ابتدایي جهاد

د wikishia لخوا


ابتدايي جهاد د اسلام د خپراوي او د توحید او عدالت د راوستلو په هدف د مشرکانو او کفارو پر وړاندې د مسلمانانو د جګړې پیل دی. زیاتره شیعه فقهاء د معصوم امام شتون، د جهاد لپاره د مسلمانانو کافي ځواک او د جګړې له پیل څخه مخکې اسلام ته د کفارو بلنه د ابتدايي جهاد اساسي شرطونه ګڼلي. خو ځینې فقهاوو لکه شیخ مفید (۳۳۶ هـ ق یا ۳۳۸ هـ- ۴۱۳ هـ ق)، سید ابوالقاسم خویي، سید علی خامنه اي، حسین علی منتظري او محمد مؤمن د ابتدايي جهاد لپاره د معصوم امام شتون شرط نه دی ګڼلی.

ځينو فقهاوو او څېړونکو د پېغمبراکرم(ص) او د امامانو د زمانې جنګونه دفاعي ګڼلي دي، له بلې خوا محمد تقي مصباح يزدي وايي چې د اسلام ټول جنګونه دفاعي بلل له دې خبرې سرچینه اخستې ده چې د اوسني منل شوي معیارونو او ارزښتونو په چوکاټ کې چې د نړۍ ډیر هیوادونه یې اوس مني، ورته وکتل شی.

« د عقیدې له آزادۍ او د لا اکراه فی الدین آیت سره د ابتدايي جهاد د ټکر او تعارض» د اشکال په ځواب کې شیعه علماوو څرګنده کړې ده چې د جهاد له آیتونو دا نتیجه نه شو اخستی چې کافران او مشرکین دې اسلام منلو ته اړ کړي. ځکه چې د ابتدايي جهاد موخه له مظلوم سره مرسته کول، له ظلم سره مبارزه او په آزاده توګه د دين د انتخاب لپاره بنسټ برابرول دي.

مفهوم پیژندنه

ابتدايي جهاد له مشرکانو او کفارو سره د اسلام او توحيد د بللو او د عدالت د تامينولو په معنا ده. چې د مسلمانانو له خوا پيلیږي.[۱] ایت الله منتظري (د تقلید له مراجعو څخه) ابتدايي جهاد د اسلام د دین او ارزښتونو نورو ملتونو ته د وړاندې کولو په معنا ګڼلی دی. چې د ظلم او استبداد له منځه وړل غواړي او د خلکو په اراده او انتخاب سره د الهي دين د تحقق لپاره زمينه برابروي.[۲]

موقعیت او اهمیت

محمد تقي مصباح یزدي (۱۳۱۳-۱۳۹۹) چې له شیعه فقهاوو څخه دی، ابتدايي جهاد د «اسلامي فقهې له اړتیاوو» څخه بولي او په دې باور دی چې شیعه او سني فقهاء یې پر مشروعیت متفق دي.[۳] د ځینو په اند، د مشهورو فقهاوو له نظره ابتدايي جهاد واجب کفايي دی.[۴] او زیاتره شیعه فقهاء په ځانګړې توګه د لومړۍ قمري پېړۍ فقهاء په دې اند دي چې ابتدايي جهاد دغو خلکو سره واجب دی؛ کافرانو، د اهل کتابو یوې ډلې (لکه یهودو، نصاراو او زردشتیانو) سره چې جزیه نه مني او د اسلامي حکومت د قوانینو مطابق ژوند نه کوي.[۵]

حسین علي منتظري[۶] او ناصر مکارم شیرازي (په 1305 کې زیږیدلی)[۷] له شیعه فقهاوو څخه او د نعمت الله صالحي نجف¬آبادي (1302-1385)،[۸] د اسلام لومړي جهادونه دفاعي بولي. چې د مظلومانو د ژغورلو او د اسلام د تبلیغ په لاره کې د خنډونو د لیرې کولو په هدف ترسره شوي دي. له بلې خوا مصباح یزدي (۱۳۱۳-۱۳۹۹هـ ش) په دې باور دی چې د اسلامي مفکرینو له نظره د اسلام ټولې جګړې دفاعي ګڼل له دې سببه دي تر څو د اوسنيو منل شویو معیارونو او ارزښتونو په چوکاټ کې برابر راشي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونه کې جاري دي، (لکه لیبرالیزم یا آزادی خواهي) چې د توجیه وړ شي.[۹]

د ابتدایی جهاد شرطونه

د شیعه علماوو د مشهورو نظریو له مخې ابتدايي جهاد درې شرطونه لري:

  1. د معصوم شتون: نو دې ته په پام د غیبت په وخت کې ابتدايي جهاد روا نه دی.
  2. د جهاد د پیل لپاره د مسلمانانو کافي ځواک.
  3. د کفارو اسلام ته بلنه او له هغوی سره د جنګ له پیل څخه مخکې په هغوي باندې حجت تمامول.[۱۰]

د معصوم امام شتون او د هغه اجازه یا د هغه د ځانګړي مرستیال اجازه،[۱۱] د شیعو د مشهورو فقیهانو د وینا له مخې، لکه د شیخ طوسي (460-385 هـ.ق) [۱۲] قاضي ابن براج (شاوخوا 400-481هـ ق)، [۱۳]. ابن ادریس (۵۹۸-۵۴۳هـ ق)[۱۴] محقق حلي (۶۷۶-۶0۲هـ ق)،[۱۵] علامه حلي (۶۴۸-۷۲۶هـ ق)،[۱۶] شهید ثاني (۹۱۱-۹۵۵ یا ۹۶۵ هـ ق)[۱۷] او صاحب جواهر (1266-1202 هـ.)[۱۸] د ابتدایی جهاد شرط ګڼي[۱۹] او عامو فقیهانو ته نه شاملیږي.[۲۰]

خو ځینې فقهاء لکه شیخ مفید،[۲۱] ابوالصلاح حلبي(۴۴۷-۳۷۴ هـ ق)،[۲۲] او سلار دیلمي (وفات: ۴۴۸ هـ ق)،[۲۳] د امام معصوم شتون شرط نه ګڼي. نو ابتدايي جهاد د امام په غیبت کې روا کړي.[۲۴] ځینې معاصر فقهاء لکه سید ابوالقاسم خويي (۱۲۷۱-۱۲۷۸)[۲۵] سید علی خامنه ای (۱۳۱۸ زیږدیز)،[۲۶] حسین علی منتظری(۱۳۰۱-۱۳۸۸)،[۲۷] او محمد مومن (۱۳۱۶-۱۳۹۷) د امام د شتون شرط د قرآن کریم د آیتونو او د معصومینو د روایاتو پر بنسټ، د ثابتیدو وړ نه ګڼي، او د ابتدایي جهاد شرطونه چې پوره وي که څه هم امام نه وي نو ابتدايي جهاد واجب دی.[۲۸] او د ځينو په اند د جهاد په احاديثو کې له «عادل امام» اصطلاح څخه مطلب معصوم امام نه دی.[۲۹]

د عقیدې له آزادۍ سره ټکر

اصلي مقالې: د عقیدې آزادي او د لا اکراه فی الدین آیت

د ځینو په باور، ابتدايي جهاد په خلکو باندې د ایمان د تحمیلولو (په زور منلو) له لارې د اسلام د خپریدو لامل کیږي، او په دې آیت کې راغلي:«لاَ إِكْراهَ فی الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ»[۳۰] کوم چې په دین کې د زور او مجبورلو څخه منعه کوي، په تناقض کې دی.[۳۱] شیعه علما د دې اعتراض په ځواب کې بېلابېل نظرونه لري. له هغو ځینې:

  1. په قرآن کې د جهاد ټول آيتونه که په مستقيم او يا غير مستقيم ډول په دې شرط او پابند دي چې جهاد بايد د مظلومانو د مرستې، له ظلم سره د مبارزې او د دين د آزاد انتخاب د بنسټ د برابرولو لپاره وشي، نه د دين د تپلو او په زوره په چا ورمنلو لپاره. ځینو دې باور ته په پام ټول جهادونه دفاعي جهادونه ګڼلي دي.[۳۲]
  2. د جهاد په هيڅ يو آيت کې پر مسلمانانو لازمه نه ده چې له مشرکانو سره جګړه وکړي او هغوي اسلام منلو ته مجبور کړي او که يې ونه مني نو ویې وژني.[۳۳] سربیره پردې، د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر ایت الله خامنه یي په وینا، د دیني چارو پراخول په زور سره ممکن نه دي.[۳۴]
  3. محمد تقي مصباح یزدي (۱۳۱۳-۱۳۹۹) په دې باور دی چې په اسلام کې د «ابتدايي جهاد» مشروعیت [۳۵] د حق د پیژندلو او د خدای د عبادت او د خدای د دین د حاکمیت په موخه ترسره کیږي. نه د واک لاسته راوړلو په موخه او نه په دې موخه چې د کومې ټولنې په اقتصادي او مادي ګټو کې لاسوهنه وکړي؛[۳۶] ځکه چې په ټوله نړۍ کې د خدای عبادت د هغه له حقوقو څخه ګڼل کېږي، تر څو د ابتدايي جهاد(چې د توحید د دفاع یو ډول دی) په وسیله د شرک، کفر، ظلم او فساد او د مشرکانو او کفارو فساد له منځه یوسي او د توحید نظام په نړۍ حاکم شي. خو په دې مانا نه دی چې د ټولې نړۍ ټول خلک دې په زور مسلمانان شي.[۳۷] د آیت الله منتظري په وینا دا معنی د سوره بقرې له ۲۵۶ آیت سره سمون خوري.[۳۸]

ځانګړی لیکنې

  • «جهاد ابتدایی در سنت و سیره نبوی» د محمد مروارید له خوا لیکل شوی، مشهد، د آستان قدس رضوي اسلامي څېړنيز بنسټ، ۱۴۰۰لمریز کال.

لیکوال په دې لیکنه کې د جهاد مفهوم او ډولونه تشریح کوي، خو لیکوال په دې باور دی چې ابتدايي جهاد، سره له دې چې له دفاعي جهاد سره توپیر لري؛ خو د رسول الله(ص) په سیره کې د دفاعي جهاد د معیارونو پر بنسټ د مسلمانانو د امنیت او ثبات د تامین په موخه ترسره شوي وو.[۳۹]

  • «جهاد ابتدایی در قرآن کریم» د محمد جواد فاضل لنکرانی له خوا لیکل شوی، د محمد حسن دانش له خوا تقریر او تدوین شوی، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع) خپرندویه، ۱۳۹۷لمریز کال.

په دې کتاب کې لیکوال له فقهي او تفسیري نظره هغه آیات څیړلي دي چې له کفارو او مشرکانو سره د ابتدایی جهاد په باب راغلي دي او د ابتدایی جهاد مشروعیت یې ثابت کړی دی. بيا يې په فقهي او اجتهادي طریقې د هغو کسانو اعتراض ته ځواب ورکړی، چې د قرآن ځينې آيتونه د ابتدايي جهاد له مشروعيت سره په ټکر کې ګڼلي دي.[۴۰]

فوټ نوټ

  1. صرامی، عدالت نژاد، «جهاد» ۱۳۸۶ش، ج۱۱، ص۴۳۴.
  2. منتظری، مجازات‌هاى اسلامى و حقوق بشر، ۱۴۲۹ق، ص۹۰.
  3. مصباح یزدی، جنگ و جهاد در قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۳۹.
  4. انصاری، الموسوعة الفقهیة المیسره، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۲۴؛ صرامی، عدالت نژاد، «جهاد» ۱۳۸۶ش، ج۱۱، ص۴۳۴.
  5. بهرامی، نظام سیاسی اجتماعی اسلام، ۱۳۸۰ش، ص۱۳۹-۱۴۱.
  6. منتظری، حکومت دینی و حقوق انسان، ۱۳۸۷ش، ص۶۰؛ منتظری، پاسخ به پرسش‌هایی پیرامون مجازات‌های اسلامی و حقوق بشر، ۱۳۸۷ش، ص۹۰.
  7. «جهاد ابتدایی».، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله مکارم شیرازی.
  8. صالحی نجف‌آبادی، جهاد در اسلام، ۱۳۸۶ش، ص۳۴-۳۵.
  9. مصباح‌ یزدی، اخلاق در قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۴۰۸.
  10. عمید زنجانی، فقه سیاسی، ج۳، ۱۳۷۷ش، ص۱۳۹.
  11. صرامی، عدالت نژاد، «جهاد» ۱۳۸۶ش، ج۱۱، ص۴۳۵.
  12. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۸.
  13. قاضی ابن‌براج، المهذب، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۹۶.
  14. ابن‌ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳.
  15. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۸.
  16. علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۱۹.
  17. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳۸۱.
  18. صاحب جواهر، جواهر الكلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۱۱.
  19. جاوید، «حقوق بشر معاصر و جهاد ابتدایی در اسلام معاصر»، ص۱۲۹-۱۳۴.
  20. صرامی، عدالت نژاد، «جهاد» ۱۳۸۶ش، ج۱۱، ص۴۳۵.
  21. شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۰ق، ص۸۱۰.
  22. ابوالصلاح حلبی، الکافی فی الفقه، بی‌تا، ص۲۴۶.
  23. سلار دیلمی، المراسم فی الفقه الإمامی، ۱۴۰۴ق، ص۲۶۱.
  24. جاوید، «حقوق بشر معاصر و جهاد ابتدایی در اسلام معاصر»، ص۱۲۷-۱۲۹.
  25. خویی، منهاج الصالحین، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۶۴.
  26. خامنه‌ای، رساله‌ی آموزشی، ۱۳۹۸ش، ج۱، ص۳۲۲.
  27. منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۶-۱۱۹.
  28. مؤمن، «جهاد ابتدایی در عصر غیبت»، ص۵۱.
  29. منتظری، دراسات فی ولایة الفقیه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۱۸.
  30. سوره بقره، آیه ۲۵۶.
  31. کامیاب، «بررسی شبهه جهاد ابتدایی در تفسیر آیه لا اکراه فی الدین»، ص۸.
  32. کامیاب، «بررسی شبهه جهاد ابتدایی در تفسیر آیه لا اکراه فی الدین»، ص۲۷.
  33. کامیاب، «بررسی شبهه جهاد ابتدایی در تفسیر آیه لا اکراه فی الدین»، ص۲۸.
  34. ادركنى؛ مقيمى‌حاجى، «جهاد»، ص۴۲۴.
  35. مصباح‌یزدی، اخلاق در قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۴۰۸.
  36. مصباح‌یزدی، اخلاق در قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۴۱۲.
  37. مصباح‌یزدی، جنگ و جهاد در قرآن، ۱۳۸۳ش، ص۱۵۲-۱۵۴.
  38. منتظری، مجازات‌های اسلامی و حقوق بشر، ص۸۹-۹۰.
  39. جهاد ابتدایی در سنت و سیره نبوی، وبگاه بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی.
  40. جهاد ابتدايی در قرآن کريم، وبگاه آيت‌الله محمّدجواد فاضل لنکرانی.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌ادریس حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • ابوالصلاح حلبی، تقی بن نجم، الکافی فی الفقه، تحقیق رضا استادی، اصفهان، مکتبة الإمام اميرالمؤمنين علی(ع) العامة، بی‌تا.
  • ادركنى، محمدجواد؛ و ابوالقاسم مقيمى‌حاجى، «جهاد»، مقالاتی از اندیشه‌نامه‌ی انقلاب اسلامی، تهران، مؤسسه پژوهشی فرهنگی انقلاب اسلامی، ۱۳۹۸ش.
  • انصاری (خلیفه شوشتری)، محمدعلی، الموسوعة الفقهیة المیسرة، قم، مجمع الفکر الإسلامی، ۱۴۱۵ق.
  • بهرامی، قدرت‌الله، نظام سیاسی اجتماعی اسلام، قم، سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • جاوید، محمدجواد، و علی محمددوست، «حقوق بشر معاصر و جهاد ابتدایی در اسلام معاصر»، در پژوهش‌نامه حقوق اسلامی، سال یازدهم، ش۲، پاییز و زمستان ۱۳۸۹ش.
  • «جهاد ابتدایی»، سایت دفتر آیت الله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۲۲ تیر ۱۳۹۶ش.
  • خامنه‌ای، مطابق با فتاوای حضرت آیت‌الله خامنه‌ای، تهران، مؤسسه پژوهشی فرهنگی انقلاب اسلامی، ۱۳۹۸ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، مدينة العلم، ۱۴۱۰ق.
  • سلار دیلمی، حمزه بن عبد العزیز، المراسم فی الفقه الإمامی، تحقیق محمود بستانی، قم، منشورات الحرمين، ۱۴۰۴ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تحقیق کلانتر، قم، مکتبة الداوری، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیه، تهران، المكتبة المرتضوية لإحياء الآثار الجعفرية، ۱۳۸۷ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم،مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • صاحب جواهر، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار إحياء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
  • صالحی نجف‌آبادی، نعمت‌الله، جهاد در اسلام، تهران، نشر نی، ۱۳۸۶ش.
  • صرامی، سیف‌الله؛ عدالت‌نژاد، سعید، «جهاد»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، مؤسسة آل‌البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
  • عمید زنجانی، عباسعلی، فقه سیاسی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۷ش.
  • قاضی ابن‌براج، عبدالعزیز، المهذب، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۶ق.
  • کامیاب، حسین، و احمد قدسی، «بررسی شبهه جهاد ابتدایی در تفسیر آیه لا اکراه فی الدین»، در مجله مطالعات تفسیری، ش۱۱، پاییز ۱۳۹۱ش.
  • مؤمن، محمد، «جهاد ابتدایی در عصر غیبت»، در مجله فقه اهل بیت، ش۲۶، تابستان ۱۳۸۰ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • مصباح‌ یزدی، محمدتقی، اخلاق در قرآن، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۹۱ش.
  • مصباح‌ یزدی، محمدتقی، جنگ و جهاد در قرآن، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۸۳ش.
  • منتظری، حسينعلى، مجازات‌هاى اسلامى و حقوق بشر، قم، ۱۴۲۹ق.
  • منتظری، حسینعلی، پاسخ به پرسش‌هایی پیرامون مجازات‌های اسلامی و حقوق بشر، قم، ارغوان دانش، ۱۳۸۷ش.
  • منتظری، حسینعلی، دراسات فی ولایة الفقیه و فقه الدولة الإسلامیة، قم، المرکز العالمی للدراسات الاسلامیة، ۱۴۰۹ق.
  • جهاد ابتدایی در سنت و سیره نبوی، وبگاه بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی، تاریخ مشاهده: ۲۹ آذر ۱۴۰۱ش.
  • جهاد ابتدايی در قرآن کريم، وبگاه آيت‌الله محمّدجواد فاضل لنکرانی، تاریخ مشاهده: ۲۹ آذر ۱۴۰۱ش.

بهرنې لینکونه