د النظافة من الایمان حدیث

د wikishia لخوا

النَّظَافَةُ مِنَ الْإِيمَانِ یو حدیث دی چې پيغمبر(ص) ته منسوب دی، معنا یې دا دی چې صفايي د ایمان نښه ده. دا حدیث په طب النبی(ص) کتاب کې، چې ابوالعباس مستغفري(وفات کال 422هجری) ته منسوب دی، راغلی دی.[۱] طب النبی کتاب، د علامه مجلسي د بحار الانور کتاب سرچینه وه او په بشپړه توګه هلته نقل شوی دی.[۲]

د «النَّظَافَةُ مِنَ الْإِيمَانِ» حدیث پيغمبر(ص) ته منسوب او د یو اوږد حدیث یوه برخه ده چې مضمون یې دا دی: «تَخَلَّلُوا فَإِنَّهُ مِنَ النَّظَافَةِ وَ النَّظَافَةُ مِنَ الْإِيمَانِ وَ الْإِيمَانُ مَعَ صَاحِبِهِ فِي الْجَنَّة؛ په خاښونو کې ډکي وهئ چې دا صفايي ده او صفايي د ایمان له نښو ده او ایمان خپل څیښتن سره په جنت کی دی.»[۳]

په طب النبي(ص) کتاب کې ټول حدیثونه چې د پاکۍ او درملنی په هکله له پیغمبر(ص) څخه نقل دي، بې له سنده بیان شوي دي.[۴] او همدا سبب دې چې د متخصصانو تر مینځ ورباندې بحثونه کیږي.[۵]

له دې ټولو سره سم، د دې حدیث مضمون د قبلیدو وړ ګڼلی شوی دی؛[۶] لومړۍ دلیل یې دا دی چې قرآن مجید هم له ککړتیاو څخه د صفايۍ په مسئله ټینګار کړی دی، له هغو څخه یو د احزاب سوره 33 آیت او د سوره بقرې 125 آیت دی؛[۷] دویم دلیل د حدیثونو په صفايي او صحي خیال ساتلو باندې ټینګار، له هغوي ځینې دا حدیث چې وايي صفايي نیم ایمان دی،[۸] د کیمس د صفا ساتلو سپارښتنه،[۹] د کور د صفا ساتلو سپارښتنه[۱۰] او د غیر صحي څیزونو د ځان ساتلو سپارښتنه، لکه نامینځلي لوخي او په کور کې جارو نه وهل؛[۱۱] دریم دلیل دا دی چې دې ته ورته حدیث هم شته چې د اهل سنتو په زړو کتابونو کې راغلی دی چې مضمون یې دا دی: «تَخَلَّلُوا، فَإِنَّهُ نظافةٌ، وَالنَّظَافَةُ تَدْعُو إِلَى الْإِيمَانِ، وَالْإِيمَانُ مَعَ صَاحِبِهِ فِي الْجَنَّةِ؛ په غاښونو کې ډکي وهئ ځکه دا صفايي ده او صفايي ایمان ته بلنه ده او ایمان خپل څیښتن سره په جنت کی دی.»[۱۲]

د «النظافه من الایمان» لیک په دیوال باندې د دې لپاره چې تبلیغ یې وشي او په مسلمان هیواد کې د صفایۍ خیال وساتلی شي

علامه مجلسي د طب‌النبی(ص) کتاب مستغفري ته منسوب ګڼلی دی.[۱۳] خو په دې حدیث او کتاب باندې باور کړی دی او ټول کتاب یې په بحار الانوار کې راوړی دی.[۱۴] په دې حدیث باندې له مجلسي او بحار الانوار وروسته محدث نوري هم باور کړی دی او په مستدرک الوسائل کې هم راغلی دی.[۱۵]

له ډېرو تېرو وختونو ځینې کتابونو او مقالاتو چې له فقهي نظره یا په عمومي توګه د صفايۍ په هکله لیکلي شوي دي، د النظافة من الایمان حدیث یې په سر کې راوړ دی.[۱۶] همدارنګ په اسلامي هېوادونو کې، د صفايي د تبلیغ او رواج کیدو لپاره، دا حدیث په دیوالونو او بورډونو باندې لیکلی کیږي.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. مستغفری، طب النبی(ص)، ۱۳۶۲، ص۲۱.
  2. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۴، ج۵۹،‌ ص۲۹۰-۳۰۱.
  3. مستغفری، طب النبی(ص)، ۱۳۶۲، ص۲۱.
  4. محمودی، عباس، «بررسی تحلیلی اعتبار و جایگاه کتاب طب النبی ص»، ص۱۱۱-۱۴۲.
  5. حسینی کارنامی، «اعتبار سنجی محتوایی و سندی احادیث طبی کتاب طب النبی (ص) مستغفری»، ص۲۷-۴۰؛ محمودی، عباس، «بررسی تحلیلی اعتبار و جایگاه کتاب طب النبی ص»، ص۱۱۱-۱۴۲.
  6. حسینی کارنامی، «اعتبار سنجی محتوایی و سندی احادیث طبی کتاب طب النبی (ص) مستغفری»، ص۲۷-۴۰.
  7. حسینی شیرازی، الفقه النظافه، قم، ج۱، ص۱۲.
  8. تمیمی مغربی، نعمان بن محمد، دعائم الاسلام، ج۱، ۱۳۸۵، ص۱۰۰.
  9. کلینی، الکافی، ۱۳۶۵، ج۶، ص۴۴۱.
  10. کلینی، الکافی، ۱۳۶۵، ج۶، ص۵۳۱.
  11. شعیری، جامع الاخبار، ۱۳۶۳، ص۱۲۴.
  12. طبرانی، المعجم الاوسط، دار الحرمین، ج۷، ص۲۱۵.
  13. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۴، ج۵۹، ص۲۹۰.
  14. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۴، ج۵۹،‌ ص۲۹۰-۳۰۱.
  15. نوری، مستدرک الوسایل،‌ ۱۴۰۸، ج۱۶، ص۳۱۹.
  16. حسینی شیرازی،‌ الفقه النظافه، قم، ج۱، ص۱۶؛ نویسنده مجهول، ۱۳۲۳، ص۲۰-۲۶، «نظافت».
  17. «زیباسازی مدارس محروم توسط جهادگران دانشجو»، باشگاه خبرنگاران دانشجویی ایران؛ «موضوع تعبیر عن النظافه من الایمان»، سایت الجواب؛ بیت المعلومه اونلاین.

سرچينې

  • تمیمی مغربی، نعمان بن محمد، دعائم الاسلام، مصر، دار المعارف، ۱۳۸۵ق.
  • حسینی شیرازی،‌ سید محمد، الفقه النظافه،‌ قم، دفتر آیه الله سید محمدحسینی شیرازی، بی‌تا.
  • حسینی کارنامی، سید حسین، «اعتبار سنجی محتوایی و سندی احادیث طبی کتاب طب النبی (ص) مستغفری» در مجله اسلام و سلامت، شماره ۴، زمستان ۱۳۹۳ش.
  • شعیری، تاج الدین،‌ جامع الاخبار، قم،‌ انتشارات رضی، ۱۳۶۳ش.

طبرانی، ابوالقاسم سليمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمی الشامی، المعجم الأوسط، محقق: طارق بن عوض الله بن محمد، عبد المحسن بن إبراهيم الحسينی، قاهره، دار الحرمين، بی‌تا.

  • کلینی، محمد بن یعقوب،‌ الکافی،‌ تهران،‌ دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۵ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، الوفاء،‌ ۱۴۰۴ق.
  • محمودی، عباس، «بررسی تحلیلی اعتبار و جایگاه کتاب طب النبی ص»، در مجله حدیث حوزه، شماره۷، پاییز و زمستان ۱۳۹۲.
  • مستغفری، ابوالعباس، طب النبی، قم، انتشارات رضی، ۱۳۶۲ش.
  • نوری، حسین، مستدرک الوسایل،‌ قم، موسسه آل البیت(ع)، ۱۴۰۸ق.
  • «زیباسازی مدارس محروم توسط جهادگران دانشجو»، باشگاه خبرنگاران دانشجویی ایران، تاریخ انتشار: ۱۲ دی ماه ۱۳۹۸ ، تاریخ مشاهده: ۲۵ شهریور ۱۴۰۳.
  • «موضوع تعبیر عن النظافه من الایمان»، سایت الجواب؛ بیت المعلومه اونلاین، تاریخ انتشار: ۲۱ نوامبر ۲۰۲۰، تاریخ مشاهده: ۲۵ شهریور ۱۴۰۳.