د مباهله آیت
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
- دا مقاله د مباهلې د آیت په هکله ده د مباهله د کیسې په هکله «د پیغمبر(ص) د نجران عیسویانو سره مباهله» مطلب وګورئ.
د مباهلې آیت (آل عمران سوره: ۶۱) د پيغمبر(ص) د نجران عیسویانو سره مباهلې ته اشاره کوي، چې د عیسی(ع) د مقام په اړه د دوي تر اختلاف وروسته رامنځته شوه. شيعه او اکثره سني مفسرين دغه آيت د اسلام د پېغمبراکرم(ص) د حقانيت او د اهل بيتو د فضيلت نښه ګڼي او وايي چې په دې آيت کې د «اَبْناءَنا» (زموږ زامن) معنا حسن(ع) او حسین(ع) دي او د «نِساءَنا» (زموږ میرمنې) مراد فاطمه(س) او «اَنْفُسَنا» (خپل ځان) معنا حضرت علي(ع) دی.
شیعه امامانو او ځینو صحابه د امام علی(ع) د فضیلت د ثابتولو لپاره د مباهله له آیته ګټه اخستې ده. همدارنګ په خپله د مباهلې مشروعیت، په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د ګډون مشروعیت او داسې نورو مطلبونو د ثابتولو لپاره هم دا آیت کارول شوی دی.
متن و ترجمه
فَمَنْ حَاجَّک فِیهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءَک مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَکمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَکمْ وَأَنفُسَنَا وَأَنفُسَکمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَتَ الله عَلَی الْکاذِبِینَ
نو څوک چې له تا سره په دې (مسئله کښې تا ته د علم له راتللو نه پس هم، بحث (جګړه) وکړي نو ووايه: راشئ مونږ خپل زامن او تاسو خپل زامن، مونږ خپلې ښځې او تاسو خپلې ښځې مونږ خپل نفسونه (چې زمونږ د ځان په ځاي دي) او تاسو خپل نفسونه، راوبولو بيا (خداي ته) دعا او زاري وکړو او په دروغجنو به د خدای لعنت وکړو .
مقام
د مباهله آیت له هغو آیتونو څخه دی چې د کساء اصحاب (پیغمبر(ص)، علی(ع)، فاطمې(س)، حسن(ع) او حسین(ع) د فضیلت لپاره ورسره دلیل راوړل شوی دی.[1] عبدالله بن بیضاوي چې د اهل سنتو له مفسرانو دی دا آیت په خپله دعوه کې د رسول الله(ص) د حقانیت او د هغه د اصحابو د فضیلت د ثابتولو په توګه ذکر کړی دی.[2] همدارنګ یو بل سنی مفسر جارالله زمخشري (وفات ۵۳۸ق) دا آیت د اصحاب کساء د فضیلت لپاره له ټولو مزبوت دلیل ګڼلی دی.[۳] د شیعه مفسر فضل بن حسن طبرسي (وفات ۴۶۹ هـ ق) هم ویلي چې دا آیت پر ټولو ښځو د حضرت فاطمې(س) پر فضیلت دلالت کوي.
شأن نزول
اصلي مقاله: د پيغمبر(ص) د نجران عیسویانو سره مباهله
د مباهلې آیت د نجران د عیسایانو په ځواب کې نازل شو [۵] د نجران د عیسایانو یوه ډله مدینې ته راغله چې له پیغمبر(ص) سره د هغه د رسالت د ادعا په اړه خبرې وکړي. پېغمبر اکرم(ص) د خپل ځان له پېژنګلو وروسته عیسی(ع) د خدای د بندګانو په توګه معرفي کړ. هغوي له پلاره پرته د عیسی(ع) زیږیدل د هغه د خدای شونې د دلیل په توګه راوړ[۶] د نجران عیسایانو په خپل عقیده ټینګار کاوه، پیغمبر(ص) دوي ته د مباهلې بلنه ورکړه او دوي ومنله. په وعده شوې ورځ پېغمبراکرم(ص) له علي، فاطمې او حسنينو سره د مباهلې لپاره حاضر شو. خو عیسایانو چې کله د رسول الله (ص) او د هغه د ورسره کسانو جديت ولید نو د خپلو مشرانو په مشورې له مباهلې وتښتیدل. هغوي له رسول الله(ص) سره صلحه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل چې په خپل دین باندې د جزیه په ورکولو سره پاتې شي، او رسول الله(ص) د هغوي غوښتنه ومنله.[7]
تفسیر
د شيعه مذهب متکلم قاضي نورالله ششتري په وينا، مفسرين په دې متفق دي چې د مباهله په آيت کې «ابناءَنا؛ زموږ اولادونه» حسن او حسين ته اشاره شوې ده، «نساءَنا» (زموږ مېرمنې) بي بي فاطمې ته او «اَنفُسَنا» (زمونږ ځانونه) امام علی(ع) ته اشاره شوې ده.[8] علامه مجلسي هغه احادیث متواتر ګڼلي دي چې په دې باندې دلالت کوي چې د مباهلې د آیت د آل عبا (پنجتن پاک) په هکله نازل شوی دی.[9] په احقاق الحق کتاب(په 1014 ق کې لیکلی شوی) کېد اهلسنتو له شاوخوا شپيته منابعو څخه نقل شوي دي چې د مباهله آيت د همدغو کسانو په هکله نازل شوی دی؛[۱۰] له هغو څخه د زمخشري الکاشف،[۱۱] د فخر رازي التفسير الکبير،[12] او اَنوارُ التَّنزیل و اَسرارُ التَّأویل د عبدالله بن عمر بیضاوي کتاب دی.[۱۳]
شیعه مفسران په دې هکله چې «اَبْناءَنا»، «نِساءَنا» و «اَنْفُسَنا» د جمع صیغې سره راغلي دي په داسې حال کې چې هغه کسان یو یو یا دوه وو، وايي:
- د دې آیت شان نزول د دې د تفسیر په صحیح والي باندې دلیل دی، ځکه چې د مفسرانو په اتفاق سره د خدای رسول(ص) بې له علی او فاطمې او حسنینو علیهم السلام بل څوک د مباهلې لپاره نه وو بوتلي.[۱۴]
- په قراردادونو کې، ځینې وختونه په ټولو باندې د تطبیق لپاره خبره په جمع سره ذکر کیږي؛ خو کیدی شي په اجرايي صورت کې د هغې مصداق یو کس وي.او په اجرا کې د یو کس کیدل د مسلې کلي شونې ته کوم زیان نه رسوي او ټکره ورسره نه لري. د بیلګې په توګه، په یو قرارداد کې لیکلي شوي وي چې لاسلیک کونکي او د دوي زامن به د قرارداد د پلي کولو مسولیت لري؛ په داسې حال کې چې د له دوو اړخو څخه ممکنه ده هغوي یوازې یو یا دوه زامن ولري.[15]
- په قرآن کې په واحد باندې د جمع د لګولو نورې بیلګې او مثالونه هم شته. لکه د ظِهار آیت[۱۶] د ظِهار آیت د جمع کلمې سره نازل شوی دی «الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنكُم مِّن نِّسَائِهِم» په داسې حال کې چې شان نزول یې د یو فرد په اړه دی.[17]
په تاریخ کې دې آیت سره دلیل راوړنې
د روایاتو مطابق د شیعو امامانو او ځینې نورو اصحابو د امام علی(ع) د فضیلت د ثابتولو لپاره د مباهلې آیت سره دلیل راوړی دی.
د سعد بن ابيوقاص احتجاج
عامر بن سعد بن ابي وقاص له خپل پلار سعد بن ابي وقاص څخه روايت کوي چې معاويه سعد ته وويل: علي ته ولې بدې ردې نه وایې؟ سعد وویل:
- تر څو چې درې شیان په یاد ولرم، هیڅکله به هغه ته بد ونه وایم؛ که له دغو دریو شیانو څخه یو هم په ما کې وې، نو زه به ورباندې له دې ډېر خوشحال وم چې د سرو ویښتو اوښان مې لرلې؛ له هغو څخه یو دا و چې کله د مباهلې آیت نازل شو، رسول الله(ص) علي، فاطمه، حسن او حسین(ع) ته غږ وکړ او ویې فرمایل: «اَللهُمَّ هؤلاءِ اَهلُ بَیتی»؛ یعنی ای خدایه دا زما اهل بیت دي [۱۸] .
د امام کاظم(ع) دلیل راوړل
هارون عباسي امام کاظم(ع) ته وويل: ته څنګه وايې چې مونږ د پېغمبراکرم (ص) اولاد يو، په داسې حال کې چې د رسول الله(ص) اولاد نشته؟ ځكه چې نسل يوازې د زوي له لارې وي، نه د لور او ته د پېغمبر د لور اولاد يې؟ د ځواب په یوه برخه کې امام کاظم(ع) د مباهله آیت تلاوت کړ. بیا یې وفرمایل:
- کله چې يې له عيسایانو سره د مباهلې وعده وه نو هېچا دا نه دي ويلي چې رسول الله(ص) له علي بن ابي طالب، فاطمې، حسن او حسين پرته بل څوک له ځانه سره بوتلي دي،. نو د له «ابنائنا» «زمونږ ماشومان» مراد حسن او حسین دي، او د «زمونږ میرمنې» مراد فاطمه بي بي ده، او له «انفسنا؛ خپل ځانونه» مراد علی بن ابی طالب دی.[19]
د امام رضا(ع) دلیل راوړل
د شیخ مفید د راپور له مخې، مامون عباسي له امام رضا(ع) څخه وغوښتل چې د امام علي(ع) تر ټولو ستر فضیلت چې قرآن ورته اشاره کوي، ذکر کړي. د هغه په ځواب کې امام رضا(ع) د مباهله آیت تلاوت کړ.[۲۰] مامون وویل: خدای په دې آیت کې ماشومان او ښځې د جمعې صیغې سره راوړي دي، په داسې حال کې چې پیغمبر(ص) یوازې خپل دوه زامن او یوازینۍ لور له ځانه سره بوتلې وه. نو له انفسنا څخه مراد هم پخپله پیغمبر(ص) دی. او په دې صورت کې به د امام علی(ع) لپاره کوم فضیلت نیشته. امام رضا(ع) ځواب ورکړ:
- هغه څه چې تاسو وویل صحیح نه دي؛ ځکه دعوت کونکی له خپل ځان پرته بل چا ته بلنه ورکوي؛ لکه څنګه چې امر کوي نورو ته امر کوي؛ او دا سمه نه ده چې څوک ځان ته دعوت ورکړي؛ لکه څنګه چې هیڅوک نشي کولی واقعیا خپل ځان ته امر وکړي. رسول الله(ص) له امام علی(ع) پرته بل چا ته په مباهله کې بلنه نه ده ورکړې. نو دا ثابته شوه چې هغه هغه نفس دی چې الله تعالی په خپل کتاب کې اراده کړې او په قرآن کې یې راوړې دی. [۲۱]
فقهي نظرونه
ځینې څيړونکو او اوسني مفسرانو د مباهلې له آیت څخه دا ګټې او نظرونه ترلاسه کړي دي:
- د ټولنې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د ونډې مشروعیت: دا مطلب د «نساءَنا» له کلمې او د مباهلې په کیسه کې د حضرت فاطمې(س) له حضور څخه اخیستل شوې دی،[22] د شیعه مفسر سید عبدالاعلی سبزواري(وفات 1414 ق) په وینا، که څه هم د قرآن طریقه دا ده چې په کناه او اشاره کې خبره کوي او د ښځو د حرمت خیال ساتي، د مباهلې په آيت کې د «نساء» (ښځې) د ټکي استعمال په دې باندې دلالت کوي چې د دين په چارو کې ښځې ګډون کولی شي.[۲۳] د راشد رضا په وينا د مباهلې په آيت کې د ښځو ګډون ته اشاره شوې ده چې ښځې له نارینه وو سره په قومي او مذهبي شخړو کې باید برخه واخلي او دا حکم په عامه او عادي کارونو کې د نارینه او ښځو د برابرۍ پر بنسټ ولاړ دی، خو د جګړې په څیر مسایل کې ترې بیا د ښځو استثناء شوې ده.[24]
- د مباهلې مشروعيت: د «خوانش فقهی جدید از آیه مباهله» مقالې لیکوال د مباهلې له آيت څخه په استفادې سره په اسلامي دين کې د مباهلې مشروعيت استنباط کړی دی.[۲۵] هغه د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره د معصومینو علیهم السلام هغه حدیثونو سره دلیل راوړی دی چې هغوي په کې د مباهلې حکم کوي او يا په کې د مباهلې طریقې وړاندې کوي. لکه بُرَیر بن خُضیر همْدانی چې د امام حسین(ع) له اصحابو څخه ؤ، د عاشورا په ورځ د عمر بن سعد له لښکر څخه یزید بن مَعقِل ته مباهله ته بلنه ورکړه.[۲۶] خو امام حسین(ع) هغه له دې کاره منعه نه کړ.[27]
په تفسیر نمونه کې (چې په څوارلسمه پېړۍ کې لیکل شوی) راغلي دي چې که څه هم د مباهلې په آيت کې د مباهلې بلنه د رسول الله(ص) لپاره ځانګړې ده؛ خو د مباهلې بلنه يو شرعي امر او عمومي حکم دی.[۲۸]
- د ځان او مال په قرباني کولو سره د اسلام د دفاع مشروعيت: [۲۹] په تفسیر مواهبالرحمان کې د عبدالعلي سبزواري په وينا، يو له هغو ټکو څخه چې د مباهلې په آيت کې کارول شوی دی هغه دا دی چې د هر انسان هدف بايد دا وي چې حق ثابت کړي او ملاتړ یې وکړي او دې ته چمتو وي چې په دې لاره کې خپل ځان، مال او کورنۍ قربان کړي.[30]