کربلا

د wikishia لخوا
د کربلا ښار هوايي منظره

کربلا یا کربلای مُعَلّی په عراق کې د شیعیانو یو زیارتي ښار دی. په ۶۱ قمري کال کې د کربلا په پېښه کې د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو شهادت، او د امام حسین(ع) حرم او د حضرت عباس(ع) حرم شتون د شیعیانو په نزد دغه ښار ته ډېر اهمیت ورکړی دی.

د کربلا تاریخ له اسلامه مخکې او بابلي دور ته رسیږي. له اسلامي فتوحاتو وروسته یو شمېر قبیلې د کربلا په خواوشا او د فرات سیند په خوا کې اوسیدې. د محرم په لسمه د کربلا په پېښه کې د امام حسین او د هغه د ملګرو له شهادته وروسته شیعیان د امام حسین د زیارت لپاره کربلا ته تلل. د امام حسین(ع) او د کربلا د نورو شهیدانو زیارت ته د شیعیانو اهمیت ورکولو د شیعیانو په استوګن ځای د کربلا د بدلېدو زمینه برابره کړه. له دوهمې او دریمې قمري پېړۍ په کربلا کې د لومړیو ابادیو ډبره کېښودل شوه. د آل بویه په زمانه کې د کربلا ښار د آبادۍ د پراختیا لپاره ډېرې هڅې وشوې؛خو د کربلا د پراختیا او ابادۍ تر ټولو زیات کار د صفویانو او قاجاریانو په دور کې شوی دی.

په دریمې قمري پېړۍ کې د کربلا ښار په پراختیا سره د کربلا دیني مدرسې هم جوړې شوې. د کربلا د علمیه حوزې (دیني مدرسو) علمي ځلا په تاریخ کې له ټیټو هسکو سره یو ځای وه. د کربلا د حوزو له علمي ځلا سره په یو وخت ډېرې شیعه کورنۍ د علم د حاصلولو لپاره په کربلا کې استوګنې شوې چې آل طعمه و آل‌نقیب، بهبهاني، شهرستاني او شیرازي له هغو څخه دي.

کربلا ښار په تېرو دوو لسیزو کې ډېرې پېښې لیدلې دي. په کربلا د وهابیانو برید، په دغه ښار د عثماني والي نجیب پاشا حمله، د ۱۹۲۰ انقلاب او شعبانیه انتفاضه په دغو پېښو کې شاملې دي. د کربلا ښار په شلمه پېړۍ کې د عثماني سترواکۍ له سقوط او د بریتانیا له خوا یې له نیول کېدو وروسته د سیاسي ، ټولنیزو او فرهنګي تشکیلاتو او ګوندونو د جوړېدو او د عراق له خپلواکۍ وروسته یې د زیاتېدو کتونکی و. جمعیة الإتحاد والترقی، الجمعیة الوطنیة الإسلامیة، په کربلا کې شعبه حزب الدعوه الإسلامیه او د عراق د مجلس اعلای اسلامي څانګه په کربلا کې د شیعیانو له لویو ګوندونو ګڼل کیږي.

شیعیان په مختلفو مناسبتونو د نړۍ له مختلفو سیمو د زیارت لپاره دغه ښار ته ځي. د محرم او صفر په عزادارۍ په تېره بیا د اربعین د پلي تګ یا مارچ په دستورو کې دغه شتون اوج ته رسیږي. د اربعین ( د امام حسین د څلویښتۍ) د زایرانو شمېر په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریزو کلونو کې کابو شل میلیونه کسان راپور شوی دی.

کربلا په تاریخ کې نور نومونه هم لرلې، غاضریه، نینوا، طَفّ، عقر، حائر او نواویس یې ځینې دي.

پېژندګلوي

د کربلا نوی هوايي انځور؛ په ۲۰۰۳ کال کې د بعث د رژیم له نسکوریدو وروسته، کربلا ښار ښاري پراختیا لیدلې ده.

کربلا په عراق کې د شیعیانو یو زیارتي او سپېڅلی ښار دی[۱] دغه ښار په همدې نامه ولایت مرکز او د عراق په نیمه جنوبي سیمه او د پلازمېنې بغداد په کابو سل کلومیټرۍ کې واقع دی.[۲]

په کربلا کې د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو شهادت، د امام حسین(َع) حرم او د حضرت عباس(ع) حرم او نورو زیارتونو دغه ښار د شیعیانو په یو ډېر زیات لیدونکي ښار بدل کړی په تېره بیا د محرم د عزادارۍ او د حسیني اربعین په ورځو کې د خلکو شمېر ډېر زیاتیږي.[۳]

کربلا په ۱۹۱۴ میلادي کال کې د عثماني سترواکۍ له سقوط او په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حکومت له ختمېدو وروسته په عراق کې خاص سیاسي موقعیت خپل کړ.د برتانیې په خلاف په کربلا کې د شیعیانو د مرجع آیت الله محمد تقي شیرازي د جهاد فتوا او په دغه هیواد کې د برتانیې د شتون د دوام په اعتراض کې د عراق د خلکو د ۱۹۲۰ کال غورځنګ مشري، د عراق په معاصر تاریخ کې د کربلا د سیاسي رول بیانوونکې ده.[۴] د صدام له نسکورېدو وروسته هم د دغه هیواد د سیاسي او ټولنیزو حالاتو او د اسلامي نړۍ په هکله د عراق د شیعه مرجعیت دریځونه د جمعې په لمانځه کې اعلانیږي. د کربلا د جمعې لمانځه له ټریبیونه د داعش په خلاف د شیعه مرجع ایت الله سیستاني د فتوا اعلان له هغو څه دي.[۵]

د ۲۰۱۵ کال د سرشمېرنې په اساس د کربلا نفود کابو اوه لکه تنه راپور شوی دی.[۶] کربلا د تاریخ په اوږدو کې مختلف نومونه لرلې دي. غاضریه، نینوا، طَفّ، عقر، حائر او نواویس یې ځینې دي.[۷]

تاریخچه

ځینې سرچینې کربلا له اسلامه مخکې د بابلي پړاو د وخت ګڼي.[۸] ځينو راپورونو بیا کربلا له اسلامي فتوحاتو مخکې د مسیحیانو هدیره او ځینو د زرتشتیانو د اورتون مرکز ګڼلی دی.[۹] له پخوا راهسې د کربلا په خواوشا په تېره بیا د فرات سیند په شاوخوا سیمو کې ډېر کلي پراته وو.[۱۰] پر دې سربېره په ځینو روایتي متونو کې د پیغمبرانو یا لږ تر لږه د الوالعزم پېغمبرانو لکه نوح او ابراهیم علیهما السلام د شتون خبر راغلی دی.[۱۱]

د مسلمانانو له خوا د عراق او بین النهرین له فتح کېدو څخه د کربلا د پیښې تر کېدو پورې د کربلا په اړه له مسلمانانو ډېر کم راپورونه راغلې دي. په یو راپور کې راغلي چې خالد بن ولید په دولسم قمري کال کې په حیره جنګ کې پر حیره( د اوسني نجف خوا ته ) له ولکې وروسته، په کربلا کې پړاو وکړ[۱۲] ځینې راپورونه له جنګ صفینه د ستنېدو په وخت د امام علي له خوا له کربلا د تېرېدو خبره کوي چې پر اساس یې امام علي په کربلا کې د دمي او لمانځه لپاره ودرېده او د کربلا د پېښې په باره کې یې چې په راتلونکي د هغه له زوي امام حسین(ع) اصحابو او کورنۍ سره یې کیدونکې وې، وړاندوینه وکړه.[۱۳]

تر ټولو مهمه پېښه چې کربلا د هغه په وجه مشهوره او د شیعیانو په نزد یې زیات اهمیت وموند، د عاشورا پېښه ده. په دغه واقعه کې امام حسین(ع) له یزید سره له بیعت نه کولو وروسته او د کوفې د خلکو په بلنه چې ډېر لیکونه یې[۱۴] له امام حسین سره د بیعت لپاره لیکلي وو له مکې کوفې ته روان شو.[۱۵] د کوفې د والی عبید الله بن زیاد په امر[۱۶] او د حر بن یزید ریاحي لخوا د امام حسین(ع) د کاروان له ودرولو وروسته د امام قافله په کربلا کې تمېدو ته مجبوره شوه. [۱۷] د امام حسین د کاروان له تمېدو وروسته د ۶۱ ق کال د محرم په لسمه د امام حسین(ع) او د عمر بن سعد د لښکر تر مینځ جنګ وشو[۱۸] امام له ځپلو یو شمېر ملګرو سره په دغه ورځ شهیدان شول او د امام حسین(ع) د کاروان پاتې کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو اسیران شول او اول کوفې او بیا په شام کې د یزید پلازمېنې دمشق ته واستول شول.[۱۹]

د امام حسین(ع) حرم په زیارت د شیعه امامانو تاکید او ورته د شیعیانو پام، د بني امیه او بني عباسو په زمانه کې د امام حسین په قبر د زیارت او ودانۍ د جوړلو، پراختیا او د زایرانو او د مرقد د مجاورانو لپاره د استوګن ځای د جوړلو زمینه برابره کړه.[۲۰] د کربلا له پېښې وروسته د شیعه پاڅونونو کېدا هم د امام حسین قبر ته د شیعیانو په پاملرنه کې رول درلود. توابینو په خپل پاڅون کې وروسته له دې چې له نخیله دمشق ته روان شول په لاره کې یې د امام حسین د قبر زیارت وکړ.[۲۱] او د امام حسین په لاره یې خپله پابندي اعلان کړه.[۲۲] د مختار په پاڅون کې هم کربلا او د امام حسین زیارت ته توجه موجوده وه. مختار ثقفي لومړی کس و چې د امام حسین په قبر د ودانۍ د جوړولو تر څنګ یې د ګلونو، او د خرماوو د څانګو څخه جوړ شوي کورونه وړوکی کلی[۲۳] او جومات جوړ کړ.[۲۴]

د بني امیه و له کمزورتیا او د عباسیانو د دولت له جوړېدو سره په یو وخت د کربلا د زایرانو په زیاتېدو او د امام حسین د مرقد په خواوشا کې د ځینو مسلمانانو په استوګنېدو سره په کربلا کې ابادۍ جدي بڼه خپله کړه. په ښو ودانیزو مصالحو سره د امام حسین د مرقد په خوا کې نوي کورونه جوړ شول.[۲۵]

د شیعیانو له خوا دغه اقدامات د ځینو عباسي خلیفه ګانو لپاره ګواښ ګڼل کیدل له دې امله د هارون الرشید او متوکل عباسي په شان خلیفه ګانو په خپلو حکومتونو کې د حرم او د خواوشا ودانیو د ړنګېدو حکم ورکړ.[۲۶] سره له دې داسې ښکاري، د عباسي خلفاوو اقداماتو ونه کړی شول د ځینو شیعیانو په استوګن ځای د کربلا د بدلېدو مخه ونیسي. له هارون وروسته د مامون عباسي په حکومت کې د امام حسین د ړنګ شوی حرم او په کربلا کې د نسبي ابادۍ زمینه برابره شوه.[۲۷] د متوکل د پړاو له کنډوالو وروسته هم کربلا یو ځل بیا اباده شوه او د مرقد او ورانو شویو سیمو پر ابادولو سربېره نوي ځایونه منجمله د کربلا بازار هم جوړ شو.[۲۸]

د عباسیانو په دوره کې علمي ټولنې هم د امامانو د اصحابو له خوا په کربلا کې جوړې شوې چې ورته د کربلا د حوزې لومړۍ دوره ویل کیږي.[۲۹] د کربلا د ابادونې بهېر د ال بویه په زمانه کې نوې بڼه خپله کړه.[۳۰] چې ځینې ورته د کربلا د غوړېدو او ځلېدو پړاو وایي.[۳۱] بویهي واکمنانو د امام حسین د زیارت په ترڅ کې د امام حسین(ع) په مرقد نوې ودانۍ جوړه او د کربلا ښار یې پراخ کړ. د ښار د لومړي برج جوړېدل او د نویو کورونو او بازارونو تر څنګ د مدرسه عَضُدِیه او مسجد راس الحسین په شان ځایونو جوړېدل چې د عَضُدُالدوله دیلمی په امر په ۳۷۲ ق کې جوړ شو، د کربلا ښار د پراختیا ښودنه کوي.[۳۲]

د کربلا ښار عتبات عالیاتو ته د صفوي او قاجاري پاچانو په توجه سره له لسمې تر دیارلسمې قمري پېړۍ او د ایرانیانو په پراخو اقداماتو سره د معمارۍ او ابادۍ نوې پړاو ته داخل شو. په دغه پړاو کې د امام حسین(ع) د حرم پر بیا جوړېدو او پراخېدو سربېره د حضرت عباس(ع) حرم او نورو زیارتي مکانونه جوړ شول. په دغه پړاوونو کې په کربلا کې استوګنو ایرانیانو په تجارتي رونق او د حسینیو، علمیه مدرسو، کتابتونونو او جوماتو په جوړولو کې ډېر رول درلود. د کارِستِن نِیبُور، جان اشر په شان نړې ګرځندو او جغرافیا پوهانو د کربلا ښار د لیدلو په وخت په خپلو یونلیکونو کې د عثمانیانو په پړاو کې د کربلا د ښاري پراختیا او ترقۍ خبر ورکړی دی.[۳۳] د امریکا سیلاني او لرغون پېژاندي جان پیټرز هم په ۱۸۹۰ کال کې د کربلا د لیدلو په وخت لیکلې چې د کربلا نوې برخه چې د ښار له پخوانۍ کلایې بهر جوړه شوې د اروپایي ښارونو په شان پراخ او منظم واټونه لري.[۳۴]

زیارتي ځايونه

په کربلا ښار کې د حضرت عباس(ع) د حرم او د امام حسين(ع) د حرم يوه منظره

د حضرت امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) حرمونو د کربلا ښار د شیعیانو لپاره په ترټولو مهمو ښارونو کې راوستې دي.[۳۵] د امام حسین حرم چې د هغه حضرت(ع) او د هغوي د ملګرو او یو شمېر بني هاشمو د ښخېدو ځای دی چې د کربلا په پېښه کې شهیدان شول.[۳۶] د امام حسین زیارت همېشه د شیعیانو د پام وړ ځای پاتې شوی دی. په ځینو ورځو لکه عاشورا[۳۷] او اربعین[۳۸] او د شعبان په پینځلسمه[۳۹] د امام حسین د زیارت سپارښتنې سبب شوې چې په دغه ورځو کې ډېر زیات زایران کربلا ته لاړ شي.[۴۰] په شیعه فقه کې د امام حسین خاوره یې خاص احکام لري.[۴۱]

د امام حسین(ع) حرم په ځلونو د شیعیانو د مخالفانو منجمله عباسي خلیفه او وهابیانو له خوا ړنګ شو. د دغه حرم لومړی تخریب د متوکل په زمانه کې[۴۲] او وروستی یې په۱۴۱۱ ق کال کې د عراق د بعث حکومت له خوا په شعبانیه انتفاضه کې وشو.[۴۳]

د حضرت عباس(ع) حرم هم د امام حسین د حرم په شمال ختیځ په ۳۷۸ میټرۍ کې واقع دی. د کربلا زایران د امام حسین پر زیارت سربېره د حضرت عباس زیارت هم کوی.[۴۴] شیعیان د تاسوعا (د محرم په نهمه) د حضرت عباس په حرم کې عزاداري کوي. د شیعه د عزادارۍ په کال هنداره کې د تاسوعا ورځ حضرت ابوالفضل العباس(ع) ته منسوبه ده.[۴۵]

دوتنه:مقام امام زمان در کربلا.jpg
په کربلا کې د امام زمان(عج) مقام

د کربلا ښار د امام حسین او حضرت عباس پر حرمونو سربېره نور هم ډېر زیارتي ځایونه لري چې زیاتره یې د کربلا په پېښې پورې اړوندیږي. د تل زینبیه خیمه ګاه، آو د حر ابن یزید ریاحي مرقد له هغو څخه دي. د امام حسین(ع) حرم ته نزدې دوه مقامه یو د امام صادق(ع) مقام او بل د امام زمان(ع) مقام دی چې د شیعه په فرهنګ کې خاص احترام او لري او زیارتګاه دي.[۴۶]

په دوو وروستیو پېړیو کې سیاسي او ټولنیزې پېښې

کربلا په وروستیو دوو پېړیو کې ډېرې سیاسي، فرهنګي او ټولنیزې پېښې لیدلې دي.

د وهابیت حمله

د ۱۲۱۶ق کال د ذی الحجې په اتلسمه، وهابیان د عبدالعزیز بن سعود په مشرۍ له حجازه عراق ته ننوتل او په کربلا یې برید وکړ.هغوي د خیمه ګاه محلې له لارې ښار ته داخل شول او د امام حسین د حرم د قیمتي شیانو لوټل او د خلکو وژل او چورول یې پېل کړل. په دغه ورځ د کربلا ډېر خلک د غدیر اختر د ورځې له همیشني دود سره سم په نجف کې د امام علي(ع) حرم ته تللې وو. له دې امله د کربلا په ښار کې د مقاومت او مقابلې لپاره سړي نه وو. تاریخي سرچینې د دغه پېښې د قربانیانو شمېر له یو زر تر څلورو زرو راپور کړی دی.[۴۷] په دې پېښه کې د امام حسین(ع) حرم ته سخت تاوان ورسېد.

د نجیب پاشا حمله

وروسته له دې چې د کربلا خلکو په ۱۲۸۵ ق کال کې د عثمانیانو واکمني ونه منله، په عراق کې عثماني واکمن نجیب پاشا د عثمانیانو د واکمنۍ د منلو او تسلیمېدو لپاره د عراق خلکو ته د څو ورځو مهلت ورکړ. د کربلا په ښار دننه د عثمانیانو د حملې د مخنیوي لپاره د شیخیه د دوهم مشر او په کربلا کې د استوګن عالم سید کاظم رشتي د مینځګړې توب له ناکامۍ او د کربلا د خلکو له نه تسلیمیدو وروسته نجیب پاشا په کربلا د حملې حکم ورکړ. عثماني عسکرو د امام حسین(ع) حرم او د حضرت عباس(ع) له حرم او د سید کاظم رشتي له کوره پرته په ټولو ځایونو د حملې اجازه لرله. د کربلا ځینو خلکو له تاوانه د بچېدو لپاره د حضرت ابوالفضل حرم ته پناه یوړه، سره له دې دغه ځای هم د عثمانیانو له حملې بچ پاتې نه شو. د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې کابو لس زره کسان ووژل شول. دغه پېښه د غدیر الدم ( د وینې غدیر) په نامه مشهوره شوه.[۴۸]

له ښکېلاک سره مقابله

په کربلا کښې د حضرت عباس(ع) د حرم په دروازه کښې د عراق د بعث فوځ پراخ شتون د شعبانیه انتفاضې له ماتی وروسته.

د کربلا ښار د عثمانیانو د سترواکۍ د ماتېدو او په ۱۹۱۷ م کال کې د انګریزانو د شتون په زمانه کې د انګریزانو په خلاف د مبارزې اصلي مرکز و. د عراق د ۱۹۲۰م کال غورځنګ چې وروسته په ثورة العشرین مشهور شو، په کربلا کې د شیعه مرجعیت محمد تقي شیرازي په مشرۍ جوړ شو. دغه ورځنګ د عراق د خپلواکۍ او له دغه هیواده د برتانیې په وتلو له عمل نه کولو وروسته وشو.[۴۹]

شعبانیه انتفاضه

اصلی مقاله: د عراق شعبانیه انتفاضه

کربلا د ۱۴۱۱ ق په شعبان /۱۳۶۹ لمریز کال کې د صدام حسین په مشرۍ د بعثیانو د حکومت په خلاف د عراق د خلک د پاڅون په دوران کې د دغه پاڅون اصلي مرکز و. دغه ښار د عراق له دیارلسو ولایتونو سره یو ځای په شعبانیه انتفاضه کې د ولسي ځواکونو لاس ته ولوېد[۵۰] خو اخر د صدام تر امر لاندې ځواکونو له خوا پاڅون کنټرول او وځپل شو. د بعث پوځ له خوا د خلکو په ځپنه کې د امام حسین(ع) حرم ته هم تاوان ورسید. د ځینو سرچینو په وینا په درست عراق کې له درې تر پینځو لکو کسان په دغه پاڅون کې مړه او کابو دوه میلیونه بې کوره شول.[۵۱]

د صدام له نسکورېدو وروسته د امریکا له پوځ سره جنګ

په ۲۰۰۳ عیسوي کال کې پر عراق له برید وروسته په کربلا کې د امریکايي ایتلافي ځواکونو حضور؛ په دې انځور کې یو امریکایی عسکر د حضرت عباس(ع) د حرم په لور په سړک کې د یوه ځانمرګي موټر ترڅنګ ولاړ دی.

کربلا په ۲۰۰۳ م کال کې په عراق د امریکایانو د حملې په زمانه کې د امام حسین(ع) حرم او حضرت عباس(ع) حرم ته په تلونکو سړکونو له امریکایي ځواکونو سره د کربلا د خلکو د پراخو پوځي نښتو کتونکې وه. همداراز په ۲۰۰۴ کال کې په نجف، بصرې، د بغداد په صدر ښارګي کې له امریکایانو سره د جیش المهدي په نامه په صدر بهېر پورې وابسته د شعیانو د یوې ډلې له پوځي نښتو وروسته، امریکایان په کربلا د صدر د پلویانو د احتمالي حملې د تمبولو لپاره له زغروالو تجهیزاتو سره د کربلا ښار ته ننوتل او د صدر بهېر په دفتر د حملې په ترڅ کې یې د حرم خواوشا واټونه هم بند کړل. د دغه نښتو اصلي علت په عراق کې د امریکا د پوځ له نیواکګرۍ سره مخالفت ګڼل شوی و.[۵۲]

د جیش المهدي پلویانو پلوي شیعیان په کربلا کې په ۲۰۰۷ م کال کې هم له امریکایانوسره ونښتل. په دې فرق سره چې له جیش المهدي سره د نښتې اصلي لوری د عراق پولیس وو او امریکایان د عراق د پولیسو د ملاتړو ځواکونو په توګه په کربلا ښار کې د نښتې ډګر ته داخل شول.[۵۳]

په کربلا کې ترهه ګره حملو

په عراق کې د بعث رژیم له سقوطه وروسته ترهه ګرو او په القاعدې پورې تړلو تکفیري ډلو د بعث ګوند د پخوانیو افسرانو د یوې ډلې په ملګرتیا په کربلا کې ترهه ګر عملیات وکړل.[۵۴] دغه ترهه ګرې حملې چې د عراق په نورو ښارونو کې هم وشوې د سر او مال ډېر تاوانونه لرل. په کربلا کې زیاتره ترهه ګر اقدامات د امام حسین د عزادارۍ او د اربعین د پلي تګ یا مارش په دستورو کې وشول.[۵۵]

سیاسي او ټولنیز تشکیلات او ګوندونه

د کربلا ښار په دوو وروستیو پېړیو کې د شیعه د تقلید د مرجع د اوسېدو او د کربلا د علمیه حوزې د ځلېدو په وجه د عراق په سیاسي ټولنیزو بدلونونو کې مهم رول ولوباوه. په کربلا کې د سیاسي ټولنیزو تشکیلاتو فعالیت د عراق او کله کله د ایران له سیاسي بدلونونو سره یو ځای وو. د ایران د مشروطه غورځنګ په وړاندې په نجف او کربلا کې د استوګنو عالمانو غبرګون له هغوي څخه دی. د مشروطه غورځنګ لکه څنګه چې یې د نجف حوزه او عالمان له توپان سره مخ کړل په کربلا یې هم اثرات وشیندل په دې فرق سره چې کربلایانو د مشروطه په نسبت منفي دریځ درلود.[۵۶]

کربلا په شلمې پېړۍ کې او په تېره بیا د برتانیې له خوا د عراق د نیواک په پړاو کې هم د مختلفو ګوندونو او بهېرونو یا د عراق د فعالو ګوندونو د یوې څانګې د جوړېدو کتونکې وه. په کربلا کې شیعه مرجعیت او د دغه ښار علمیه حوزې په کربلا کې له ځینو فعالو بهیرونو سره سیاسي، فکري او فرهنګي ملګرتیاوې لرلې. د عراق خپلواکي او له دغه هیواده د برتانیې وتل د شلمې پېړې په لومړۍ نیمایي کې د عراق د بهیرونو یو اصلي هدف و. جمعیة الإتحاد و الترقی و الجمعیة الوطنیة الإسلامیة دغه شان یو ګوند و.[۵۷] جمعیة الوطنیه په کربلا کې د شیعه مرجعیت د محمد تقي شیرازي د زوي محمد رضا شیرازي او د کربلا ځینو عالمانو اوپه کربلا کې د یو شمېر عالمانو له خوا جوړ شو دغه تشکیلاتو د میرزای شیرازی د جهاد له فتوا وروسته د عراق د ۱۹۲۰ کال د انقلاب په جوړېدو کې مهم رول درلود.[۵۸]

د عراق د خپلواکۍ په سیوري کې د مختلفو کمیونسټي ډلګیو په جوړېدو سره، د«حزب الشیوعی» په شان د کمیونسټي ګوندونو یوې څانګې په کربلا او نجف ښارونو کې فعالیت پېل او ډېر ځوانان ځانته جذبول.[۵۹] په نجف او کربلا کې حوزه او مرجعیت د اسلام لپاره د کمیونزم د پراختیا له ګواښ سره د مقابلې لپاره، د یو لړ تشکیلاتو د جوړلو په فکر کې شول.[۶۰] دغه تشکیلات د حزبُ الدّعوَةِ الاسلامیة په نوم سره په ۱۹۵۶میلادي کال کې جوړ شو. په کربلا کې د حزب الدعوه یوه لومړۍ غونډه جوړه شوه.[۶۱] د دغه ګوند یو شمېر سیاسي مشران لکه ابراهیم جعفري او نوري مالکي د کربلا استوګن وو.[۶۲] په ۱۹۶۲ کال کې له حزب الدعوه وروسته هم په شیرازي کورنۍ پورې اړوند اسلامي عمل تنظیم هم په کربلا کې جوړ شو.[۶۳]

د صدام حسین په مشرۍ د بعث حکومت په دوران کې هم د عراق یو شمیر شیعه عالمانو او روحانیونو د عراق مجلس اعلای اسلامي ګوند جوړ کړ.[۶۴] د صدام د حکومت له نسکورېدو وروسته په عراق کې ډېر شیعه بهیرونه جوړ شول چې زیاترو یې په کربلا کې یوه څانګه لرله او په سیاسي کلتوري فعالیتونو لګیا شول. منجمله په هغو کې د عراق بدر تنظیم او صدر بهیر ته اشاره کولی شو.

دستورې

د کربلا پېښې او د امام حسین پاڅون په شیعه ټولنو ډېر فرهنګي او کلتوري اثرات شیندلې دي. د کربلا ښار د عاشورا له پېښې متاثره د ډېرو فرهنګي پېښو زېږنځای دی. په کربلا کې د شیعه دستورو جوړېدل لکه طویریج د عزادارۍ دستورې، د اربعین زیارت او د اربعین پلی تګ، د حسینیو جوړېدل، د کربلا له خاورې د سجده ګاه(مهر) او تسپو جوړول او تعزیه په دغه مواردو کې شامل دي.

طُوَیریج

د کربلا د شیعیانو یوه دستوره د طویریج د عزادارۍ د دستو یا ډلو جوړول دي. طویریج د کربلا په لس کلومیټرۍ کې د یو ښار نوم دی چې زیاتره د عاشورا په ورځ د کربلا د شیعیانو دستورو ته اشاره لري. د کربلا شیعیان د عاشورا په مازیګر د طویریج له ښارګي څخه پلي د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) حرم ته ځي او کله چې د امام حسین(ع) حرم ته نزدې شي د بین الحرمین فاصله د حرم تر دننه پورې په هرولې (چاخې چاخې منډې) سره خپل سرونه او سینه وهي. دغه دستورې د عاشورا په مازیګر کربلا ته د دغه ښار د خلکو د ناوخته رسېدو په یاد ترسره کیږي.[۶۵]

د اربعین زیارت

د شیعیانو یوه مذهبي دستوره په کربلا کې داربعین زیارت دی. شیعیان له هماغه لومړیو پېړیو د معصومو امامانو په سپارښتنه د اربعین زیارت ته خاص پام لري.[۶۶] په عراق کې ډېر شیعیان او په ایران کې ځینې شیعیان اوهمداراز د نورو سیمو شیعیان په حسیني اربعین کې د شرکت لپاره له نجفه پیاده د کربلا په لور روانیږي. دغه دستورې د اربعین د پلي تګ یا پیاده روۍ په نامه مشهورې دي. د اربعین په ورځ د هغو عزادارانو چې د عراق له نزدې لرې ښارونو یا د نړۍ له نورو سیمو کربلا ته راغلې وي د عزادارانو یو عظیم ټول جوړیږي.[۶۷]

د کربلا خاوره

تربت کربلا یعنې د کربلا خاوره یا د امام حسین(ع) تربت چې معمولا هغه خاوره یا دوړه ده چې د امام حسین د قبر له خواوشا راغونډيږي، د هغه فضیلت په وجه چې په روایتونو کې نقل شوی، شیعیان یې ډېر زیات درناوی کوی.[۶۸] شیعیان د کربلا له خاورې د لمانځه د مهر (سجده ګاه) او تسپو جوړولو کار اخلي.[۶۹] په فقهي سرچینو کې په لمانځه کې د کربلا په خاوره سجده مستحبه ګڼل شوې ده.[۷۰]

د زایرانو د استوګنې لپاره د حسینیې جوړول

یوه ودانۍ چې د کربلا په القبله کوڅه کې د پخواني اصفهاني حسینیه ته منسوبه ​​ده؛ دا انځور په 1956 کې اخیستل شوی.

د کربلا د زایرانو د استوګنې لپاره د حسینیې جوړول له هغو اقداماتو دي چې په تېرو لسیزو کې شوې دي. په کربلا کې د لومړۍ حسینیې لومړی تاریخ یوولسمي قمري پېړۍ ته ګرځي. د قاجاریانو په دوره کې د عراق د عتباتو د ځینو برخو له جوړېدو سره په یو وخت په عراق کې عثماني والي په ۱۱۲۷ کال کې په کربلا کې د زایرانو د هوساینې لپاره یوه حسینیه جوړه کړه.[۷۱] وروسته په ۱۳۶۷ کال کې د سوداګرو یوې ‌ډلې چې ایرانیان وو دغه ځای د عراق د اوقافو له سازمانه واخیسته او له یو شمیر عراقي او کویتي سوداګرو سره یې دغه حسینیه بیا ورغوله. دغه حسینیه له بیارغونې وروسته د تهرانیانو په حسینیې مشهوره شوه او وروسته یې نوم په حیدریه حسینیې بدل شو.[۷۲] له دې تاریخه مخکې د حسینیې په نامه د کوم ځای ذکر په تاریخ کې نه دی راغلی . له دې نیټې وروسته په کربلا کې زیاتره حسینیې یا امامباړې د څوارلسمې قمري پېړۍ له دوهمې او دریمې لسیزې وروسته جوړې شوې.[۷۳] په دې کې یو شمېر حسینیې د ایراني تاجرانو او عالمانو او ځینې یې د هندي شیعیانو له خوا جوړې شوې دي[۷۴] د بعث حکومت له سقوطه وروسته د حسینیې او زایرسراګانو جوړېدل زیات شول او د هوټلو جوړېدو هم د حسینیې د جوړېو بهیر کم نه کړی شو.[۷۵]

تعزیه

د تعزیې هنر د مذهبي نندارې په توګه د عراق په ښارونو منجمله کربلا کې دود دی. تعزیه په ننني شکل، په ایران کې د قاجاریانو په دور کې له پراختیا وروسته، په کابو شلمه مېلادي پېړۍ کې عراق ته ورسیده.[۷۶] دغه دستورې په کربلا او نجف کې په تعزیې سربېره د تشابیه یا مسرح الحسیني په نامه هم پېژندل کیږي.[۷۷] د تعزیې د هنر ترسره کېدل د شیعانو د نورو دستورو په شان په اویایمې میلادي لسیزې کې حکومت ته د بعث ګوند له رسیدو وروسته محدود او اخر ممنوع شول.[۷۸] په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو وروسته د تعزیې دستورې هم د عراق په مختلفو سیمو کې احیا شوې.

د کربلا شاعران

د عراق د تاریخي او ادبي سرچینو له مخې، د کربلا شاعرانو د عراق په سیاسي ادبي غورځنګونو کې مهم رول لرلی دی. د هغوي ځینې ادبي سیاسي، او ټولنیز فعالیتونه په کربلا او نورو ښارونو کې د شعر او ادب په ټولنو کې کېدل. جمعیة الندوة الشباب العربی، ندوة الخمیس العربی، المنتدی الثقافی او جمعیة الشعراء الشعبیین په کربلا کې د ادبي ټولنو ځینې بېلګې دي.[۷۹] په دې کې ځینې ټولنې اوس هم فعالې دي.[۸۰] په دې مینځ کې په کربلا کې آییني یا دیني شعر هم په کربلا کې د شعر له نورو سبکونو سره دود پاتې شوی دی. د شعر دغه سبک د آستان قدس حسیني او آستان مقدس حضرت عباس په ملاتړ سره د عراق په ځوانو شاعرانو کې ډېر پلویان لري.

علميه حوزې (دیني مدرسې)او مرکزونه

اصلی مقاله: د کربلا علمې حوزه

په کربلا کې د اسلامي دیني علومو مخینه لومړیو قمري پېړیو کې د معصومو امامانو(ع) د ځینو اصحابو او شیعه راویانو شتون ته ورګرځي. هغوي په دې دوره کې په کربلا کې د شیعیانو په تربیت لګیا وو.د امام هادي او امام حسن عسکري(ع) نزدې صحابي عبدالله بن جعفرحمیري په دغه ښار کې ډېر شاګردان تربیت کړې دي.[۸۱] د غیبت له دورې وروسته د نجاشی، سیدبن طاووس، شهید اول او ابن‌فهد حلی په شان فقیهانو په دغه ښار کې علم حاصل کړ.[۸۲]

په نهمې قمري پېړۍ کې په کربلا کې علمیه حوزه جوړه شوه چې د دغه حوزې لومړي مخکښان، سید عزالدین حسین بن مساعد حائری و فیض الله برمکی بغدادی وو.[۸۳] د کربلا په علمیه حوزه کې دوه مکتبه فعال وو اخباري او اصولي، خو اخباري مکتب زیات پلویان نه لرل.[۸۴] د صفویانو په راتګ سره د محمدامین استرابادي له خوا اخباري مکتب احیا شو. د صفویانو له سقوط او د سني مذهبه افغانانو ځورونو او د نادر شاه فشارونو ایراني عالمان عراق په تېره بیا کربلا ته مهاجرت ته مجبوره کړل. په دغه پړاو کې اخباري مکتب په کربلا کې اوج ته رسیدلی و. زیات شمېر ایراني عالمانو اخباري نظر درلود. سره له دې اخباري مکتب په ځینو دلایلو مخ په ځوړ شو.[۸۵]

د کربلا حوزې په دیارلسمې هجري پېړۍ کې نجف ته د ایراني عالمانو په مهاجرت او یا ایران ته په ستنېدو سره یې نور هغه پخوانی شان نه لره تر دې چې محمد تقي شیرازي له سامرا څخه کاظمین او په نهایت کې کربلا ته هجرت وکړ. په عراق کې د بریتانیا له نیواکګرۍ سره په مبارزه کې دهغه مشري او د برتانیې په خلاف پراخ غورځنګ کې د کربلا د علمیه حوزې د یو شمیر عالمانو او طلابو شتون د کربلا علمیه حوزې کې نوی روح پو کړ.[۸۶]

په مختلفو پېړیو کې په کربلا کې ډېرې علمیه مدرسې جوړې شوې. په کې زیات شمېر په عراق کې میشته ایرانیو عالمانو جوړې کړې. سید مجاهد مدرسه، صدر اعظم نوري مدرسه او خوئي مدرسه په دغو مدارسو کې شامل دي.[۸۷] پر علمیه مدرسو سربېره په کربلا کې ډېر کتابتونوه هم جوړ شول چې یو شمېر یې د خطي نسخو د شتون په وجه د شیعه څیړاندو لپاره ځانګړی مقام لري.[۸۸] ځینو مورخانو په کربلا کې د کتابتونونو په لړلیک کې ۷۸ کتابتونونه راوړې چې یو شمېر یې په کربلا کې د میشته عالمانو لخوا جوړ شوې دي.[۸۹] د علمیه مدرسو تر څنګ، د کربلا پوهنتون، اهل بیت پوهنتون، او د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) په حرمونو پورې پییلې څېړنځایونو هم د بعث حکومت له نسکورېدو وروسته د تشیع په زمینه کې ډېر علمي او فعالیتونه او تحقیقات کړې دي.[۹۰]

کورنۍ او شخصیتونه

کربلا ښار د جوړېدو له پیړیو څخه تر اوس مهاله پورې ډېرو کورنیو ته په خپله لمنه کې ځای ورکړی دی. په دې کې ځینې کورنۍ له لومړۍ لسیزو په کربلا کې میشته شوې. چې پکې آل طعمه او آل نقیب کورنۍ شاملې دي. ال طعمه چې نسل یې په کربلا کې استوګن لومړي علوي ابراهیم مجاب ته رسیږي، تر ټولو پخوانی علوي خاندان دی چې په دریمه قمري پیړۍ کې په کربلا کې استوګن شو.[۹۱] آل نقیب کورنۍ چې امام کاظم ته منسوبه ده او په پینځمې قمري پیړۍ په کربلا کې استوګنه شوې ده.[۹۲] تر ټولو زیات شهرت علمي کورنیو ته بیل دی چې د دیني علومو د حاصلولو لپاره د عراق، ایران ، هند، پاکستان او عربي هیوادونو له مختلفو سیمو دغه ښار ته راغلې او استوګن شوې دي. ځینې دیني عالمان په علمیه حوزو کې د اجتهاد له حاصلولو او یا د مقدماتي زده کړو وروسته خپلو هیوادونو ته ستېدل.[۹۳] بهبهانی، صدر، شیرازي، شهرستاني، کشمیري، رشتي، مرعشي په کربلا کې یوازې یو څو مشهورې کورنۍ دي.[۹۴]

په اوسني پړاو کې په عراق او ایران کې ځینې شیعه سیاسي شخصیتونه د کربلا وو. ابراهیم جعفري او نوري مالکي چې په عراق کې شیعه سیاستوال دي او د ایران سیاستوال علي اکبر صالحي په کربلا کې پېدا شوې دي.[۹۵]

تجارت او کرهڼه

په اوسنۍ پېړۍ کې د کربلا د استوګنو یو اصلي کسب کرهڼه او تجارت دی. په عراق کې په لومړیو لسیزو کې د عربي ملي پالنې وده چې د اهل سنتو په ګټه وه، د عراق د شیعه مرجعیت له خوا د عراق د پادشاهي نظام د خدمت د ممنوعیت د فتوا تر څنګ، سبب شو چې د کربلا شیعیان په بغداد او د دغه هیواد په نورو ښارونو کې په غیر دولتي کارونو لکه کرهڼې او تجارت لاس پورې کړي.[۹۶] پر دې سربېره د پریمانه اوبو شتون په تېره بیا د حسینیه په نوم د مشهور کانال وجود چې له فراته کربلا ته اوبه منتقلوي، په کربلا کې د کرهڼې د ودې لپاره مناسبه زمینه برابره کړه.[۹۷]

د ایران له ښارونو سره د خولې د خور تفاهمنامه

د ایران او عراق تر مینځ د تجارتي مبادلاتو زیاتوالی سبب شو چې د ایران د یو ښار او کربلا تر منیځ د خویندو تفاهمنامه لاسلیک شي. قم، مشهد او قزوین د دغه تفاهمنامې لپاره نومونه ورکړې وو. او اخر د قزوین په انتخاب سره دغه ښار د کربلا د خور په توګه وګڼل شو. د دغه تفاهم لیک په اساس وټاکل شوه چې دواړه لوري د تجارتي، سیل و سیاحت، درملنې، او د ښاري ابادۍ او ترقۍ لپاره لازم اقدامات وکړي.[۹۸]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. «راهنمای سفر به کربلای معلی»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  2. «کربلا»، پایگاه خبری الجزیره.
  3. «کربلا»، پایگاه خبری الجزیره.
  4. آل طعمة، میراث کربلا، ۱۳۷۳ش، ص۸۴-۱۸۶.
  5. «اعلام جهاد علمای شیعه و سنی»، خبرگزاری تسنیم.
  6. «Major Cities».
  7. آل طعمه، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۳۱-۳۶.
  8. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۳۱.
  9. آل طعمه، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۳۶.
  10. آل طعمة، میراث کربلا، ۱۳۷۳ش، ص۲۰-۲۱.
  11. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۴، ص۳۰۱.
  12. خلیلی، موسوعة العتبات المقدسة، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۹۷.
  13. دینوری، أخبار الطوال، ۱۳۷۱ش، ص۲۹۸.
  14. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۹۷۷م، ج۳، ص۱۵۷-۱۵۸؛مفید، الارشاد، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۳۶-۳۷.
  15. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۳۸۱.
  16. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۰۱.
  17. مقرم، مقتل الحسین(ع)، ۱۴۲۶ق، ص۱۹۲.
  18. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۱۷؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۹۱.
  19. مفید، الارشاد، ۱۳۸۸ش، ص۵۰۹-۵۲۳.
  20. آل طعمه، میراث کربلا، ۱۳۷۳ش، ص۳۱ و ۳۲.
  21. ابن أثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۶ق، ج۴، ص۱۷۸.
  22. طبری، تاریخ طبری، ۱۴۰۳ق، ج ۴، ص۴۵۶ و ۴۵۷.
  23. الصدر، نزهة اهل الحرمین فی عمارة المشهدین، ۱۳۸۴ق، ۲۱، ۲۳ و ۲۶.
  24. انصاری، عمارة کربلاء، ۲۰۰۵م، ص۹۵.
  25. کلیدار، تاریخ کربلاء المعلی، ۱۳۴۹ق، ص۱۹؛ انصاری، عمارة کربلاء، ۲۰۰۵م، ص۹۶.
  26. آل طعمه، میراث کربلا، ۱۳۷۳ش، ص۳۲ و ۳۳.
  27. جمعی از نویسندگان، نگاهی نو به جریان عاشورا، ۱۳۸۷ش، ص۴۲۰-۴۲۱.
  28. انصاری، عمارة کربلاء؛ ۲۰۰۵م، ص۹۶ و ۹۷.
  29. سیدکباری، حوزه‌های علمیه شیعه در گستره جهان، ۱۳۷۸ش، ص۲۵۶.
  30. امین، دائرة المعارف الإسلامیة الشیعیة، ۱۴۱۳ق، ج۱۱، ص۳۵۶.
  31. انصاری، عمارة کربلاء، ۲۰۰۵م، ص۹۹.
  32. موسوی زنجانی، جولة فی الأماکن المقدسة، ۱۴۰۵ق، ص۸۳.
  33. انصاری، عمارة کربلاء، ۲۰۰۵م، ص۶۱-۷۰.
  34. . John punnett: Nippuar or Explorations and Avcentures on the Euphrates 1880 - 1890, page: 331, Volume II - second compaign 1897.peters
  35. اصلانی، «شهرهای مقدس شیعه»، مرکز مطالعات و پاسخگویی به شبهات.
  36. اصفهانی، مقاتل الطالبیین، دارالمعرفه، ص۱۱۸.
  37. ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۱۷۳.
  38. شیخ مفید، کتاب المزار، ۱۴۱۳ق، ص۵۳.
  39. ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۱۸۱.
  40. «به مناسبت عاشورای حسینی؛ ۳ میلیون زائر در کربلای معلی»، خبرگزاری مهر؛ «تعداد زائران امام حسین(ع) از مرز ۲۶ میلیون نفر گذشت»، خبرگزاری تسنیم.
  41. مثال په توګه وګورئ: فلاح‌زاده، احکام فقهی سفر زیارتی عتبات، مرکز تحقیقات حج، ص۱۴، ۱۷، ۱۸ و ۳۶.
  42. آل طعمة، کربلا و حرم‌های مطهر، ۱۳۸۸ش، ص۹۵ و ۹۴.
  43. «روایتی از روزهای جسارت صدام به کربلا»، خبرگزاری تسنیم.
  44. «کربلا بدون حرم و زیارت حضرت ابوالفضل(ع)، کربلا نمی‌شود»، پایگاه اینترنتی عصر شیعه.؛ «زیارت حرم حضرت عباس(ع)».
  45. «حرم حضرت ابوالفضل(ع) در روز تاسوعا»، خبرگزاری ایسنا.
  46. قمی، اماکن زیارتی سیاحتی در عراق، ۱۳۸۰ش، ص۴۵-۵۴.
  47. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۱۱۶-۱۲۱.
  48. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۱۲۵-۱۳۲؛«گزارش یک کشتار؛ روایتی مستند از قتل‌عام ۱۰ هزار نفری شیعیان در حمله به کربلا»، خبرگزاری تسنیم.
  49. زمیزم، کربلاء و الحرکة الوطنیة فی القرن العشرین، ۱۴۳۶ق، ص۶۳-۹۵.
  50. تبرائیان، انتفاضه شعبانیه، ۱۳۹۱ش، ص۲۳۰.
  51. «ماجرای انتفاضه شعبانیه چیست؟»، پایگاه خبری فردا.
  52. «حضور تانک‌های آمریکایی در کربلا»، آژانس عکس خبری gettyimages
  53. «درگیری نیروهای آمریكایی با شبه‌نظامیان ارتش مهدی در کربلا»، خبرگزاری ایسنا.
  54. «آمریکا چگونه القاعده‌ای‌ها را تکفیری کرد؟/ افسر اطلاعاتی رژیم بعث چگونه داعش را بوجود آورد؟»، پایگاه خبری مشرق.
  55. «یادداشت‌های یک ایرانی از عاشورای خونین در کربلا»، پایگاه اینترنتی شبکه بی‌بی‌سی.
  56. «رفتارشناسی سیاسی حوزه کربلا در قرن اخیر»، پایگاه اینترنتی مباحثات.
  57. زمیزم، کربلا و الحرکة الوطنیه فی القرن العشرین، ۱۴۳۶ق، ص۱۰-۱۶.
  58. زمیزم، کربلا و الحرکة الوطنیه فی القرن العشرین، ۱۴۳۶ق، ص۶۳-۹۵.
  59. زمیزم، کربلا و الحرکة الوطنیه فی القرن العشرین، ۱۴۳۶ق، ص۲۹-۳۰.
  60. ابوزید عاملی، محمدباقر الصدر: السیرة و المسیرة فی حقائق و وثائق، ۱۴۲۷ – ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۲۴۰ -۲۴۲.
  61. مؤمن، سنوات الجمر: مسیرة الحرکة الاسلامیة فی العراق، ۱۹۵۷–۱۹۸۶، ۲۰۰۴م، ص۳۵، ۱۶۹، ۲۰۰، ۲۵۵ و ۲۵۶.
  62. زمیزم، کربلا و الحرکة الوطنیه فی القرن العشرین، ۱۴۳۶ق، ص۳۳.
  63. زمیزم، کربلا و الحرکة الوطنیه فی القرن العشرین، ۱۴۳۶ق، ص۳۷-۳۹.
  64. زمیزم، کربلا و الحرکة الوطنیه فی القرن العشرین، ۱۴۳۶ق، ص۴۵-۴۶.
  65. «داستان دسته طویریج چیست؟»، پایگاه اینترنتی وارث.
  66. طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۵۲.
  67. «چرا پیاده‌روی اربعین ثواب دارد»، خبرگزاری ایسنا.
  68. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۱۲۸ و۱۳۲.
  69. «ساخت مهر، تسبیح و انگشتری‌های عقیق در شهرهای مذهبی»، پایگاه اینترنتی روزنامه صنعت.
  70. «فضیلت تربت امام حسین(ع) و آداب استفاده از آن»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله مکارم شیرازی.
  71. نوینی، اضواء علی معالم محافظة کربلا، ۱۳۹۱ق، ص۸۳.
  72. «الحسینیة الحیدریة (الطهرانیة سابقاً)»، شبکة کربلا المقدسة.
  73. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۳۹۱-۳۹۳.
  74. «الحسینیات»، شبکة کربلا المقدسة.
  75. «مسیر نجف - کربلا، جاده حسینیه‌ها»، پایگاه اینترنتی جام‌جم‌آنلاین؛ «حسینیه قزوینی‌ها در کربلا ساخته می‌شود»، سایت خبری تی‌نیوز.
  76. «مسرح "التعزیة"، أحد طقوس عاشوراء»، پایگاه اینترنتی رصیف.
  77. لطیف، «فصول من تاریخ المسرح العراقی؛ کربلاء و تشابیه المقتل و التعازی الحسینیة فی عاشوراء»، پایگاه اینترنتی الحوار المتمدن.
  78. «الطاغیة صدام و محاربة الشعائر الحسینیة»، پایگاه اینترنتی النبأ المعلوماتیة.
  79. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۴۵۶-۴۶۰.
  80. «نویسنده‌ای که کربلا را مثل کف دستش می‌شناسد»، پایگاه خبری مشرق‌نیوز.
  81. سید کباری، حوزه‌های علمیه شیعه در گستره جهان، ۱۳۷۸ش، ص۲۵۶.
  82. سید کباری، حوزه‌های علمیه شیعه در گستره جهان، ۱۳۷۸ش، ص۲۶۱-۲۵۸.
  83. پاکتچی، حوزه علمیه، ص۴۷۵.
  84. «بررسی جمعیت‌شناختی علمای نجف و کربلا»، پایگاه اینترنتی مباحثات.
  85. «بررسی جمعیت‌شناختی علمای نجف و کربلا»، پایگاه اینترنتی مباحثات.
  86. «رفتارشناسی سیاسی حوزه کربلا در قرن اخیر».، پایگاه اینترنتی مباحثات.؛ «بررسی جمعیت‌شناختی علمای نجف و کربلا»، پایگاه اینترنتی مباحثات.
  87. انصاری، معماری کربلا در گذر تاریخ، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۹-۱۶۱.
  88. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۴۱۴.
  89. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۴۱۴-۴۴۰.
  90. «دانشکده علوم اسلامی دانشگاه اهل‌بیت کربلا»، پایگاه ایننترنتی دانشگاه؛ «مرکز کربلاء للدراسات و البحوث»، پایگاه اینترنتی مرکز پژوهش‌های آستان امام حسین(ع)؛ «دانشکده علوم اسلامی کربلاء»، پایگاه اینترنتی دانشگاه کربلا.
  91. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۳۰۶-۳۰۸.
  92. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۳۱۳-۳۱۵.
  93. بررسی جمعیت‌شناختی علمای نجف و کربلا، پایگاه اینترنتی مباحثات.
  94. آل طعمة، تراث کربلا، ۱۴۳۵ق، ص۲۹۵-۳۶۳.
  95. «زندگینامه دکتر علی‌اکبر صالحی»، پایگاه اینترنتی سازمان انرژی اتمی.؛«آشنایی با نوری مالکی»، پایگاه اینترنتی شبکه الکوثر.؛«زندگینامه ابراهیم جعفری وزیر خارجه عراق»، خبرگزاری تسنیم.
  96. نادری‌دوست، شیعیان عراق، ۱۳۸۶ش،ص۱۰۱-۱۰۳.
  97. نادری‌دوست، شیعیان عراق، ۱۳۸۶ش، ص۵۹.
  98. «سرکنسول ایران در کربلا: مفاد خواهرخواندگی قزوین و کربلا را عملیاتی کنید»، خبرگزاری مهر.

سرچينې