د شاهد آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د شاهد آیت (سوره هود: 17) د قرآن، پخوانیو سپیڅلو کتابونو او ریښتینو مومنانو لخوا د پیغمبر (ص) د نبوت ادعا تایید ته اشاره کوي. دا آيت وروسته له هغه چې مشرکانو په دروغو تورن کړ، د رسول الله (ص) د ايمان د پياوړتيا په خاطر نازل شو.

په شيعه او سني روايتونو او تفسيرونو کې په دې آيت کې د "شاهد" اصطلاح د امام علي (ع) په معنا ګڼل شوی دی. که څه هم ځینو دا په نورو معناوو لکه جبرائیل، د پیغمبر ژبه، او قرآن باندې هم تطبیق کړی دی. حاکم حِسکاني په شواهد التنزیل کتاب کې د امام علی(ع) د ګواهۍ د ثابتولو لپاره له 16 څخه زیات روایتونه وړاندې کړي دي.

د شاهد آیت د امام علی(ع) د سرپرستۍ او خلافت د ثبوت په توګه نقل شوی دی. ځکه چې د آيت له مخې شاهد بايد د پېغمبراکرم(ص) نفس(ځان) وي او امام علي(ع) د مباهلې د آيت له مخې د پېغمبر اکرم نفس(ځان) معرفي شوى دى.

د شاهد په ایت کې، په پخوانیو کتابونو کې، یوازې د تورات نوم یاد شوی دی؛ مفسرينو د دې مسئلې لامل په هغه چاپېريال کې چې قرآن پکې نازل شوى دى، د يهودیانو د افکارو زیات خپرېدل ګڼلي دي او دا چې عيسایان په لرې پرتو سيمو لکه شامات او يمن کې اوسېدل.

متن او ژباړه

د هود سورت ۱۷ آیت د شاهد آیت بلل شوی دی.[۱]

أَفَمَن کانَ عَلَیٰ بَینَةٍ مِّن رَّبِّهِ وَیتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِ کتَابُ مُوسَیٰ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ أُولَٰئِک یؤْمِنُونَ بِهِ ۚ وَمَن یکفُرْ بِهِ مِنَ الْأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ ۚ فَلَا تَک فِی مِرْیةٍ مِّنْهُ ۚ إِنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّک وَلَٰکنَّ أَکثَرَ النَّاسِ لَا یؤْمِنُونَ ﴿۱۷﴾

آيا څوک چې د خپل رب له خوا په روښانه دليل وي او ورپسې يو ګواه چې له هغه (رسول الله غړې او ځان) دی هم وي (دا د هغه چا په شان نه دی چې خپل ګواه ونه لري) او له دې (قرآنه) وړاندې د موسیٰ کتاب (تورات) چې پيشوا او رحمت ؤ (هم ګواه دی) دوي (دليل لرونکي) په دې (قران يا پيغمبر) ايمان راوړي او (د کافرانو) له ټوليو چې څوک په دې کافر شو نو (د دوزخ) اور د هغه د وعدې ځاي دی نو ته د هغې (قران) په هکله په شک کښې مه کيږه بيشکه چې دا ستا د پروردګار له خوا حق دی خو ډير خلک ايمان نه راوړي.

منځپانګه

علامه طباطبايي په تفسیر المیزان کې د شاهد آیت په کتاب الله باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د استقامت اساس ګڼي. د هغه په وينا، دا آيت د مشرکانو د هغو تورونو په مقابل کې نازل شوى، چې په رسول الله(ص) باندې یې د دروغ ويلو تور لګاوه.[۲]

په مجمع البيان تفسیر او تفسیر نمونه کې د دې آيت دوه تفسیرونه ذکر شوي دي:

  • د په لومړي تفسیر کې دا جمله «أَفَمَنْ کانَ عَلی بَینَةٍ مِنْ رَبِّهِ» د رسول الله(ص) په ذات باندې تطبيقوي، چې د هغه د نبوت حقانیت له دریو لارو ثابتوي؛ 1. قرآن کريم چې يو روښانه بینه او دليل دی؛ 2. پخواني سپيڅلي کتابونه لکه تورات چې د هغه نښې يې بيان کړي دي؛ 3. فداکار پیروان او رښتیني مومنان لکه علي بن ابي طالب چې د یوه مکتب د حقانیت له نښو څخه دی.[۳]
  • په بل تفسیر کې د دې جملې معنی «أَفَمَنْ کانَ عَلی بَینَةٍ مِنْ رَبِّهِ» ټول هغه مؤمنان دي چې د اسلام په پېغمبر (ص) باندې یې په ښکاره او قانع کوونکي دلايلو او په پخوانيو کتابونو کې د رسول الله(ص) د رسالت په دلايلو ايمان راوړی او د قرآن پيروي یې کړې ده.[۴]

په آيت کې د بّینه کلمې مفهوم د رڼا په څېر ډېر روښانه او روښانه څيزونه ګڼل شوي، چې نه يوازې خپل ځان څرګندوي، بلکې هر هغه څه روښانه کوي، چې ورسره يو ځای کېږي.[۵]

شاهد څوک دی؟

مفسرينو په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي، چې د سوره هود په ١٧ آيت کې د "شاهد" کلمه مراد څوک دی او څه ته وايي. په ډېرو حدیثي کتابونو[6] او په شيعه او سني تفسيرونو کې راغلي، چې په دې آيت کې د شاهد مطلب امام علي(ع) دی، چې د اسلام پر پېغمبراکرم (ص) لومړی ایمان راوړنکی او [۷] امام علي(ع) په يو روايت کې په دې آيت كې د شاهد مصداق ځان ګڼلى دى.[۸]

حاکم حسکاني په شواهد التنزیل کتاب کې د امام علی (ع) د شاهد شونې د ثابتولو لپاره له 16 څخه زیات روایتونه راوړي کړي دي. د نورو شیانو تر څنګ هغه د انس بن مالک څخه روایت کوي چې له «اَفَمَنْ کانَ عَلی بَینَة مِنْ رَبِّهِ» کلمې مطلب محمد(ص) دی او او د «وَیتْلُوُهُ شاهِد مِنْهُ» مطلب علی بن ابی‌طالب(ع) دی.[۹] د دې روايت په دوام کې راغلي دي چې علي (ع) د مکې د خلکو د تړون د ماتولو په وخت کې د رسول الله (ص) ژبه وه.[۱۰] حسکاني په یو بل حدیث کې له ابن عباس څخه نقلوي چې د «وَ یتْلُوهُ شاهِد مِنْهُ» په آیت کې شاهد یوازې امام علي(ع) ګڼلي.[۱۱]

په ياد شوي آيت كې د «شاهد» د مصداق په اړه د مسلمانو مفسرينو بل نظر هم شته. د هغه څه له مخې چې فضل بن حسن طبرسي په مجمع البیان کې راوړي دي، ابن عباس او مجاهد چې دوه پرمختللي مفسرین دي، د شاهد مطلب جبرائیل ګڼلی دی، چې قرآن یې د خدای له لوری په رسول الله(ص) باندې نازل کړی دی. یو بله نظریه دا ده چې «شاهد» د رسول الله(ص) د ژبې اشاره او حرکتونه دي چې د قرآن د لوستلو وسیله دي. ځینو هم د بیّنه مطلب ثبوت او عقلي دلیل او د شاهد مطلب یې قرآن ګڼلی دی.[۱۲]

علامه طباطبايي د نورو نظرونه رد کې او د ځينې احاديثو په نقل سره[۱۳]، دا جمله «وَیتْلُوُهُ شاهِد مِنْهُ» په امام علی(ع) باندې تطبیق کړې ده.[۱۴]

د امام علی(ع) په سرپرستۍ او خلافت باندې دلالت

د شاهد له آیته د امام علی(ع) د ولایت او خلافت د ثابتولو لپاره ګټه اخستی شوې ده. د ځينو څېړونکو په اند په دې آيت کې د «یتلوه» کلمه د لارویې او پیروۍ په معنا ده، نه د قرائت او لوستلو. ځکه چې په «یَتلوهُ» و «مِنهُ» کې ضمیر په دې آيت کې «أفمَن» ته ورګرځي. په پایله کې له «مِنهُ» څخه مراد هغه شاهد دی چې له رسول الله(ص) سره باطني او معنوي اړیکه لري او د هغه روح او نفس دی.[۱۵] همدارنګه دې آیت کې (یتلوه) فعل مضارع دی چې په دوام باندې دلالت کوي، چې نتيجه یې دا ده چې هغه شاهد به په هره سطحه او هر وخت کې د د رسول الله (ص) اطاعت کوي او دا صفتونه يوازې د د رسول الله(ص) د ولایت او خلافت له مقام سره سمون لري او په احادیثو او آیتونو کې هم د دې مصداق بیان شوی دی لکه د مباهلې آیت چې امام علی(ع) په کې د نفس رسول الله په ځای بیان شوی دی.[۱۶]

تورات ته ولی اشاره شوې ده

د شاهد په ایت کې، له پخوانیو کتابونو څخه یوازې د تورات نوم یاد شوی دی؛ مفسرینو د دې لامل د قرآن د نازلیدو په چاپېریال کې د یهودي افکارو خپرېدل ګڼلي دي، او دا چې عیسایان په لرې لرې سیمو لکه شامات او یمن کې اوسېدل.[۱۷] بل لامل يې دا دی چې په تورات کې د رسول الله(ص) صفات په هر اړخيز ډول ذکر شوي دي. [۱۸]