منځپانگې ته ورتلل

د فاطمیې ورځې

د wikishia لخوا
په قم کې د فاطمیې د ماتم دورې پرمهال انځور(۱۳۹۸ش)

د فاطمیې ورځې هغه ورځې دي؛ چې شیعو د حضرت زهرا(س) شهادت په مناسبت کی [[ماتم|وير(سوګواري) کوي]]. د حضرت فاطمې(س) شهادت په اړه د ۱۳ جمادي‌الاول او ۳ جمادي‌الثاني دوه وینا ډیرې مشهورې دي. د جمادي الاول له یوولسم څخه تر دیارلسم ورځو پورې، لومړی فاطمیه او د جمادي الثاني له دریمې څخه تر پنځم ورځو پورې دوهم فاطمیه بلل کیږي.

د فاطمیې ورځې په جریان کې، په ځینو هیوادونو لکه ایران، عراق، پاکستان او آذربایجان کې به ویری(ماتم) غونده جورکیږي. همدارنګه په ایران کې د جمادي الثاني دریمه ورځ رسمي رخصتي ده، او ځینې د تقلید مراجعو پدې ورځ د عزا مراسمو کې برخه واخلي. په ایران کې د دوهم فاطمې ایام، د عزا غونده له ۱۳۷۹ ش راهیسې پراختیا موندلي ده، کله چې د جمادي‌الثاني دریمه ورځ د حضرت فاطمې(س) د شهادت ورځ په مناسبت کی رخصت اعلان شوه.

د فاطمیې ورځې کوم دي؟

د فاطمې ورځې هغه ورځې دي کله چې شیعه‌ګان د حضرت فاطمې(س) شهادت ویری(ماتم) کوي.[۱] د دیارلسم جمادي‌الاول او دریم جمادي‌الثاني د شهرت لپاره، د حضرت فاطمې د شهادت نیټه، د فاطمیې ورځې په لومرنی فاطمېه او دوهم فاطمېه ته نومول شوې دی. د جمادي‌الاول میاشت کې یولسم، دولسم او دیار لسم ورځې د لومرنی فاطمیه په نومي او د جمادي‌الثاني دریم، څلورم او پنځم ورځې د دوهم فاطمیه په نوم یادیږي.[۲] البته، ځینې دجمادي الاول له لسمه تر شلم ورځ لومړنۍ فاطمیه ګنی او له لومړي څخه تر لسم جمادي الثاني پورې دوهم فاطمې ته.[۳]

د حضرت فاطمې(س) د شهادت سمه ورځ نه پیژندل کیږي او پدې اړه اختلاف شتون لري. په "الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء(س)" کتاب کې د اسماعیل انصاري زنجاني لیکنه(د مړی کال ۱۳۸۸ ش)، د حضرت فاطمې د شهادت په وخت کې ۲۱ وینا ویل شوې وې.[۴] د سید محمد جواد شبیري(د ژیږیدنی کال ۱۳۴۵ ش) په ویناکې د فاطمې دانش نامه له لیکوالانو؛ د فاطمې د شهادت نیټه په دریم جمادي‌الثاني کې شیعه ګانو نږدی ته ډیر مشهور دی.[۵] هغه دا وینا د امام صادق(ع) لخوا په بیان کې مستند کړې ده کوم چې د دلایل لامامه په کتاب کې[۶] نقل شوی ده.[۷]

د مراسمو ترسره کول

د فاطمیې ورځونو په جریان کې، د ایران په بیلابیلو ښارونو کې به د عزا مراسم ترسره شي. مراسم په ایران کې د حضرت فاطمې د شهادت د ورځې په مناسبت د رخصتی ګومارل پدې راهیسې ډیر پراختیا موندلي ده.[۸]

په پاکستان کې د فاطمی په ورځو کې د ماتم مراسم ترسره کول

په ۱۳۷۹ش. کې د آیت الله واحید خراساناني په وړاندیز او د ایران اسلامی جمهوری حکومت په تصویب سره د جمادي‌الثاني په دریمه ورځ، د حضرت فاطمې د شهادت په مناسبت په رسمي ډول رخصت اعلان شوي دی.[۹] حسین وحید خراسان (د زیږیدلی کال ۱۳۰۰ ش) او لطف الله صافي ګلپایگاني(دمړی کال ۱۴۰۰ ش) د شیعي د تقلیدو له مراجع، پدې ورځ په عزا ډلو کې چې حضرت معصومه زیارت خوا ته ځي د پلي لارو په غونډه کې دوی هم ګډون وکړه.[۱۰]

همدارنګه، د فاطمیې د ورځو په څیر، د ایران په ځینو ښارونو کې، په ځانګړي توګه قم ښار کې، د بني هاشم کوڅو په نوم، نندارتونونه به د عامه لیدنې لپاره ترسره شي او پدې کې به د بقیع، غدیر خم او فدک ننداره، په نندارتون کې ایشودل شي کیږې.[۱۱]

عراقي شیعه‌ګان د ربيع‌الثاني اتم ورځ هم د عزا غونډه ترسره کوي، پرته له لومړنی او دویم فاطمېه څخه. دا غونډه د یو وینا پراساس دی چې د پیغمبر(ص) له مرګ څخه ۴۰ ورځې وروسته د فاطمه(س) شهادت ورځ بولي.[۱۲] همدغسې په ځینو هیوادونو کې لکه پاکستان، [۱۳] آذربایجان، تاجیکستان [۱۴] او آسټرالیا [۱۵] او د هامبورګ اسلامي مرکز [۱۶] او د امام علي سټاکهلم اسلامي مرکز په دویم فاطمیه کې د عزا مراسم ترسره کوي.[۱۷]

د حضرت فاطمې(س) لپاره د عزا تاریخ

د حضرت فاطمې(س) لپاره له اهل‌البیټ(ع) څخه د عزا غونډه راپورونه شتون لري.[۱۸] له امام صادق(ع) څخه روایت شویده چی د حضرت زهرا(س) دپاره د عزا غونډه تر سره کړه او د هغه په غونډه کې د حضرت محسن(ع) له سقط کیسه او د حضرت زهرا وهل یاد وکړه[۱۹] همدغسې د قاضي عبدالجبار معتزلي (د مړی کال ۴۱۵ ق) په ویناکې؛ په ځینې سیمو، شیعه ګان لکه مصر، دمشق، بغداد، الرمله، عکا، سور، عسقلان او جبل البسماق د حضرت زهرا(س) او د هغه زوی حضرت محسن(ع) لپاره د ماتم غونډه جوره کړ.[۲۰]

فوټ نوټ

  1. ↑ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ویراست یکم، ص۳۶۵.
  2. ↑ مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ویراست یکم، ص۳۶۶.
  3. ↑ لطفي ته وګورئ، «ایام فاطمیه و مناسک شکل‌یافته پیرامون آن»، ص۲۵.
  4. ↑ انصاری زنجانی، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء(س)، دلیل ما، ج۱۵، ص۲۳.
  5. ↑ شبیری، «شهادت فاطمه(س)»، ص۳۴۷.
  6. ↑ طبری امامی، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴.
  7. ↑ شبیری، «شهادت فاطمه(س)»، ص۳۴۷.
  8. ↑ لطفی ته وګورئ، «ایام فاطمیه و مناسک شکل‌یافته پیرامون آن»، ص۲۵.
  9. ↑ «ماجرای تعطیل‌شدن روز شهادت حضرت زهرا(س)»، خبرگزاری فارس.
  10. ↑ «پیاده‌روی و عزاداری دو تن از مراجع تقلید در قم»، سایت تابناک قم.
  11. ↑ «سومین نمایشگاه کوچه‌های بنی‌هاشم در قم برپا شد/ ساخت ماکت بقیع قبل از تخریب»، خبرگزاری مهر.
  12. ↑ «الأيّام الفاطمية أو موسم الأحزان الفاطمية: المعنى والدلالة...»، شبکة الکفیل العالمیة.
  13. ↑ «ایام شهادت حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها در پاکستان‎»، خبرگزاری ایرنا.
  14. ↑ «مراسم سوگواری شهادت حضرت فاطمه(س) در جمهوری آذربایجان و تاجیکستان»، رادیو ایران تاجیک.
  15. ↑ «مراسم فاطمیه دوم در استرالیا»، خبرگزاری ابنا.
  16. ↑ سوگواری ایام فاطمیه در مرکز اسلامی مرکز اسلامی هامبوگ»، خبرگزاری مهر.
  17. ↑ «برنامه مراسم عزاداری فاطمیه دوم (۲۰۱۸) در شهرهای مهم اروپادر این ایام، مراسم سوگواری برگزار می‌کنند»، خبرگزاری ابنا.
  18. ↑ خصیبی ته وګورۍ، الهدایه الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۴۰۸.
  19. ↑ خصیبی، الهدایه الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۴۰۸.
  20. ↑ قاضی عبدالجبار، تثبیت دلائل النبوة، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۵۹۵.

سرچینې