جهاد

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

جهاد د الله په لاره کې په خپل ځان او مال سره، له مشرکانو او سرکښو سره د اسلام د لوړاوي او د اسلام د شعایرو د قائمولو په موخه جنګ کول ته وايي. جهاد له فروع دین څخه دی او فقهاوو يې ځانته په ځانګړي باب کې احکام بيان کړي دي. زياتره مفسرين په دې اند دي چې په اسلام کې د جهاد حکم د لومړي ځل لپاره د رسول الله(ص) له مکې څخه مدينې ته له هجرت اووه مياشتې وروسته راغی.

د قرآن په ځينو آيتونو او احاديثو کې د الله په لاره کې د جهاد ډېر فضيلتونه بیان شوي دي. همدارنګه د مظلومانو او مستضعفانو ملاتړ، د ظلم او تیري مخنیوی، له شرک او بت پرستۍ سره مبارزه او د دین ټینګښت او ثبات د جهاد له آثارو او موخو څخه ګڼل شوي دي.

د فقهاوو له نظره جهاد په دوه ډوله دی: ابتدايي او دفاعي جهاد. ابتدايي جهاد له مشرکانو او کفارو سره اسلام او توحید ته د بلنې لپاره جګړه ده او په دې کې مسلمانان د جګړې پیلوونکي دي. له دفاعي جهاد څخه مراد د دښمنانو د یرغل په وړاندې د اسلامي خاورې د دفاع کول دي.

د جهاد له عقیدې، نن سبا(په 15مه هجري پيړۍ کې) د افراطي مسلمانو ډلو لکه القاعده او داعش لخوا ناوړه ګټه اخیستل کیږي. د دغو ډلو تاوتریخوالی د جهاد له اصلي موخو څخه د انحراف او د اسلام فوبیا د رامنځته کیدو لامل شوی دی چې په نتیجه کې یې د جهاد په عقیدې باندې بریدونه شورو شوي دي.

مفهوم او موقف

جهاد یوه فقهي اصطلاح ده، چې د اسلام د لوړاوي او د هغه د شعایرو د ټینګښت په موخه له مشرکانو او باغیانو سره په خپل ځان او مال سره جګړه کول دي.[۱] جهاد د اسلام له فروغ دین څخه دی.[2] فقیهانو د «جهاد» په عنوان سره په ځانته باب کې د دې په هکله په تفصیل سره بحث ګړی دی.[3] د جهاد ټکی او د دې مشتقات شاوخوا 35 ځله په قرآن کې راغلي دي.[4] همدارنګ د جهاد په فضیلت او احکامو په هکله د روایتونو په کتابونو کې ډېر حدیثونه نقل شوي چې فقیهان د شرعي حکمونو د راوباسلو لپاره له هغې ګټه اخلي.[۵]

جهاد په دیني متونو کې له فقهي او ځانګړې معنی سربیره د زیار ایستلو (لغوي او عمومي معنی)[۶] کې هم کارول شوی دی.[۷] په ځینو احادیثو کې د ځینو اعمالو د اهمیت او سختۍ د څرګندولو په موخه هغو ته جهاد ویل شوي دي.[8] د بېلګې په توګه په ځينو رواياتو کې د شيطان پر وړاندې او خپل نفس سره مقابلې کې زیار او هڅې ته، جهاد اكبر ویل شوي دي.[9] همدارنګ ځینې کارونه لکه امربالمعروف او نهی عن المنکر، حج ادا کول، د ظالم سلطان پر وړاندې د عدالت خبره کول، په ټولنه کې د ښه دود د ژوندي کولو هڅه، د ښځې ښه خاونده پالنه او د سړي د کورنۍ لپاره د حلال روزي د پيدا کول، په ګرمۍ کې روژه نيول، دا ټول د جهاد په توګه معرفي شوي دي.[10]

د آیت ‌الله خامنه ‌ای له نظره د جهاد د معنې پراختیا

د ايران د اسلامي جمهوريت د دويم مشر سيد علي خامنه اي په وينا جهاد يوازې د جګړې په ډګر پورې محدود نه دی او نور ډېر پراخ ډګرونه هم لري لکه د سياست، کلتور، تفکر، اقتصاد او تبليغ ډګرونه.[11] د هغه په عقیده، هره هغه هڅه چې دښمن د برید مقابله ورسره کیږي جهاد دی. د بېلګې په توګه د ايران د توليدوونکو او اقتصادي فعالانو په منځ کې یې وويل چې په دې ډګر کې د توليد او هڅو مسئله د جهاد يوه بېلګه ده، ځکه چې د ايران دښمنان هڅه کوي چې دا ډګر کمزوری کړي.[12]

د اسلام په دین کې د جهاد ارزښت

«جهاد د اسلام له منلو وروسته تر ټولو غوره کار او د دين د ثبات لامل دی. دا عزت او اقتدار راوړي او لوی اجر لري. جهاد سخت دی او اجرونه لري او په هغه کې له شهادت وروسته د جنت وعده ده.»

* سرچينه: حر عاملي، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، توګ۱۵، مخ۹۴.

د جهاد د فضيلت په اړه د قرآن په آيتونو او احاديثو کې ډېر فضيلتونه راغلي دي.[۱۳] د سوره توبه په ۲۰ او ۲۱ آيتونو کې د هغو کسانو د خدای په نزد لوړ مقام ته اشاره شوی چې د جهاد په لار کې په خپل ځانونو او مالونو سره د الله په لاره کې جهاد کوي، او دا ډول خلک نیکمرغه ګڼل شوي او دوي ته د خدای د رحمت، د خدای د رضا او خوښۍ د مقام او د ابدي جنت زیری ورکړل شوی دی.[14]

د سورة نساء په ۹۵ آيت کي الله د جهاد کوونکیو مسلمانانو مرتبه د نورو مسلمانانو په پرتله لوړه کړې ده.[۱۵] په نورو رواياتو کي جهاد د جنت له دروازو څخه یوه دروازه ياده شوې ده چي الله د خپلو خاصو اولياوو او بندګانو لپاره پرانيستې ده.[16] په يوه روايت کې له فرضو وروسته تر ټولو غوره عمل بلل شوى دى په ځینو نورو کې دا د ایمان له قبلو وروته له ټولو نیک عمل ګڼل شوی دی.[17] همدارنګ په ځینې روایتونو کې، د اسلام لوړه کلا[18] او ځینو کې هم د دین له ارکانو څخه ګڼل شوی دی.[۱۹]

د شيعه فقيه محمد فاضل لنکراني په وينا، د خداى لپاره او د دين د ژوندي کولو په لاره کې د جهاد اهميت، او د جهاد اجر او ثواب داسې دى، چې د «دفع ضرر مُحتَمَل» (له احتمالي ضرر څخه د بچ کېدو) په قاعدې کې نه راځي.[20]

د جهاد آثار او مقصد

د جهاد لپاره ځینې آثار او مقصدونه بیان شوي دي چې ځینې یې لاندې دي:

  • د فتنې له منځه وړل؛[۲۱]
  • د مظلمومانو او مستضعفانو مرسته؛[۲۲]
  • شرک او بت پرستۍ سره مقابله؛[۲۳]
  • له ظلم او تجاوز څخه مخنیوې؛[۲۴]
  • د دین قوام او پایداري؛[25]
  • د عبادي ځایونو ساتنه.[۱]

د جهاد لومړنۍ حکم

په دې اړه د مفسرینو تر منځ د نظر اختلاف دی چې د جهاد لومړی حکم په کوم آیت او کوم حالت کې وشو.[۲۷] ځینې مفسران لکه فخر رازي او طبرسي په دې نظر دي چې د جهاد د اذن (اجازې) آیت هغه لومړی حکم او اجازت دی چې د مکې د مشرکانو په وړاندې د مسلمانانو لپاره د جهاد حکم وشو.[28] د دې مفسرانو په وینا، د مکې مشرکانو به مسلمانان ځورول او وهل. دوي له مات او ټپي سرونو سره رسول الله(ص) ته راتلل او شکایت یه یې کاوه او له پيغمبر څخه به يې د جهاد غوښتنه کوله. پيغمبر(ص) به هغوي ته  د صبر بلنه ورکوله او ویل به یې چې لا د جهاد حکم نه دی راغلی تر دې چې هجرت پیل شو او مسلمانان له مکې څخه مدینې ته راغلل او اوه میاشتې تېرې شوې،[۲۹] نو د جهاد د اجازې آیت نازل شو او د جهاد لومړی حکم وشو.[30]

ځينو ويلي دي چې د سورت البقرې 190 آيت (وَ قَاتِلُوا فِی سَبِیلِ اللَّهِ الَّذِینَ یُقَاتِلُونَکُمْ؛ او د الله په لاره کې له هغو کسانو سره وجنګېږئ چې له تاسو سره د جګړې او دښمنۍ لپاره راپورته کېږي) لومړی آيت دی چې د دښمنانو په وړاندې د جهاد حکم کوي. ځينو بيا د سورة توبه ١١١ آيت هغه لومړى آيت ګڼلى دى چې په هغې سره د جهاد حکم وشو.[٣١] د مکارم شيرازي په وينا د جهاد آیت چې په کې د «اذان» کلمه راغلې ده، د جهاد د لومړي حکم سره ډېر سمون خوري.[۳۲]

ځينو مفسرانو د توبې د سورت ۱۱۱ آيت ته په اشارې سره ويلي دي چې په ټولو پخوانيو شريعتونو کې د جهاد حکم موجود و.[۳۳]

د جهاد ډولونه

د فقیهانو له نظره جهاد په دوه ډوله دی یو ابتدايي جهاد او بل دفاعي جهاد.[۳۴]

ابتدایي جهاد

اصلي مقاله: ابتدایي جهاد

ابتدايي جهاد له مشرکانو او کفارو سره د اسلام او توحيد د بلنې په معنا دی.[۳۵] په دې ډول جهاد کې مسلمانان د جنګ شورو کوونکي دي.[36] د مسلمانانو فقهاوو د اجماع له مخې اسلام ته د بلنې جهاد چې د غیر ذمي او کافرانو او باغیانو په مقابله کې وي، په هر هغه کس باندې واجب دی چې بالغ، آزاد او سړی وي او کوم غذر نه لري لکه ناروغي یا بوډاتوب، واجب کفايي دی.[37] د شیعه فقیهانو له نظره ابتدايي جهاد باید د معصوم علیه السلام په شتون کې او د هغه یا د هغه د خاص نایب په اجازت سره وي[38] خو ځینو د غیبت په زمانه کې هم ابتدايي جهاد مشروع او جایز ګڼلی دی.[39]

د ابتدايي جهاد له نورو شرطونو څخه دا دي چې د جګړې د پيلولو او د کفارو اسلام ته د بللو او په هغوي باندې د حجت د بشپړولو توان ولري.[۴۰]

دفاعي جهاد

اصلي مقاله: دفاعي جهاد

دفاعي جهاد د هغه دښمن په مقابل کې جنګ کول دي چې په اسلامي خاورې باندې یې يرغل کړی دی او د مسلمانانو په ناموس او مال باندې قبضه کول غواړي او د مسلمانانو د يوې ډلې د وژلو اراده لري.[41] د فقیهانو د فتوا له مخې، دفاعي جهاد په سړو او ښځو، ځوانانو بوډاګانو، آزادو او مریانو باندې چې د جګړې توان ولري، واجب کفايي دی.[42] دفاعي جهاد دا شرط نه لري چې د امام(ع) یا د هغه د خاص نایب په اجازت سره وي.[43] د پیغمبر(ص) د زمانې ځینې جنګونه لکه د احزاب جنګ، د احد جنګ، د موته جنګ، د تبوک جنګ او د حنین جنګ دا ټول دفاعي جنګونه وو.[44]

د قم د علمي حوزې استاذ محمد جواد فاضل لنکرانی د جهاد یو بل ډول هم بیانوي چې د فقهاوو له ظاهري قوله یې راخیستی دی هغه جهاد ذبّي دی.[۴۵] هغه په ​​دې باور دی چې ذبی جهاد یوازې د اسلام د ساتنې لپاره دی. نو دې ته په پام که د نړۍ په هره برخه کې د ظلم او استبداد له امله د اسلام د تباهۍ وېره وي، نو د اسلام له وجوده دفاع کول په ټولو مسلمانانو باندې واجب عیني دی.[۴۶]

د جهاد آداب او احکام

د قرآن او احادیثو له مخې فقهاوو د جهاد ځينې آداب ذکر کړي دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • د سوره بقرې د ۲۱۷ آيت او د سوره توبه د ۳۶ آيت په حواله فقهاوو په حرامو مياشتو (رجب، ذوالقعده، ذوالحجې او محرم) [۴۷] کې جهاد حرام ګڼلی دی.[۴۸] البته ځينې سني فقهاء په دې نظر دي چې په حرامو مياشتو کې د جهاد د حرمت حکم نسخ شوی دی. له همدې سببه جهاد په هر ځای او وخت کې روا ګڼي.[49]
  • مستحبه ده چې جهاد د لمر له زواله او د ماسپښین او مازدیګر له لمانځه وروسته پیل شي. همدارنګه بې د ضرورت له حالته د شپې برید کول مکروه دي.[۵۰]
  • د شيعه فقهاوو د اجماع له مخې څوک چې په جنګ او د جګړې په ميدان کې ووژل شي شهيد دی او د شهيد حکم ورباندې نافذ دی[۵۱]
  • له دښمن سره په هر ډول وسلو او هر هغه طريقه چې د بري لامل کېږي، جګړه روا ده؛[۵۲] مګر د ونو پرې کول، اور اچول او د دښمن پر لور د اوبو پرېښودل بې د ضرورته له حالته، مکروه دي،[۵۳]
  • د ښځو، ماشومانو، لېونيو او له جګړې څخه د ناتوانه کسانو لکه بوډاګانو، ړاندو او ګوډو شلو کسانو وژل حرام دي خو که د هغوی له افکارو څخه په جګړه کې ګټه اخستی شي نو بیا یې وژل جایز دي. لکه که کفار له هغوي څخه د ډال په توګه کار اخلي او یا پر دښمن بري کیدل د هغوی په وژلو پورې تړلی وي.[54]
  • په جګړه کې چل ول کول روا دی، خو که دښمن په امان کې وي نو بیا نه دی روا.[55]
  • په جګړه کې له کفارو څخه مرسته اخستل روا دي په دې شرط چې مصلحت وي او خيانت پکې نه وي.[۵۶]
  • د قوماندان اطاعت په جنګیالیو واجب دی.[۵۷]

سرغړونه او له جګړې څخه تیښته

اصلي مقاله: له جګړې څخه تیښته

له جګړې څخه تېښته حرامه ده او د ځينو فقهاوو او مفسرينو له نظره له لويو ګناهونو څخه شمېرل کېږي؛[۵۸] خو که د مسلمانانو شمېر د دښمن له نيمايي څخه کم نه وي په دې صورت کې د هغوى پر وړاندې مقاومت واجب نه دى.[۵۹]

له جهاد څخه سرغړونه هم حرامه ده.[۶۰] د قرآن په ځينو آيتونو كې داسې شيان لكه وېره،[۶۱] په دنيا پسې زړه تړل،[۶۲] ضعيف ايمان او نفاق،[۶۳] خیرن زړه لرل او ګناه[۶۴] د جهاد د سرغړونې د عواملو په توګه بیان شوي دي. په قرآن کريم کې د جهاد د سرغړونې ځينې پايلې يادې شوې دي، چې دا دي: هلاکت،[۶۵] د دنيا او آخرت عذابونه،[۶۶] د دنيا او آخرت له نعمتونو محروميت، [۶۷] او په ټولنه کې د فتنې او فساد رامنځته کېدل.[68]

د جهاد په هکله د شیعه مشهورو فقیهانو فتواګانې

اصلي مقاله: د جهاد فتوا

د جهاد د فرضيت په اړه په بېلابېلو تاريخي دورو کې د شيعه فقهاوو او د تقلید د مراجعو له خوا ځينې مهمې فتواګانې ورکړی شوي دي چې په لاندې ډول دي:

  • له ۱۲۴۱ څخه تر ۱۲۴۳ هجري قمري کلونو پورې په ایران باندې د روسیانو یرغل او د ځینې سیمو د نیواک په وخت کې یو شمېر شیعه علماو لکه جعفر کاشف الغطاء، سید علي طباطبايي، میرزا قمي، ملا احمد نراقی او سید محمد مجاهد، د ایران د مسلمانو خلکو په دفاع کې د قاجار حکومت د ملاتړ او د روسانو د یرغل په مقابل کې د جهاد فتوا ورکړه.[۶۹] دا فتواګانې سره د جهاد د احکامو کتابچې د عباس میرزا په حکم د فتح علي شاه زوی او ولیعهد و، او د میرزا عیسی قایم مقام فراهاني، په لاس، په یوه ټولګه کې د «احکام الجهاد و اسباب الرشاد» په نامه چاپ شوي دي.[۷۰]
  • د جهاد فتوا د محمد تقي شیرازي یوه ډیره مؤثره فتوا وه چې په عراق کې د انګریزانو د واکمنۍ او نفوذ په خلاف د ۱۳۳۷ هجري قمري کال د ربیع الاول په شلمه صادره شوه.[71] د فتوا متن دا رنګ دی: «په عراقیانو باندې د خپل حق غوښتل واجب دي، په خپلو غوښتنو کې باید د آرامښت او امنیت خیال وساتي او که انګرېزان یې غوښتنې ونه مني د هغوی لپاره دا روا ده چې له دفاعي ځواکه کار واخلي.»[۷۲]
  • په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې داعش د عراق ځینې لویدیځې او شمالي سیمې ونیولې او د نورو سیمو په لور یې پرمختګ کاوه، سید علي سیستاني د داعش د پرمختګ د مخنیوي لپاره د جهاد فتوا صادره کړه.[73] د دې فتوا له مخې، د عراق هغه ښاروال چې د ترهګرو پر وړاندې د وسلو د وړلو او د جګړې توان درلود، پر هغوی باندې جهاد واجب کفايي و چې له خپل وطنه، ولسه او سپېڅلو ځایونو دفاع وکړي او له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شي.[74]

د جهاد په هکله افراطي نظریه

په څوارلسمه او پنځلسمه پېړۍ کې د جهاد مسله د ځینو مسلمانو سلفي ډلو لکه القاعده او داعش د تمرکز موضوع شوه.[75] سلفی جهادي ډلې، جهاد د دین له ټولو فروعو او د اسلام له عملي اصولو لکه لمونځ، روژه او حج څخه مهم وګڼه او په دې ټولو یې وړاندې وګڼه او په دې باور وو چې هر هغه مسلمان چې جهاد نه کوي هغه د اسلام په اصولو نه دی پوه شوی.[76]

ویل کیږي چې د دغو سخت دریځو ډلو څخه ځینې د سید قطب تر نفوذ لاندې دي.[۷۷] هغوي په دې باور دي چې ټولې ځمکې یا دارالاسلام دي او یا د جاهلي او دارالحرب ځمکې دي. دارالاسلام هغه ټاټوبی دی چې اسلام پکې حاکم وي او د خدای قانون پکې نافذ وي او حدود پکې جاري کیږي. او په کوم ځای کې هم چې له دې پرته بله کومه ټولنه وي، نو هغه د جنګ او جهالت ځمکه ده، په دې صورت کې پر مسلمانانو فرض دي چې په دغو کې یا جګړه وکړي یا ورسره په سوله کې راشي او د دې خاورې اوسېدونکو ته امان ورکړي او له هغوی څخه جزیه واخلي.[۷۸]

جهادي سلفیانو د جهاد له مفهوم څخه په انحراف او د کفر د مفکورې په خپرولو سره، [۷۹] په ځینو هیوادونو او په ځانګړې توګه په مسلمان میشتو سیمو کې، تاوتریخوالی او تروریستي اعمال تر سره کړل او نړۍ ته یې د اسلام بدرنګه څیره وړاندې کړه.[80]

له بلې خوا، شیعه فقهاء په دې متفق دي چې د امام په غیاب کې جهاد د یرغلګرو په وړاندې د دفاع معنی لري، او دا د تاوتریخوالی په معنی نه دی، او هر ملت حق لري چې د دښمنانو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.[81] د شيعه فقیه صالحي نجف آبادي په اند، په اسلام کې د جهاد معنا دا نه ده چې د لومړنيو جګړو او د وسلو په زور په هغو خلکو باندې اسلام وتپل شي او تحمیل شي چې اسلام نه مني او مسلمانانو ته زيان نه رسوي.[۸۳] او د سوره نساء 90 آیت  ته په پام، بې آزاره کافرانو سره ابتدايي جنګ حرام ګڼي.[83] او په دې باور لري چې د اسلام په پيل کې د پېغمبراکرم(ص) جنګونه د دښمن له تېريو څخه د دفاع او د مظلومانو د ژغورنې په موخه وو.[۸۴]

فوټ نوټ

  1. رضوی، «جهاد»، ص۱۷۷.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات أعلام الشیعة و هو نقباء البشر فی القرن الرابع عشر، مشهد، دار المرتضی للنشر، ۱۴۰۴ق.
  • ابوعمر، عمر، الجهاد و الاجتهاد، عمان، دار البیارق، ۱۴۱۹ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی طالب، قم، نشر علامه، ۱۳۷۹ق.
  • بخشی شیخ احمد، مهدی، «جهاد از ابن‌تیمیه تا بن‌لادن»، فصلنامه علوم سیاسی، دوره ۹، شماره ۳۴، مرداد ۱۳۸۴ش.
  • جصاص، ابوبکر احمد بن علی، احکام القرآن، بیروت، دار الكتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • جمعی از نویسندگان، فرهنگ موضوعی جهاد در آیینه آیات و روایات، قم، نشر زمزم هدایت، ۱۳۸۷ش.
  • جوهری، ابونصر اسماعیل بن حماد، الصحاح تاج اللغة و صحاح العربیة، بیروت، دار العلم للملایین، ۱۴۰۷ق.
  • «بیانات در دیدار تولیدکنندگان و فعالان اقتصادی»، سایت khamenei.ir، تاریخ درج مطلب: ۱۰ بهمن ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۹ تیر ۱۴۰۳ش.
  • «جهاد»، سایت khamenei.ir، تاریخ بازدید: ۱ تیر ۱۴۰۳ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، تصحیح سید محمدرضا جلالی، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
  • حطاب، جواد کاظم، «توظیف الحشد الشعبی فی المدرک السیاسی العراقی»، در مجلة حمورابی، سال هفتم، شماره ۲۹، زمستان ۲۰۱۹م.
  • حلبی، علی بن حسن، اشارة السبق، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، مدینة العلم، ۱۴۱۰ق.
  • رضوی، سیدعباس، «جهاد»، در دایرة المعارف قرآن کریم، جلد ۱۰، قم، مؤسسه بوستان کتاب، چاپ اول، ۱۳۹۱ش.
  • زرگری‌نژاد، غلامحسین، «بررسی احکام الجهاد و اسباب الرشاد (نخستین اثر در ادبیات تکوین ادبیات جهادی تاریخ معاصر ایران)»، دانشکده ادبیات و علوم انسانی، دوره ۴۳، شماره ۱۵۵، سال ۱۳۷۹ش.
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دار التفسیر، بی‌تا.
  • سید قطب، معالم فی الطریق، بیروت، دار الشروق، ۱۳۹۹ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح لمعة الدمشقیة، حاشیه سیدمحمد کلانتر، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی للنشر، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۳۶۵ش.
  • صالحی نجف‌آبادی، نعمت‌الله، جهاد در اسلام، تهران، نشر نی، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
  • صرامی، سیف‌الله و سعید عدالت‌نژاد، «جهاد»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۱۱، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۳۶۳ش.
  • طباطبایی، سیدعلی، ریاض المسائل، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۲ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۴ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • علی‌بخشی، عبدالله، جریان‌شناسی گروهای سلفی، جهادی و تکفیری، تهران، انتشارات بین المللی الهدی، ۱۳۹۴ش.
  • عمید زنجانی، عباسعلی، فقه سیاسی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۷ش.
  • فاضل لنکرانی، محمد، ایضاح الکفایة، قم، نشر نوح، چاپ پنجم، ۱۳۸۵ش.
  • فاضل لنکرانی، محمدجواد، جهاد ذَبّی (جهد و دفاع از کیان اسلام)، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۴۰۱ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، قم، منشورات المکتبة المرتضویّة للإحیاء الآثار الجعفریّة، ۱۳۸۴ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • کاشف الغطاء، شیخ جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغرّاء، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۲۲ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • متقی هندی، علاء الدین علی بن حسام الدین، کنز الاعمال، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۱ق.
  • مصباح یزدی، محمدتقی، جنگ و جهاد در قرآن، قم، مرکز انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۸۳ش.
  • مطهری، مرتضی، جهاد، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • مغربی، نعمان بن محمد، دعائم الاسلام، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ سی و دوم، ۱۳۷۴ش.
  • منتظری، حسینعلی، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الإسلامیة، قم، المرکز العالمی للدراسات الاسلامیة، ۱۴۰۹ق.
  • میراحمدی، علی‌اکبر و منصور ولدبیگی، «جریان‌های سلفی؛ از انقیاد تا افراط‌گرایی»، جستارهای سیاسی معاصر، دوره ۵، شماره ۱۲، شهریور ۱۳۹۳ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.