منافق

د wikishia لخوا

مُنافِق هغه کس ته وایي چې په زړه کې یې اسلام نه وي منلی خو په ظاهره ځان مومن ښیي. د نفاق او منافقت مساله مدینې ته د پېغمبر اکرم(ص) له هجرت او په مدینه کې د هغوي له قدرتمنېدو وروسته مطرح شوه. په دغه پړاو کې هغه کسان چې د اسلام مخالف وو خو په ښکاره یې ورسره مخالفت نه شو کولی، په ظاهره یې ځانونو ته مسلمان ویل.

نفاق په قرآن کې له ډېرو استعمالېدونکو ټکو څخه دی او منافقون سورې د منافقانو په ځینو ځانګړنو خبرې کړې او هغوي یې راپېژندلې دي. دروغ ویل، بد ګماني، ځان لوی ګڼل، په حق پورې خندا او د ګناه او فسق کول هغه ځانګړنې دي چې قرآن د منافقانو لپاره بیان کړې دي.

عبدالله بن ابي، عبدالله بن عیینه او د عقبه اصحاب د مشهورو منافقانو په ټول کې ګڼل شوې دي. د تاریخي راپورونو له مخې پېِغمبر(ص) له منافقانو سره ګوزاره کوله او په غیر مستقیم ډول به یې د هغوي اقدامات شنډول. ضرار جومات چې د مدینې د ځینو منافقانو اډه وه، د پېغمبر(ص) په امر ړنګ کړی شو.

د نساء سورې د ۱۴۵ ایت له مخې، د منافقانو ټکاوڼه د دوزخ په تر ټولو لاندې درجې کې ده او مفسرانو په دغه ایت په استناد سره، نفاق تر کفره بتر ګڼلی دی. پر منافق د جنازې لمونځ، پر مومن د جنازې له لمانځه سره فرق کوي او د بخښنې د دعا په ځای په هغه لعنت ویل کیږي.

صفة النفاق و نَعت المنافقین من السنن الماثورة عن رسول الله د ابونُعَیم اصفهانی، صفات‌المنافقین تألیف د ابن‌قَیم جوزی و النفاق والمنافقون فی القرآن الکریم لیک د جعفر سبحاني له هغو کتابونو دي چې د منافقانو په باره کې لیکل شوې دي.

نفاق (منافقت) څه شی دی؟

منافق هغه کس دی چې کفر یې پټوي او بل څه ښکاره کوي او ځان په اسلام سره پټوي.[۱] منافق د دوو مفهومونو مومن او کافر په مقابل کې کارول کیږي.[۲]د مرتضی مطهري په وینا، مومن هغه څوک دی چې په زړه ، ژبه او عمل کې په اسلام ایمان لري، کافر هغه دی چې هم په ظاهره او هم باطنه اسلام نه مني او منافق هغه چاته ویل کیږي چې په زړه کې د اسلام مخالف وي خو داسې څرګندوي چې په اسلام عقیده لري.[۳]

د فسق او نفاق فرق

ایمان د زړه عقیده، د ژبې اقرار او په فرایضو عمل کول دي. په دې اساس هر کس چې دغه درې واړه لري مومن او هر څوک چې دغه درې واړه نه لري کافر دی او څوک چې په ژبه (په دروغه) اقرار لري خو په زړه کې عقیده نه لري منافق او څوک چې په زړه او ژبه عقیده لري خو په عمل کې کوتاهي کوي فاسق دی.[۴]

علامه طباطبایي هم نفاق او د ایمان کمزوري دوه جدا جدا څیزونه ګڼلي چې لومړی دا دی چې انسان یو څه ووایي چې پرې عقیده نه لري او عمل پرې نه کوي او دوهم هغه دی چې انسان یو څه ووایي چې پرې عقیده لري خو د ارادې د کمزورۍ او د همت د سستۍ په وجه یې نه کوي.[۵]

د اسلام په تاریخ کې د منافقانو اهمیت

د تفسیر نمونه په لیکنه، په اسلام کې د نفاق او منافقانو مساله، مدینې ته د پېغمبر(ص) له هجرته وروسته مطرح شوه. په مکې کې مخالفانو په ډاګه د اسلام په خلاف تبلیغ کاوه؛ خو په مدینه کې د مسلمانانو له پیاوړې کېدو وروسته دښمنان په کمزوري حالت کې راغلل او د پېغمبر(ص) او مسلمانانو په خلاف د خپلو پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره په ظاهره د مسلمانانو په لیکو کې شامل شول په داسې حال کې چې ایمان یې نه و راوړی.[۶]

منافقون سوره هم د منافقانو په اړه نازله شوې ده. په دې کې د منافقانو صفات بیان شوي او له مسلمانانو سره د هغوي د سختې دښمنۍ خبره شوې ده. په دې سورې کې همداراز پېغمبر(ص) ته امر شوی چې د منافقانو له خطره خبرداره اوسي.[۷] په توبې سورې کې هم څو آیتونه منافقانو ته بیل دي.[۸] علامه طباطبایي په دې باور دی چې باید د قرآن د ایتونو په اساس یوه تاریخي شننه وشي چې هغه فساد او تباهي او مصیبتونه چې په اسلامي ټولنه کې یې راوړل څرګند شي.[۹]

د اسلام په لومړیو کې منافق شخصیتونه

په تاریخي او روایي سرچینو کې د اسلام په لومړیو وختونو ځينې کسان معرفي شوي دي. مقریزي په «إمتاع الأسماع» کتاب کې د اوس او خزرج قبیلې منافقان معرفي کړي او له اسلام او پېغمبر(ص) سره د هغوي دښمني یې بیان کړې ده؛ منجمله عبدالله بن اُبَی چې مهاجر یې له مدینې په وېستلو وګواښل او عبدالله بن عیینه چې خپل ملګري یې د پېغمبرص) وژلو ته وهڅول.[۱۰]

د عَقَبه اصحاب هم د منافقانو له ډلې ګڼل شوې دي. هغوي د اصحابو یوه ډله وه چې د تبوک له غزوې د پېغمبر(ص) د ستنېدو په وخت یې د هغه حضرت د وژلو پروګرام جوړ کړ، خو کامیاب نه شول.[۱۱] مورخانو او سیرت لیکونکو د عقبه د اصحابو شمېر له ۱۲ تر ۱۵ ذکر کړی دی.[۱۲] له امام باقر(ع) په یو روایت کې د هغوي شمېر ۱۲ تنه بیان شوی چې اته یې له قریشو وو.[۱۳] شیخ صدوق د یو روایت په اساس د هغوي ۱۲ تنه له بني امیه او ۵ تنه له نورو قبایلو ګڼلي دي.[۱۴] اهل سنت عالم سیوطي د اصحاب عقبه نوم نقل کړی دی؛ منجمله سعد بن ابی‌سَرح، ابوحاضر اعرابي، جُلاس بن سُوَید، مجمع بن جاریه، مُلَیح تَیمي، حُصَین بن نُمَیر، طُعَیمَة بن اُبَیرِق و مُرَّة بن رَبیع.[۱۵]

له منافقانو سره د پېغمبر چلند

د څېړاندو په اند له منافقانو سره د پېغمبر(ص) د سلوک د څرنګوالي په اړه له تاریخي معلوماتو دا خبره معلومیږی چې هغه حضرت همېشه تر کومه چې ممکنه وه له منافقانو سره له ګوزارې او تېرېدنې کار اخیست.[۱۶] پېغمبر(ص) د منافقانو له پټ کفره خبر و او په ډېرو مواردو کې به د قرآن ایتونو هغوي معرفي کول.[۱۷] هغه په ځلونو د هغو کسانو په ځواب کې چې د منافقانو د وژلو وړاندیز یې کاوه، د دغه شان کارونو نهي کوله.[سرچینې ته اړتیا]سره له دې ویلي شوي چې د پېغمبر ګوزاره او عفوه کول اسلامي ټولنې ته د هغه حضرت د بې پامۍ سبب نه کېده. پېغمبر د منافقانو کارونه تر څارنې لاندې لرل. دهغوي پروګرامونو به یې شنډول او د هغوي د اوازو خپرولو په وخت به یې مسلمانان له حقایقو خبرول. البته هغه په ډېرو کمو موردونو کې سخت چلند هم کړی دی چې پکې د ضرار جومات ړنګولو ته اشاره کولی شو.[۱۸]

په قرآن کې د منافقانو ځانګړنې

په قرآن کې د منافقانو ځینې ځانګړنې او نښې بیان شوې دي. د تفسیر نمونه د لیکوالانو په وینا، په منافقون سوره کې د هغوي لپاره لس ځانګړنې بیان شوې دي: دروغ ویل: د دروغو قسمونه خوړل، په حقیقت سم نه پوهېدل، په حق پورې خندا، فسق او ګناه، پر هر څه د مالکیت خیال، ځانته د نورو محتاج ګڼل او د ځان لوی او د نورو واړه ګڼل.[۱۹] تفسیر المیزان په منافقون سوره کې د منافقانو لپاره د «خُشُبٌ مُسَنَّدَه» تعبیر استعمال د هغوي د غندنې بیانوونکی ګڼلی که څه هم ښکلي او ستاین وړ بدنونه او خوږه او چالاکه ژبه لري خو په دیوال د ډډه وهلو لرګیو او له روحه د خالي اشباحو (سیورو) په شان دي چې په وجود کې یې هیڅ خیر او فایده نیشته ځکه چې پوهه او درک نه لري.[۲۰]

محمد تقي مصباح یزدي هم د نهج البلاغې ۱۹۴ خطبې ته په اشارې سره د منافقانو لپاره دغه ځانګړنه بیان کړې ده: د پټې طریقې استعمال، ظاهري ښکلا او باطني ککړتیا، د مومنانو بد غوښتنه او له یو بل سره په اړیکو کې فایده اوچتول.[۲۱]

د منافق د دروغ ویلو تحلیل

قرآن د منافقانو خبره نقلوي چې د پېغمبر په رسالت یې ګواهي ورکوله خو هغوي دروغجن ګڼي (وَاللهُ یشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِینَ لَکاذِبُونَ)[۲۲] یعني پېغمبر(ص) ضرور د خدای استازی دی خو منافق چې د هغه په رسالت ګواهي ورکوي له دې امله چې په خپله په هغه شي چې وایي یې عقیده نه لري نو دروغجن دی. پر دې اساس منافق د خبر ورکولو په کذب اخته دی. یعنې که څه هم خبره سمه کوي او خبره یې رښتیا ده خو په خپله پرې عقیده نه لري. په حقیقت کې د منافقانو دغه تکذیب له دې امله دی چې هغه د یو داسې شی خبر ورکوي چې په خپله پرې عقیده نه لري نه دا چې د هغوي له خوا د پېغمبر د رسالت خبر ورکول دروغ وي.[۲۳] د تفسیر نور د لیکوال په وینا، په حقیقت کې نفاق یو عملي دروغ دي چې د کفر پټول او (په دروغه) د ایمان ښکاره کول دي.[۲۴]

د منافقانو د روحي حال تمثیل

د بقرې سورې له ۱۷ تر ۱۹ ایتونو له مخې منافق د هغه چا په شان دی چې په ړندې تیارې کې راګېر شوی دی، او لاره نه پېژني. د خپل خواوشا لیدلو لپاره په رڼا پسې ګرځي، اور بلوي، خو خدای د باد او باران په شان وسایلو سره دغه اور مړ کوي او هغه دوباره په تیاره اخته کیږي. په حقیقت کې له دې امله چې منافق په ظاهره د ایمان خبره کوي، د دین له ځینو فایدو برخمنیږي لکه له مومنانو میراث وړي، له هغوي سره واده کوي، او..، خو کله چې مرګ چې د ایمان له اثارو د برخمنېدا وخت دی راورسیږي خدای تعالی له هغه د ایمان رڼا اخلي او هغه څه چې هغه د دین په توګه کړي باطلوي او په دوو تیارو کې یې ښکېلوي، یو یې اصلي تیاره او بله هغه تیاره چې عملونو یې جوړه کړې ده.

په یو بل تمثیل کې منافق هغه چاته ورته ګڼل شوی چې له تیارې سره یو ځای په سخت باران کې راګېر وي، بوږنوونکې برېښنا او ګړزا هغه له هر لورې په وېره کې اچولی او د تېښتې ځای نه لري. په دغه تیاره کې مخکې ځای نه ویني او څه نه پېژني، د باران سختوالی هغه تېښتې ته مجبوره کوي، خو تیاره یې نه پرېږدي چې یو ګام مخکې لاړ شي. د اسمان له پړقا او بریښنا استفاده کوي،ځو یو ګام چې واخلي بريښنا ختمه شي او بیا په تیاره کې ډوب شي.

دا مثالونه ښیي چې منافق ایمان نه خوښوي، خو له ناچارۍ او مجبورۍ د ایمان تظاهر کوي، خو دې ته په پام سره چې زړه یې له خولې سره یو نه دی د ژوند لاره نه مومي. دغه شان کس همېشه له خطا او تېروتنې سره مخ وي یو ګام له مسلمانانو سره ملګرتیا کوي خو دوباره ودریږي.[۲۵]

په دوزخ کې د منافقانو ځای

د نساء سورې د ۱۴۵ ایت په اساس منافقان د دوزخ په ترټولو ټیټه درجه او په ویخ (دَرَک اَسفَل) کې دي «إِنَّ الْمُنافِقینَ فِی الدَّرْک الْأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ»( منافقان د دوزخ په ډېرو ټیټو درجو کې دي) دا آیت د منافقانو انجام بیانوي.[۲۶] د شیعه مفسر ناصر مکارم شیرازي په وینا، د قرآن د ایتونو په اساس نفاق تر کفره سخت دی او منافقان له خدایه تر ټولو لرې مخلوق دی.[۲۷]

لیکنې

پر هغو بحثونو سربېره چې په فقهي او تفسیري کتابونو کې د منافق په اړه شوي، په دې باب ځینې مستقل او جدا کتابونه هم لیکل شوې دي چې ځینې یې اوږده مخینه لري. لکه ‌«صفة النفاق و ذم المنافقین»، لیک د جعفر بن محمد الفریانی (۲۰۷-۳۰۱ق) او «صفة النفاق و نَعت المنافقین من السنن الماثورة عن رسول الله»، لیک د ابونُعَیم اصفهانی (۳۳۴-۴۳۰ق) او «صفات‌المنافقین»، له ابن‌قَیم جوزی (۶۹۱-۷۵۱ق). په دې اړه ځینې نور کتابونه دا دي:

  • المنافقون فی القرآن، له سید حسین صدر
  • النفاق والمنافقون فی القرآن الکریم، د جعفر سبحاني په قلم
  • ظاهرة النفاق و خبائث المنافقین فی التاریخ، تألیف عبدالرحمان حسن حبنکه المیداني
  • المواجهة بین النبی(ص) و بین المنافقین، لیک د عبدالکریم نیری
  • صور المنافقین فی القرآن الکریم، تالیف د بخاري سباعي
  • نفاق و منافق از دیدگاه شهید مطهری، لیک د زهرا آشیان و فرشته سلامی
  • چهره منافقان در قرآن با استفاده از تفسیر پر‌ارزش نمونه. لیک د ج.فرازمند.

فوټ نوټ

  1. طریحی، مجمع البحرین، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۲۴۱.
  2. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۵، ص۲۰۱، ۲۰۲.
  3. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۲۵، ص۲۰۶.
  4. حسینی شاه عبدالعظیمی، تفسیر اثنی عشری، ۱۳۶۳ش، ج۱۳،ص۱۷۷؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱۰، ص۵۰.
  5. طباطبائی، المیزان فی تفسیر القرآن، ج۱۹، ص۲۴۹.
  6. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۱۴۶.
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۲۷۸.
  8. رک: قویدل، منافقان در قرآن.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۱ق، ج۹، ص۴۱۴.
  10. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۴، ص۳۴۳-۳۶۴.
  11. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۷۴.
  12. واقدی، المغازی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۴۵-۱۰۴۴؛ ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۳۹۸ق، ج۵، ص۲۰.
  13. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۷۹.
  14. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۳۹۸.
  15. سیوطی، الدرالمنثور، دارالفکر، ج۴، ص۲۴۳.
  16. دانش، «رسول خدا(ص) و استراتژی ایشان در برابر خط نفاق»، ص۲۳.
  17. دانش، «رسول خدا(ص) و استراتژی ایشان در برابر خط نفاق»، ص۲۳.
  18. جعفریان، تاریخ سیاسی اسلام، ۱۳۸۰ش، ص۶۵۰؛ دانش، «رسول خدا(ص) و استراتژی ایشان در برابر خط نفاق»، ص۲۱-۲۲.
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲۴، ص۱۶۴.
  20. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۴ق، ج۱۹، ص۲۸۱.
  21. مصباح یزدی، «اخلاق اسلامی»، ص۴.
  22. سوره منافقون آیه ۱
  23. الطباطبائی، المیزان فی تفسیر القرآن، ج۹، ص۳۱۵. و ج۱۹، ص۲۷۹.
  24. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱۰، ص۴۹.
  25. طباطبائی، ترجمه تفسیر المیزان، ۱۳۷۴ش، ج۱، ص۸۹.
  26. مکارم، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۳، ص۵۰۵.
  27. مکارم، الامثل، ۱۴۲۱ق، ج۳، ص۵۰۴.

سرچينې

  • ابن کثیر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۳۹۸ق.
  • جعفریان، رسول، تاریخ سیاسی اسلام، قم، دلیل ما، ۱۳۸۰ش.
  • دانش، محمدقدیر، «رسول خدا(ص) و استراتژی ایشان در برابر خط نفاق»، مجله معرفت، شماره ۱۲۹، ۱۳۸۷ش.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدرالمنثور فی التفسیر بالماثور، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح: علی اکبر غفاری، جامعه مدرسین، قم، ۱۳۶۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیرالقرآن، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، ترجمه تفسیر المیزان، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چ۵، ۱۳۷۴ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمدجواد بلاغی، ناصرخسرو، تهران، ۱۳۷۲ش.
  • طریحی، فخرالدین، مجمع البحرین، تحقیق سید احمد حسینی، تهران، کتابفروشی مرتضوی، ۱۴۱۶ق.
  • قویدل، مصطفی، منافقان در قرآن، پاسدار اسلام، شماره ۲۷۰، ۱۳۸۳ش.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، «اخلاق اسلامی»، مجله معرفت شماره ۴، ۱۳۷۲ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع بمل للنبی من الاحوال و الاموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید النسیمی، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۰ق/۱۹۹۹م.
  • مکارم شیرازی، ناصر، الامثل فی تفسیر کتاب‌الله المنزل، قم، مدرسه امام علی بن ابی‌طالب(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر و جمعی از نویسندگان، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم.
  • واقدی، محمد بن عمر، المغازی، تحقیق: مارسدن جونس، بیروت، مؤسسه الاعلمی، ۱۴۰۹ق-۱۹۸۹م.