو معیارونو برعکس، د قرآن ټولو آیتونو ته شامل دی؛[۱۸] خو سیمه ییز معیار جامع نه دی او په ټولو آیتونو کې نه جاري کیږي. ځکه چې ځینې آیتونه نه په مکه کې او نه په مدینه کې نازل شوي؛ بلکي په ليري ځايونو لکه تبوک او بيت المقدس کي نازل شوي دي.[۱۹] د مخاطب معیار هم د جامعيت نه لرلو علاوه له دې ستونزي سره مخ دي چي ځيني آيتونه چي يقيناً مدني دي په «یا ایها الناس» سره شورو کیږي. او ځینې آیتونه چې یقینا د مکي دي، په «یا ایھا الذین آمنوا» سره پیل شوي دي.[۲۰]

«استثنایي آیات»

د مکې د ځینې سورتونو، ځینې آیتونه په مدینه کې نازل شوي. همدارنګه په ځینو مدني سورتونو کې داسې آیتونه شته چې په مکه کې نازل شوي دي.[۲۱] دې آیتونو ته په اصطلاح کې، «استثنايي آیتونه» ویل کیږي.[۲۲] که څه هم د قرآني علمونو ځینې څیړونکو دا ډلویش نه دی منلی او ویلي يې دي چې په یو سورت کې استثنايي آیتونه نیشته؛ مطلب دا چې د سورتونو ټول آيتونه يا مکي دي او يا مدني دي.[۲۳]

د مکي او مدني آیتونو شمېر

د مدني سورتونو شمیر 20 دی او د مکي سورتونو شمیر 82 دی. د ۱۲ سورتونو په اړه هم اختلاف دی:[۲۴] مدني سورتونه چې ټولو منلي دي: بقره، آل عمران، نساء، مائده، انفال، توبه، نور، احزاب، محمد، فتح، حجرات، حدید، مجادله، حشر، ممتحنه، جمعه، منافقون، طلاق، تحریم او نصر.[۲۵] اختلافي سورتونه هم دا دي: فاتحه، رعد، الرحمن، صف، تغابن، مطففین، قدر، بینه، زلزله، اخلاص، فلق او ناس.[۲۶] پاتې سورتونه هم مکي دي.[۲۷]

البته په چاپ شويو قرآنونو کې چې معمولاً د سورتونو په پيل کې ويل شوي چې هغه مکي دي او که مدني، ۲۸ مدني سورتونه او ۸۶ مکي سورتونه ښودل شوي دي.[۲۸]

د پيژندګلو لارې

د مکي او مدني سورتونو د پېژندلو درې لارې دي: ۱. روايات، ۲. ظاهري شواهد، ۳. د مینځپانګې او معنوي نښې.[۲۹] د روایتونو په باره کې وايي چې اکثراً له ستونزو سره مخ دي، لکه د سند ضعف، له معصومو نه نقلیدل او د متضادو روایتونو شتون. له همدې امله، روایتونو سره د دلیل راوړلو په صورت کې یوازې په هغه روایتونه سره دلیل راوړلی شو چې د هغوي د په صحیح والي باندې دلیل ولرو.[۳۰] د ځینې قرآن څیړونکیو له نظره، د آیتونو سیاق، په سورتونو کې راغلي مطلبونه او خارجي قرینې یواځینې لاره ده.[۳۱] او د ځینو نورو په وینا، د مکي یا مدني سورتونو د پیژندلو لپاره غوره لاره[۳۲] همدا ده.

لکه څرنګه چې مکې او مدینې دوه بشپړ مختلف چاپیریالونه درلودل لکه په مکه کې د کفارو اکثریت او په مدینه کې د مذهبي حکومت تاسیس،[۳۳]، نو د مکي او مدیني سورتونه هم په خپلو مخاطبینو او محتوا کې مختلفې ځانګړتیاوې لري.[۳۴] خو بیا هم ویل کیږي چې دا ځانګړتیاوې سمې نه دي. او ټولو آیتونو او سورتونو ته نه شاملیږي او یوازې د دې امکان پیاوړی کوي چې هغه مکي دي که مدني،[۳۵] همدارنګ ممکنه ده چې یو سورت مکي یا مدني وي، خو ځینې آیتونه يې استثنايي آیتونه وي او دا ځانګړتیاوې یواځې په هغه استثنايي سورتونو کې وي.[۳۶]

د مکي او مدني سورتونو ځانګړتیاوې

د مکي آیتونو او سورتونو ځانګړتیاوې داسې بیان شوي دي:

د مدني سورتونو او آیتونو ځانګړتیاوې

د مدني آیتونو او سورتونو ځانګړتیاوې داسې بیان شوي دي:

د مستشرقینو نظر

د دیارلسمې پیړۍ له نیمایي څخه، تیوډور نولډکی او ریژي بلاشِر په څیر مستشرقینو د قرآن تاریخ لیک پیل کړ.[۵۳] چې ځینو یې د قرآن کریم سورتونه د نازلیدو د زمانې له مخې، نه په دوه ډوله چې مکي او مدني وي بلکې په دریو، څلورو یا پنځو ډولونو ویشلي دي؛[۵۴] خو دوي ټولو مدني سورتونه په یوې ډلې کې راوستي دي.[۵۵]

ځینې ​​مستشرقین[۵۶] او پوهان لکه طه حسین، د مکي او مدني سورتونو د ظاهري بڼې او محتوا د توپیر په نظر کې نیولو سره په دې نظر دی چې قرآن د انسان کار دی د خدای له خوا نه دی؛ ځکه چې د قرآن (مکي او مدني سورتونه) د موجودې فضا تر اغېز لاندې وو، په داسې حال کې چې که د خداى له لورې وې، نو د هغه د چاپېريال تابع به نه وو.[۵۷]

د دې ستونزو په ځواب کې د التمهید کتاب لیکوال محمد هادي معرفت وايي، چې د چاپېریال تابع کېدل او له هغه سره په همغږی کیدو کې باید توپیر وشي، پورته ذکر شوي اعتراض یوازې په هغه صورت کې راپورته کیږي چې د مکي او مدني سورتونو په ځانګړتیاو کې توپیر د دې چاپیریال سره د تابعیت له امله وي. خو قرآن د مکې او مدينې له واقعيتونو سره په همغږي کې نازل شو، تر څو هلته پر خلکو ښه اغېز وکړي.[۵۸]

فوټ نوټ

  1. رکنی، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۱.
  2. دولتی، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، ۱۳۸۴ش، ص۶۵.
  3. رکنی، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۰.
  4. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۵۴.
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۲۳۵.
  6. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۵۴.
  7. معرفت، تاریخ قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۴۷.
  8. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۰۲.
  9. خامه‌گر، ساختار هندسی سوره‌های قرآن، ۱۳۸۶ق، ص۱۵۲.
  10. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۳۰.
  11. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۵۵.
  12. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۵۶.
  13. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۸۱.
  14. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۵۶.
  15. دولتی، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، ۱۳۸۴ش، ص۷۲.
  16. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۱۳.
  17. معرفت، التمهید، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۱۳۱.
  18. دولتی، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، ۱۳۸۴ش، ص۷۱.
  19. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۰۲.
  20. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۰۲.
  21. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۱۲-۶۱۳.
  22. معرفت، تاریخ قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۶۲.
  23. معرفت، تاریخ قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۶۲؛ میرمحمدی، تاریخ و علوم قرآن، ۱۳۷۷ش، ص۳۱۱.
  24. سیوطی، الاتقان، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۶۰.
  25. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۱۰.
  26. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۱۰.
  27. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۱۰.
  28. رکنی، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۱.
  29. معرفت، تاریخ قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۵۱.
  30. دولتی، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، ۱۳۸۴ش، ص۷۳.
  31. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۲۳۵.
  32. دولتی، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، ۱۳۸۴ش، ص۷۴.
  33. احمدی، پژوهشی در علوم قرآن، ۱۳۸۱ش، ص۵۲-۵۵.
  34. احمدی، پژوهشی در علوم قرآن، ۱۳۸۱ش، ص۶۲.
  35. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۷۰.
  36. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۷۲.
  37. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۷۱.
  38. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۷۱.
  39. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۷۱.
  40. رکنی، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۱.
  41. مظلومی، پژوهشی پیرامون آخرین کتاب الهی، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۸۸.
  42. مظلومی، پژوهشی پیرامون آخرین کتاب الهی، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۸۸.
  43. مظلومی، پژوهشی پیرامون آخرین کتاب الهی، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۸۸.
  44. مظلومی، پژوهشی پیرامون آخرین کتاب الهی، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۸۸.
  45. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۷۲.
  46. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۷۲.
  47. رادمنش، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۴ش، ص۱۷۲.
  48. رکنی، آشنایی با علوم قرآنی، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۱.
  49. مظلومی، پژوهشی پیرامون آخرین کتاب الهی، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۸۹.
  50. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۹ش، ص۶۰۷.
  51. جوان آراسته، درسنامه علوم قرآنی، ۱۳۸۰ش، ص۱۳۲.
  52. جوان آراسته، درسنامه علوم قرآنی، ۱۳۸۰ش، ص۱۳۲.
  53. نکونام، درآمدی بر تاریخ‌گذاری قرآن، ۱۳۸۰ش، ص۱۱.
  54. نکونام، درآمدی بر تاریخ‌گذاری قرآن، ۱۳۸۰ش، ص۱۲-۲۱.
  55. دهقانی، و مهدوی‌راد، «سیر تاریخی شناخت سور و آیات مکی و مدنی»، ص۶۹.
  56. معرفت، تاریخ قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۵۲.
  57. ابوالشبهه، المدخل لدراسة القرآن الکریم، ۱۴۰۷ق، ص۲۳۳-۲۳۴.
  58. معرفت، تاریخ قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۵۲.

سرچينې

  • ابوالشبهه،‌ محمد محمد، المدخل لدراسة القرآن الکریم، ریاض، دار اللواء، ۱۴۰۷ق.
  • احمدی، حبیب‌الله، پژوهشی در علوم قرآن، قم، فاطیما، ۱۳۸۱ش.
  • جوان آراسته، حسین، درسنامه علوم قرآنی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۰ش.
  • خامه‌گر، محمد، ساختار هندسی سوره‌های قرآن، تهران، سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۸۶ق.
  • دولتی، کریم، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، تهران، وزارت ارشاد، ۱۳۸۴ش.
  • دهقانی، و مهدوی‌راد، «سیر تاریخی شناخت سور و آیات مکی و مدنی»، در مجله تحقیقات علوم قرآن و حدیث، شماره ۱۰، ۱۳۸۷ش.
  • رادمنش، سید محمد، آشنایی با علوم قرآنی، تهران، جامی، ۱۳۷۴ش.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۹ش.
  • رکنی، محمدمهدی، آشنایی با علوم قرآنی، تهران، سمت، ۱۳۷۹ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن، الاتقان فی علوم القرآن، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۲۱ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • مظلومی، رجبعلی، پژوهشی پیرامون آخرین کتاب الهی، تهران، نشر آفاق، ۱۴۰۳ق.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • معرفت، محمدهادی، تاریخ قرآن، تهران، سمت، ۱۳۸۲ش.
  • میرمحمدی، ابوالفضل، تاریخ و علوم قرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • نکونام، جعفر، درآمدی بر تاریخ‌گذاری قرآن، تهران، نشر هستی نما، ۱۳۸۰ش.