زیارت
زیارت، د پېغمبرانو، امامانو، امامزادګانو او مومنانو قبرونو ته د ورتګ په معنا دی. زیارت په اسلام کې یو خوښ عمل دی او په تاریخ کې مسلمانانو همېشه هغه ته اهمیت او توجه ورکړې ده. دا عمل د شیعیانو په نزد ځانګړی مقام لري؛ تر دې حده چې هغه د شیعیانو یوه بېلګه ګڼل کیږي. هر کال د نړۍ له مختلفو سیمو زیات شیعیان د امامانو(ع) او ځینو امامزادګانو د قبرونو د زیارت لپاره د نړۍ مختلفو سیمو ته سفرونه کوي. د مثال په توګه، د قدس رضوي (امام رضا(ع) د استانې د تولیت په راپور هر کال اته ویشت میلیونه کسان د ایران له مختلفو ښارونو او د نړۍ له ځینو هیوادونو څخه د امام رضا(ع) د زیارت سفر ته ځي. همداراز د حضرت عباس(ع) د حرم د احصایې د مرکز په حواله، په ۱۴۰۲ ل کال کې د اربعین ( د امام حسین څلویښتۍ) د پلي تګ په دستورو کې د عتباتو د زایرانو شمېر تر دووه ویشتو میلیونو زیات اټکل شوی دی.
ابن تیمیه او وهابیان، د نورو مسلمانو فرقو په اپوټه، د شفاعت او د دعا د قبلېدو په اراده د پېغمبرانو او دیني امامانو د قبرونو زیارت، بدعت او شرکیه عمل ګڼي. د دې په مقابل کې شیعه عالمان او زیاتره اهل سنت عالمان دغه نظر نه مني او د پېغمبر(ص) او معصومو امامانو(ع) د سنتو او د صحابه او تابعینو د سیرت، اجماع او د مسلمانانو د عملي سیرت په استناد سره، زیارت مشروع او د فضیلت لرونکی ګڼي.
په اسلام کې د زیارت د مشروعیت، فضیلت او استحباب په باره کې او همداراز د زیارت په اړه د ابن تیمیه د نظر په رد کې د مسلمانو عالمانو له خوا کتابونه لیکل شوي دي. شِفاءُ السَّقام فی زیارَةِ خَیرِ الأنام کتاب، لیک د تقي الدین سُبکي او «تُحفَةُ الزُّوّار الی قبرِ النَّبیِّ المُختار» کتاب، لیک د ابن حَجَر هیتمی په دغو اثارو کې شامل دي. المزار فی کیفیّة زیارات النبی و الأئمة الأطهار کتاب، تالیف د شهید اول هم له هغو اثارو دی چې د پېغمبر(ص) او شیعه امامانو(ع) د قبرونو د زیارت د فضیلت او استحباب او د هغوي د قبرونو د زیارت د ادابو په اړه لیکل شوې دي.
په اسلامی کلتور کې د زیارت مقام
زیارت یوه دیني اصطلاح ده چې معنا یې ده د مړو، مومنانو، صالحو انسانانو او په تېره بیا پېغمبرانو، امامانو او امامزادګانو د قبرونو په څنګ کې حاضرېدل چې له ځینو خاصو دستورو سره مل وي.[۱] د جعفر سبحاني په وینا، د پېغمبر(ص) اهل بیتو او د مومنانو د قبرونو زیارت د اسلامي فرهنګ له اصولو دي.[۲]
اهل سنت عالمانو لکه ابن ضیای مکي (وفات: ۸۵۴ ق)، شوکانی، شمسالدین ذهبی (وفات: ۷۴۸ق)، عبد الرحمن جزیري هم د پېغمبر(ص) د قبر زیارت د ډېر فضیلت لرونکی ګاڼه[۳] او راپور یې ورکړی چې کله به حاجیانو د حج عملونه ختمول د پېغمبر(ص) د قبر زیارت ته به تلل.[۴]
د شیعیانو په نزد د زیارت ځانګړی مقام
زیارت د شیعه بېلګه او د هغه د ژوند او شناخت عامل ګڼل کیږي. شیعیان د هغه روایتونو په پېروۍ چې له معصومو امامانو(ع) د زیارت د ثواب او فضیلت په اړه نقل شوي، د امامانو(ع) قبرونو او زیارتونو ته د ورتګ سفر ته ځانګړی اهمیت ورکوي.[۵] هر کال د نړۍ له مختلفو سیمو ډېر شیعیان د امامانو(ع) او ځینو امامزادګانو زیارتونو ته سفر کوي. د مثال په توګه، د قدس رضوي (امام رضا(ع) د استانې د تولیت په راپور هر کال اته ویشت میلیونه کسان د ایران له مختلفو ښارونو او د نړۍ له ځینو هیوادونو څخه د امام رضا(ع) د زیارت سفر ته ځي.[۶] همداراز د حضرت عباس(ع) د حرم د احصایې د مرکز په حواله، په ۱۴۰۲ ل کال کې د اربعین ( د امام حسین څلویښتۍ) د پلي تګ په دستورو کې د عتباتو د زایرانو شمېر تر دووه ویشتو میلیونو زیات اټکل شوی دی.[۷]
زیارت نامه
- اصلي مقاله: زیارت نامه
زیارت نامه هغه متن دی چې د شیعه امامانو د قبرونو د زیارت په وخت لوستل کیږي او پکې د قبر د خاوندانو لپاره د درنښت جملې او درود او سلام استول شامل دي.[۸] که څه هم هر زایر کولی شي له خپله ځانه او په خپله ژبه، د دغه قبرونو د احترام او متوسل کېدو لپاره یو څه ووایي؛ خو د دغه زیارتونو د لوستلو چې سند یې په خپله معصومو امامانو ته رسیږي او په اصطلاح کې ورته « ماثور زیارتونه» ویل کیږي، سپارښتنه شوې ده.[۹] په دغه زیارت نامو کې ځینې اعتقادي مسایل لکه توحید، نبوت، د خدای صفات او ځینې مضامین لکه د معصومو امانانو شناخت، او د هغوي فضایل او مقامات، تولی او تبری، شفاعت او توسل شامل دي.[۱۰]
له لرې لارې زیارت
له لرې واټن څخه زیارت، د زیارت یو ډول ګڼل کیږي چې په شیعه روایتونو کې یې هغو کسانو ته چې مخامخ زیارت نه شي کولی، سپارښتنه شوې ده.[۱۱] د مثال په توګه، له امام صادق(ع) په یو روایت کې داسې راغلي دي: څوک چې له نزدې د زیارت وس نه لري، په یو لوړ ځای دې ودریږي او دوه رکعته لمونځ دې وکړي، بیا دې زمونږ د قبرونو لور ته مخ کړي او سلام دې ووایي. د هغه سلام مونږ ته رسیږي.[۱۲] په یو بل روایت کې له هغه نقل شوې چې که یو کس په پرانستې ځای کې وي او ښي او کیڼ لور ته وګوري، بیا خپل سر اسمان ته هسک کړي او د امام حسین(ع) د قبر لور ته توجه وکړي او ووایي: «السَّلامُ عَلَیْکَ یا اباعَبْدِاللَّهِ، السَّلامُ عَلَیْکَ وَ رَحْمَةُاللَّهِ وَ بَرَکاتُهُ»، د هغه لپاره د امام حسین(ع) د زیارت ثواب لیکل کیږی.[۱۳]
د اهل سنتو په نزد د شیعه امامانو د قبرونو زیارت
تاریخ لیکونکو ځینې موردونه راپور کړي چې پکې ځینې اهل سنت عالمان د یو شمېر شیعه امامانو قبرونو زیارت ته تلل.[۱۴] د مثال په توګه په دریمې او څلورمې قمري پېړۍ کې اهل سنت محدث ابن حِبّان ویلي چې په ځلونو په مشهد کې د امام رضا(ع) د قبر زیارت ته تللی یم او له هغه سره په توسل سره به مې ستونزې هوارېدې.[۱۵] همداراز ابن حجر عسقلاني نقل کړې چې په دریمه څلورمه پېړۍ کې اهل سنت فقیه، مفسر او محدث ابوبکر محمد بن خُزَیْمه، او د نیشابور مشهور عالم ابو علی ثقفي به سره د نورو اهل سنتو د امام رضا (ع) قبر ته تله.[۱۶] د شپږمې قمري پېړۍ شافعي تاریخ لیکونکی محدث او فقیه سمعاني هم د امام کاظم(ع) زیارت ته تله او ورسره به یې توسل کاوه.[۱۷] له شافعي چې د اهل سنتو له څلورګونو امامانو څخه یو دی هم نقل شوې چې د امام کاظم(ع) قبر یې « شفا ورکوونکي درمل» ګڼلې دي.[۱۸]
د زیارت د رواوالي دلیلونه
مسلمانو عالمانو د زیارتونو د رواوالي لپاره په لاندینیو دلیلونو استناد کړی دی:
د پېغمبر(ص) سنت
د قبرونو زیارت هماغه د اسلام له لومړیو وختونو یو روا او دود عمل پاتې شوی دی. په «تاریخ المدینة المنورة» کتاب کې د ابن شَبَّه په وینا پېغمبر(ص) چې کله د مکې له فتحې څخه د مدینې لور ته ستنېده، د خپلې مور امنې بي بي زیارت ته لاړ او وې ویل:« دا زما د مور قبر دی. له خدایه مې د هغې زیارت غوښتی و او هغه ما ته د دې کار اجازه راکړه»[۱۹] همداراز نقل شوي چې هغه به د احد جنګ د شهیدانو زیارت[۲۰] او د بقیع هدیرې د مومنانو زیارت ته تله.[۲۱] د اهل سنتو په ځینو روایي سرچینو کې هم د زیارت د فضیلت او د هغه د کولو د سپارښتنې په اړه له پېغمبر(ص) څخه ځینې روایتونه نقل شوي دي. د مثال په توګه له هغه نقل شوي چې «مَنْ زَارَ قَبْرِي وَجَبَتْ لَهُ شَفَاعَتِی؛ هر څوک چې زما د قبر زیارت وکړي، په قیامت کې به زما شفاعت د هغه په نصیب شي»[۲۲]
د معصومو امانانو(ع) روایتونه او سیرت
د شیعه په روایي سرچینو کې د پېغمبر(ص) او د شیعه امامانو(ع) د قبرونو او د مومنانو د قبرونو د زیارت د فضیلت او استحباب په اړه پریمانه حدیثونه راغلي دي. کلیني په الکافي کتاب کې یو باب د «بَابُ فَضْلِ الزِّيَارَاتِ وَ ثَوَابِهَا؛ د زیارتونو د فضیلت او ثواب په اړه باب» په نامه تنظیم کړی او په دې اړه یې حدیثونه راغونډ کړې دي.[۲۳] حر عاملي هم په وسائل الشیعه کې د «أبواب المزار و ما يناسبه» په نامه یو باب د زیارت روایتونو ته بیل کړی [۲۴] او په ذیل کې یې د پېغمبر(ص) شیعه امامانو(ع) او الهي انبیاوو، او د ځینو امامزادګانو د حضرت معصومه(س) او حضرت عبد العظیم حسني(ع)، د شهیدانو او مومنانود قبرونو، د مومنان ورور د زیارت که د صحت په حال کې وي او که په بیمارۍ کې... د فضیلت او ثواب په اړه ځینې روایتونه په ۱۰۶ مختلفو بابونو کې راغونډ کړې دي.[۲۵]
په تاریخي سرچینو کې هم د شیعه امامانو له سیرته د قبرونو په زیارت کې ځینې موارد نقل شوې دي: حاکم نیشابوري په «اَلمُستدرَکُ عَلَی الصَّحیحَین» کې په یو روایت کې داسې نقل کړي چې حضرت زهرا(س) به هره جمعه د حمزة بن عبد المطلب قبر ته تله او هلته به یې لمونځ کاوه او ژړا به یې کوله.[۲۶] له امام باقر(ع) څخه په یو روایت کې هم نقل شوي چې امام حسین(ع) به هره جمعه شپه د امام حسن(ع) د قبر زیارت ته ورتله.[۲۷] په کامل الزیارات کې له امام رضا(ع) هم یو روایت نقل شوی چې امام سجاد(ع) به د امام علي(ع) د قبر زیارت ته تله، د قبر په څنګ کې به ودرېده ، ژړا به یې کوله او سلام به یې کاوه.[۲۸]
د صحابه او تابعینو عمل او د عالمانو اجماع
په اتمه پېړۍ کې اهل سنت عالم سُبکي په شِفاءالسِّقام کتاب کې د اهل سنتو له مختلفو روایي سرچینو[۲۹] څخه په څو روایتونو استناد کړی چې د هغو په اساس ځینې اصحاب او تابعین به د پېغمبر(ص) او مومنانو د قبرونو زیارت ته تلل او په اهل قبورو به یې سلام کاوه.[۳۰]
ابن تیمیه او وهابیان د زیارت مخالفان
د هند د فقیه او حنفي محدث عبد الحی لکهنوی(وفات ۱۳۰۴ق) په نقل هیڅ یو څلور ګوني اهل سنت فقیه او مسلمان عالم د مومنانو د قبرونو زیارت په تېره بیا د پېغمبر(ص) د قبر زیارت او ورپاره یې سفر کول ناروا نه ګڼل.[۳۱] د هغه په وینا، ابن تیمیه (۶۶۱-۷۲۸ق) لومړی کس و چې له دغه اجماع سره یې په مخالفت کې د قبرونو د زیارت په مشروعیت کې شک وکړ.[۳۲] د هغه له نظره، د قبر د څښتنانو لپاره دعا او سلام لېږل مشروع دي؛ خو له هغوي حاجت غوښتل او د حاجت د غوښتلو لپاره د هغوي واسطه ګرځول او خدای ته په هغوي قسم ورکول ناروا عمل دی.[۳۳] هغه دغه ډول زیارت بدعت او شرک ګاڼه.[۳۴]
له ابن تیمیه څو پېړۍ پس یعنې په دولسمه پېړۍ کې، د وهابیانو له خوا د زیارت له مشروعیت سره مخالفت دوباره پېل شو او هغوي تر ننه (پینځلسمه پېړۍ) پورې دغه عمل حرام ګڼي او مسلمانان د دغه کار له کولو منع کوي.[۳۵]
د مسلمانو عالمانو له خوا د ابن تیمیه او وهابیانو د نظر کره کتنه
اکثره اهل سنت عالمان لکه نووی[۳۶] ابن حجر عَسقلاني،[۳۷] غزالي،[۳۸] ملا علي قاري حنفي،[۳۹] شمس الدین ذهبی،[۴۰] جصاص،[۴۱] ابن عابدین فقیه حنفي،[۴۲] زرقاني فقیه مالکي،[۴۳] ابن قدامه حنبلي[۴۴] او ځینې نور په دې باور دي چې د شَدُّ رِحال حدیث چې ابن تیمیه پرې د زیارت د نامشروعوالي لپاره استناد کړی،[۴۵] د قبرونو په تېره بیا د پېغمبر(ص) د قبر د زیارت د نهي په مقام کې نه دی؛ بلکې د درې ګونو جوماتونو مسجد الحرام، مسجد النبی او مسجدالاقصی د فضیلت د بیان په مقام کې دی.
جعفر سبحاني ویلي چې د قبرونو زیارت او په صاحب قبر پورې توسل کول په دې معنا نه دي چې هغوي د خدای له رحمت او اجازې مستقل، او په خپله د زیارت کوونکو یا توسل کوونکو حاجتونه پوره کوي چې ګوندې شرک شي؛ بلکې په دې معنا دی چې هغه مقام او منزلت چې د خدای په نزد یې لري، د خدای او د بندګانو تر مینځ د حاجتونو د پوره کولو لپاره واسطه ګرځول کیږي.[۴۶]
د زیارت اداب
شیخ عباس قمي په مفاتیح الجنان کتاب کې له شیعه امامانو(ع) د نقل شویو روایتونو د زیارت لپاره ځینې اداب ذکر کړې دي چې یو شمېر یې په دې ډول دي:
- د زیارت د غسل کول؛
- د پاکو او صافو جامو اغوستل؛
- په ژبه د خدای ذکر کول؛
- اودس لرل او د بدن طهارت؛
- د زیارت د لمونځ کول؛
- د قبرونو په نزد د قرآن تلاوت؛
- توبه او له ګناهانو استغفار کول؛
- د چټي خبرو پرېښودل؛
- د زیارت په وخت د خپل غږ نه اوچتول.[۴۷]
مونوګراف
ځينې کتابونه چې د زیارت او دهغه د فضیلت په اړه لیکل شوي دي:
- کاملالزیارات کتاب: د ابن قولویه روایي کتاب دی چې پکې د قبرونو د زیارت د ادابو، څرنګوالي، فضیلت او ثواب په اړه د معصومو امامانو(ع) روایتونه راغونډ شوې دي.[۴۸]
- المزار فی کیفیّة زیارات النبی و الأئمة الأطهار کتاب، چې په «کتاب المزار» مشهور دی. لیک د شهید اول: دا کتاب دوه برخې لري[۴۹] چې لومړۍ برخه یې د زیارتونو په اړه ده چې اته څپرکي او یوه خاتمه لري او د معصومو امامانو(ع) د زیارت د ادابو او فضیلت په اړه دی.[۵۰]
- تُحفَةُ الزُّوار الی قبرِ النبیِّ المُختار کتاب، لیک د اهل سنت عالم ابن حجر هیتمي (۹۰۹–۹۷۴ق): دا کتاب د پېغمبر(ص) د قبر د زیارت، د زیارت د ادابو او ترې وروسته عملونو په اړه دی چې په یوې سریزې او څلورو څپرکو مشتمل دی.[۵۱]
- آداب زیارت از دیدگاه معصومین(ع) کتاب: د وسایل شیعه د کتاب«باب المزار» د فارسۍ ژباړه، لیک د محسن دیمه کارګراب او ابوالفضل کاظمي دی.[۵۲]
فوټ نوټ
- ↑ کیانی فرید، «زیارت»، ص۸۴۷.
- ↑ سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۳۷۶ش، ص۲۵۴.
- ↑ مکی، تاریخ المکة المشرفة و المسجد الحرام، ۱۴۲۴ق، ص۳۳۴؛ شوکانی، نیل الاوطار، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۱۱۰؛ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۴۸۴؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۹۴۶.
- ↑ مکی، تاریخ المکة المشرفة و المسجد الحرام، ۱۴۲۴ق، ص۳۳۴؛ شوکانی، نیل الاوطار، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۱۱۰.
- ↑ «زیارت، عامل حیات و هویت شیعه»، سایت روزنامه قدس.
- ↑ «سالانه ۲۸ میلیون نفر زائر حرم امام رضا(ع)»، سایت خبرگزاری صدا و سیما.
- ↑ «تعداد نهایی زائران اربعین امسال ۲۲ میلیون نفر اعلام شد»، سایت خبرگزاری مهر.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۲۱۱.
- ↑ علامه مجلسی، تحفة الزائر، ۱۳۸۶ش، ص۴-۵؛ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۲۱۱.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۳۷۶ش، ص۲۱۱-۲۱۲.
- ↑ ابنقولویه، کامل الزیارات، مطبعة الصدوق، ص۳۰۱-۳۰۵.
- ↑ ابنقولویه، کامل الزیارات، مطبعة الصدوق، ص۳۰۳.
- ↑ ابنقولویه، کامل الزیارات، مطبعة الصدوق، ص۳۰۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: ابنحبان، الثقات، ۱۴۰۲ق، ج۸، ص۴۵۷؛ عسقلانی، تهذیب التهذیب، دار صادر، ج۷، ص۳۸۸.
- ↑ ابن حبان، الثقات، ۱۴۰۲ق، ج۸، ص۴۵۷.
- ↑ عسقلانی، تهذیب التهذیب، دار صادر، ج۷، ص۳۸۸.
- ↑ سمعانی، الانساب، ۱۳۸۲ق، ج۱۲، ص۴۷۹.
- ↑ کعبی، الامام موسی بن الکاظم علیه السلام سیره و تاریخ، ۱۴۳۰ق، ص۲۱۶.
- ↑ ابنشبه، تاریخ المدینة المنورة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۲۰.
- ↑ سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۱۱۲.
- ↑ سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۷۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: دار قطنی، سنن الدار قطنی، ۱۴۲۴ق، ج۳، ص۳۳۴.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۵۷۹.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۱۴، ص۳۱۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۱۴، ص۳۱۹-۶۰۰.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۳۳.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۱۴، ص۴۰۸.
- ↑ ابنقولویه، کامل الزیارات، مکتبة الصدوق، ص۳۶-۳۷.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مالک بن انس، الموطأ، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۶۶؛ صنعانی، مصنف، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۵۷۰-۵۷۶.
- ↑ تقیالدین سبکی، شفاء السقام، ۱۴۱۹ق، ص۱۶۶-۱۶۸.
- ↑ لکنوی، ابراز الغی الواقع فی شفاء العی، انتشارات چشمه فیض، ص۳۷.
- ↑ لکنوی، ابراز الغی الواقع فی شفاء العی، انتشارات چشمه فیض، ص۳۷.
- ↑ ابنتیمیه، قاعدة جلیلة فی التوسل و الوسیلة، ۱۴۲۲ق، ص۱۵۱؛ ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۳۸ و ۴۴۴.
- ↑ ابنتیمیه، قاعدة جلیلة فی التوسل و الوسیلة، ۱۴۲۲ق، ص۱۵۱؛ ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۳۸ و ۴۴۴.
- ↑ رضوانی، سلسله مباحث وهابیتشناسی (زیارت پیامبر و اولیاء)، نشر مشعر، ص۸.
- ↑ نووی، صحیح مسلم مع شرح الامام النووی، ۱۳۹۲ق، ج۹، ص۱۶۷-۱۶۸.
- ↑ ابن حجر عسقلانی، فتح الباری، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۶۵.
- ↑ غزالی، إحیاء علوم الدین، دار المعرفة، ج۱، ص۲۴۴.
- ↑ محمد قاری، مرقات المفاتیح، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۵۸۹.
- ↑ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۳۶۸.
- ↑ جصاص، احکام القرآن، ۱۳۰۰ق، ج۱، ص۲۹۵.
- ↑ ابنعابدین، رد المختار، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۶۲۷.
- ↑ زرقانی، شرح الزرقانی، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۳۹۶-۳۹۷.
- ↑ ابنقدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۲، ص۱۹۵.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة النبویة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۴۰.
- ↑ سبحانی، آیین وهابیت، ص۲۹۹-۳۰۰.
- ↑ قمی، کلیات مفاتیحالجنان، انتشارات اسوه، ص۳۰۶-۳۱۳.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، مطبعة الصدوق، ص۱۶.
- ↑ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۹.
- ↑ شهید اول، المزار، ۱۴۱۰ق، ص۹.
- ↑ ابنحجر هیتمی، تحفة الزوار الی قبر النبی المختار، ۱۴۱۲ق، ص۵.
- ↑ دیمه کارگراب، کاظمی، آداب زیارت از دیدگاه معصومین(ع)، ۱۳۹۴ش، ص۱۲.
سرچينې
- ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، فتح الباری شرح صحیح البخاری، بیروت، دارالمعرفة، ۱۳۷۹ق.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، قاعدة جلیلة فی التوسل و الوسیلة، بیجا، مکتبة الفرقان، ۱۴۲۲ق.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة، عربستان، جامعة الإمام محمد بن سعود الإسلامیة، ۱۴۰۶ق.
- ابنحبان، محمد بن حبان، الثقات، حیدر آباد، مطبعة مجلس دائرة المعارف العثمانیة، ۱۴۰۲ق.
- ابنحجر هیتمی، احمد بن محمد، تحفة الزوار الی قبر النبی المختار، قاهره، دار الصحابه للتراث، ۱۴۱۲ق.
- ابنشبه، ابوزید عمر، تاریخ المدینة المنورة، قم، انتشارات دارالفکر، ۱۴۱۰ق.
- ابنعابدین، محمدامین بن عمر، رد المختار، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۲ق.
- ابنقدامه، عبدالله بن احمد، المغنی، قاهره، مكتبة القاهرة، ۱۳۸۸ق.
- ابنقولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح بهراد جعفری، قم، مطبعة الصدوق، بیتا.
- «تعداد نهایی زائران اربعین امسال ۲۲ میلیون نفر اعلام شد»، سایت خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱۶ شهریور ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۲۰ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- جزیری، عبدالرحمن، الفقه علی المذاهب الاربعة، بیروت، دارالثقلین، ۱۴۱۹ق.
- جصاص، احمد بن علی، احکام القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۱ق.
- حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، تحقیق سید محمدرضا جلالی، قم، مؤسسة آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
- دیمه کارگراب، محسن و ابوالفضل دائمی، آداب زیارت از دیدگاه معصومین (ترجمه باب المزار کتاب وسائل الشیعه)، مشهد، انتشارات آستان قدس رضوی، ۱۳۹۴ش.
- ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق.
- رضوانی، علیاصغر، سلسله مباحث وهابیتشناسی (زیارت پیامبر و اولیاء)، تهران، نشر مشعر، بیتا.
- زرقانی، محمد بن عبدالباقی، شرح الزرقانی على موطأ الإمام مالک، قاهره، مكتبة الثقافة الدینیة، ۱۴۲۴ق.
- «سالانه ۲۸ میلیون نفر زائر حرم امام رضا(ع)»، سایت خبرگزاری صدا و سیما، تاریخ درج مطلب: ۲ مرداد ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۵ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- «زیارت، عامل حیات و هویت شیعه»، سایت روزنامه قدس، تاریخ درج مطلب: ۲ تیر ۱۴۰۱ش، تاریخ درج مطلب: ۴ خرداد ۱۴۰۳ش.
- سبحانی، جعفر، آیین وهابیت، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، بیتا.
- سبحانی، جعفر، منشور عقاید امامیه، قم، مؤسسة الإمام الصادق(ع)، ۱۳۷۶ش.
- سبکی، تقیالدین، علی بن عبدالکافی، شفاء السقام فی زیارة خیر الأنام، تحقیق سید محمدرضا جلالی، قم، نشر مشعر، چاپ چهارم، ۱۴۱۹ق.
- سمعانی، عبدالکریم بن محمد، الانساب، تحقیق: عبدالرحمن بن یحیی المعلمی الیمانی، حیدراباد، مجلس دائرة المعارف العثمانیه، ۱۳۸۲ق.
- سمهودی، علی بن عبدالله، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
- شوکانی، محمد بن علی، نیل الاوطار، مصر، دارالحدیث، ۱۴۱۳ق.
- شهید اول، محمد بن مکی، المزار، قم، تصحیح محمدباقر موحد ابطحی، مدرسه امام مهدی(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- صنعانی، ابوبکر عبدالرزاق بن همام، المصنف، هند، المجلس العلمی، ۱۴۰۳ق.
- عسقلانی، ابن حجر، تهذیب التهذیب، بیروت، دار صادر، بی تا.
- علامه مجلسی، محمدباقر، تحفة الزائر، قم، مؤسسه پیام امام هادی(ع)، ۱۳۸۶ش.
- غزالی، ابوحامد، إحیاء علوم الدین، بیروت، دار المعرفة، بیتا.
- قاری، علی بن محمد، مرقاة المفاتيح شرح مشکاة المصابيح، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۲ق.
- قمی، شیخ عباس، کلیات مفاتیح الجنان، قم، انتشارات اسوه، بیتا.
- کعبی، علی موسی، الامام موسی بن الکاظم علیه السلام سیره و تاریخ، بیجا، مؤسسه الرساله، ۱۴۳۰ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علیاکبر غفاری، تهران، انتشارات دار الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- کیانی فرید، مریم، «زیارت»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۹۵ش.
- لکنوی، محمد عبدالحی بن محمد عبدالحلیم، ابراز الغی الواقع فی شفاء العی، بیجا، انتشارات چشمه فیض، بیتا.
- مالک بن انس، الموطأ، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۶ق.
- متقی هندی، علاء الدین علی بن حسام الدین، کنز الاعمال، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۱ق.
- محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، ۱۳۷۶ش.
- نووی، یحیی بن شرف، صحیح مسلم مع شرح الامام النووی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۹۲ق.