عدالت صحابه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د اهل سنتو د صحابه و د عدالت نظریه وایي چې د پېغمبر ټول اصحاب عادل او جنتیان دي. د دغه نظریې له مخې پر صحابه و نیوکه او اعتراض صحیح نه دی او د هغوي روایتونه بې له جرح او اعتراضه منل کیږي. شیعه عالمان او ځینې اهل سنت عالمان د پېغمبر(ص) اصحاب د نورو مسلمانانو په شان ګڼي او د صحابه و د عدالت نظریه ردوي.

د صحابه و د عدالت پلویان د قران په ځينو ایتونو او د پېغمبر په ځینو روایتونو استدلال کوي چې له هغو څخه رضوان ایت دی چې له صحابه و یې د خدای د رضا والي خبره کړې ده. د دې په مقابل کې مخالفان دغه ایتونه یوازې له هغو اصحابو سره مخصوص ګڼي چې په بیعت رضوان کې موجود وو او له هغه وروسته هم په خپل عهد او پیمان باقي پاتې شول. همداراز د مخالفانو له نظره د اصحابو د عادلوالي نظریه د قرآن له ځینو ایتونو سره چې د پېغمبر په اصحابو کې د منافقانو خبر ورکوي، په ټکر کې ګڼي. د اصحابو د عدالت د نظریې په کره کتنه کې د ځینو اصحابو د عدالت خلاف کړنو او عملونو لکه په ارتداد، د شرابو څښلو، علي ته کنځل کولو، د مسلمانانو په وژلو او د یو بل په وړاندې په لښکر کشیو هم استناد شوی دی.

ځینې شیعه محققان باوري دي چې د صحابه و د عدالت نظریه د ځینو اهدافو لپاره لکه د درې ګونو خلیفه ګانو د خلافت د توجیه او د معاویه بن ابي سفیان سلطنت ته د مشروعیت ورکولو لپاره مطرح شوې ده. د صحابي د اجتهاد د نظریې جوړېدل، د مسلمانانو ترمینځ اختلاف، له قران او سنته د اصحابو د فهم مرجع ګڼل، د صحابه و قول او سیرت ته حجیت ورکول، او له هغوي د نقل شویو حدیثونو بې له جرح او تعدیله منل، د دغه نظریې له پایلو ګڼل شوي دي.

صحابي څوک دی؟

اصلي مقاله: صحابه

صحابي هغه چاته ویل کیږي چې له رسول الله مبارک (ص) سره یې ملاقات کړی وي او کله چې له دنیا تللی هماغه شان یې په هغه حضرت ایمان لرلی او مسلمان وي.[۱] له ملاقاته مطلب هم کتنه ده هم ورسره ناسته پاسته، هم ملګرتیا او د یو بل خیال ساتل، که څه هم له یو بل سره یې خبرې نه وي کړې[۲] البته ځینې کسانو له دغه تعریف سره یو شمېر شرطونه ورزیات کړې دي؛ منجمله له پېغمبر سره یې د همنشینۍ اوږدوالی، له هغه حضرته د روایت حفظوالی، د پېغمبر په څنګ کې جنګېدل او شهادت.[۳] او ځینو نورو د صحابي والي لپاره یوازې د پېغمبر په لیدلو او یا ناستې پاستې بسنه کړې ده؛[۴] خو په اومه او اتمه پېړۍ کې د اهل سنتو د لوی عالم ابن حجر عسقلاني په وینا، هغه څه چې د عالمانو په نزد منل شوې همدا لومړی تعریف دی.[۵]

د ځینو سرچینو په راپور، د پېغمبر (ص) د وفات په وخت د اصحابو شمېر ۱۱۴ زره تنه و.[۶] هغو کسانو ته چې په وړوکوالي کې یې پېغمبر درک کړی صحابه صغار(واړه صحابیان) او ښځو ته صحابیات ویل کیږی.[۷]

د نظریې بیان

د اهل سنتو د مشهورو عالمانو د نظر مطابق ټول صحابه عادل دي.[۸] ابن حجر عسقلاني د ټولو اهل سنتو تر مینځ موافقه ادعا د ټولو اصحابو عدالت ګڼلی او د هغې مخالفان یې ګوته په شمېر مُبتَدِعه بللي دي.[۹] هغه همداراز له ابن حزم (وفات ۴۵۶ق) نقل کړې چې ټول صحابیان به جنت ته ځي او په هغوي کې به یو هم دوزخ ته نه ځي.[۱۰]

سره له دې له اهل سنتو عالمانو مازَری (محمدبن علی بن عمرالمازری مُکَنّی په ابوعبدالله، وفات۵۳۰ یا ۵۳۶ق) یوازې د یوې ډلې اصحابو عدالت منلی چې له پېغمبر سره یو ځای وو، د هغه حضرت درناوی او عزت یې کړی او مرسته یې ورسره کړې ده. او «له هغه نوره چې له هغوي سره نازل شوی» پېروي کړې ده.[۱۱] ځینو نورو اهل سنتو هم د پېغمبر اصحاب د نورو مسلمانانو په شان ګڼلي او باوري دي چې یوازې پېغمبر سره ملګرتیا او لیدل یې د عدالت سبب نه ګرځي.[۱۲]

د احمد حسین یعقوب په وینا د صحابه د عدالت مطلب دا دی چې پر اصحابو دروغ تړل او جرحه یې جایزه نه ده، که څه هم خطا یې کړې وي.[۱۳]ابن اثیر د اسدالغابه په سریزه کې لیکي:« ټول صحابیان عادل دي او هیڅ جرحه پرې نه شي کېدی»[۱۴] له دې امله ځینو اهل سنتو عالمانو ویلي چې څوک چې د پېغمبر په یو صحابي اعتراض وکړي کافر دی.[۱۵]

همداراز د صحابه له عدالته مطلب یې یوه داسې ځانګړنه ګڼلې چې په اساس یې د صحابه و روایتونه منل کیږي. خطیب بغدادي لیکلي دي: هر حدیث چې له پېغمبر سره متصل کیږي عمل پرې هغه وخت لازم دی چې د راویانو عدالت یې ثابت شي، بې له صحابه و؛ ځکه چې د صحابه و عدالت ثابت شوی دی؛ ځکه چې خدای تعالی هغوي عادل ګڼلي او د هغوي د طهارت خبر یې ورکړی دی.[۱۶]

د موافقانو دلیلونه

اهل سنتو د صحابه و د عدالت د ثابتولو لپاره د قران په ځینو ایتونو او د پېغمبر (ص) په ځینو روایتونو استدلال کړی دی.[۱۷] منجمله:

  1. هغه ایتونه چې بیانوي خدای له صحابه و راضي شوی دی؛ لکه «وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِ‌ینَ وَالْأَنصَارِ وَالَّذِینَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّ‌ضِی اللَّـهُ عَنْهُمْ وَرَ‌ضُوا عَنْهُ»؛ آیت ( او له مهاجرو او انصارو لومړي مخکښان، او هغه کسان چې په نیکۍ سره یې د هغوي پېروي وکړه، خدای له دوي راضي دی او هغوي هم( له هغه راضي دي) [۱۸] همداراز «لَّقَدْ رَضِيَ اللَّـهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ»؛ [۱۹] آیت (په رښتیا خدای کله چې مومنانو له تاسره له هغه ونې لاندې بیعت کاوه له هغوي راضي شو)[۲۰]اهل سنت عالمانو له صحابه و د خدای رضایت د هغوي ټولو په عدالت دلیل ګڼلی او ویلې یې دي چې له چا چې خدای خوښ شي، هیڅکله په هغه غضب نه کوي.[۲۱] د شیعه عالمانو په نظر دا ایتونه د ټولو صحابه و په عدالت دلالت نه لري؛ ځکه چې د لومړي ایت له ظاهره داسې اخستون کیږي چې د خدای مطلب، ځینې مهاجر او انصار دي نه ټول.[۲۲] په دوهم ایت کې هم یوازې هغه صحابه مراد دي چې په بیعت رضوان کې موجود وو او په خپل عهد و پیمان باقي پاتې شول نه ټول اصحاب.[۲۳] همداراز د ټولو صحابه و عدالت د «وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الْأَعْرَ‌ابِ مُنَافِقُونَ ۖ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ ۖ مَرَ‌دُوا عَلَى النِّفَاقِ» [۲۴] له ایت سره غږملتیا نه لري؛ ځکه چې دغه ایت ځینې اصحاب منافق ګڼي.[۲۵]
  2. هغه ایتونه چې مسلمانان تر ټولو ښه او وسط امت معرفي کوي، لکه د «كُنتُمْ خَیرَ أُمَّةٍ أُخْرِ‌جَتْ لِلنَّاسِ»[۲۶] ایت او «وَ کَذلِکَ جَعَلْناکُمْ أُمَّةً وَسَطاً».[۲۷] ایت ځینو اهل سنتو مفسرانو امت وسط په عادل امت تفسیر کړی دی.[۲۸] او ویلې یې دي چې که څه هم د امت لفظ عام دی خو مطلب ترې خاص (صحابه) دي او ایت د اصحابو په اړه نازل شوی دی.[۲۹] په داسې حال کې چې شیعه عالمان وایي دغه ایت د پېغمبر د ځینو اصحابو په کړچار دلالت کوي چې شتون یې سبب شو د پېغمبر (ص) امت تر ټولو ښه امت وبلل شي، نه ټول اصحاب.[۳۰]
  3. اصحابي کالنجوم حدیث؛ په دې حدیث کې د پېغمبر اصحاب داسې ستورو ته ورته ګڼل شوي چې هر یو سره اقتدا وشي، د هدایت سبب کیږي. د شیعه عالمانو او ځینو اهل سنت عالمانو له نظره دغه روایت جعلي او جوړ کړی شوی دی او د قرآن له ایتونو او د پېغمبر له نورو روایتونوسره سمون نه لري. [۳۱]

د صحابه و د عدالت د اثبات لپاره د قرآن په ځینو نورو ایتونو [۳۲] او حدیثونو لکه « خیر القرون قرنی» حدیث او«لا تَسُبّوا اصحابی» حدیث استدلال شوی دی.[۳۳] په داسې حال کې چې د پېغمبر په اصحابو کې د منافقینو او مرتدینو شتون د دې مخه نیسي چې دغه ایتونه او روایتونه د ټولو صحابه و په عدالت دلالت ولري.[۳۴] د بېلګې په توګه د مفسرانو په وینا د نبا ایت چې وایي:«که یو فاسق تاسو ته خبر راوړ، د هغه په هکله لټون وکړئ»[۳۵] د ولید بن عقبه په هکله چې له صحابه و و نازل شوی دی.[۳۶]

د صحابه و کړچار

شیعه عالمان او ځینې اهل سنت عالمان په دې باور دي چې د ځینو اصحابوکړچار، د هغوي د عدالت نظریه ماتوي. د سید محسن امین په وینا، د عبیدالله بن جَحش، عبیدالله بن خطل، ربیعه بن امیه و اشعث بن قیس په شان صحابه مرتد شوې دي.[۳۷] همداراز د ځینو روایتونو له مخې چې په بخاري حدیث کې راغلي، پېغمبر د ځینو اصحابو د ارتداد په خپله خبر ورکړی دی.[۳۸]

همداراز په تاریخي کتابونو کې د ځینو اصحابو له خوا د عدالت خلاف کارونو لکه د شرابو څښل، حضرت علي ته کنځل کول، د عادل امام په خلاف خروج او د مسلمانانو د وژلو راپورونه راغلې دي. منجمله بُسر بن اَرطاة د امام علي له شیعیانو کابو دېرش زره کسان وژلې دي.[۳۹] مغیره بن شعبه کابو نهه کاله په منبر په امام علي پسې کنځل کول،[۴۰] خالد بن ولید، مالک بن نُویره شهید کړ او هماغه شپه یې د هغه مېرمنې سره ملاستی وکړ.[۴۱]او ولید بن عقبه شراب څښل.[۴۲] له شافعي هم نقل شوي چې د پېغمبر په اصحابو کې د معاویة بن ابوسفیان، عمرو بن عاص، مغیرة بن شعبه او زیاد بن ابیه ګواهي نه قبلیږي..[۴۳]

همداراز په جمل جنګ کې د یو بل په لاس د اصحابو وژله چې پکې د اصحابو دوه ډلې یو بل ته مخامخ شوې وې، د ټولو اصحابو د عدالت له نظریې سره سمون نه خوري؛ معتزله اهل سنت ابن ابی الحدید، د جنګ جمل جوړوونکي اصحاب ټول دوزخیان ګڼلي او په هغو کې یې یوازې عایشه، طلحه او زبیر د توبې په وجه استثنا کړې دي. هغه همداراز په صفین جنګ کې د شام د لښکریانو په اړه هم په بغاوت د هغوي د ټینګار په وجه، همداز عقیده لري. هغه خوارج هم د خپلو معتزلي هم فکرو د نظر مطابق دوزخیان ګڼلې دي.[۴۴]

اهداف او پایلې

شیعیان د صحابه و د عدالت نظریه نه مني او باوري دي چې د پېغمبر (ص) اصحاب هم د نورو مسلمانانو په شان دي او له پېغمبر سره د مصاحبت په وجه د هیچا عدالت نه ثابتیږي.[۴۵] د هغوي له نظره ممکنه نه ده چې د پېغمبر (ص) ټول اصحاب د تقوا هغې درجې ته رسېدلې وي چې وکړی شو هغوي په عدالت (د کبیره ګناه پرېښودل او په صغیره ګناه ټینګار نه کول) وستایو، په داسې حال کې چې د اسلامي تاریخ د سرچینو په وینا ځینو اصحابو له وېرې، ناچارۍ، او د تالیف قلوب له مخې په پېغمبر د ایمان څرګندونه کړې ده.[۴۶] د هغوي له نظره، د صحابه و د عدالت خبره د ځینو اهدافو او مقاصدو لپاره شوې چې ځینې یې دا دي:

  • د درې ګونو خلیفه ګانو د خلافت توجیه
  • صحابه و ته خوندیتوب ورکول او په هغوي د اعتراض او نیوکې مخه نیول
  • د معاویه بن ابی سفیان سلطنت ته مشروعیت او رواوالی ورکول او د هغه د اعمالو او کړچار توجیهول.[۴۷]

همداراز د صحابي د اجتهاد د نظریې جوړول د صحابه و د ځینو کړنو د توجیه، له قران او سنته د صحابه پوهې ته مرجعیت ورکولو، د هغوي قول او سیرت ته حجیت ورکولو، د جرح و تعدیل د قواعدو له اجرا کولو پرته د صحابه و د نقل شویو حدیثونو د منلو لپاره دي اود مسلمانانو تر مینځ اختلاف د صحابه و د عدالت د نظریې له پایلو ګڼل شوې دي.[۴۸]

کتابونه

د صحابه و د عدالت مساله د شیعه او سني له اختلافي مسایلو ده چې د صحابه لیکنې [۴۹] تفسیری[۵۰] او کلامی[۵۱] اثارو او کتابونو کې ورته توجه شوې ده.همداراز شیعیانو په دې اړه مستقل او پوره پوره کتابونه لیکلي چې ځینې یې دا دي:


  • په فارسۍ ژبه عدالت صحابه لیک د سید علی میلانی د ۱۴ لمریزې پېړۍ شیعه عالم. په دې کتاب کې د صحابه و عدالت د نظریې په دلایلو کره کتنه شوې ده. لیکوال د قرآن ځینې آیتونه، د ځینو اصحابو کبیره ګناهونه، او د ځینو اصحابو د نه عادلوالي په اړه د اهل سنتو بزرګانو او عالمانو قولونه راوړې دي.
  • عدالت صحابه در پرتو قرآن، سنت و تاریخ د شیعه مرجع تقلید محمدآصف محسني لیک. په دې کتاب کې د صحابه و عدالت د مذهبونو تر مینځ د نزدېکت په نظر سره جاجول شوی دی. د شیعه سني عالمانو په نزد د صحابه مفهوم او د قرآن ایتونو ته په پام سره د ځینو اصحابو د فسق او نفاق د وجود اثبات، د دغه کتاب له بحثونو دي. لیکوال همداراز دا خبره رد کړې ده چې شیعیان ټول صحابه کافر ګڼي.[۵۲]


نظریة عدالة الصحابة والمرجعیة السیاسیة فی‌ الاسلام لیک د احمدحسین یعقوب،[۵۳] عدالت صحابه، لیک د سید محمد یثربی،[۵۴] بررسی‌ نظریه‌ عدالت‌ صحا‌به‌ لیک د غلامحسین زینلي[۵۵] او نظریه‌ عدالت‌ صحا‌به‌ چې د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې څیړندویه ډلې لیکلی دی[۵۶] ځینې نور کتابونه دي چې د صحابه و د عدلت د نظریې په کره کتنه کې لیکل شوې دي.