د بني اسرائیلو نقیبان

د wikishia لخوا
(له د بني اسرائیلو نقبا نه مخ گرځېدلی)

د بني اسرائیلو نُقَبا د بني اسراییلو د اسباط (د یعقوب پېغمبر د بچیانو) دولس استازي وو چې د خدای په امر او د حضرت موسی(ع) په لاس غوره شول. د هغوي دنده د هغه میثاق حفاظت و چې د خدای له خوا د بني اسرائیلو په غاړه و. نقباو همداراز بیت المقدس ته په سفر کې له یو ظالم قامه د معلوماتو د راغونډولو دنده هم په غاړه لرله. موسی له هغوي وغوښتل چې له دغه ډلې راغونډ کړې معلومات خپل قوم ته ورنه کړي. اکثرو یې د دغه حکم سرغړونه وکړه.

د فریقینو په سرچینو کې له پېغمبر(ص) څخه ځینې روایتونه نقل شوي چې د جانشینانو او ځای ناستوشمېر یې د بني اسراییلو د نقباو د شمېر مطابق او دولس کسان ګڼلی دی، دغه حدیثونه د دولسو خلیفه ګانو په روایتونو مشهور دي، شیعه عالمان له هغو څخه د خپلو دولسو امامانو د امامت د ثابتولو لپاره استفاده کوي.

نُقَبا، د حضرت موسی(ع) استازي

د بني اسراییلو نقبا، په خپل قام کې د موسی(ع) استازي وو[۱] چې د ځینو روایتونو له مخې، د خدای په امر او د حضرت موسی(ع) له خوا ټاکل شو.[۲] د مفسرانو په وینا نقبا د بني اسراییلو (د یعقوب د بچیانو) له دولسو اسباطو څخه وو.[۳] چې له هر سبطه، یو استازی غوره شو.[۴]

نقباء د خپل قوم له مشرانو[۵] او د نافذې رایې او ځانګړې مقام لرونکي وو.[۶] په ځینو تفسیري کتابونو کې، نقبا د خپل قام مشران،[۷] سردار[۸] او حتی پاچا[۹] معرفي شوې دي.ځینې په دې باور دي چې هغوي وروسته پېغمبرۍ ته ورسېدل.[۱۰] ځینې د هغوي لپاره تر پېغمبرۍ د لوړ مقام قایل شول، هغوي یې د کتاب خاوندان وبلل او تر معمولي پېغمبرانو لوړ او تر اولوالعزم پېغمبرانو ټیټ یې ګڼلې دي.[۱۱]

د مائدې سورې په ۱۲ ایت کې راغلي دي چې خدای په بني اسراییلو کې دولس نقیبان غوره کړل. په قرآن کې هیڅکله هغوي په واضحه توګه نه دي بیان شوې.[۱۲] مفسران د هغوي په اړه مختلف نظرونه لري.[۱۳]

د بني اسراییلو له نقباوو سره د پېغمبر د ځای ناستو تشبیه کول

په ځینو روایتونو کې چې له پېغمبر(ص) نقل شوې د هغه حضرت د ځای ناستو شمېر د بني اسراییلو د نقباوو په شمېر بیان شوې دي.[۱۴] دغه روایتونه د دولسو خلیفه ګانو په روایتونو مشهور دي چې پکې د پېغمبر(ص) د ځای ناستو شمېر دولس تنه او ټول له قریشو معرفي شوې دي.[۱۵] شیعه عالمان له دغه حدیثونو د امامانو د امامت د اثبات لپاره استفاده کوي.[۱۶] د یو بل حدیث له مخې پېغمبر(ص) د خپل قوم برخلیک د بني اسراییلو په شان ګڼلی دی.[۱۷] پېغمبر همداراز په عَقبه بیعت کې له انصارو دولس نقیبان غوره کړل چې په مدینه کې د هغه استازي وي.[۱۸]

سید محمدحسین طباطبایی، په تفسیر المیزان کې نقبا په اسلام دین کې اولوالامر ته ورته ګڼلي او هغوي یې د بني اسراییلو دیني او دنیاوي مرجع بللي دي.[۱۹]

د بني اسراییلو د نقباوو دندې

د قرآن د ایتونو له مخې نقباو د هغه میثاق د حفاظت دنده په غاړه لرله چې خدای له بني اسراییلو اخستی و.[۲۰] همداراز هغوي د حضرت موسی له لوري ماموریت وموند چې بیت المقدس ته لاړ شي[۲۱] او له یو ظالم قامه اطلاعات راغونډ کړي[۲۲] چې په کنعان،[۲۳] شامات[۲۴] او یا په شام کې په اریحا [یادداشت۱]سیمې[۲۵] کې استوګن وو. هغوی د خپلو مشاهداتو له ثبتولو او راغونډولو وروسته حضرت موسی(ع) ته ستانه شول او د دغه سیمې د استوګنو د سترتوب خبره یې وکړه.[۲۶] موسی(ع) له هغوي وغوښتل چې د اطلاعاتو له ورکولو او د خپل قام له وېرولو ډډه وکړي،[۲۷] خو بې له دوو کسانو[۲۸] یا زیات نه زیات پینځو کسانو[۲۹] نورو د حضرت موسی(ع) له امره سرغړونه وکړه.

د بني اسراییلو د نقباوو نومونه

اهل سنت مفسر ثعلبي په خپل تفسیر کې د نقباوو نومونه ذکر کړې دي چې دا دي:

  1. شامل بن ران
  2. شاقاط بن حوری
  3. کالب بن یوقنا
  4. مقایل بن یوسف
  5. یوشع بن نون
  6. قنطم بن ارقون
  7. مدی بن عدی
  8. جدی بن قامن
  9. بیانون بن ملکیا
  10. نفتالی محر بن وقسی
  11. حملائل بن حمل
  12. سابور بن ملکیا.[۳۰]

په ځینو نور سرچینو کې د نقباوو نومونه په لږ څه اختلاف سره ذکر شوې دي.[۳۱]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. دینوری، الواضح، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۹۰.
  2. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۶۵.
  3. ابن‌حموش، الهدایة إلی بلوغ النهایة، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۶۳۹؛ میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۵۷.
  4. ثعالبی، تفسیر الثعالبی، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۳۶۲؛ سیوطی، الدر المنثور، ج۲، ص۲۶۷.
  5. ثعالبی، تفسیر الثعالبی، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۳۶۲.
  6. جرجانی، درج الدرر، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۵۵۲.
  7. طیب، اطیب البیان، ۱۳۶۹ش، ج۴، ص۳۱۹.
  8. دیوبندی، تفسیر کابلی، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۵۲.
  9. سمرقندی، بحر العلوم، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۵؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۲، ص۳۶۹؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۶۵.
  10. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۶۰.
  11. صادقی تهرانی، ترجمان فرقان، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۱.
  12. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۳، ص۳۰.
  13. وګورئ: عاملی، تفسیر عاملی، ۱۳۶۰ش، ج۳، ص۲۳۹.
  14. خزاز رازی، کفایة الأثر، ۱۴۰۱ق، ص۲۷؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۴۶۸؛ نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۱۱۸؛ ابن‌حنبل، مسند احمد بن حنبل، ۱۴۱۶ق، ج۶، ص۳۲۱، ۴۰۶؛ طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۱۵۷؛ ابی‌یعلی، مسند ابی‌یعلی، ۱۴۰۴ق، ج۸، ص۴۴۴؛ بزار، مسند بزار، ۱۹۹۳ق، ج۵، ص۳۲۰.
  15. مؤسسه معارف اسلامی، معجم الاحادیث الامام المهدی، ۱۴۲۸ق، ج۳، ص۵۰۱.
  16. وګورئ: صمدی، «امامت اثنی عشر»، ص۴۳۰.
  17. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۰۳.
  18. طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۲، ص۳۶۹؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۵۵.
  19. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۲۴۰.
  20. ابن‌سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۴۶۰؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۶، ص۹۵.
  21. ابن‌حموش، الهدایة إلی بلوغ النهایة، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۶۳۹؛ سمرقندی، بحر العلوم، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۵.
  22. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۶، ص۹۶؛ سمرقندی، بحرالعلوم، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۵؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۲، ص۳۶۹؛ ابن‌حموش، الهدایة إلی بلوغ النهایة، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۶۴۰.
  23. ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۶؛ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۱۵؛ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۱۸.
  24. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۶، ص۹۶؛ میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۵۸.
  25. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۱۵؛ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۱۸؛ طبرسی، تفسیر جوامع الجامع، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۱۷.
  26. سمرقندی، بحر العلوم، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۵؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۲، ص۳۶۹؛ شعرانی، پژوهش‌های قرآنی علامه شعرانی، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۴۲۰.
  27. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶۱۵.
  28. سمرقندی، بحر العلوم، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۵؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۲، ص۳۶۹؛ جرجانی، درج الدرر، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۵۵۲؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۶۵.
  29. ابن‌سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۴۶۱.
  30. ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۶.
  31. وګورئ: شعرانی، پژوهش‌های قرآنی علامه شعرانی، ۱۳۸۶ش، ج۱، ص۴۱۹.

سرچينې

  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌ابی‌زینب، محمد بن ابراهیم، الغیبة، تحقیق علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • ابن‌حموش، مکی بن ابی‌طالب، الهدایة إلی بلوغ النهایة، شارجه، جامعة الشارقه، ۱۴۲۹ق.
  • ابن‌حنبل، احمد، مسند احمد بن حنبل، بیروت، موسسه الرساله، ۱۴۱۶ق.
  • ابن‌سلیمان، مقاتل، تفسیر مقاتل بن سلیمان، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۳ق.
  • ابی‌یعلی موصلی، احمد بن علی، مسند ابی‌یعلی، دمشق، دارالمأمون للتراث، تحقیق حسین سلیم أسد، ۱۴۰۴ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، بنی‌هاشمی، ۱۳۸۱ق.
  • بزار، احمد بن عمرو، مسند البزار، تحقیق محفوظ الرحمن زین الله، مدینه، مکتبه العلوم و الحکم، ۱۹۹۳ق.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • ثعالبی، عبدالرحمن بن محمد، تفسیر الثعالبی مشهور به الجواهر الحسان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، الکشف و البیان المعروف تفسیر الثعلبی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • جرجانی، عبدالقاهر بن عبدالرحمن، درج الدرر فی تفسیر القرآن العظیم، عمان اردن، دارالفکر، ۱۴۳۰ق.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الأثر فی النص علی الأئمة الإثنی عشر، تحقیق عبداللطیف حسینی کوه‌کمری، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • دینوری، عبدالله بن محمد، الواضح فی تفسیر القرآن الکریم، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
  • دیوبندی، محمود حسن، تفسیر کابلی، تهران، نشر احسان، چاپ یازدهم، ۱۳۸۵ش.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الأقاویل فی وجوه التأویل، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • سمرقندی، نصر بن محمد، تفسیر سمرقندی مشهور به بحرالعلوم، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۶ق.
  • سیوطی، الدر المنثور فی التفسیر بالماثور، قم، مکتبه آیت‌الله المرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • شعرانی، ابوالحسن، پژوهش‌های قرآنی علامه شعرانی در تفاسیر مجمع البیان، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • صادقی تهرانی، محمد، ترجمان فرقان: تفسیر مختصر قرآن کریم، قم، شکرانه، ۱۳۸۸ش.
  • صمدی، قنبرعلی، «امامت اثنی عشر»، در دانشنامه کلام اسلامی، جلد اول، قم، موسسه امام صادق (ع)، ۱۳۸۷ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر: تفسیر القرآن العظیم، اربد اردن، دارالکتاب الثقافی، ۲۰۰۸م.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، تحقیق حمدی بن عبدالمجید السلفی، موصل، مکتبة العلوم والحکم، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، قم، حوزه علمیه قم، مرکز مدیریت، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۱۲ق.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • عاملی، ابراهیم، تفسیر عاملی، تهران، کتاب‌فروشی صدوق، ۱۳۶۰ش.
  • مؤسسه معارف اسلامی، معجم الاحادیث الامام المهدی، قم، انتشارات مسجد مقدس جمکران، ۱۴۲۸ق.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دارالکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار، تهران، امیرکبیر، چاپ پنجم، ۱۳۷۱ش.