شرک

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

شرک د خدای لپاره د شریک قائل کیدو په معنا یوه کبیره او ستره ګناه ده. شرک د توحید په مقابل کښې راځي او مسلمانو عالمانو هغه د خدای تعالی په ذات، صفاتو او افعالو کښې په شرک او هم یې په عبادت کښې په شرک ویشلی دی. شرک جلي او خفي دوه قِسمونه لري. جلي شرک په اعتقاداتو کښې او خفي شرک په اخلاقو کښې بلل کیږي.

هوا او هوس پرستي، حس ګرايي، شک او تردید او جهالت د شرک له عواملو بلل شوي دي او په قرآن کښې د عملونو باطلیدل، له الهي بخښنې بې برخې کیدل، جنت ته له ننوتو محرومیت او دوزخ ته رسیدل له خدای تعالی سره د شرک ځینې پایلې معرفي شوې دي.

ابن تیمیه او د هغه په پیروۍ کښې وهابیان هغو مسلمانانو ته د شرک نسبت ورکوي چې دیني مشران خپله وسیله ګرځوي او له هغوی څخه د شفاعت غوښتنه کوي، حال دا چې مسلمانان په تیره بیا شیعیان په دیني مشرانو توسل د دیني شعائرو یو ډول تعظیم ګڼي او باوري دي چې په مړو پورې توسل هله شرک دی چې د هغوي د عبادت او په خدای والي باندې یې له اعتقاد سره مل وي. همدا شان د قرآن کریم د آیتونو په استناد د دیني مشرانو شفاعت د خدای په اذن ممکن او شونی دی.

مفهوم پيژندنه

شرک، خاص خدای لره په ځانګړو چارو لکه د وجود اړتیا، الوهیت، عبادت او د مخلوقاتو اداره کولو کښې د شریک ګڼلو په معنا دي.[۱] شرک د توحید(د خدای د یووالي) اپوټه دی.[۲] البته آیت الله جوادي شرک د ایمان په مقابل کښې بللی او په دې باور دی چې شرک همیشه له توحید او جرګې د مؤمنانو د وتلو لامل نه ګرځي بلکې په قرآن کښې د شرک عنوان په بت پرستو،[۳] اهل کتاب[۴] او ځیني وختونه په مومنانو[۵] هم اطلاق شوی دی.[۶]

مشرک هغه څوک دی چې له خدای سره شریکان وګڼي، یا دا چې له خدای پرته بل څوک د هغه صفتونه لري، یا دا چې د مخلوق یوه برخه له هغه پرته بل چا ته سپارل شوې وي، یا دا چې له هغه پرته بل څوک د حکم او منع وړ [۷] او یا د عبادت[۸] وړ وګڼي.

مرتبې

شرک هم د توحید په شان یولړ مرتبې لري، له هغو نه:

  • د خدای په ذات کښې شرک؛ دا ډول شرک په دوو معناؤ راغلی دی؛ یو دا اعتقاد چې د خدای ذات د یو یا څو اجزاؤ مرکب دی.[۹] او بل، په څو خپلواکو خدایانو باندې عقیده.[۱۰]
  • د خدای په صفاتو کښې شرک؛ دا عقیده چې د خدای صفات د هغه له ذات سره په ټکر کښې دي او د هغه صفات له پوهې بیل او خپلواک وجود لري.[۱۱]
  • د خدای په افعالو کښې شرک؛ د افعالي توحید په مقابل کښې دي او د هغه په شان په خالقیت کښې د شرک او په ربوبیت کښې د شرک مختلفو برخو ویشل کیږي.
  1. په خالقیت کښې شرک؛ د دوو یا څو خپلواکو خدایانو په شتون باندې اعتقاد، داشان چې په هغو کښې هیڅ یو د بل تر ولکې لاندې نه وي. د خیر او شر په دوو خالقانو عقیده یې یوه بیلګه ده چې له مخې یې خدای یوازې ښې چارې پنځوي او د شر خالق، د بدو مخلوقاتو او شر په پنځولو لاس پورې کوي.[۱۲]
  2. په ربوبیت کښې شرک په دوه ډوله دی:
  1. په تکویني ربوبیت کښې شرک؛ دا عقیده چې خدای دنیا پنځولې ده خو د هغې د تدبیر او چلولو کار یې نورو ته سپارلی دی.
  1. په تشریعي ربوبیت کښې شرک؛ په ژوند کښې له خدای نه بلکې د غیر د قوانینو او اصولو منل او د هغه د حکمونو لازم الاجرا بلل.[۱۳]
  • په عبادت کښې شرک؛ له خدای تعالی نه د غیر کس یا څیز عبادت او په وړاندې یې خضوع او خشوع.[۱۴]

البته شرک په نظري او عملي هم ویشل شوی دی. کوم شرک چې د اعتقاداتو په برخې پورې اړونده دی لکه د خدای په ذات او صفاتو کښې شرک، په ربوبیت او خالقیت کښې شرک، نظري شرک دی او په عبادت کښې شرک چې زیاتره عملي اړخ لري، عملي شرک ګڼل کیږي.[۱۵]

اهمیت او موقعیت

د قرآن کریم ګڼ آیتونه په شرک او له هغه نه نهي کولو ته ځانګړي دي. د قرآن په ځینو آیتونو کښې راغلي دي، مشرکان د خپلې شرک د ادعا لپاره کوم دلیل نه لري؛[یادداشت ۱][۱۶] بلکې په اټکل او ګمان او یا په هوای نفس باندې تکیه کوي.[۱۷] [یادداشت۲]

د «إِنَّ اللَّـهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَاءُ»(بیشکه خدای له ځان سره شرک نه بخښي او له هغه پرته (بله ګناه) چې د هر چا لپاره وغواړي بخښي یې.)[۱۸] د دې آیت له مخې له خدای سره له شرک پرته ټول ګناهونه د بخښل کیدو وړ دي. ځینو مفسرانو د دې آیت په تفسیر کښې ویلي دي چې شرک د خدای په نزد ترټولو ستره ګناه ده او که هغه وبخښله شي، نور ګناهونه به هم وبخښل شي.[۱۹] او که یو مشرک توبه ونه کړي او د شرک په حالت کښې مړ شي نو هیڅکله نه بخښل کیږي او باوري دي چې توبه له دې آیته استثنا شوې او په نتیجه کښې که یو مشرک توبه وکړي نو د بخښنې وړ به وي.[۲۰] په ځینو روایتونو کښې هم د خدای لپاره د شریک قائل کیدل ترټولو ستره ګناه بلل شوې ده. عبد الله بن مسعود له پیغمبراکرم(ص) څخه په یو روایت کښې ترټولو ستره ګناه د خدای تعالی لپاره د هغه په شان شریک ګرځول معرفي کړي دي.[۲۱]

امام علي علیه السلام شرک د قرآن له نظره په ژبني، عملي، شرکِ زنا او شرکِ ریا په شمول څلور قِسمه بللی او د هر یو د ثابتولو لپاره یې د قرآن کریم په ځینو آیتونو استناد کړی دی. د زباني یا ژبني شرک لپاره یې په «لَقَدْ كَفَرَ الَّذِینَ قَآلُواْ إِنَّ اللَّـهَ هُوَ الْمَسِیحُ ابْنُ مَرْیمَ؛ چا چې وویل، خدای هم هغه مسیح بن مریم دی، په جوته توګه کافر شول.»[۲۲] دې آیت باندې استناد کړی دی او د عملي شرک د ثابتولو لپاره یې په «وَمَا یؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّـهِ إِلا وَهُمْ مُشْرِكُونَ؛ او زیاتره یې په خدای ایمان نه راوړي پرته له دې چې [له هغه سره یو څیز] شریک نیسي.» [۲۳] او «اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّـهِ؛ هغوي خپل پوهان او راهبان د خدای په وړاندې نور معبودان وګرځول» [۲۴] دې آیتونو باندې او د شرکِ زنا د ثابتولو لپاره یې په «وَ شارِكْهُمْ فِی الأَمْوالِ وَالأَوْلادِ؛ او د دوي په مال او اولادونو کښې برخه واخلي»[۲۵] او د شرکِ ریا د ثابتولو لپاره یې په «فَمَن کانَ یرْجُوا لِقاءَ رَبِّهِ فَلْیعْمَلْ عَمَلاً صالِحاً وَ لایشْرِکْ بِعِبادةِ رَبِّهِ أَحَدا؛ «بس هر کس چې د خپل پروردګار د ملاقات هیله لري، باید غوره کار ترسره کړي او هیڅ څوک د خپل پروردګار په عبادت کښې شریک نه کړي.» [۲۶] آیت باندې استناد کړی دی.[۲۷] د روایتونو له مخې، حرامه جماع او حرام خواړه او له خپلې میرمنې سره د جماع او کوروالي په وخت د خدای له یاده غافل کیدل او ځینې نور کارونه د نطفې په انعقاد کښې د شیطان د شریکوالي سبب کیږي او هر چرته چې شیطان وي(په څومره اندازه چې شتون لري) بیشکه خالص توحید نه موندل کیږي او په نتیجه کښې دا ډول شیطاني مشارکتونه د شرکِ زنا د مصداق د روایت په تعبیر بلل کیدې شي.[سرچینې ته اړتیا لري]

ډولونه

اصلي مقاله: پټ شرک

شرک په دوه ډوله دی: جلی (ښکاره) او خفی (پټ). جلي او څرګند شرک په دې معنی دی چې له خدای پرته بل معبود ته د هغه په الهی حیثیت له باور کولو سره مل د عبادت مناسک او ځیني ځانګړي عملونو لکه رکوع، سجده او قربانی وشي[۲۸]. په خفي او پټ شرک کښې هر ډول دنیا پرستي، هواپرستي، ریا او داسې نور شاملیږي.[۲۹] امام جعفر صادق علیه السلام د یوسف سوره د ۱۰۶ مبارک آیت په تفسیر کښې [یادداشت ۳] د «که فلانې نه وی نو زه به هلاک شوی وم او که فلانی نه وی نو په فلاني مصیبت به اخته شوی وم» په شان خبرې د خدای د حکومت په قلمرو کښې شرک بللې دي.[۳۰] پيغمبر اکرم(ص) شرک، په تیاره شپه کښې په هوار کاڼي باندې د میږي له تګ نه ډیر پټ او ناڅرګند بللی دی.[۳۱] د شرکِ خفي په هکله زیاتره د اخلاقو په علم کښې بحث کیږي.

عوامل او جرړې

د شرک لپاره یوشمېر عوامل او زمینې بیان شوې دي:

  • د شک او تردید پېروي: خدای تعالی په یونس سوره کښې مشرکانو ته په خطاب کښې فرمايي: «تاسو له دې امله چې تل د شک او ګمان پيروي کوئ، په شرک اخته شوي یئ».[۳۲]
  • حس پالنه: د ځینو انسانانو د معلوماتو جرړه، د طبیعت له عالَم سره د مینې په وجه، په محسوساتو کښې خلاصه کیږي او د هغو له محدودې نه وځي، په دې وجه د خدای پيژندنې مسایل د محسوساتو تر حده ټیټوي.[۳۳]
  • جهالت: قرآن د خدای لپاره اولاد ټاکل او شرک د جهل او ناپوهۍ له امله ګڼي.[۳۴]

قرآن د دنیا مینه، نفس پرستي، د خدای هیرول، د دیني شخصیتونو په هکله غلو، تعصب او فاسد حکومتونه هم شرک ته د ګروهنې له عواملو ذکر کړي دي. [۳۵]

پایلې

د قرآن کریم د آیتونو له مخې، شرک یولړ پایلې لري چې په کښې شامل دي:

  • له جنت نه بې برخې کیدل: د مائده سوره د ۷۲ آیت له مخې، جنت په مشرک باندې حرام شوی دی.[۳۶][یادداشت ۴]
  • له الهي غفران او بخښنې محرومیت: د سوره نساء د ۴۸ او ۱۱۶ آیتونو له مخې، مشرک له الهي مغفرته بې برخې دی او له شرک پرته نور ګناهونه د بخښل کیدو وړ دي. [۳۷][یادداشت ۵].[۳۸]
  • دوزخ ته ننوتل: د سوره مائده د ۷۲ مبارک آیت له مخې، د مشرک ځاې دوزخ دی.[۳۹]
  • د عملونو ضایع کیدل: شرک لامل کیږي چې د انسان نیک اعمال هم له مینځه لاړ شي.[۴۰] [یادداشت ۶][۴۱]

فقهي حکم

د اسلام د دین له نظره شرک، حرام او یوه کبیره ګناه ده.[۴۲] فقیهانو په «إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ»[۴۳] آیت باندې په استناد سره د مشرک د نجاست حکم ورکړی او ویلي یې دي چې هغوي دې مسجد الحرام ته نه ننوځي.[۴۴]

شیخ طوسي په النهایه کښې له مشرکو ښځو سره د مسلمانو سړیو واده ناروا بللی خو له یهودي او عیسايي ښځو سره یې لنډمهاله واده جایز او روا بللی دی.[۴۵]

په شیعیانو باندې د وهابیانو تور

وهابیان په مړو باندې د مسلمانانو د توسل، په پیغمبرانو او الهي اولیاؤ باندې یې د استغاثه عقیده، له قبرونو تبرک اخیستل او په عالمِ برزخ کښې ورڅخه د شفاعت غوښتنه په عبادت کښې د شرک مصداقونه ګڼي. ابن تیمیه په دې باور دی چې د پیغمبراکرم(ص) او د صالحانو په دعا باندې توسل د هغوي په ژوندانه کې شرک نه دی خو له مړینې وروسته یې شرک دی.[۴۶] د ابن تیمیه په باور، هر کس چې د پیغمبر یا د نیکو کسانو د قبر خوا ته ورشي او ورڅخه حاجت وغواړي، مشرک دی او ضروري ده چې توبې ایستلو ته مجبور کړی شي او که توبه ونه کړي باید ووژل شي.[۴۷] وهابي مفتي عبدالعزیز بن‌ باز هم په خپلو کتابونو کښې د قبرونو په خوا کښې دعا او استغاثه، شفا او په دښمنانو باندې بریا غوښتل د شرکِ اکبر نښې بللې دي.[۴۸] هغه د مسلمانانو دا اعمال د اسلام په پیل کښې د بتانو په عبادت کښې د مشرکانو له اعمالو سره پرتله کړي دي.[۴۹]

مسلمان علماؤ د هغوي په ځواب کښې ویلي دي: د مشرکاتو اعمال به د بتاتو د ربوبیت او مالکیت په عقیدې سره ترسره کیدل خو د الهي اولیاؤ په هکله د مسلمانانو کارونه له داسې هیڅ عقیدې سره مل نه دي بلکې د الهي اولیاؤ په قبرونو مزارونه جوړول او ورڅخه شفاعت غوښتل، د الهي شعائرو تعظیم او احترام ګڼل کیږي. [۵۰] همداشان کوم مسلمانان چې دغه کړنې ترسره کوي، هیڅکله د پیغمبرانو او الهي اولیاؤ د عبادت نیت نه لري او د هغوي لپاره د الوهیت د مقام قائل نه دي بلکې نیت یې یوازې د الهي پیغمبرانو او اولیاؤ احترام او د هغوي له لارې خدای تعالی ته نزدې کیدل دي. [۵۱]

د قرآن کریم د آیتونو له مخې، شفاعت هله شرک او مردود دی چې په خپلواکه توګه او د خدای حکم ته له اړتیا پرته وغوښتې شي؛[۵۲] ځکه چې په دې بڼه کښې د خدای په ربوبیت او تدبیر کښې شرک دی.[۵۳] همداشان مسلمانو عالمانو د وهابیانو د استناد په ځواب کښې د قرآن کریم هغو آیتونو ته اشارې کړې دي چې په کښې له بتانو څخه د شفاعت غوښتنې نفي شوې او له پیغمبر(ص) څخه د شفاعت غوښتنې او له بتانو څخه د بت پرستو د شفاعت غوښتنې ترمینځ بنیادي توپیر ته یې نغوته کړې او باوري دي چې مسلمانان د بت پرستانو په اپوټه، هیڅکه پیغمبر اله، رب او یا د کایناتو چلوونکی نه ګڼي.[۵۴] د شیعه خدای پوه مطهري په دې باور دی چې د زخرف سوره په ۸۶ آیت «وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ» کښې د قرآن د نظریې له مخې شفاعت یوازې د هغو کسانو په اختیار کښې دی چې په حق(توحید) باندې اعتراف وکړي او یا دا چې په ژبني شهادت سربیره، د پوهې او خبرتیا له مخې اعتراف وکړي ځکه چې «شَهِدَ» یوازې لفظ نه دی بلکې مطلب یې هغه کسان دي چې حق او توحید په لیدلو او شهادت سره درک کوي او په خپل کار خبر دي او پوهیږي چې د کوم کس شفاعت وکړي او د کوم کس په هکله شفاعت ونه کړي، د مطهري په عقیده، شفاعت د توحید او د توحید د خاوندانو شأن دی او بت له سره داسې شعور او پوهه نه لري چې [شفیع] وګرځي[۵۵]

شیعه مفسر سید محمدحسین طباطبایي هم خدای تعالی د ټولې هستۍ او کائناتو لپاره د فیض سرچينه ګڼي او هر ډول ژوند او مرګ او رزق او نعمت او داسې نور شیان په خدای پورې د اړونده اسبابو او مسبباتو په نظام کښې ګڼي [چې په دغو کښې هره چاره په یوې خاص او ټاکلې اړیکې سره په خدای پورې اړونده ده] او شفاعت هم په کایناتو پورې د واکمنو اسبابو او مسبباتو د نظام یوه برخه ګڼي چې په هیڅ توګه د الهي قوانینو او په نړۍ باندې د واکمنو او روانو دودونو د خلاف ورزۍ په معنا نه ده او د خدای له نیغې لارې کږیدل او بې لارې کیدل نه دي. [۵۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • آملی، سید حیدر، تفسیر المحیط الأعظم والبحر الخصم فی تأویل کتاب الله العزیز المحکم، تحقیق محسن موسوی تبریزی، قم، مؤسسه فرهنگی و نشر نور علی نور، ۱۴۲۲ق/۱۳۸۰ش.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، زیارة القبور والاستنجاد بالمقبور،‌ دار الصحابة للتراث، طنطا (مصر)، ۱۴۱۲ق.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموعة الفتاوی، تحقیق شیخ عبدالرحمن بن قاسم، المدینة النبویة، مجمع الملک فهد، لطباعة المصحف الشریف، ۱۴۱۶ق.
  • ابن شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول، تصحیح: علی اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۴ق/۱۳۶۳ش.
  • ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، قم، ادب الحوزة، ۱۴۰۵ش.
  • استادی، رضا، شیعه و پاسخ به چند پرسش، تهران، مشعر، ۱۳۸۵ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، توحید در قرآن، قم، مرکز نشر اسراء، ۱۳۹۵ش.
  • حسینی شیرازی، سید محمد، تقریب القرآن الی الاذهان، بیروت، دار العلوم، ۱۴۲۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایه فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۰ق.
  • سبحانی تبریزی، جعفر، مرزهای توحید و شرک در قرآن، ترجمه: مهدی عزیزان، تهران، مشعر، ۱۳۸۰ش.
  • علامه طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، تفصیل الشریعه فی شرح تحریر الوسیله- النجاسات و احکامها، قم، ۱۴۰۹ق.
  • قفاری، ناصر بن عبدالله، اصول مذهب الشیعه الامامیه الاثنی عشریه عرض و نقد.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، تحقیق: سید طبیب موسوی جزایری، قم، دار الکتاب، ۱۳۶۷ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • محدث نوری، حسین بن محمدتقی، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، ۱۴۰۸ق.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، قم، مطبوعاتی هدف، ۱۳۷۴ش.

بهرنې لینک