د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) خطبه

د wikishia لخوا

د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) خطبه د ۶۱ق کال د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) خبرو ته اشاره لري چې د عمر بن سعد لښکریانوته په خطاب کې یې ورکړې وه. امام حسین(ع) په دغه خطبه کې ځان معرفي کړ، بیا یې د کوفیانو بلنه عراق ته د خپل راتګ سبب وبلله او د لیکونو د ځینو لیکوالانو د نومونو په اخستلو سره یې چې د ابن سعد په لښکر کې وو، د هغوي د بلنې یادونه وکړه او د ذلت په نه منلو او له یزید بن معاویه سره په بیعت نه کولو یې ټینګار وکړ.

د کربلا د پېښې د تاریخ لیکونکي ابو مخنف په لیکنه، د لیکونو لیکونکو د خپلې بلنې نه انکار وکړ. همداراز شمر ابن ذی الجوشن د امام حسین(ع) خبره غوڅه کړه. د محمد هادي یوسفي غروي په وینا د شمر دغه کار د ابن سعد د لښکریانود متاثره کېدو د مخنیوي لپاره شوی دی.

اهمیت او مقام

د امام حسین(ع) خطبه د شیعیانو د دریم امام خبرې دي چې د هجرت په ۶۱ کال یې د عاشورا په ورځ د عمر سعد د لښکریانو (په کوفې کې د یزید بن معاویه د والي عبیدالله بن زیاد پوځیان چې له امام حسین(ع) سره د جنګ لپاره کربلا ته استول شوې وو) ته په خطاب کې یې وکړې. دا خبرې د شیعهاو سني په کتابونو کې په ځینې اختلاف سره نقل شوې دي.[۱]

مینځ پانګه

امام حسین(ع) د عمر بن سعد له لښکریانو وغوښتل چې خبرې یې واوري او په جنګ بیړه نه کوي چې ورته نصیحت وکړي. همداراز له هغوي یې وغوښتل ې ورته فرصت ورکړي چې کوفې ته د خپل راتګ سبب توضیح کړي چې خبره په هغوي مشتبه او شکمنه پاتې نه شي.[۲]

هغه په دوام کې خپل ځان معرفي کړ او امام علی(ع)، پېغمبر(ص)، حمزة بن عبدالمطلب او جعفر بن ابی‌طالب ته د خپل نسب د رسېدو خبره یې وکړه.[۳] همداراز یې د خپل ځان او ورو امام حسن(ع) په باره کې د خدای د رسول(ص) دا وینا چې « دا دوه د جنت سرداران دي» هغوي ته وریاده کړه او ترې یې وغوښتل چې که په خبره یې باور نه راځي جابر بن عبدالله انصاری، ابوسعید خدری، سهل بن سعد ساعدي، زید بن ارقم او انس بن مالک په شان اصحابو دې چې لا ژوندي دي پوښتنه وکړي.[۴] بیا یې دې ته په اشارې سره چې هغه د پېغمبر(ص) لمسی دی د ابن سعد له لښکریانو وپوښتل چې ایا په تاسو کې مې څوک وژلي دي یا مې د چا مال خوړلی دی او دا چې څوک مې ژوبل کړې دي؟[۵]

له دې وروسته یې د کوفۍ په خط لیکونکو کې شبث بن ربعي، حجار بن ابجر، قیس بن اشعث او یزید بن حارث ته وویل چې ایا تاسو نه وئ چې ماته مو لیکونه ولیکل او زه مو کوفې ته وبللم.[۶]

هغه خپلې خبرې د «إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَ رَبِّكُمْ أَنْ تَرْجُمُونِ»[۷] په ایت سره چې د فرعونیانو د ضد په وړاندې د حضرت موسی(ع) کیسې ته اشاره لري او په «...بِرَبِّي وَ رَبِّكُمْ مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسابِ»[۸] آیت سره پای ته ورسولې.[۹]

غبرګونونه

د ابو مخنف په لیکنه کله چې امام حسین(ع) د ابن سعد له لښکریانو وغوښتل چې خبرې یې واوري چې کوفې ته د راتللو سبب یې بیان کړي، ځینې ماشومان او ښځې په ژړا شوې.امام حسین(ع) له حضرت عباس او علي اکبره وغوښتل چې هغوي غلې کړي او دا مشهوره جمله «سَكِّتَاهُن‏ فَلَعَمْرِي لَيَكْثُرَنَّ بُكَاؤُهُنَّ؛ غلې یې کړئ په خدای قسم لا ورته ډېرې ژړاګانې پرتې دي» یې همدلته وویله.[۱۰]

همداراز وروسته له دې چې امام حسین(ع) د ابن سعد له لښکریانو وغوښتل چې که خبرې یې نه مني نو هغو اصحابو ته دې چې ژوندي دي رجوع وکړي شمر بن ذی الجوشن چغه کړه: هغه خدای په یوه خبره مني ( له دې کنایه چې هغه یوازې په ژبه د خدای پرستش کوي او نه پوهیږي چې څه وایي؟ د شمر په خبره حبیب ابن مظاهر غبرګون وښود چې ورته یې وویل: خدای دې په زړه ټاپه وهلې ده.[۱۱] د اسلامي تاریخ د څېړاندي محمد هادي یوسفي غروي په وینا، د شمر له خوا د امام حسین(ع) د خبرو غوڅول د دې لپاره وو چې د ابن سعد په لښکریانو تاثیر ونه کړي.[۱۲]

د لیکونو لیکوالانو د خپلو بلنو انکار وکړ.[۱۳] د امام حسین(ع) له خبرو وروسته قیس بن اشعث وویل: ولې دې له خپل تربور (یزید) سره بیعت نه کوې؟ امام حسین(ع) وفرمایل:: «لا وَ اللهِ لَا أُعْطِيكُمْ بِيَدِي إِعْطَاءَ الذَّلِيلِ وَ لَا أَفِرُّ فِرَارَ الْعَبِيدِ؛ په خدای قسم خپل لاس د ذلیلو انسانانو په شان ستاسو په لاس کې نه درکوم او د مریانو په شان نه تښتم.» [۱۴]

د خطبې متن او ژباړه

متن ژباړه
أَيُّهَا النَّاسُ اسْمَعُوا قَوْلِي وَ لَا تَعْجَلُوا حَتَّى أَعِظَكُمْ بِمَا يَحِقُّ لَكُمْ عَلَيَّ وَ حَتَّى أُعْذِرَ إِلَيْكُمْ فَإِنْ أَعْطَيْتُمُونِي النَّصَفَ كُنْتُمْ بِذَلِكَ أَسْعَدَ وَ إِنْ لَمْ تُعْطُونِي النَّصَفَ مِنْ أَنْفُسِكُمْ فَأَجْمِعُوا رَأْيَكُمْ ثُمَّ لا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَ لا تُنْظِرُونِ إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتابَ وَ هُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ

ثُمَّ حَمِدَ اللهَ وَ أَثْنَى عَلَيْهِ وَ ذَكَرَ اللهَ بِمَا هُوَ أَهْلُهُ وَ صَلَّى عَلَى النَّبِيِّ (ص) وَ عَلَى مَلَائِكَةِ اللهِ وَ أَنْبِيَائِهِ فَلَمْ يُسْمَعْ مُتَكَلِّمٌ قَطُّ قَبْلَهُ وَ لَا بَعْدَهُ أَبْلَغُ فِي مَنْطِقٍ مِنْهُ ثُمَّ قَالَ أَمَّا بَعْدُ فَانْسُبُونِي فَانْظُرُوا مَنْ أَنَا ثُمَّ ارْجِعُوا إِلَى أَنْفُسِكُمْ وَ عَاتِبُوهَا فَانْظُرُوا هَلْ يَصْلُحُ لَكُمْ قَتْلِي وَ انْتِهَاكُ حُرْمَتِي أَ لَسْتُ ابْنَ بِنْتِ نَبِيِّكُمْ وَ ابْنَ وَصِيِّهِ وَ ابْنِ عَمِّهِ وَ أَوَّلِ الْمُؤْمِنِينَ الْمُصَدِّقِ لِرَسُولِ اللهِ بِمَا جَاءَ بِهِ مِنْ عِنْدِ رَبِّهِ أَ وَ لَيْسَ حَمْزَةُ سَيِّدُ الشُّهَدَاءِ عَمِّي أَ وَ لَيْسَ جَعْفَرٌ الطَّيَّارُ فِي الْجَنَّةِ بِجِنَاحَيْنِ عَمِّي

أَ وَ لَمْ يَبْلُغْكُمْ مَا قَالَ رَسُولُ اللهِ لِي وَ لِأَخِي هَذَانِ سَيِّدَا شَبَابِ أَهْلِ الْجَنَّةِ فَإِنْ صَدَّقْتُمُونِي بِمَا أَقُولُ وَ هُوَ الْحَقُّ وَ اللهِ مَا تَعَمَّدْتُ كَذِباً مُنْذُ عَلِمْتُ أَنَّ اللهَ يَمْقُتُ عَلَيْهِ أَهْلَهُ وَ إِنْ كَذَّبْتُمُونِي فَإِنَّ فِيكُمْ مَنْ لَوْ سَأَلْتُمُوهُ عَنْ ذَلِكَ أَخْبَرَكُمْ سَلُوا جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللهِ الْأَنْصَارِيَّ وَ أَبَا سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ وَ سَهْلَ بْنَ سَعْدٍ السَّاعِدِيَّ وَ زَيْدَ بْنَ أَرْقَمَ وَ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ يُخْبِرُوكُمْ أَنَّهُمْ سَمِعُوا هَذِهِ الْمَقَالَةَ مِنْ رَسُولِ اللهِ ص لِي وَ لِأَخِي أَ مَا فِي هَذَا حَاجِزٌ لَكُمْ عَنْ سَفْكِ دَمِي فَقَالَ لَهُ شِمْرُ بْنُ ذِي الْجَوْشَنِ هُوَ يَعْبُدُ اللهَ عَلى حَرْفٍ إِنْ كَانَ يَدْرِي مَا تَقَوَّلَ فَقَالَ لَهُ حَبِيبُ بْنُ مُظَاهِرٍ وَ اللَهِ إِنِّي لَأَرَاكَ تَعْبُدُ اللهَ عَلَى سَبْعِينَ حَرْفاً وَ أَنَا أَشْهَدُ أَنَّكَ صَادِقٌ مَا تَدْرِي مَا يَقُولُ قَدْ طَبَعَ اللهُ عَلَى قَلْبِكَ

ثُمَّ قَالَ لَهُمُ الْحُسَيْنُ ع فَإِنْ كُنْتُمْ فِي شَكٍّ مِنْ هَذَا أَ فَتَشُكُّونَ أَنِّي ابْنُ بِنْتِ نَبِيِّكُمْ فَوَ اللهِ مَا بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَ الْمَغْرِبِ ابْنُ بِنْتِ نَبِيٍّ غَيْرِي فِيكُمْ وَ لَا فِي غَيْرِكُمْ وَيْحَكُمْ أَ تَطْلُبُونِّي بِقَتِيلٍ مِنْكُمْ قَتَلْتُهُ أَوْ مَالٍ لَكُمُ اسْتَهْلَكْتُهُ أَوْ بِقِصَاصِ جِرَاحَةٍ فَأَخَذُوا لَا يُكَلِّمُونَهُ

فَنَادَى يَا شَبَثَ بْنَ رِبْعِيٍّ يَا حَجَّارَ بْنَ أَبْجَرَ يَا قَيْسَ بْنَ الْأَشْعَثِ يَا يَزِيدَ بْنَ الْحَارِثِ أَ لَمْ تَكْتُبُوا إِلَيَّ أَنْ قَدْ أَيْنَعَتِ الثِّمَارُ وَ اخْضَرَّ الْجَنَابُ وَ إِنَّمَا تَقْدَمُ عَلَى جُنْدٍ لَكَ مُجَنَّدٍ.

فَقَالَ لَهُ قَيْسُ بْنُ الْأَشْعَثِ مَا نَدْرِي مَا تَقُولُ وَ لَكِنِ انْزِلْ عَلَى حُكْمِ بَنِي عَمِّكَ فَإِنَّهُمْ لَمْ يُرُوكَ إِلَّا مَا تُحِبُّ فَقَالَ لَهُ الْحُسَيْنُ لَا وَ اللهِ لَا أُعْطِيكُمْ بِيَدِي إِعْطَاءَ الذَّلِيلِ وَ لَا أَفِرُّ فِرَارَ الْعَبِيدِ

ثُمَّ نَادَى يَا عِبَادَ اللهِ إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَ رَبِّكُمْ أَنْ تَرْجُمُونِ أَعُوذُ بِرَبِّي وَ رَبِّكُمْ مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسابِ.[[۱۵]]

ای ښکېلو خلکو، ما واورئ او بیړه مه کوئ چې تاسو ته د هغه څه چې پر ما ستاسو حق دی نصیحت وکړم، او خپل عذر تاسو ته ښکاره کړم. نو که انصاف وکړئ نېکمرغه به شئ او که انصاف ونه کړئ نو ښه وګورئ چې کار مو د غم سبب نه شي. او بیا زما په اړه هر څه چې کوئ وې کړئ او مهلت مه راکوئ، بې شکه زما ولي هغه خدای دی چې قران یې رالېږلی او هغه دی د ښو او غوره انسانانو سرپرست او ملګری.

بیا یې د خدای حمد او ثنا وکړه، او په ښو او غوره ټکو یې د هغه یادونه وکړه او د خداي په پېغمبر(ص) او پرښتو او پېغمبرانو یې درود ولېږه، او له هیڅ ویناواله له هغه مخکې او له هغه وروسته داسې بلیغې او موثرې خبرې نه دي اورېدل شوې. بیا یې وفرمایل: اما بعد، نو زما نسب او توکم وجاجوئ او وګورئ چې زه څوک یم، بیا په خود کې راشئ او ځانونه ملامته کړئ او وګورئ چې ایا زما وژل او زما د حرمت د پردې شلول له تاسو سره ښایي؟ ایا زه ستاسو د پېغمبر د لور زوی او د هغه د وصي بچی نه یم، هغه کس چې د پېغمبر(ص) د تره زوی او لومړی کس و چې د خدای رسول (ص) یې په هغه څه کې چې د خپل پالونکي له لوري یې راوړې وو تصدیق کړ؟ ایا سید الشهداء حمزه زما تره نه دی؟ ایا جعفر بن ابی طالب چې په دوو وزرو په جنت کې الوت کوي زما تره نه دی؟

ایا تاسو نه دي اورېدلې هغه څه چې د خدای رسول (ص) زما او زما د ورور په اړه وفرمایل چې: دا دوه د جنت د ځوانانو سرداران دي؟ نو که زما د خبرې تصدیق وکړئ حق همدا دی، په خدای قسم له هغه ورځې چې پوه شوی یم خدای د دروغجنو دښمن دی، دروغ مې نه دي ویلې، او که راته دروغجن ووایئ نو بې شکه په تاسو کې داسې کسان شته دي چې که له هغوي وپوښتئ تاسو به له هغه څه چې ما وویل خبر کړي، وپوښتئ له جابر بن عبدالله انصاري، ابا سعید خدري، سهل بن سعد ساعدي، او زید بن ارقم او انس بن مالک نه چې تاسو خبر کړي چې دا خبره یې زما او زما د ورور په اړه له پېغمبر (ص) څخه اورېدلې ده، ایا د خدای د رسول (ص) دا وینا زما د وینې له تویولو مخه نه نیسي؟

شمر بن ذی الجوشن وویل: هغه په یوه خبره د خدای پرستش کوي.( کنایه ده له دې چې خدای یوازې په ژبه مني) او نه پوهیږي چې څه وایي. حبیب بن مظاهر هغه ته وویل: په خدای قسم زه تا داسې وینم چې په اویا ژبو هم د خدای پرستش وکړې، او زه ګواهي ورکوم چې ته رښتیا وایي، او نه پوهیږې چې هغه څه وایي. خدای ستا په زړه (د حق خبرې له منلو) ټاپه وهلې ده.

بیا حسین علیه السلام وفرمایل: که په دې خبره کې هم شک لرئ، ایا په دې کې مو هم شک دی چې زه ستاسو د پېغمبر د لور زوی یم؟ په خدای قسم په ختیځ او لویدیځ کې د پېغمبر د لور زوی بې له ما بل څوک نه دی که هغه په تاسو کې وي او که په نورو کې! افسوس پر تاسو ایا له تاسو مې څوک وژلي دي چې وینه یې له ما غواړئ؟ یا مې درنه مال تروړلی؟ یا له ما د کومې ژوبلې قصاص غواړئ؟

له دې وروسته هغه حضرت چغه کړه؛ ای شبث بن ربعي، ای ججار بن ابجر، ای قیث بن اشعث او ای یزید بن حارثه، ایا تاسو نه وای چې ماته مو لیکونه ولیکل چې مېوې پخې شوې او باغونه شنه شوې دي او له تا سره به په تیار لښکر سره مرسته وکړو؟

قیس بن اشعث وویل: مونږ نه پوهیږو چې ته څه وایئ خو د خپل تربور حکم ته دې غاړه کېږده ځکه چې هغه به هیڅ شی بې له هغه څه چې ستا خوښ دي ستا په اړه ونه کړي!؟

حسین علیه السلام وفرمایل: نه په خدای قسم، نه به تاسو ته د ذلت لاس درکړم او نه به د مریانو په شان تېښته وکړم، بیا یې وفرمایل: ای د خدای بندګانو، بې شکه چې زه ستاسو او خپل پالونکي ته پناه وړم له دې چې ماته څه ازار راورسوئ، خپل پالونکي او ستاسو پالونکي ته پناه وړم له هر هغه سرغړاندي چې د جزا په ورځ یې ایمان رانه وړ.[[۱۶]]

دوهمه خطبه

علامه مجلسي په بحار الانوار کې د ابن شهر آشوب د مناقبو په نقل له امام حسینه یوه بله خطبه هم د عاشورا په ورځ د عمر بن سعد سپایانو ته په خطاب کې نقل کړې ده.[۱۷] د امام حسین(ع) خبره چې «تاسو زما خبره نه اورئ ځکه چې خېټې مو له حرام ماله ډکې دي او په زړونو مو د شقاوت مهر وهل شوی دی» په دې خطبه کې د امام حسین د خبرو په وړاندې د ابن سعد د لښکریانو د نه غلې کېدو په ځواب کې یې ورکړې ده.[۱۸]

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

  1. مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج‌۲، ص۹۶؛ طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۴۱؛ شامی، الدرالنظیم، ۱۴۲۰ق، ص۵۵۲؛ سید بن طاووس، لهوف، ۱۳۴۸ش، ص۹۶؛ ابن نما حلی، مثیرالأحزان، ۱۴۰۶ق، ص۵۴؛ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج‌۵، ص۴۲۵؛ ابن اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج‌۴، ص۶۱؛ ابن جوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ج‌۵، ص۳۳۹؛ ابومخنف، وقعة الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۰۶.
  2. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۷.
  3. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۷.
  4. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۷.
  5. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۸.
  6. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۸.
  7. سوره دخان، آیه۲۰.
  8. سوره مؤمن، آیه۲۷.
  9. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۸.
  10. ابومخنف، وقعة الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۰۶.
  11. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۷-۹۸.
  12. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الاسلامی، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۱۵.
  13. ابومخنف، وقعة الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۰۸.
  14. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۸.
  15. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۹۷-۹۸.
  16. شیخ مفید، الارشاد، ترجمه رسولی محلاتی، تهران، ج۲، ص۱۰۰-۱۰۱.
  17. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۹.
  18. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۹.

سرچينې

  • ابن اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت،‌ دار صادر -‌دار بیروت، ۱۳۸۵ق.
  • ابن جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد عبدالقادر عطا و مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت،‌ دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن نما حلی، جعفر بن محمد، مثیرالأحزان، قم، مدرسه امام مهدی، چاپ سوم، ۱۴۰۶ق.
  • ابومخنف، لوط بن یحیی، وقعة الطف، تحقیق محمدهادی یوسفی غروی، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، چاپ سوم، ۱۴۱۷ق.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، اللهوف علی قتلی الطفوف، ترجمه فهری زنجانی، تهران، انتشارات جهان، چاپ اول، ۱۳۴۸ش.
  • شامی، یوسف بن حاتم، الدرالنظیم فی مناقب الأئمة اللهامیم، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن نعمان، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، ترجمه سیدهاشم رسولی محلاتی، تهران، بی‌تا.
  • طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه، چاپ سوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، ‌دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر بن محمدتقی، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • یوسفی غروی، محمدهادی، موسوعة التاریخ الاسلامی، قم، مجمع اندیشه اسلامی، ۱۴۱۷ق.