منځپانگې ته ورتلل

کافر

د wikishia لخوا
کافر مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.

کافر هغه څوک دی چې د الله(ج) یا د هغه د وحدانیت، د پیغمبر(ص) د رسالت، د قیامت ورځې، یا په کلي توګه د دین د ضرورياتو انکار وکړي. د کافر بیلابیل ډولونه دي، لکه: کتابي کافر، ذمي کافر، حربی کافر، مرتد، او تَبَعي کافر. هر یو له دې ډولونو ځانګړي فقهي احکام لري. د مثال په توګه، د ډېری فقهاوو په فتواؤ کې راغلي چې کافر نجس دی. همداراز، یوه مسلمانه ښځه نشي کولای له کافر سړي سره واده وکړي، او یو مسلمان سړی هم نشي کولای له کافرې ښځې سره نکاح وکړي.

فقها د «نفی سبیل قاعدې» له مخې باور لري چې الله(ج) داسې حکم نه تشریع کوي چې له مخې یې یو کافر پر مسلمان واکمن شي. هغوی د همدې قاعدې پر بنسټ ځینې جزئي احکام را ایستلي دي؛ د مثال په توګه: که یوه مسلمه پېغله نجلۍ د پلار اجازې ته اړتیا ولري، خو که پلار یې کافر وي، نو دا اجازه شرط نه ګڼل کېږي، ځکه چې د کافر پلار اجازې ته اړتیا لرل د کافر د تسلط په معنا ده. همداراز، یو کافر قاضي نشي کولای د دوو مسلمانانو ترمنځ قضاوت یا حکم وکړي، ځکه چې قضاوت کول خپله د دعوې په لورو د واک او تسلط بڼه لري.

مفهوم پیژندنه او مقام

کافر هغه څوک دی چې یا خو د الله(ج) یا د هغه د وحدانیت، د پیغمبر اکرم(ص) د رسالت، د قیامت ورځې، یا په عمومي توګه د دین د ضرورياتو انکار وکړي.[۱] د «کافر» کلمه له «کُفر» څخه اخیستل شوې چې معنا یې ده: پټول یا پناه کول؛[۲] له همدې کبله هغه څوک چې دغه حقایق، یو یا څو یې انکار کړي، کافر بلل کېږي.[۳] بل تعبیر دا دی چې کافر هغه څوک دی چې د الله د وجود او وحدانیت نښې پټوي او پرې پرده اچوي.[۴] د «کافر» کلمه له معنايي اړخه له داسې اصطلاحاتو سره تړلې ده لکه: ملحد،[۵] زندیق،[۶] دهري،[۷] او مشرک.[۸]

ویل شوي چې د «کفر» کلمه او مشتقات یې، لکه «کافر»، تر ۵۰۰ ځله زیات په قرآن کریم کې راغلي،[۹] او د کافر لپاره د عذاب وعده ورکړل شوې ده..[۱۰] د فقهې په بېلابېلو ابوابو کې، که معاملاتي وي یا عبادتي، د کافر احکام او ورسره د مسلمان د تعامل په اړه د هغوي دندې بیان شوي دي.[۱۱]

د کافر ډولونه

په اسلامي فقه کې، د کافرانو مختلفې ډلې شمیرل شوی دی، او د دې هرې ډلې لپاره احکام بیان شوي دي:

کتابي کافر

کتابي کافر یا اهل کتاب هغه کسان دي چې آسماني کتاب لري، لکه یهودیان او عیسویان.[۱۲] د فقهاوو له نظره، هغه کسان هم اهل کتاب شمېرل کېږي چې په اړه یې شبهه وي چې آسماني کتاب لري که نه، له همدې امله زرتشتیان یا مجوس هم اهل کتاب ګڼل شوي دي.[۱۳]

اصلي کافر

اصلي کافر د مرتد کافر په مقابل کې استعمالیږي[۱۴] او هغه دی چې له کافر پلار او مور څخه زیږیدلی وي او د اسلام مخینه ونه لري.[۱۵] د شیعه فقهاوو په اجماع،[۱۶] که اصلي کافر مسلمان شي، د کفر په حالت کې پرې پاتې شوي عبادات لکه لمونځ یا روژه قضا نه لري.[۱۷]

اصلي کافر درې ډولونه لري:[۱۸]

  1. ذمي کافر: هغه اهل کتاب چې د اسلامي نظام په خاوره کې اوسیږي او له اسلامي حکومت سره یې د «ذمې» تړون کړی وي.[۱۹] ذمه هغه تړون دی چې په دې سره کافر د جزیې په بدل کې پر خپل دین پاتې کېږي او د اسلامي حکومت په امان کې وي..[۲۰]
  2. حربي کافر: هغه کافران چې له مسلمانانو سره د ذمې، امان یا اوربند هیڅ تړون نه لري، که اهل کتاب وي یا نه.[۲۱] د فقهاوو له نظره، د دوی مال او ځان حرام نه ګڼل کېږي، خو که له مسلمانانو سره د ذمې تړون ولري (چې یوازې د اهل کتابو لپاره دی) یا د امان تړون یا اوربند ولري ( چې د غیر اهل کتابو لپاره دی)، ځان او مال یې محترم بلل کېږي.[۲۲]
  3. مهادن کافر: هغوی کافران دي چې نه له مسلمانانو سره تړون لري او نه هم له هغوی سره په جګړه کې دي.[۲۳] ناصر مکارم شیرازي، چې یو شیعه فقیه دی، په دې نظر دی چې د ممتحنه سوره اتم آیت د دې ډلې کافرانو په اړه دی او مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې د دې ډلې سره عدالت او مهربانۍ وکړي.[۲۴]

تبعي کافر

د فقهاوو له نظره، د کافر اولاد تر بلوغ مخکې د خپلو مور او پلار تابع بلل کېږي کافر دی او ورته تبعي کافر ویل کیږی.[۲۵] د دوی احکام، لکه نجاست، د هغوی د والدینو په څېر دي.[۲۶]

مرتد

مرتد هغه څوک دی چې له اسلام څخه وتلی وي.[۲۷] مرتد د فقیهانو له نظره یا فطري دی یا ملي:[۲۸] فطري مرتد هغه څوک دی چې مسلمان پېدا شوی وی؛[۲۹] یعنې مور یا پلار او یا پکې یو یې مسلمان وي.[۳۰] او وروسته له اسلام وځي.[۳۱] ملي مرتد هغه څوک چې مخکې کافر و، بیا مسلمان شو، بیا له اسلام وځي.[۳۲]

د لازیاته معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: ارتداد، فطري مرتد او ملي مرتد.

د ټولو کافرانو مشترک احکام

د ټولو کافرانو لپاره ځینې ګډ احکام په لاندې ډول دي:

د لازیاته معلوماتو لپاره دا هم وګورئ: د کافرانو نجاست

خدای د کافر له خوا په مسلمان باندې د هر ډول تسلط رد کړی دی

همدا وګورې: نفی سبیل قاعده

فقها د «نفی سبیل قاعدې » پر بنسټ وایي چې الله(ج) داسې حکم نه تشریع کوي چې کافر پر مسلمان تسلط ومومي؛[۳۹] له دې قاعدې لاندې دا احکام راوتلي دي:

  • که یو ماشوم مسلمان وي، پلار یې کافر وي، نو پلار ورباندې هیڅ ولایت نه لري.[۴۰] که د یوې باکرې نجلۍ پلار کافر وي، د هغه اذن ته اړتیا نشته؛[۴۱] ځکه دا تسلط بلل کېږي، او الله دا رد کړی.[۴۲]
  • د امامیه فقهاوو له نظره، کافر قاضي نشي کولای د دوو مسلمانانو ترمنځ حکم وکړي. ځکه قضاوت تسلط دی.[۴۳]
  • د امامیه فقهاوو په اجماع، کافر نه شي کولای د مسلمان پر ضد وکیل شي، که د مسلمان له خوا وکیل شوی وي او که د کافر لخوا، ځکه وکالت هم یو ډول تسلط ګڼل کېږي.[۴۴]

فوټ نوټ

  1. سبحانی، الإیمان والكفر فی الكتاب و السنة، ۱۴۱۶ق، ص۴۹.
  2. جوهری، الصحاح، ۱۴۰۴ق، ذیل واژه «کفر».
  3. راغب اصفهانی، مفردات راغب، ۱۴۱۲ق، ذیل واژه «کفر».
  4. راغب اصفهانی، مفردات راغب، ۱۴۱۲ق، ذیل واژه «کفر».
  5. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۷، ص۳۹۷.
  6. مطهری، خدمات متقابل ایران و اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۳۹۹.
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۸، ص۱۷۴.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۷، ص۳۹۷.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۱۷، ص۳۹۷.
  10. د مثال په توګه وګورئ: سوره فاطر، آیه ۳۶؛ سوره نساء، آیه ۱۵۱؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۶۳ش، ج۲۰.
  11. د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۴۱ و ج۲۱، ص۴۸ و ج۲۹، ص۲۰۷ و ج۳۹، ص۱۵.
  12. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۲۲۸.
  13. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۲۲۸.
  14. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۹، ص۲۶؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۰۴-۱۴۲۷ق، ج۲، ص۲۲۷.
  15. صندوقدار، «احکام کافران و مرتدان در فقه اسلامی»، ص۳.
  16. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۴۳؛ ابن‌زهره، غنیة النزوع، ۱۴۱۷ق، ص۱۰۰.
  17. روحانی، فقه الصادق، ۱۳۹۲ش، ج۸، ص۴۲۲.
  18. بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۲۲، ص۱۹۲؛ صندوقدار، «احکام کافران و مرتدان در فقه اسلامی»، ص۳.
  19. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۴۷۰.
  20. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۲۸۰-۲۸۱.
  21. جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۷۶۳.
  22. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۱۰۳ و ج۳۸، ص۸.
  23. «احکام کافر»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.
  24. «احکام کافر»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.
  25. خوئی، موسوعة الامام الخوئی، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ج۸، ص۳۱۲.
  26. خوئی، موسوعة الامام الخوئی، مؤسسة إحیاء آثار الامام الخوئی، ج۸، ص۳۱۲.
  27. موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۴۴-۴۶.
  28. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۰-۱۷۱.
  29. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۰.
  30. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۰۲.
  31. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۰.
  32. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۱.
  33. برای نمونه نگاه کنید به نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۴۱-۴۲.
  34. جناتی، طهارة الکتابی فی فتوی السید الحکیم، ۱۳۹۰ق، ص۲۰.
  35. محقق کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱۲، ص۳۹۱.
  36. د مثال په توګه وګورئ: وحید خراسانی، توضیح المسائل، ۱۴۲۱ق، ص۶۶۰؛ سیستانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۵ق، ص۵۰۱.
  37. شهید ثانی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ج۷، ص۲۰۸.
  38. شیخ بهایی، حرمة ذبائح اهل الکتاب، ۱۴۱۰ق، ص۶۰.
  39. موسوی بجنوردی، القواعد الفقهیه، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۸۷-۱۸۸.
  40. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۹، ص۲۰۶؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۶۲۴.
  41. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۱۶۶-۱۶۷.
  42. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۱۶۶-۱۶۷.
  43. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۴۱۷؛ سبحانی، نظام القضاء و الشهادة فی الشریعة الاسلامیة الغراء، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۳۴.
  44. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۲۷۰.

سرچينې

  • ابن‌زهره، حمزة بن علی، غنیة النزوع، تحقیق ابراهیم بهادری، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۷ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، ۱۴۱۴ق.
  • «احکام کافر»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۳۰ تیر ۱۴۰۴ش.
  • بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، کویت، دارالسلاسل، ۱۴۰۴-۱۴۲۷ق.
  • جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • جناتی، محمدابراهیم، طهارة الکتابی فی فتوی السید الحکیم، نجف، مطبعة القضاء، ۱۳۹۰ق.
  • جوهری، ابونصر، الصحاح‌ تاج اللغة و صحاح العربیة، بیروت، چاپ چهارم، ۱۴۰۴ق.
  • خویی، ابوالقاسم، موسوعة الامام الخوئی قم، احیاء الاثار الامام الخویی، ۱۴۱۸ق.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات في غریب القرآن، بیروت، دار القلم، ۱۴۱۲ق.
  • روحانی، سید محمدصادق، فقه الصادق، قم، انتشارات آیین دانش، ۱۳۹۲ش.
  • روحانی، محمود، المعجم الاحصائی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۱۴ق.
  • سبحانی، جعفر، الإیمان والكفر فی الكتاب و السنة، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۶ق.
  • سبحانی، جعفر، نظام القضاء و الشهادة فی الشریعة الاسلامیة الغراء، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۷۶ش.
  • سیستانی، سیدعلی، توضیح المسائل، قم، انتشارات مهر، ۱۴۱۵ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تعلیقه سیدمحمد کلانتر، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الافهام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ بهایی، محمد بن حسین، حرمة ذبائح اهل الکتاب، بیروت، موسسةالاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • صندوقدار، زمان، «احکام کافران و مرتدان در فقه اسلامی»، کنفرانس ملی اندیشه‌های نوین و خلاق در مدیریت، حسابداری، مطالعات حقوقی و اجتماعی، ۱۳۹۷ش.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح المقاصد، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، قم، نشر الهادی، ۱۳۹۲ش.
  • مطهری، مرتضی، خدمات متقابل ایران و اسلام، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • موسوی اردبیلی، سید عبدالکریم، فقه الحدود و التعزیرات، قم، جامعة المفيد، مؤسسة النشر، ۱۴۲۷ق.
  • موسوی بجنوردی، سیدحسن، القواعد الفقهیة، قم، نشر الهادی، ۱۳۷۷ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
  • وحید خراسانی، حسین، توضیح المسائل، قم، مدرسه باقر العلوم، ۱۴۲۱ق.