د بقره سورې ۹ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | بقره سوره |
| د آیت شمېر | ۹ |
| جزء | ۱ |
| د منځپانګې معلومات | |
| موضوع | نفاق |
| په اړه | د منافقانو دوکه له خدای او مومنانو سره |
| اړونده آیتونه | د نساء سورې ۱۴۲ آیت |
د بقره سورې ۹ آیت د منافقینو لخوا خدای او مؤمنانو سره دوکې کولو ته اشاره کوي [۱] او وايي چې دوي په حقیقت کې ځانونه غولوي، خو له دې حقیقت څخه بې خبره دي.[۲] دا موضوع د نساء سورې ۱۴۲ آیت کې هم تکرار شوی دی.[۳]
يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
دوي له خدای سره او هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی دی ټګي کوي، په داسې حال کښې چې يوازې ځانونه تير باسي،(خو) پوهيږي نه.
بقره سوره، ۹ آیت
د ځینو شیعه مفسرینو په وینا، د بقره سوره ۸ څخه تر ۲۰ آیتونو د منافقینو په اړه نازل شوي دي[۴] او د هغوي ځینې ځانګړتیاوې لکه ظاهري ایمان،[۵] دوکې، فساد او د دوي حماقت[۶] بیانوي. د بقره په ۹ آیت کې د خدای غولول د پیغمبر(ص) غولول ګڼل شوي دي، کوم چې په پای کې الهي دوکې ته ورګرځي.[۷] منافقین، د ایمان په څرګندولو او د عبادت په ترسره کولو سره، پداسې حال کې چې د خپل ځان ساتنه کوي، د کافرانو لپاره جاسوسي کوي.[۸]
ځینې شیعه مفسرین پدې باور دي چې منافقین خپل ټول ځواک د دوکه کولو لپاره کاروي.[۹] د عبدالله جوادي آملي په وینا، منافقین، د خدای او مومنانو د مقام په اړه د ناپوهۍ له امله، فکر کوي چې دوي کولی شي خدای دوکه کړي، له همدې امله دوي په ریاکارۍ کې ښکیلیږي.[۱۰] پداسې حال کې چې خدای دوي په خپل حال پریښودلي دي[۱۱] چې له سمې لارې څخه منحرف شي[۱۲] او خپل ریښتینی انسانیت له لاسه ورکړي.[۱۳]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱، مخ۹۳.
- ↑ رضایى اصفهانى، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ټوک۱، مخ۱۷۶.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۰ش، ټوک۲، مخ۲۵۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۵۵.
- ↑ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ټوک۱، مخ۱۷۳.
- ↑ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ټوک۱، ۱۸۰-۱۸۱مخونه.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۱، مخ۱۳۴؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۰ش، ټوک۲، مخ۲۵۴.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۰ش، ټوک۲، مخ۲۴۸؛ همدا وګورئ: شیخ طوسى، التبیان، دار احیاء التراث العربى، ټوک۱، مخ۶۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱، مخ۹۳.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۰ش، ټوک۲، مخ۲۵۴.
- ↑ شیخ طوسى، التبیان، دار احیاء التراث العربى، ټوک۱، مخ۶۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۱، مخ۱۳۴؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۰ش، ټوک۲، مخ۲۵۶.
- ↑ شیخ طوسى، التبیان، دار احیاء التراث العربى، ټوک۱، مخ۶۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۱، مخ۱۳۴.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۰ش، ټوک۲، مخ۲۵۶.
سرچينې
- جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، قم، اسراء، اتم چاپ، ژمی ۱۳۹۰ش.
- حسن بن على، التفسیر المنسوب إلى الإمام الحسن العسکری، څیړنه، مدرسه امام مهدى، قم، مدرسه امام مهدى، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
- رضایى اصفهانى، محمدعلى، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهشهاى تفسیر و علوم قرآن، لومړی چاپ، ۱۳۸۷ش.
- شیخ طوسى، محمد بن حسن، التبیان فى تفسیر القرآن، څیړنه، احمد قصیرعاملى، بیروت، دار احیاء التراث العربى، لومړی چاپ، بینېټې.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، څیړنه، محمدجواد بلاغی، تهران، ناصرخسرو، درېم چاپ، ۱۳۷۲ش.
- مدرسی، سید محمدتقی، من هدی القرآن، تهران، دار محبی الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ش.