منځپانگې ته ورتلل

د توبه سوره ۱۲۸ آیت

د wikishia لخوا
د توبه سوره ۱۲۸ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتتوبه سوره
د آیت شمېر۱۲۸
جزء۱۱
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمدینه
موضوعد پیغمبر(ص) د ځینو ځانګړتیاوو تشریح
اړونده آیتونهد کهف سوره ۶ آیت، د شعراء سوره ۳ آیت، د فاطر سوره ۸ آیت او د فصلت سوره ۶ آیت.


د توبه سوره ۱۲۸ آیت د پیغمبر(ص) د شخصیت یو جامع انځور وړاندې کوي چې له خلکو سره به یې څنګه چلند کاوه،[۱] چې له مخې یې هغه د خلکو له ډلې څخه دی، د نورو دردونه يې په خپل زړه درنیږي، په ټول زړه سره د هغوی لارښوونه غواړي، او د مومنانو په وړاندې زړه سواندې او مهربان دی.

لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ


يقيناً ستاسو له منځ څخه يو پيغمبر تاسو ته درغى دى، هغه ته دا سخته ده چې تاسو رنځ وړئ هغه ستاسو هدایت ته ليواله دى، او په مؤمنانو باندې زړه سواندې او مهربان دى.



توبه سوره، ۱۲۸ آیت

لومړۍ ځانګړتیا: پیغمبر(ص) پخپله د خلکو له ډلې څخه دی،[۲] د هغوي هم نوع یعنی انسان دی[۳] او یو پیژندل شوی اصل او نسب لري.[۴] ناصر مکارم شیرازي او جعفر سبحاني د هغو مفسرینو سره اختلاف کړی دی چې دا آیت یې د پیغمبر(ص) د عرب کیدو په توګه تفسیر کړی دی، او دوی استدلال کړی چې قرآن کریم د انسان نسل ته پام نه کوي.[۵]

دوهمه ځانګړتیا: پیغمبر(ص) د هر مخلوق، حتی کافرانو یا ځناورو، په تکلیف او ضرر ځوریږي[۶] او د نورو درد او کړاو احساسوي.[۷] له همدې امله، پیغمبر(ص) د امت غم خورونکی بلل شوی دی.[۸]

دریمه ځانګړتیا: پیغمبر(ص) د انسانانو د خیر او ژغورنې لپاره حریص او لیواله دی، که هغه مومنان وي یا کافران.[۹] مفسرینو د دې آیت په اړه ویلي دي چې پیغمبر(ص) د خلکو د لارښوونې او خوښۍ لپاره لیواله و او د ټولو خلکو لپاره یې خواخوږي درلوده.[۱۰]

څلورمه او پنځمه ځانګړتيا: رسول الله(ص) ډېر رئوف او مهربان وو.[۱۱] ويل شوي چې «رئوف» د مومنانو لپاره ځانګړې مينې ته اشاره کوي، او «رحيم» د ګناهګارانو لپاره رحمت ته اشاره کوي،[۱۲] رؤف له اندازې زیات رحمت دی[۱۳] او پيغمبر(ص( هغه يوازينی کس دی چې خدای پاک د «رئوف» او «رحيم» دواړه نومونه ورته کارولي دي.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۷، ص۲۹۶.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۲۰۶.
  3. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۴۱۱؛ کاشانی، منهج الصادقین، تهران، ج۴، ص۳۴۸؛ قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ج۴، ص۳۳۹.
  4. ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۰، ص۸۶.
  5. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۷، ص۳۶۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۲۰۶.
  6. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۲۰۷؛ کاشفی، تفسیر حسینی (مواهب علیه)، کتابفروشی نور، ص۴۴۰؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۰، ص۸۷.
  7. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۱۲۴.
  8. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۵۲۹.
  9. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۴۱۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۱۳۰.
  10. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۴، ص۱۲۴؛ قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ج۴، ص۳۳۹.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۲۰۷؛ مکارم شیرازی، گفتار معصومین(ع)، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۱۹.
  12. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۸، ص۲۰۸.
  13. قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ج۴، ص۳۳۹.
  14. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۳، ص۵۲۹؛ کاشفی، تفسیر حسینی (مواهب علیه)، کتابفروشی نور، ص۴۴۰.

سرچينې

  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان وروح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن، ۱۳۸۸ش.
  • قرشی بنابی، علی‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، بنیاد بعثت، ۱۳۷۵ش.
  • کاشانی، فتح‌الله بن شکرالله، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، کتابفروشی اسلامیه، بی‌تا.
  • کاشفی، حسین بن علی، تفسیر حسینی (مواهب علیه)، سراوان، کتابفروشی نور، بی‌تا.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، تهران، دارالکتاب الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، گفتار معصومین(ع)، تهیه و تنظیم سید محمد عبدالله‌زاده، قم، مدرسة الامام علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۳۸۷ش.