اولوالامر

د wikishia لخوا

دا مقاله د اولوالامر مفهوم په اړه ده. د ورته عنوان سره د یو آیت په اړه د زده کړې لپاره، د اولوالامر آیت مدخل وګورئ.

د اولوالامر آیت؛ د سوره نساء ۵۹ آیت

اُولُوالْاَمْر، د امر څختنان په معني، هغه څوک چې د اولوالامر آیت پر بنسټ له هغوي څخه اطاعت کول واجب دی. دغه اصطلاح په نساء سوري په ۵۹ آیت کې راغلي ده.

د اولوالامر عصمت په اړه او داچی هغوی څوک دی، په شیعي او اهل سنت د کلامې او تفسیرې کتابونو کې ډیری نظرونه شوي. د امامیه په وینا، د اولوالامر ټکي موخه، د شیعه امامانو دي. مګر د اهل سنت له نظره، د راشدین خلفاوو، عادلان واکمنانو او اجماع د دې مثالونو په مینځ کې دي. شیعه ګان پدې باور دي چې د اولوالامر آیت د امر څختنان پرعصمت باندې دلالت کوي ځکه چې د اولوالامر په آیت کې د غیر مشروط اطاعت باندې ټینګار کوي؛ مګر ډیری سني پوهان پدې باور دي چې د اولوالامر عصمت له دې آیت څخه لاس ته نه راځي.

د اولوالامر آیت

اولوالامر ټکي د امر څختنان په معنی د نساء سوره له ۵۹ آیت کې اخلیدلي شوی، چی پکي راغلی ده: «یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُواْ أَطِیعُواْ اللّهَ وَأَطِیعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِی الأَمْرِ مِنکمْ»

(ای هغه څوک چې ایمان راوړلی دی، خدای، دهغه رسول او د امر څختنان ته اطاعت وکړئ.)

د شیعه مفسرین؛ لکه فضل بن حسن طبرسي او علامه طباطبایی [۱] او امامي متکلمان [۲] له دې آیت څخه، د اولوالامر عصمت نیولي دی. بیا د اولو الامر مثالونو په اړه د روایتونو پربنسټ، دوی د دولس امامانو د عصمت لپاره بحث کوي. [۳]

د اولوالامر عصمت

د شیعه‌ګانو دلیل راوړل، دعصمت لپاره د اولوالامر آیت پربنسټ، د دې مبنا پرباندې وړال دی چې دا آیت د شرط پرته د اطاعت امرکړی. [۴] د دې لپاره د دوی دلیلونه لومری د آیت اطلاق دي؛ دا آیت د اولوالامر اطاعت کولو وروسته استثنا نه وه کړې، او بل یې په آیت کې د اولوالامر اطاعت کول، د رسول‌الله(ص)اطاعت سره امر شوی. د دوی په وینا، دا ښیې؛ څنګه چې باید په غیر مشروط ډول له پیغمبر(ص) څخه اطاعت وکړئ، نو دا اړینه ده چې په ورته ډول د اولو الامر څخه هم اطاعت وکړئ.[۵]

د دې پراساس، دلیل دا دی چې د آیت په وینا، د اولو الامر ته غیر مشروط اطاعت واجب دی. که اولو الامر معصوم(بې ګناه) نه وي او د حرام (منع شوي حکم) امر وکړي، نو د خدای د دوه حکمونو تر منځ به تعارض (شخړه) شي؛ ځکه چې له یوې خوا، دا واجب(اړین)دی چې د اولو الامر اطاعت وکړي او منع شوی فعل(حرام) ترسره کړي، او له بلې خوا دا فعل منع دی او موږ باید دا ونه کړو. نو اولوالامر عصمت لری او له هر دول گناه او ناوری عملونه لیرې دی.[۶]

د اهل سنت عالم، فخر رازی هم داسې نظر لري؛ [۷] مګر نور اهل سنت پوهانو مختلف نظرونه لري. د دوی په وینا، د اولو الامر په آیت کې، د اولو الامر اطاعت کولو وروسته، ویل کیږي چې که تاسو په یوه مسله موافق نه یاست، خدای او پیغمبر ته مراجعه وکړئ. دا قریني(د موخه نږدی کونکي) ښیې چې د اولوالامر اطاعت غیر مشروط ندي. هرکله چې دوی ناوره عملوته امر کړي، دوی باید اطاعت ونه کړي. له همدې امله، د دوی په باور، دا آیت د اولوالامر د عصمت معنی نلري. [۸]

په مقابل کې، د شیعه ګانو په وینا، آیت په داسې ډول ویل کیږي چې استثنایی نه وي؛ دا په ودیز(عرفی) ډول پوهیږي چې غیر مشروط باید د اولوالامر اطاعت وکړي، او دا نښيې چې د اولوالامر عصمت اړین دی. [۹]

د اولوالامر مثالونه

د اولوالامر مثالونو په اړه د شیعه او سني تفسیري کتابونو کې ډیر بحث شوی، [۱۰] او د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ اختلاف شتون لري. د جابر د حدیث په وینا، کوم چې د شیعه روایی سرچینو لکه کفایة الاثر [۱۱] او کمال الدین [۱۲] کې ذکر شوي، دولس امامان د اولوالامر مثالونه دي. شیعه ګان د دی مطلب د اثبات کولو لپاره، هم ځینې روایتونو نه لکه د جابر حدیث او د سفیني حدیث او د ثقلین حدیث ته استناد وکره. [۱۳] د علامه حلې په وینا، د شیعه او سني روایتونو متواتر بیانات شتون لري چې دا په ګوته کوي.[۱۴]

اهل‌سنت پوهانو دا نظر نه مني او مختلف نظرونه لري. د ځینو په وینا د اولوالامر موخه راشدین خلیفي دی، د ځینې په اند دیني عالمانو د اولوالامر معنی دي، او د نورو نظرونو له مخې د سریه(هغه جګرو چې پکی پیغمبر(ص) حضور نه درلود) قوماندانان مثالونه دي.[۱۵] زمخشرې لیکلي دی چې معنی یې هر عادل واکمن دی چې د دین پر بنسټ واکمنۍ وکړی؛ لکه د راشدین خلیفه ګان او واکمنان چې د دوی په څیر عمل کوي.[۱۶]

فخرالډین رازي، ځکه چې د شیعه ګانو په څیر، نورو اهل سنت عالمانو د نظر سره مخالف دی، هغه باور لري چې د آیت په وینا، دا اړینه ده چې اولو الامر معصوم(بې ګناه) وي، هغه وايي چې اجماع د اولو الامر موخه ده. د هغه استدلال دا دی چې معصوم، یا ټول مسلمان امت، یا د هغې ځینې غړي دي. ځکه چې دا امکان نلري چې هغه خلک وپیژني چې نن ورځ معصوم دي، ځینې خلک معصوم ندي. له همدې امله، دا باید وویل شي چې معصوم د مسلمانانو اجماع ده. [۱۷] د هغه موخه له اجماع څخه د حل او عقد څختن، یعنی د مسلمانانو علما ده.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲، ج۳، ص۱۰۰و ۱۰۱؛‌ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۳۱۹.
  2. د بېلګې په توګه علامه حلی ته وګورئ، کشف المراد، ۱۴۱۷ق، ص۴۹۳.
  3. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲، ج۳، ص۱۰۰و ۱۰۱؛‌ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۳۱۹.
  4. د بېلګې په توګه علامه حلی ته وګورئ، کشف المراد، ۱۴۱۷ق، ص۴۹۳؛‌ مصباح یزدی، راه و راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۲۰۶.
  5. وګورئ مصباح یزدی، راه و راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۲۰۶.
  6. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۷ق، ص۴۹۳؛ مصباح یزدی، راه و راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۲۰۶.
  7. وګورئ فخر الدین رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۳.
  8. وګورئ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۵۰.
  9. وګورئ مصباح یزدی، راه و راهنماشناسی، ۱۳۷۶ش، ص۲۰۷.
  10. د بېلګې په توګه طباطبایی ته وګورئ، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۳۹۲-۴۰۱؛ فخر الدین رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۲-۱۱۴؛
  11. فخر رازی، کفایه الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۵۴-۵۵.
  12. صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱‌، ص۲۵۳-۲۵۴.
  13. د بېلګې په توګه طباطبایی ته وګورئ، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۴، ص۳۹۹.
  14. وګورئ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۷ق، ص۵۳۹.
  15. فخر الدین رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۳، ۱۱۴.
  16. وګورئ زمخشری، تفسیر کشاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۲۴.
  17. فخر الدین رازی ته وګورۍ، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۳.
  18. وګورئ فخر الدین رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۰، ص۱۱۳.

سرچینې

  • تفتازانی، سعدالدین مسعود بن عمر، شرح المقاصد، تحقیق عبدالرحمن عمیره‌، قم، الشریف الرضی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، تصحیح عبداللطیف حسینی کوهکمری، قم، بیدار، چاپ دوم، ۱۴۰۱ق.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت،‌ دار الکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیرالقرآن، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسى، فضل بن حسن، مجمع البيان فى تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تحقیق حسن حسن‌زاده آملی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ هفتم، ۱۴۱۷ق.
  • فخرالدین رازی، ابوعبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق،
  • مصباح یزدی، محمدتقی، راه و راهنماشناسی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.