د جزیه آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د سوره توبه ۲۹ آیت

د جِزیه آیت (توبه: ۲۹) مسلمانانو ته یو امر دی چې تر هغه وخته چې اهل کتاب یا مسلمان شي یا جزیه ورکړي، باید ورسره جنګ وکړی شي. د دغه ایت له نازلېدو سره هم مهاله، د اسلام پېغمبر (ص) له رومیانو سره د جنګ امر وکړ چې د تبوک د غزا سبب شو.

مسلمان فقیهان د دغه ایت مطابق له اهل کتاب سره ابتدایي جهاد (جهاد پېلول) تر هغه وخته چې جزیه یې نه وي ورکړې واجب ګڼي. البته د زیاتره شیعه فقیهانو په فتوا، د ابتدایي جهاد شرط دا دی چې معصوم امام حاضر وي.

د علامه طباطبایي او ناصر مکارم شیرازي په شان مفسرانو د اهل کتابو له خوا د جزیې د ورکولو په توجیه کې ویلي چې د جزیې ګټه په خپله اهل کتاب ته هم رسیږي؛ ځکه چې اسلامي حکومت د جزیې د ورکولو په بدل کې، د اهل کتابو د ځان او مال د ساتنې دنده په غاړه لري.

متن او ترجمه

جزیه ایت د توبې سورې ۲۹ ایت دی چې مسلمانانو تر امر کوي تر څو چې اهل کتاب مسلمان شوې نه وي یا یې جزیه نه وي ورکړې له هغوي سره وجنګیږي. دې ایت ته سیف ایت (د تورې ایت) یا قِتال (جنګ) ایت هم ویل کیږي.[۱] د ایت متن په دې ډول دی:

قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ‌ وَلَا يُحَرِّ‌مُونَ مَا حَرَّ‌مَ اللَّـهُ وَرَ‌سُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّىٰ يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُ‌ونَ

د اهل کتابو له هغو کسانو سره چې په خدای او د قیامت په ورځ ایمان نه راوړي، او هغه څه چې خدای او استازي یې حرام کړي، حرام نه ګڼي او په حق دین ایمان نه راوړي، وجنګیږئ، چې په (ډېرې) خوارۍ او ذلت سره په خپل لاس جزیه ورکړي.

د نزول وخت

فضل بن حسن طبرسی، د لومړۍ هجري پېړۍ د مفسر مجاهد بن جبر مخزومي په قول د جزیه د ایت نزول له رومیانو سره د جنګ لپاره د پېغمبر (ص) له امر سره هم مهاله ګڼلی دی.[۲]د هغه په وینا، تبوک غزا، دغه ایت په اساس شوې ده.[۳]

جهاد او له اهل کتابو څخه جزيه اخيستل

مسلمان مفسران او فقیهان د جزیه ایت په اساس له اهل کتاب سره جهاد واجب ګڼي، مګر دا چې هغوي جزیه ورکړي.[۴] د فقیهانو په باور دا حکم د هغو اهل کتابو په اړه دی چې په اسلامي ټاټوبو کې ژوند کوي.[۵]

د جزیې اخستلو سبب

د علامه طباطبایي په وینا، له اهل کتابو د جزیې اخستل د دې لپاره نه دي چې مسلمانان مالونه غونډ کړي؛ بلکې جزیه په هغو ځایونو کې خرچیږي چې ګټه یې په خپله اهل کتابو ته هم رسیږي او په همدې بنسټ، اسلامي حکومت د اهل کتابو د ځان او مال د ساتنې ذمه وار دی.[۶] راغب اصفهاني (وفات ۵۳۰ق) هم د جزیه د نوموَنې یا وجه تسمیه په اړه هغه له «اجتزاء» مادې اخستې او دې ټکي ته اشاره لري چې د دغه کسانو د جزیې بدله هماغه د دوي د مال او سر حفاظت دی.[۷] په تفسیر نمونه کې هم راغلي چې: اهل کتاب د جزیې په ورکولو سره له مالي او ځاني امنیته برخمن کیږي؛ خو د دې په مقابل کې په جنګونو کې د شتون لپاره هیڅ ژمنه او مسوولیت نه لري او حتی که له اسلامي ټاټوبي بهر کوم دښمن په هغوي د حملې اراده ولري اسلامي حکومت باید د اهل کتابو دفاع وکړي.[۸]

د ابتدایي جهاد او د جنګ د اصالت قرآني دلیل

جزیه ایت د ځینو فقیهانو له نظره د ابتدایي جهاد یو قرآني مستند دی.[۹] د دغه ایت او نورو قرآني او روایي دلیلونو له مخې، ځینې مسلمان عالمان له نورو هیودونو (په اصطلاح، دارلکفر)سره د اسلامي هیوادونو (په اصطلاح: دارالاسلام) سره د سیاسي او حقوقي اړیکو په هکله د جنګ په اصالت عقیده لري، مګر دا چې د سولې تړون وشي.[۱۰] اکثره شیعه فقیهان د معصوم امام شتون د ابتدایي جهاد (جنګ پېلولو) د واجبوالي شرط ګڼي او د غېبت په زمانه کې ابتدایي جهاد نه مني.[۱۱)

له صاغرون مطلب

اکثره مفسرانو د جزیه په ایت کې د «صاغرون» ټکی په سپکاوي او ذلت تفسیر کړی دی. د دغه تفسیر په اساس په ایت کې وروستۍ برخه داسې معنی کیږی چې اهل کتاب باید په خپل لاس او په ذلت سره جزیه ورکړي.[۱۲]

علامه طباطبایي دا نظر چې وایي:«صاغرون» په ایت کې د هغوي د تحقیر او سپکاوي په معنا دی، نه مني. هغه په دې عقیده دی چې له دغه ټکي مطلب دا نه دی چې مسلمانان د اهل کتابو سپکاوی او توهین وکړي؛ ځکه چې دا کار له اسلامي وقار او ارامښت سره په ټکر کې دی. د هغه په باور، له «صاغرون» مطلب د اسلامي سنت په وړاندې د اهل کتابو خضوع (لکه د جزیې د قانون منل) او د عادلانه اسلامي حکومت په وړاندې د هغوي تسلیمېدل دي.[۱۳]

فوټ نوټ

سرچينې

  • برزنونی، محمدعلی، «اسلام اصالت جنگ یا اصالت صلح؟»، حقوقی بین‌الملل، ش۳۳، ۱۳۸۴ش.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات في غريب القرآن، بیروت نشر دارالقلم، ۱۴۱۲ق.
  • زحیلی، وهبه مصطفی، آثار الحرب فی الفقه الاسلامی، دمشق، دارالفکر، چاپ چهارم، ۱۴۱۲ق.
  • سایس، محمدعلی، تفسیر آیات الاحکام، تحقیق ناجی ابراهیم سویدان، بیروت، المکتبة العصریه، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
  • شحاته، عبدالله، تفسیر قرآن کریم، قاهره، دار غریب للطباعة والنشر والتوزیع، ۱۴۲۲ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق و تصحیح احمد حبیب قصیر، بیروت، داراحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طیب، عبدالحسین، اطیب البیان، تهران، اسلام، چاپ دوم، ۱۳۶۹ش.
  • علامه طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • کرمی، محمد، تفسیر لکتاب الله المنیر، قم، علمیه، چاپ اول، ۱۴۰۲ق.
  • مجاهد بن جبر، تفسیر مجاهد، از مجموعهٔ مصادر التفسیر عند السنة، تحقیق عبدالرحمن الطاهر بن محمد السورتی، اسلام‌آباد، مجمع البحوث الاسلامیة، بی‌تا.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۸۰ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • هندی، احسان، احکام الحرب و السلام فی دولة الاسلام، دمشق، دارالمنیر للطباعة و النشر و التوزیع، چاپ اول، ۱۹۹۳.