دومة الجندل

د wikishia لخوا
د دومة الجندل جغرافيايي موقعيت

دُومَةُ الجَنْدَل‏ د هجرت په پنځم کال د دومة الجندل د جګړې ځای و. دا ښار د اسلام په پیل کې د شام یوه برخه وه. په شپږم هجري قمري کال کې د عبد الرحمن بن عوف سریه چې خلکو ته د اسلام د بلنې په غرض او په نهم هجري قمري کال کې د خالد بن ولید سریه چې د دومة الجندل د واکمن اکیدر بن عبدالملک د پیغمبر(ص) سره قرار داد او جزیې قبلولو نتیجې ته ورسیده. دا هغه نورې پیښې دي چې په دې ښار کې وشوې. ځینو تاریخي سرچینو دومة الجندل هغه ځای بللی چې د صفین په جګړه کې په کې د حکمیتو فیصله شوې وه.

نن دومة الجندل د سعودي عربستان په شمال لوېدیځ کې موقعیت لري او د اردن له پولې څخه سل کیلومتره واټن لري. د دې ښار بنسټ ایښودونکی د اسماعیل(ع) زوی دوماء معرفی شوی دی چې په پیل کې یې د دغه ښار په ساحه کې د تیږو کلا جوړه کړې وه.

جغرافيايي موقعيت

دومة الجندل د اسلام په لومړیو کې تبوک ته نږدې یو ښار و[۱] او د مدینې او دمشق تر منځ په فاصله کې و[۲] او د شام له توابعو څخه و.[۳] نن سبا دا ښار د سعودي عربستان په شمال لویدیځ کې د اردن هیواد د پولې په سل کلومیټرۍ کې دی.[۴]

د مارد کلا چي د دومة الجندل یو له تاریخي اثارو څخه دی

نومول او تاریخ

د هغه څه له مخې چې په معجم البلدان کې ذکر شوی، دومة نوم د اسمعیل د زوی دوماء له نوم څخه اخیستل شوی چې په دې ښار کې یې یوه کلا جوړه کړه.[۵] د جندل معنی لوټې او کاڼي دي او دومة الجندل معنی د دوماء کلا چې له ډبرو څخه یې جوړه کړې وه.[۶] یاقوت حموي په دومة الجندل کې د مارد قلعې یادونه کړې ده.[۷] چې د دې ښار له تاریخي اثارو څخه ده.[۸]

ویل کیږي چې دا سیمه د دومة الجندل په نوم یادیږي ترڅو له دوما الحیره سره ګډوډ نشي. د هغه ځای واکمن اکیدر بن عبدالمالک په دومة الحیره کې اوسېده، یوه ورځ د ښکار په وخت کې د یوه ښار کنډوالو ته ورسېد چې له ډبرو جوړ شوی و، هغه یې بیا ودان کړ او د دومة الجندل په نوم یې یاد کړ.[۹]

دومة الجندل د جوف په نوم هم یادیږي چې معنی یې ټیټه ځمکه ده، یا جوف آل عمرو هم یادیږي، آل عمرو بني عمرو ته چې له طي قبيلې څخه دی منسوبیږي چې په څلورم قمري پېړۍ کې هلته اوسېده.[۱۰]

تاریخي پیښې

دومة الجندل او د هغې شاوخوا سیمې د اسلام د ظهور پر مهال د کلب قبیلې د بنوکنانه د استوګنې ځای و.[۱۱] د سیمې واکمن اکیدر بن عبدالملک کندي یو عیسوي و[۱۲] او د روم د پادشاه د قوماندې لاندې و.[۱۳] د عربي نړۍ نامتو بت د «وَدّ» بت په دې سیمه کې موجود و.[۱۴]

د دومة الجندل په سيمه کې داسې پېښې رامنځته شوې چې د اسلامي تاريخ په سرچينو کې يې ډېر يادونه شوې ده، چې ځينې يې دا دي:

د دومة الجندل غزوه

د پنځم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۵ نیټه پیغمبر(ص) له زرو مسلمانانو سره د دومة الجندل سیمې ته روان شو[۱۵] ځکه چې خبر یې ترلاسه کړی وو چې د دومة الجندل ښاریان د تاجرانو د تګ راتګ په لار کې پټ ناست دي او د مدينې د سوداګرو خنډ رامنځته کوي او همدا راز يې پرېکړه کړی چې مدينې ته نږدی شي.[۱۶] کله چې د اسلام لښکر د دومة الجندل سيمې ته ورسېدل، نو هغوي د اسلام  د لښکر په خبر سره خپاره شوي وو، رسول الله(ص) شاوخوا کسان ولېږل خو له محمد بن مسلمه پرته یې بل څوک ونه موند، هغه یې رسول الله(ص) ته راوست او اسلام یې قبول کړ. مسلمانان د ربیع الثاني په ۲۰ نیټه مدینې ته راستانه شول، بې له دې چې په دومة الجندل کې کومه جګړه وشي.[۱۷]

دې ته په پام چې دومة الجندل د روم تر واکمنۍ لاندې و، نو د دومة الجندل غزوه د مسلمانانو او رومیانو تر منځ لومړنۍ مقابله ګڼل کیږي.[۱۸] همدارنګ د دې غزوې د اهدافو په اړه یې ویلي دي چې پیغمبر(ص) اراده درلوده چې د شام سرحدونه ته لاړ شي، ځکه چې د شام سرحدونو ته د هغه تګ د قیصر روم د ویرې سبب کیږي.[۱۹]

د عبدالرحمن بن عوف سریه

پېغمبر اکرم د شپږم هجري قمري کال د شعبان په مياشت کې عبد الرحمن بن عوف دومة الجندل ته ولېږه او له هغه څخه يې وغوښتل چې د سيمې خلک اسلام ته راوبلي.[۲۰] دا پيښه د اصبغ بن عمرو کلبي چې د دې سیمې له مشرانو و د اسلام په راوړلو او د هغه لور سره د عبدالرحمن په واده کولو سره، سر ته ورسید.[۲۱]

د خالد بن ولید سریه

په نهم هجري قمري کال کې پېغمبراکرم(ص) خالد بن وليد له تبوک څخه دومة الجندل ته ولېږه[۲۲] او خالد د دومة الجندل حاکم اکیدر بن عبدالملک محاصره کړ او مدينې ته يې بوتلو[۲۳] د تاریخي منابعو له مخې پیغمبر(ص) له هغه سره تړون ولیکه او جزیه یې ورته وټاکله.[۲۴] که څه هم ځینو منابعو د هغه د اسلام راوړلو خبر ورکړی دی.[۲۵] خو نورو منابعو دا خبر صحیح ندی بللی.[۲۶] د دواړو ډلو منابع په دې عقيده دي چې د رسول الله (ص) له وفات وروسته اکیدر له زکات او جزيې ورکولو ډډه وکړه او په دولسم هجري قمري کال کې ابوبکر بن ابي قحافه خالد د هغه د ځپلو لپاره ولېږه او هغه يې وواژه.[۲۷]

د صفین په جګړه کې حکمیت (منځګړیتوب)

د ځینو تاریخي منابعو له مخې، د صفین په جګړه کې د منځګړیتوب کیسه چې د امام علي(ع) او معاویة بن ابی سفیان د لښکر له خوا ابو موسی اشعري او عمرو بن عاص د خبرو اترو او فیصله کولو لپاره وټاکل شول. د دومة الجندل په سیمه کې پيښه شوه.[۲۸]

فوټ نوټ

  1. عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، دار الحدیث، ج۱۰، ص۱۰۵.
  2. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج‏۲، ص۴۸۷.
  3. عسکری، یکصد و پنجاه صحابی ساختگی، ۱۳۸۷ش، ص۲۸۱.
  4. لاهوتی، «جوف»، ج۱۱، ص۳۷۳.
  5. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج‏۲، ص۴۸۷.
  6. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج‏۲، ص۴۸۸.
  7. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج‏۲، ص۴۸۸.
  8. «قلعة مارد».
  9. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج‏۲، ص۴۸۷.
  10. لاهوتی، «جوف»، ج۱۱، ص۳۷۳.
  11. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج‏۲، ص۴۸۷.
  12. ابن اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‏۱، ص۱۳۵.
  13. مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۱۵.
  14. آلوسی، بلوغ الارب، دار الکتب العلمیه، ج۲، ص۲۱۳-۲۱۴.
  15. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۳؛ مقریزی، إمتاع ‏الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج‏۸، ص۳۶۷.
  16. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۳؛ مقدسی، البَدْء و التاریخ، قاهره، ج۴، ص۹۲.
  17. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲.
  18. مقدسی، البَدْء و التاریخ، قاهره، ج‏۴، ص۲۱۴؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، دار الصاوی، ص۲۱۴.
  19. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۳.
  20. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۵۶۰-۵۶۲؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۷۸.
  21. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۵۶۰-۵۶۲؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۷۸.
  22. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۸۲.
  23. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۹۵۹م، ج۱، ص۳۸۲.
  24. ابن عبد البر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۲۸؛ ابن اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‏۱، ص۱۳۵.
  25. وګورئ:‌ابن اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‏۱، ص۱۳۵.
  26. ابن حجر، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۸۱؛ ابن اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‏۱، ۱۳۵.
  27. ابن اثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج‏۱، ۱۳۵؛ مقریزی، إمتاع ‏الأسماع، ۱۴۲۰ق، ج‏۲، ص۱۳.
  28. دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۷۱ش، ص۲۴۲؛ یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج‏۲، ص۴۸۹؛ مسعودی، التنبیه و الاشراف، قاهره، ص۲۵۶.

سرچينې

  • آلوسی، محمود، بلوغ الارب فی معرفة احوال العرب، تصحیح محمد بهجه اثری، بیروت، دار الکتب العلمیه، بی‌تا.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، أسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابه، تحقیق ‌عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۹۹۲م/۱۴۱۲ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق محمد حمیدالله، مصر، دار المعارف، ۱۹۵۹م.
  • دینوری، احمد بن داود، اخبار الطوال، ترجمه محمود مهدوی دامغانی، تهران، نشر نی، چاپ چهارم، ۱۳۷۱ش.
  • عاملی، جعفر مرتضی، الصحيح من سيرة النبي الأعظم، قم، موسسه فرهنگی دار الحدیث، بی‌تا.
  • عسکری، سید مرتضی، یکصد و پنجاه صحابی ساختگی، ترجمه عطا محمد سردارنیا، قم، دانشکده اصول دین، ۱۳۷۸ش.
  • «قلعة مارد»، سایت السعودیة، تاریخ بازدید: ۶ دی ۱۳۹۷ش.
  • لاهوتی، بهزاد، «جوف»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۱۱.
  • مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الاشراف، تصحیح عبدالله اسماعیل صاوی، قاهره، دار الصاوی، بی‌تا.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البَدْء و التاریخ، قاهره، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع بما للنبی من الاحوال و الاموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید النمیسی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق مارسدن جونس، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • یاقوت حموی، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.