د شاه نجف امامباړه
| بنسټ ایښودونکی | نواب غازی الدین حیدر (د اَوَدْ سلطنت له نایبانو څخه ) |
|---|---|
| تأسیس | ۱۸۱۶ز |
| غوښتنلیک | امامباړه |
| ځای | لکهنو هند |
| حالت | فعال |
| سټایل | هندي، ایراني |
د شاه نجف امامباړه (په اردو کې: شاه نجف امامباڑہ) د هندوستان په لکهنو ښار کې د شیعو یو کلتوري او مذهبي وداني ده. دا امامباړه د اوده د سلطنت د لومړي پاچا غازی الدین حیدر په لاس په ۱۸۱۴ میلادي کال کې د امام علی(ع) په یاد کې د هغه حضرت د حرم په څېر جوړه شوه.
له کله چې دا امامباړه جوړه ده نو د امام حسین(ع) د ماتم پروګرامونه په کې کیږي او د نهم محرم تاسوعا په ورځ د لکهنو د مذهبي ګوندونو جلسونه هغه ځای کې ختمیږي.
تاریخ
د شاه نجف امامباړه ګومتي سیند په غاړه د لکهنو د ښار په مینځ کې ده. دا امامباړه د اوده حکومت د لومړي پاچا غازی الدین حیدر په لاس په ۱۸۱۴ میلادي کال کې جوړه شوه.[۱] غازی الدین حیدر دا امامباړه د امام علی(ع) په یاد کې د هغه حضرت د حرم په شان جوړه کړه.[۲] هر کال د لکهنو د ښار د مذهبي ګوندونو جلسونه په نهم محرم باندې شاه نجف امامباړې کې ختمیږي. دا امامباړه د هندوستان له تاریخي لرغونو ځایونو ګڼل کیږي.[۳] د امامباړی په مینځني حال کې د امام علی(ع) د ضریح شبیه، بریغ او همدارنګ هغه حضرت او امام صادق(ع) ته منسوب لیکونه لیدل کیږي.[۴] ویل کیږي چې تېرو وختونو کې به چې کوم غریبان خلک د امام علی(ع) د زیارت لپاره نه شو تللی نو هغوي به دلته امامباړې ته راتلل او زیارت به یې کاوه.[۵]
وداني
د شاه نجف امامباړه د امام علی(ع) د حرم په شان جوړه شوې ده او له همدې سببه د هغې په یوې دروازې باندې د «امام علی(ع) د روضې په شان» عبارت لیکلی دی.[۶] د امامباړې د ګنبد لاندې یې د جوړوونکي غازی الدین او د هغه د دوو میرمنو قبرونه دي.[۷]
د انځورونو نندارتون
-
گنبد
-
د حسینیه دروازې څخه یوه
-
انګڼ
-
د حسینیه د بنسټ ایښودونکي غازي الدین حیدر مقبره
-
اصلي دروازه
-
بهرنۍ لید
-
د امام علي(ع) د حرم سره ورته لیکنه
-
د رسول(ص) قدم ځای
اړونده څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ «Shah Najaf Imambara»، د لکهنو ویب پاڼه.
- ↑ «حضرت علی کے مقبرے سے مشابہت رکھتا ہے، شاہ نجف امام باڑہ - اترپردیش نیوز»، ویب پاڼه ETV Bharat.
- ↑ «لکھنئو: شاہ نجف امام باڑہ اور قدم رسول کی چہار دیواری منہدم»، حوزه نیوز ایجنسی.
- ↑ «لکھنؤ: شاہ نجف امام باڑہ میں مرمت کا کام شروع - عمارت میں لخوری اینٹوں اور چونے کے مسالے کا استعمال»، ویپ پاڼه ETV Bharat.
- ↑ «لکھنؤ: شاہ نجف امام باڑہ میں مرمت کا کام شروع - عمارت میں لخوری اینٹوں اور چونے کے مسالے کا استعمال»، ویب پاڼه ETV Bharat.
- ↑ رضوی، «نوابین اودھ کی اسلامی خدمتیں»، د اشراق ویب پاڼه۔
- ↑ «Shah Najaf Imambara»، د لکنو ویب پاڼه.
سرچينې
- «لکھنؤ: شاہ نجف امام باڑہ اور قدم رسول کی چہار دیواری منہدم»، حوزہ نیوز ایجنسی۔
- «لکھنؤ: شاہ نجف امام باڑہ میں مرمت کا کام شروع»، سایت ETV bharat.
- «حضرت علی کے مقبرے سے مشابہت رکھتا ہے، شاہ نجف امام باڑہ»، سایت ETV bharat.
- رضوی، سید محمد عباس، «نوابین اودھ کی اسلامی خدمتیں»، اشراق ویب سائٹ۔
- «Shah Najaf Imambara»، سایت لکهنو.
| ||||||||||||||||||||||||||