ارتداد

د wikishia لخوا

اِرْتِدادْ، د اسلام له دینه وتلو او مخ اړولو ته وایي. له اسلامه وتلي مسلمان ته مُرتَد ویل کیږي. ارتداد د خدای د انکار، د اسلام د پېغمبر د حقاننیت، د اسلام د دین او د دین د ضروري چارو لکه لمونځ او روژې په انکار او د دیني سپېڅلتیاوو لکه کعبې په سپیکاوي سره تحقق مومي.

مرتد په دوو ډولونو ملي مرتد او فطري مرتد تقسیمیږي چې هر یو یې خاص شرعي احکام لري. د فقیهانو د مشهور نظر له مخې، د د فطري مرتد سړي سزا مرګ ده، خو ملي مرتد سړي ته د توبې او دین ته د ستنېدو فرصت ورکول کیږي او که توبه ونه کړي وژل کیږي. مرتده ښځه که ملي او که فطري نه وژل کیږي خو تر څو چې توبه ونه کړي، بندي کیږي.

د مشهور نظر په وړاندې بیا ځینې فقیهان په دې نظر دي چې فطري مرتد سړی هم که توبه وکړي نه وژل کیږي.

د مرتد نجس والی او ورسره د واده نه جایز والی د ارتداد نور احکام دي. د ځینو په بارو، د ارتداد لپاره د دغه شان سزاګانو علت په دیندارې کې کې د مسلمانانو د سستۍ مخ نیوی او د اسلام د مخالفانو له خوا د دیني عقیدو نه کمزورې کول دي.

مفهوم پیژندنه او ډولونه

ارتداد، یوه فقهي اصطلاح ده او فقیهانو د هغې معنا کړې له اسلامه مخ اړول.[۱] هغه مسلمان ته چې د اسلام له دینه وتلی، مرتّد ویل کیږي[۲] په فقهي کتابونو کې په مختلفو برخو منجمله طهارت، صلاة، زکات، روژه ، حج، تجارت نکاح او میراث کې د ارتداد خبره شوې ده.[۳]] په ځینو فقهي کتابونو کې د «کتاب المُرتَدّ»، په نامه یوه پوره برخه ارتداد ته بیله شوې ده.[۴]

د مرتد ډولونه

اصلي مقالې: فطري مرتد او ملي مرتد

مرتد په دوه ډوله دی او هر یو ځانته ځانګړې احکام لري.[۵] فطري مرتد هغه کس ته وایي چې مسلمان پېدا شوی وي؛[۶] یعنې مور پلار یا له هغوي یو مسلمان وي؛[۷] بیا له اسلامه وتلی وي[۸] ملي مرتد هغه چاته وایي چې په اوله کې غیر مسلمه و، بیا یې اسلام راوړي وي او بیا له اسلامه اوړېدلی وي.[۹]

د ارتداد د اثبات شرایط او لارې

ارتداد هم په خبرو او هم په عمل او فعل سره تحقق پېدا کوي:

  • په خبرو سره ارتداد په دې ډول دی چې څوک داسې خبره کړي چې په دې دلالت وکړي چې د اسلام له دینه وتلی دی؛ مثلا ووایي چې: خدای نیشته، یا حضرت محمد(ص) پېغمبر نه دی یا د اسلام دین حق نه دی.[۱۰] د دین د ضروریاتو انکار هم په دغه قسم کې شامل دی.[۱۱] د دین د ضرورت مطلب هغه څیز دی چې په اسلام کې یې شتون دومره دومره واضح وي چې استدلال ته اړتیا نه لري او ټول مسلمانان یې مني؛ لکه د لمانځه، روژې او حج واجبوالی.[۱۲]
  • په فعل سره ارتداد په دې ډول دی چې یو کس یو کفر آمیزه کار وکړي، عمدا او سره له دې چې له کفرامیزوالي یې خبر وي؛ د مثال په توګه یو بت ته سجده وکړي، یا د لمر او سپوږمۍ عبادت وکړي یا د دیني سپېڅلتیاوو لکه کعبې «ښکاره سپکاوی» وکړي.[۱۳]

د ایت الله فاضل لنکراني په باور، په توحید او نبوت کې شک او شبهه تر هغه وخته چې انکار او تکذیب ته ونه رسیږي د ارتداد سبب نه کیږي.[۱۴] د علامه شعراني په وینا« که یو څېړاندی د دلیل او برهان په لټه کې وي، که له شک سره مخ شي او د حق دین د موندلو په لټه کې وي شک یې د تحقیق په پړاو کې د کفر او ارتداد سبب نه ګرځي؛ البته په دې شرط چې په ژبه انکار ونه کړي»[۱۵]

فقیهان، عقل، بلوغ، قصد او اختیار د ارتداد د تحقق شرایط ګڼي.[۱۶] د دغه شرطونو په اساس، د لیوني یا هغه کس له خوا چې د بلوغت عمر ته نه وي رسیدلی د هغه د ارتداد سبب نه کیږي[۱۷] همداراز چا چې د قصد او ارادې له مخې کفر آمیزه خبرې نه وي کړې یا یې دې ته مجبوره کړی وي چې کفر ووایي، مرتد نه ګڼل کیږي.[۱۸]

د فقیهانو په فتوا ارتداد له دوو لارو ثابتیږي: یو په خپله د مرتد له خوا په ارتداد اقرار او بل بینه؛ یعنې دوه عادل کسان د یو کس په فردي ارتداد، ګواهي ورکړي.[۱۹] د شهید اول په وینا که یو کس چې دوو کسانو یې په ارتداد ګواهي ورکړي وي ووایي چې غلطي یې کړې ده، خبره یې منل کیږي؛ همداراز که ووایي چې دغه کار ته مجبوره شوی دی او د هغه د خبرو لپاره یوه نښه هم وي.[۲۰]

په اسلامي نړۍ کې د ارتداد ځینې بېلګې

په تفسیري او تاریخي کتابونو کې، د پېغمبر اکرم(ص) په زمانه کې د ارتداد ځینې نمونې راپور شوې دي.[۲۱] په دوي کې د ابوالحصین دوه زامن شامل دي چې له انصارو وو. دوي د مسیحیانو د یوې ډلې په بلنه له اسلامه ووتل او مسیحیان شول[۲۲] پېغمبر هغوي ته ښېرې وکړې او لومړي مرتد کسان یې وبلل.[۲۳] همداراز عُقبة اَبی‌ مُعیط چې د قریشو له مشرانو و د دې لپاره چې پېغمبر(ص) یې ډوډۍ وخوري، شهادتین ووایه خوڅه وخت پس د خپل دوست په غوښتنه یې په پېغمبر لاړې وتوکلې او مرتد شو. پېغمبر په بدر جنګ کې دهغه له نیولو وروسته، د هغه د وژلو حکم ورکړ.[۲۴]

د ابو سفیان لور اُم‌ُّ حَکَم او د پېغمبر د مېرمن ام سلمه خور فاطمه هم د پېِغمبر په زمانه کې له مرتدو ښځو وو. ام حکم د مکې د فتحې په وخت دوباره مسلمانه شوه[۲۵]

سیدعبدالکریم موسوی اردبیلی، په خپل فقهي کتاب، فقه الحدود و التعزیرات، کې د پېغمبر اکرم(ص) او امامانو(ع) په زمانه کې د ارتداد ځینې بېلګې راوړې دي.[۲۶]

په وروستیو کلونو کې هغه کسان چې د ارتداد په تور وژل یا په ارتداد محکوم شوې دي؛ منجمله:

د ارتداد احکام

د ارتداد ځینې حکمونه دا دي:

د مرتد سزا

د ملي مرتد سړي سزا که توبه ونه کړي او همداراز د فطري مرتد سړي سزا مرګ ده؛[۳۰] خو مرتده ښځه باید زنداني شي تر دې چې یا توبه وکړي او یا مړه شي.[۳۱] البته فطري مرتده ښځه او ملي مرتد که سړی وي او که ښځه، که توبه وکړي توبه یې قبلیږي.[۳۲]

ځینې فقیهانو د ارتداد د احکامو په اړه د مشهورو فتواګانو په وړاندې، بل نظر وړاندې کړی دی؛ منجمله سید عبدالکریم موسوي اردبیلي[۳۳] او محمد اسحاق فیاض چې دواړه د تقلید مراجع دي، د مرتد فطري سړي حکم د مرتد د نورو قسمونو په شان ګڼلی دی؛ یعنې فتوا یې ورکړې چې که فطري مرتد هم توبه وکړي سزا نه ورکوي کیږي.[۳۴]

عبدالله جوادي آملي هم ویلې چې څوک چې د تحقیق له مخې په شبهې اخته او له دینه واوړي، نه وژل کیږي؛ ځکه چې د حدیثونو له مخې، د شبهې په وخت حدي سزاګانې باید جاري نه شي.[۳۵]

ځینې محققان دې باور ته رسېدلي چې د مرتد سزا، له بدلېدونکو تعزیراتو او ولایي حکمونو ده چې د اسلام په لومړیو کې د پېغمبر(ص) له خوا د ځینو منافقانو او کافرانو د فتنو او غولونو د مقابلې لپاره وټاکل شوه. د مرتد د سزا ټاکل او اندازه او اجرا یې د اسلامي ټولنې د مصالحو په اساس او د وخت او چاپېریال شرایطو ته په پام سره او د حاکم په تشخیص پورې اړه لري.[۳۶]

د مرتد د سزا فلسفه

د مرتد د سزا د فلسفې او علت په توضیح کې مختلفو حکمتونو ته اشاره شوې ده:

  • له دې امله چې اسلام د یو سیاسی نظام بنیاد دی، ارتداد او د ارتداد ښکاره کول، د اسلام د کمزورۍ او پر هغه ولاړ د سیاسي نظام د ختمېدو او پاشل کېدو سبب کیږي. له همدې امله اسلامي حکومت دنده لري د ارتداد د ښکاره کولو په وړاندې ودریږي او ورته سزا په نظر کې ونیسي.[۳۷]
  • اسلام د ټولنې د پېوند لامل دی نو ارتداد او ښکاره کول یې د خلکو د سستۍ او تیتوالي سبب کیږي، مهدي بازرګان د جنیوا پوهنتون د حقوق د استاد پروفیسر مارسل بوازرا له قوله نقلوي چې: «د اراتداد په اړه د اسلام د سختیو سبب شاید په دې وجه وي چې د اسلامي ټولنو په حکومتي او اداري نظام کې، په خدای ایمان یوازې اعتقادي او شخصي اړخ ونه لري بلکې د امت د پېوستون وسیله او د حکومت اساس دی په دې ډول چې په نشتون سره یې، د ټولنې قوام او دوام له مینځه ځي او د نفس د وژول او یا د فساد او فتنې په شان دی چې د زغملو وړ نه دی.[۳۸]
  • د اسلام اظهار، په یو نظام د التزام او د یو ځانګړي هویت او شناخت د منلو په معنا دی؛ له دې امله، ارتداد یو ډول د ټولنې د عمومي هویت په خلاف سرکشي ده چې د ټولنې په ارامښت کې د ګډوډۍ سبب کیږي.[۳۹]
  • د ارتداد د سزا په برخه کې د سختیو سبب دا دی چې دین یوه اسانه او معمولي خبره ونه ګڼو او په انتخاب کې یې زیاته توجه وکړو.[۴۰]
  • د مرتد سزا د دې مخه نیسي چې د اسلام مخالفان د خلکو د ایمان د کمزورلو لپاره اسلام راوړي او بیا له اسلامه بهر شي؛ له چې د اسلام په لومړیو کې د اسلام د دښمنانو نقشه همدا وه او له همدې امله، د مرتد سزا وټاکل شوه.[۴۱]

نور احکام

د فقهي سرچینو په اساس د ارتداد ځینې احکام دا دي:

  • نجاست: ارتداد د مرتد کس د نجسوالي سبب کیږي.[۴۲] ښځه فطري مرتده او ملي مرتد که سړی وي او که ښځه که توبه وکړي پاکیږي.[۴۳]
  • د واده فسخ کېدل: که د واده له نکاح وروسته او له کوروالۍ مخکې، سړی یا ښځه مرتد شي واده یې باطلیږي[۴۴] که له کوروالۍ وروسته سړی مرتد شي او فطري مرتد وي، واده یې باطلیږي؛ خو که ښځه مرتده شي، که فطري مرتده وي او که ملي، که د عدې (د طلاق عده) تر پایه پورې توبه ونه کړي، د واده عقد یې باطل دی؛ او که نه صحیح پاتې کیږي. همداراز ده که سړي ملي مرتد وي[۴۵] ارتداد له مرتد سره د مسلمان د واده مخه نیسي.[۴۶]
  • میراث: ارتداد له مسلمانه د مرتد انسان د میراث وړلو مخه نیسي.[۴۷]

ارتداد د ایران په قانون کې

د ایران د اسلامي سزاګانو په قانون کې ارتداد د جرم په توګه نه دی ذکر شوی او سزا هم ورته نه ده تعریف شوې؛[۴۸] خو ځینې کسان د اساسي قانون د ۱۶۷ مادې په اساس هغه جرم ګڼي.[۴۹] په دغه اصل کې راغلې دي:«قاضي پابند دی هڅه وکړي د هرې لانجې او دعوا حکم په مدونه قوانینو کې پېدا کړي، او که وې نه مومي، د معتبرو اسلامي سرچینو یا معتبرو فتواګانو په اساس، د قضیې او دوسیې حکم جاري کړي...»[۵۰]

فوټ نوټ

  1. بېلګه په توګه وګورئ: شهید ثانی، حاشیةالارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۲۸۵؛ موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۴۴-۴۶.
  2. بېلګه په توګه وګورئ: خویی، تکملةالمنهاج، ۱۴۱۰ق، ص۵۳؛ وحید خراسانی، منهاج‌الصالحین، ۸۱۴۲ق، ج۳، ص۵۰۰؛ موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۴۴-۴۶.
  3. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۳۶۶.
  4. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۳۶۶.
  5. وګورئ: محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۰و۱۷۱.
  6. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۰.
  7. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۰۲.
  8. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۰.
  9. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۱.
  10. موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۴۷.
  11. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲ش، ج۵، ص۱۴۶.
  12. مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲ش، ج۵، ص۱۴۶.
  13. موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۴۷و۴۸.
  14. فاضل لنکرانی، جامع المسائل، ج۲، ص۵۰۴.(به نقل از: سروش محلاتی، آزادی، عقل و ایمان، ۱۳۸۱ش، ص۲۸۲-۲۸۳)
  15. حر عاملی، وسائل الشيعه، ج۱۸، ص۵۹۶(به نقل از: سروش محلاتی، آزادی، عقل و ایمان، ۱۳۸۱ش، ص۲۸۴).
  16. بېلګه په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۰۹و۶۱۰؛ موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۱۰۲و۱۰۵و۱۱۵.
  17. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۰۹.
  18. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۰۹و۶۱۰.
  19. وګورئ: شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۵۲؛ علامه حلی، تحریرالاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۹۷.
  20. شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۵۲.
  21. صادقی فدکی، ارتداد، ۱۳۸۸ش، ص۲۹۳.
  22. صادقی فدکی، ارتداد، ۱۳۸۸ش، ص۲۹۳و۲۹۴.
  23. صادقی فدکی، ارتداد، ۱۳۸۸ش، ص۲۹۴.
  24. صادقی فدکی، ارتداد، ۱۳۸۸ش، ص۲۹۵و۲۹۶.
  25. صادقی فدکی، ارتداد، ۱۳۸۸ش، ص۳۱۲.
  26. بېلګه په توګه وګورئ: موسوی اردبیلی، فقه‌الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۵-۲۹.
  27. «سرنوشتی که نواب برای سوزاننده قرآن رقم زد، پایگاه خبری مشرق.
  28. «فتوای تاریخی امام خمینی مبنی بر مهدورالدم بودن سلمان رشدی»، خبرگزاری ایسنا.
  29. «فتوای تاریخی امام خمینی مبنی بر مهدورالدم بودن سلمان رشدی»، خبرگزاری ایسنا.
  30. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۰و۱۷۱.
  31. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۱۱و۶۱۲.
  32. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۶۱۲و۶۱۳.
  33. موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۱۵۱.
  34. فیاض کابلی، رساله توضیح‌المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۶۲۶.
  35. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۱۲، ص۱۸۳و۱۸۴.
  36. سروش محلاتی، آزادی، عقل و ایمان، ۱۳۸۱ش، ص۲۸۷-۳۰۵.
  37. عوده، التشریع الجنائی الاسلامی، دار الکتاب العربی، ج۱، ص۵۳۶ و ص۶۳۱؛ مطهری، یادداشت‌ها، ۱۳۹۰ش، ج۲، ص۳۱۶.
  38. میبدی، دینداری و آزادی، ۱۳۷۸ش، ص۱۳۵.
  39. فضل‌الله، «آزادی و دموکراسی»، ۱۳۷۷ش، ص۱۱۴.
  40. شاکرین، پرسش‌ها و پاسخ‌های دانشجویی، ۱۳۸۹ش، ص۳۱۷.
  41. شاکرین، پرسش‌ها و پاسخ‌های دانشجویی، ۱۳۸۹ش، ص۳۱۴.
  42. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۱۴.
  43. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۲۹۳.
  44. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۰و۱۷۱.
  45. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۰، ص۴۹.
  46. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۰، ص۴۷.
  47. بېلګه په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۹، ص۱۷.
  48. درودی، «ارتداد در نظام حقوقی ایران»، ص۶۶.
  49. درودی، «ارتداد در نظام حقوقی ایران»، ص۶۶.
  50. قانون اساسی، جمهوری اسلامی ایران، ۱۳۸۶ش، ص۸۹.

سرچينې

  • خویی، سیدابوالقاسم، تکملةالمنهاج، قم، مدینةالعلم، چاپ بیشت و هشتم، ۱۴۱۰ق.
  • درودی، سعید، «ارتداد در نظام حقوقی ایران»، بازتاب اندیشه، ش۲۳، ۱۳۸۰ش.
  • «سرنوشتی که نواب برای سوزاننده قرآن رقم زد + تصاویر»، وبگاه مشرق، تاریخ نشر: ۱۷ دی ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۴ اسفند ۱۳۹۷ش.
  • سروش محلاتی، محمد، آزادی، عقل و ایمان، قم، دبیرخانه مجلس خبرگان، ۱۳۸۱ش.
  • شاکرین، حمیدرضا و جمعی از محققان، پرسش‌ها وپاسخ‌های دانشجویی(دفترهفتم)، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۸۹ش.
  • شهید اول، محمد بن مکی العاملی، الدروس الشرعیه فی الفقه الامامیه، قم، نشر اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، حاشیةالارشاد، تحقیق رضا مختاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین قم، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • صادقی فدکی، سیدجعفر، ارتداد؛ بازگشت به تاریکی؛ نگرشی به موضوع ارتداد از نگاه قرآن کریم، قم، مؤسسه بوستان کتاب، چاپ اول، ۱۳۸۸ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر احکام الشریعه علی مذهب الامامیه، تحقیق ابراهیم بهادری، قم، مؤسسه امام صادق، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تهران، المکتبه المرتضویه لاحیاء الاثار الجعفریه، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • «فتوای تاریخی امام خمینی مبنی بر مهدورالدم بودن سلمان رشدی»، وبگاه ایسنا، تاریخ نشر: ۲۵ بهمن ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۴ اسفند ۱۳۹۷ش.
  • عوده، عبدالقادر، التشریع الجنائی الاسلامی، بیروت، دار الکتاب العربی، [بی‌تا].
  • فضل‌الله، سیدمحمدحسین، آزادی و دموکراسی، ترجمه مجتهد مرادی، مجله علوم سیاسی، زمستان، ۱۳۷۷ش، ص۱۱۴.
  • قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران همراه قانون اساسی مشروطه با مقدمه و ضمائم با آخرین اصلاحات، قم، نشر جمال، چاپ سوم، ۱۳۸۶ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مجموعه نویسندگان، دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت علیهم‌السلام، ج۱، قم، مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۹۱ش.
  • مجموعه نویسندگان، دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ج۵، قم، مؤسسه دائرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۹۲ش.
  • مطهری، مرتضی، یادداشت‌ها، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • موسوی اردبیلی، سیدعبدالکریم، فقه‌الحدود و التعزیرات، مؤسسة النشر لجامعه المفید، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
  • میبدی، فاضل، دینداری و آزادی، تهران، انتشارات آفرینه، ۱۳۷۸ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی علی آخوندی، داراحیاء التراث العربی، بیروت، ۱۴۰۴ق.
  • وحید خراسانی، حسین، منهاج‌الصالحین، قم، مدرسه امام باقر، چاپ پنجم، ۱۴۲۸ق.

بهرنۍ لینکونه