فرښته
فرښته یا مَلَک نه لیدل کېدونکی او ماوراء الطبیعه مخلوق چې په دنیا او اخرت کې د خدای د اوامرو مامور دي او د هغوي په وجود عقیده د مسلمانانو له عقیدو څخه ده. مسلمان عالمان د فرښتو د ماهیت په اړه د نظر اختلاف لري؛ متکلمان هغه جسماني مخلوق ګڼي چې په مختلفو شکلونو بدلیږي، خو فلسفیان هغه غیر جسماني ګڼي.
د شیعه عالمانو په باور فرښتې معصومې دي، له دې امله د خدای له اوامرو نافرماني او ګناه نه کوي. همداراز فرښتې د خپلو دندو په سرته رسولو کې کوتاهي نه کوي. د هغوي دندې دا دي. عبادت، د خدای تسبیح د عمل نامو لیکل، پېغمبرانو ته د وحي رسول، د انسانانو حفاظت، مومنانو ته مرسته رسول، مادي او معنوي رزق رسول، د روح اخستل، د زړونو هدایت او د الهي عذاب اجرا.
فرښتې مختلفې ډلې او مرتبې لري؛ جبرئیل، میکائیل، اسرافیل او عزرائیل تر نورو فرښتو لوړه درجه لري.
پر انسانانو د فرښتو لوړاوی، د فرښتو عصمت جسماني یا غیر جسماني والی یې له هغو بحثونو دي چې په تفسیري او کلامي کتابونو کې بیان شوې او په دې اړه مختلف نظرونه وړاندې شوې دي.
د فرښتو څرنګوالی
فرښتې داسې مخلوقات دي چې د خدای او انساني نړۍ تر مینځ واسطه دي او خدای تعالی هغوي پر نړۍ موکلې کړې دي.[۱] ملائکه د ملَک جمع ده.[۲]
د فرښتو د ماهیت په اړه د نظر اختلاف موجود دی؛ متکلمانو هغه لطیف او نوراني جسمونه ګڼلې چې کولی شي په مختلفو صورتونو او شکلونو بدل شي.[۳] علامه مجلسي دغه نظر د ټولو مسلمانانو بې د یو شمېر فلسفیانو نظر ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې پېغمبرانو او وصیانو هغوي لیدلې.[۴] البته ځینو فلسفیانو فرښتې تر جسمه او جسمانیاتو ورهاخوا ګڼلې او باوري دي چې هغوي داسې صفات لري چې په جسم کې نه ځاییږي.[۵] د علامه طباطبایي په وینا هغه څه چې په روایتونو کې په جسماني صورتونو او شکلونو کې د ملائکو د مشاهده کېدو په اړه راغلي تَمثُّل دی( یعنې یو شی د یو چا لپاره په یو خاص شکل کې پېدا شي)[۶] همداراز د هغه په وینا دا چې مشهوره شوې چې فرښتې او پېریان لطیف جسمونه لري چې په مختلفو صورتونو او شکلونو کې بدلېدی شي، معتبر دلیل نه لري.[۷] له امام صادقه په یو روایت کې راغلې چې ملائکې له نوره پېدا شوې دي.[۸]
اهمیت او مقام
د فرښتو په وجود باور د مسلمانانو له عقیدو څخه ده[۹] او په هغوي ایمان په لمانځه او روژې د ایمان په شان دی او په نبوت د ایمان له اړینې ګڼل کیږي.[۱۰]
د ملک ټکی ۸۸ ځله په قران کې استعمال شوی.[۱۱] امام علي(ع) په اشباح خطبه کې د فرښتو خلقت، قسمونو، ځانګړنو او دندو په اړه غږېدلی دی.[۱۲] په بحار الانوار کې د ملائکو د څرنګوالي، د هغوي د دندو، عصمت، او د مقربو فرښتو د صفتونو په اړه تر سلو زیات روایتونه راغلې دي.[۱۳] د امام سجاد د صحیفه سجادیه دریمه دعا (د خدای له مقربو) پرښتو سره ځانګړې ده؛ په دغه دعا کې د خدای درود او سلام، د هغوي د طهارت د زیاتېدو لامل بیان شوی دی.[۱۴]
د روایتونو له مخکې ملائکې د خدای تر ټولو زیات مخلوقات دي او په ډېرو روایتونو کې د هغوي د زیاتوالي خبره شوې ده.[۱۵] په احادیثو کې راغلي دي چې ملائکې د پیغمبر(ص) او امامانو نور له پیدایښت وروسته پیدا شوې دي.[۱۶]
ځینو مشرکانو د فرښتو عبادت کاوه او هغه یې د خدای مخلوق ګاڼه، خو سره له دې باوري وو چې هغوي په عمل کې خپلواکه دي او تر ځانه د ټیټو مخلوقاتو خدایانې دي.[۱۷] ځینو مشرکانو هغوي د خدای لوڼه ګڼلې.[۱۸]
ملائکې په نورو دینونو کې
په نورو دینونو کې هم د ملایکو خبره شوې ده؛ په زرتشت دین کې فرښتې د اهورامزدا مخلوق دي او هرامشاسپند(د رزتشت دین د لوړ رتبه فرشتو لقب) د هغه د یو صفت بېلګه دي. په یهود دین کې فرښتې د خدای د بندګانو په توګه دي چې د هغه اوامر په ځمکه کې اجرا کوي او انسانانو ته وحي رسوي. د مسیحیانو د سپېڅلې کتاب له مخې فرښتې له انسانه مخکې پېدا شوې او د انسانانو ساتندویي دي. د ځینو فرښتو لکه میکائیل عبادت او پرې درود لېږل، په مسیحي کلیساګانو کې دود دي.[۱۹]
دندې
په قرآن کې د فرښتو لپاره ځینې دندې ذکر شوې دي: د وحي په نزول (پېغمبرانو ته د خدای د پېغام رسول)کې واسطه والی،[۲۰] د نړۍ د چارو تدبیر، مخلوقاتو ته د الهي فیض رسول،[۲۱] استغفار[۲۲] د مومنانو لپاره شفاعت[۲۳] او د هغوي مرسته[۲۴] په کافرانو لعنت کول.[۲۵] د بندګانو د عملونو ثبتول[۲۶] او د هغوي د روح اخستل(قبض روح).[۲۷] ځینې فرښتې همېشه د خدای په عبادت او تسبیح لګیا دي او بل کار نه کوي.[۲۸]
فرښتې په عالم برزخ کې[۲۹] او اخرت کې هم شته دي؛ ځینې یې په جنت کې مستقرې دي[۳۰] او ځینې یې د دوزخ او دوزخیانو ساتندویي دي.[۳۱]
مرتبې او ډولونه
د علامه طباطبایي په وینا، فرښتې مختلفې مرتبې او مقامات لري. د ځینو مرتبې یې تر ځینو لوړې یا ټیټې دي.[۳۲] د قران د ایتونو له مخې، په هغوي کې د ځینې د وحي د فرښتې (جبرائیل) چاروالې دي[۳۳] او ځینې یې د مرګ د فرښتې (عزرائیل) چاروالې ګڼل کیږي.[۳۴]
ملا صدرا فرښتې په مقربو فرښتو، ارواح مُهَیمِه، پر اسماني اجرامو موکلو فرښتو، عقلي او ځمکنیو فرښتو[۳۵] او امام خمیني هغوي په اجسامو کې په غیر متصرفو فرښتو(مهیمه فرښتې او اهل عالم جبروت) تقسیم کړې دي.[۳۶]
ځانګړتیاوې
د فرښتو ځینې ځانګړتیاوې دا دي:
عصمت
د علامه مجلسي په وینا، شیعیان فرښتې له هر ډول وړې او لویې ګناه معصومې ګڼي. همداراز اکثره اهل سنت هم په دې عقیده دي.[۳۷] سره له دې ځینې اهل سنت د فرښتو عصمت نه مني او ځینې یې بیا مقربې فرښتې یا د وحي وړونکي او داسې نورې فرښتې معصومې ګڼي.[۳۸]
د ایت «لَا یسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ یعْمَلُونَ: په اساس چې په خبره کې پر هغه نه مخکیږي او د هغه په امر کار کوي»[۳۹] او «لایعصون الله ما امرهم»[۴۰] ملایکې معصومې دي او د خدای نافرماني نه کوي[۴۱] البته ځینې بیا د هاروت او ماروت په کیسې او ادم ته د ابلیس د سجده نه کولو په کیسې په استناد[۴۲] او همداراز د فطرس د نافرمانۍ په استناد د هغوي په عصمت کې شک کړی دی.[۴۳] شیعه عالمانو دغه شان مواردو ته ځینې ځوابونه ورکړې دي؛ منجمله دا چې د هاروت او ماروت سرغړونې د هغو افسانو تر تاثیر لاندې دي چې په حدیثونو او قران کې نه دي راغلې[۴۴] ویل شوې چې ابلیس فرښته نه و.[۴۵] همداراز د مرتضی مطهري په وینا د ځینو فرښتو له خوا د خدای له اوامرو د سرغړونې احتمال شته دی نه د ټولو لپاره[۴۶]
د ناصر مکارم شیرازي په وینا هغه څه چې په روایتونو کې د الهي اوامرو په ترسره کولو کې د سستۍ په وجه د ځینو فرښتو د سزا په باره کې راغلې، ترک اولی ده، نه ګناه. لکه څنګه چې د ځینو پېغمبرانو په اړه هم استعمال شوې ده.[۴۷]
علامه طباطبایي باوري دی چې فرښتې هر هغه څه چې خدای یې اراده وکړي، کوي او هر هغه څه چې امر یې وکړي پرې عمل کوي له دې وجه ګناه نه کوي.[۴۸]
پر آدم یې لوړاوی
ځینې دیني عالمان په دې ایت په استناد سره چې «وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِی آدَمَ... وَ فَضَّلْنَاهُمْ عَلَی کَثِیرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِیلًا؛ په رښتیا د ادم بچیان مو عزتمن کړل... او هغوي ته مو په خپلو ډېرو مخلوقاتو لوړاوی ورکړ»[۴۹] پرښتې تر انسانه لوړې ګڼي. ځینې بیا ادم ته د پرښتو د سجده نه کولو او د حضرت ادم له خوا هغوي ته د زده کړې ورکولو د کیسې په استناد سره انسان تر فرښتو لوړ ګڼي، په دې شرط چې خپلې وړتیاوې وکاروي.[۵۰]
د حسن زاده آملي په وینا ابن عربي عالین(مهیمین) فرښتې تر بني آدمه لوړې ګڼلې دي، ځکه چې پر هغوي آدم ته سجده واجبه نه وه.[۵۱] او محمد داوود قیصري، هغه انسانان چې د خلیفة الله مقام ته رسیدلې وي تر عالین فرښتوهم لوړ ګڼي.[۵۲] ملا صدرا د بقرې سورې په یو دېرشم ایت په استناد سره چې ملائکو ته د ادم تعلیم ورکولو ته اشاره کوي، باوري دی چې دغه ایت د ځمکې او اسمان په استوګو فرښتو د ادم په لوړاوي دلالت لري نه په مهیمنو فرښتو.[۵۳]
پر ملایکو د پېغمبرانو لوړاوی
اکثره مسلمانان پېغمبران تر ملایکو لوړ ګڼي او دلیل یې په پېغمبرانو کې د غضب او شهوت د قوې شتون ګڼي، چې په فرښتو کې نیشته.[۵۴] همداراز پر هغوي د پېغمبرانو د لوړاوي لپاره د قران ځينو ایتونو باندې چې ادم ته د فرښتو د سجدې او ورته د ادم د تعلیم ورکولو په باره کې دي، استناد کوی.[۵۵] همداراز شیعیان، امامان تر ملائکو لوړ ګڼي.[۵۶]
بشري تمثل (د انسان په شکل کې راتلل)
د قران د ایتونو له مخې[۵۷] روح الامین مریم بي بي ته د انسان په شکل کې ښکاره شوی دی.[۵۸] همداراز د روایتونو په اساس جبراییل په پیغمبر(ص) باندې د دحیه کلبي په شکل کې نازلېده.[۵۹] په روایتونو کې راغلي چې فرښتې د روح د اخستلو په وخت د مومن یا فاسق انسان لپاره په بیلو بیلو شکلونو کې څرګندیږي،[۶۰] تمثل یعنې دا چې فرښتې له خپل صورت پرته په بل صورت کې څرګندې شي.[۶۱] له پېغمبرانو پرته بل چا ملائکې د هغوي په اصلي شکل کې نه دي لیدلې.[۶۲]
تجرد
د فیلسوفانو په باور ملائکې مجردې دي[۶۳] د شهوت او غضب د قوې په شان د مادې د خواصو نه لرل[۶۴] بدلون، تحول، تکامل[۶۵] او په حواسو سره د درک کېدو قابلیت[۶۶] د هغوي د تجرد دلایل دي. سره له دې ملا صدرا د ځینو مفسرانو په خلاف چې فرښتې د یو ثابت مقام لرونکي ګڼي،[۶۷] په هغوي کې د ځینو علم او کمال د زیاتېدو وړ ګڼي.[۶۸] امام علي(ع) ځینې فرښتې ډېرې هوښیارې او خدای تعالی ته د ډېر نزدې مقام لرونکي ګڼي چې نه یې خوب وړي، نه يې په عقل سهو راځي آو نه یې په بدنونو ستړیا.[۶۹]
د وزرو لرل
د قران د ایتونو او روایتونو د ظاهر په اساس [یادداشت۱] فرښتې وزرې لري.[۷۰] په دې اړه چې د فرښتو د وزرو څه مطلب دی مختلف نظرونه وړاندې شوې دي:
- علامه طباطبایي باور لري چې د فرښتو د وزرو لرلو مطلب دا دی چې هغوي په داسې یو څه سنبال دي چې په هغه سره د خدای په امر له اسمانه ځمکې او له ځمکې اسمان او له یو ځایه بل ځای ته ځي. نه دا چې د مارغانو په شان وزرې ولري.[۷۱]
- امام خمیني باوري دی چې د عالم ملکوت فرښتې غیر جسماني او مجردې دي او وزرې نه لري، خو د عالم مثال فرښتې ممکنه ده وزرې او داسې نور شیان ولري.[۷۲]
- ابن عربي د فرښتو د وزرو د شمېر مطلب د اسمان په ملکوت او ځمکه کې د هغوي د اثر اندازه ګڼي.[۷۳]
همداراز د فرښتو د وزرو شمېر د خدای د اوامرو په سرته رسولو کې د هغوي د چټکتیا نښه[۷۴] د لېږدولو او د کار د کولو د طاقت نښه[۷۵] او د فرښتو د مراتبو د فرق نښه[۷۶] ګڼل شوې ده.
کتاب پیژندنه
د ملائکو په اړه یو لړ کتابونه په فارسۍ، عربۍ او انګریزۍ لیکل شوې چې ځینې یې دا دي:
- «سیری در اسرار فرشتگان»،په قرآني او عرفاني لیدتوګې سره، لیک د محمد زمان رستمي او طاهر ال بویه دی او په فارسۍ لیکل شوی. د فرښتو ماهیت، صفات یې، ډولونه یې، کارونه او پر فرښتو د انسان خلافت د دغه کتاب څپرکي دي.[۷۷] د اسلامي علومو او فرهنګ څیړنځای دغه کتاب په ۱۳۹۳ لمریز کال کې په ۵۲۲ مخونو کې خپور کړی دی.[۷۸]
- «المخلوقات الخفیة فی القرآن: الملائکه، الجن، ابلیس»، په عربۍ ژبه، لیک سید محمدحسین طباطبایی.
همداراز الایمان بالملائکه،کتاب، لیک د عبدالله سراجالدین، الملائکه، لیک د بیلی گرام، سیمای فرشتگان در قرآن و نهج البلاغه، لیک لیلا حمداللهی، فرشتگان، لیک د علیرضا رجالي تهراني او ملائکه، لیک د محمد شجاعی، هغه نورو اثار دي چې په دې اړه لیکل شوې دي.[۷۹]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۶.
- ↑ طریحی، مجمعالبحرین، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۲۹۲.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمومنین، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۶۱.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۶، ص۲۰۲-۲۰۳.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمومنین، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۶۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۳.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ج۵۸، ص۳۰۶، ح۱۵.
- ↑ سوره بقره، آیه ۲۸۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۴۲.
- ↑ رستمی و آلبویه، سیری در اسرار فرشتگان، ۱۳۹۳ش، ص۴۷.
- ↑ نهجالبلاغه، صبحی صالح، ۱۳۷۴، ص۱۲۸-۱۳۱.
- ↑ وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۶، ص۱۴۴-۳۲۶.
- ↑ بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۵۳۵.
- ↑ بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۵۳۵.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ج۱۵، ص۸ و ج۱۸، ص۳۴۵ و ج۲۴، ص۸۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۳۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۷۱.
- ↑ The Encyclopedia of Religion, volume1, p:2830, Oxford, New York, (1986 به نقل از مطهرینیا، بازنمایی فرشتگان الهی در رسانه(۱) جبرائیل و میکائیل، ۱۳۹۰ش، ص۵۹.
- ↑ سوره نحل، آیه ۲ و ۱۰۲؛ سوره عبس، آيه ۱۶.
- ↑ سوره نازعات، آيه ۵؛ سوره معارج، آيه ۴.
- ↑ سوره مؤمن، آيه ۷.
- ↑ سوره انبیاء، آيه ۲۸.
- ↑ سوره آلعمران، آیه ۱۲۴ و ۱۲۵.
- ↑ سوره بقره، آیه ۱۴۱؛ سوره آلعمران، آيه ۸۷.
- ↑ سوره یونس، آيه ۲۱؛ سوره زخرف، آيه ۸۰؛ سوره انفطار، آیه ۱۱.
- ↑ سوره انعام، آیه ۶۲؛ سوره نساء، آیه ۹۷.
- ↑ سوره انبیاء، آيه ۱۹-۲۰.
- ↑ سوره نحل، آیه ۲۸ و۳۲.
- ↑ سوره زمر، آیه ۷۲؛ سوره انبیاء، آیه ۱۰۳.
- ↑ سوره مدثر، آيه ۲۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۲.
- ↑ سوره تکویر، آیه ۲۱.
- ↑ سوره سجده، آیه ۱۲؛ سوره انعام، آیه ۶۲.
- ↑ وګورئ: ملاصدرا، مفاتیح الغیب، ۱۳۶۳ش، ص۳۵۰-۳۵۱.
- ↑ امام خمینی، آداب الصلاة، ۱۳۷۸ش، ص۳۳۹-۳۴۲.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۱۲۴.
- ↑ زرکشی، البحر المحیط، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۲۱.
- ↑ سوره انبیاء، آيه ۲۷.
- ↑ سوره تحریم، آیه ۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۲.
- ↑ وګورئ: فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۴۲۶.
- ↑ راستین و کهنسال، «عصمت فرشتگان، شواهد موافق و مخالف»، ص۱۲۷ و۱۲۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۳۷۵.
- ↑ فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۴۲۶.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۲۸۰.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۶۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۲.
- ↑ سوره اسرا، آیه ۷۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۱۹۹-۲۰۰.
- ↑ وګورئ: حسنزاده آملی، ممد الهمم، ۱۳۷۸ش، ص۳۶۷-۳۶۹.
- ↑ حسنزاده آملی، ممد الهمم، ۱۳۷۸ش، ص۳۶۷-۳۶۹.
- ↑ ملاصدرا، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۳۷۰.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۶۰؛ ایجی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۲۸۵.
- ↑ ایجی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۲۸۳-۲۸۵.
- ↑ اشقر، عالم الملائکة الابرار، ۱۴۲۱ق، ص۹۲.
- ↑ سوره مریم، آیه ۱۷.
- ↑ امام خمینی، آداب الصلاة، ۱۳۷۸ش، ص۳۴۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۰، ص۲۱۰.
- ↑ علامه مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۲، ص۷۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۳.
- ↑ اشقر، عالم الملائکة الابرار، ۱۴۲۱ق، ص۱۱.
- ↑ وګورئ: فیاض لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۴۲۷.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۳۶۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۳.
- ↑ اشقر، عالم الملائکة الابرار، ۱۴۲۱ق، ص۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۷۶؛ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۶، ص۳۶۲.
- ↑ ملاصدرا، تفسیر القرآن الکریم، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۳۷۱.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۰۷.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۶۲۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۷.
- ↑ امام خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۴۱۴.
- ↑ ابنعربی، تفسیر ابنعربی، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۱۶۷.
- ↑ سبزواری، ارشاد الاذهان، ۱۴۱۹ق، ص۴۴۰.
- ↑ مکارم شیرازی، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۱۴، ص۱۳.
- ↑ حسینی همدانی، انوار درخشان، ۱۴۰۴ق، ص۲۵۹.
- ↑ رستمی و آلبویه، سیری در اسرار فرشتگان، ۱۳۹۳ش، ص۵-۲۹.
- ↑ رستمی و آلبویه، سیری در اسرار فرشتگان، ۱۳۹۳ش، ص۴.
- ↑ رستمی و آلبویه، سیری در اسرار فرشتگان، ۱۳۹۳ش، ص۴۶.
سرچينې
- ابنعربی، محییالدین محمد، تفسیر ابن عربی، تحقیق سمیر مصطفی رباب، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۴۲۲ق.
- اشقر، عمر سلیمان، عالم الملائکة الابرار، اردن، دارالنفائس، ۱۴۲۱ق-۲۰۰۰م.
- الصحیفة السجادیة، قم، دفتر نشر الهادی، ۱۳۷۶ش.
- امام خمینی، سید روحالله، آداب الصلاة، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(س)، تهران، ۱۳۷۸ش.
- امام خمینی، سید روحالله، شرح چهل حدیث، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۰ش.
- ایجی، میرسیدشریف، شرح المواقف، تصحیح بدرالدین نعسانی، الشریف الرضی، افست قم، ۱۳۲۵ق.
- بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، ۱۴۱۶ق.
- جوادی آملی، عبدالله، تحریر تمهید القواعد ابن ترکه، تهران، انتشارات الزهراء، ۱۳۷۲ش.
- حسنزاده آملی، حسن، ممد الهمم در شرح فصوص الحکم، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد، ۱۳۷۸ش.
- حسینی همدانی، سید محمدحسین، انوار درخشان، تحقیق محمدباقر بهبودی، تهران، کتابفروشی لطفی، ۱۴۰۴ق.
- رستمی و آلبویه، محمدزمان و طاهره، سیری در اسرار فرشتگان، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۹۳ش.
- زرکشی، محمد بن عبدالله، البحر المحیط فی اصول الفقه، درا الکتبی، ۱۴۱۴ق۱۹۹۴م.
- سبزواری نجفی، محمد بن حبیبالله، ارشاد الاذهان الی تفسیر القرآن، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۱۹ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمی، افست، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه مجمدجواد بلاغی، انتشارات ناصر خسرو، تهران، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طریحی، فخرالدین، مجمع البحرین، تصحیح احمد حسینی، تهران، کتابفروشی مرتضی، ۱۴۱۶ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تصحیح حسن حسنزاده آملی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۳ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فیاض لاهیجی، عبدالرزاق، گوهر مراد، مقدمه زین العابدین قربانی، تهران، سایه، ۱۳۸۸ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح طیب موسوی جزائری، قم، دارالکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مطهرینیا، محمود، فرشتگان الهی در رسانه(۱) (جبرئیل و میکائیل)، قم، مرکز پژوهشهای اسلامی صداوسیمای جمهوری اسلامی ایران، ۱۳۹۰ش.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، نشر صدرا، ۱۳۸۹ش، بی جا.
- مکارم شیرازی و دیگران، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، الامثل فی تفسیر کتابالله المنزل، قم، مدرسه امام علی بن ابیطالب، ۱۴۲۱ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین علیهالسلام، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۷ش.
- ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، تفسیر القرآن الکریم، تحقیق محمد خواجوی، قم، بیدار، ۱۳۶۶ش.
- ملاصدرا، محمد بن ابراهیم، مفاتیح الغیب، تهران، وزارت فرهنگ و آموزش عالی، انجمن اسلامی حکمت و فلسفه ایران و مؤسسه مطالعات و تحقیقات فرنگی، ۱۳۶۳ش.
- نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیه، ۱۳۷۴ افست از روی بیروت ۱۳۸۷ق.