محسن بن علي(ع)
محسن بن علي(ع) د حضرت علي(ع) او حضرت فاطمې(س) زوی دی. هغه د حضرت فاطمه(س) په کور باندې د ابوبکر د خلافت د طرفدارانو د حملې او له امام علی(ع) څخه د بیعت اخیستلو په کیسه کښې سِقط شو. د هغه د شهادت دقیقه نیټه معلومه نه ده. د اسلامي تاريخ يو څېړونکي محمد هادي يوسفي غروي (په ١٣٢٧ هـ ش کال کې زېږېدلی) د شواهدو په وړاندې کولو سره د فاطمې(ص) پر کور بريد او د محسن د سقط د پېغمبراکرم(ص) له رحلته پنځوس ورځې وروسته ګڼلی دی. خو ځينې خلکو د ربيع الاول پيل د ایام محسنیه او د ماتم ورځ بولي، چې دا کار له دې سببه چې د شيعو په تاريخ سابقه نه لري او ورسره د شيعو نور اصلي پروګرامونه کمزوري کیږي، د ځینې لویو مجتهدینو له خوا نه دى تاييد شوى.
د محسن بن علي په اړه په عربۍ او فارسۍ ژبو کتابونه لیکل شوي دي. د سید محمد مهدي موسوي خرسان لخوا لیکل شوی کتاب المحسن السبط مولودٌ أم سقطٌ یو له هغو څخه دی.
د امام علی(ع) او فاطمې(س) زوی
محسن د حضرت امام علي(ع) او حضرت فاطمه(س) زوی دی. په مختلفو شیعه[۱] او اهلسنتو[۲] سرچینو کې هغه د حضرت فاطمې او امام علي(ع) له اولادونو څخه ګڼل شوی دی. د رواياتو له مخې دا نوم هغه ته رسول الله(ص) ورکړی و.[۳] او دا د هارون د زوی مُشَبّر سره برابر دی.[۴] د اهل سنتو د صحابه کرامو ژوند لیکونکي د ابن حجر عسقلاني (وفات ۸۵۲ هـ ق) په وینا، دا کلمه د مُحَسّن په شکل لوستل کیږي[۵]
شهادت
د محسن د مړینې د څه رنګوالي په اړه اختلاف دی. په شیعه سرچینو کې د هغه د شهادت لامل سقط ګڼل شوی دی[۶] په سني سرچینو کې د هغه مړینه د «مات صغیراً»،[۷] «مات و هو صغیر»[۸] په جملو سره ذکر شوې ده. یا داسې یو څه[۹] ذکر شوي دي. کوم چې دا په ګوته کوي چې هغه ژوندی زیږیدلی و. ابن حزم اندلسي چې سني عالم دی (وفات کال ۴۵۶ هـ ق) وايي چې هغه له پیدایښته سمدستي وروسته وفات شو.[۱۰] خو محمد بن عبدالکریم شهرشتاني (وفات کال ۵۴۸ هـ ق) په کتاب الملل و النحل کې د ابراهیم بن سیار په نقل چې په نَظّام معتزلی مشهور دی (وفات کال ۲۲۱ هـ ق) نقل کړي دي. د فاطمې په یو اړخ باندې د عمر بن خطاب ګوزار د محسن د سقط لامل شو.[۱۱] همدارنګه د نهج البلاغه مفسر ابن ابي الحديد معتزلي(وفات کال ۶۵۶ هـ ق) هم له خپل استاد ابوجعفر نقيب سره په مناظره کې، له علي(ع) سره د بيعت اخستلو په وخت کې د محسن سقط ته اشاره کوي.[۱۲]
د ځينو احاديثو له مخې چې په سني سرچینو كې راغلي دي، محسن د رسول الله(ص) په زمانه كې پيدا شوى دى.[۱۳]
د شهادت نېټه
اصلي مقاله: محسنیه ورځې
محسن د فاطمې(س) پر کور د حملې په وخت کې له سقط شوی و.[۱۴] محمد هادي یوسفي غروي (په ۱۳۲۷ کال کې زیږیدلی) د اسلامي تاریخ یو څیړونکی د ځینې دلیلونو په راوړلو سره په دې باور دی چې د فاطمې(س) پر کور د برید وخت د سقیفې له پېښې او ابوبکر سره له بیعته سمدستي وروسته نه و، بلکې د پېغمبراکرم(ص) له وفاته څه باندې پنځوس ورځې وروسته دا پېښه شوې ده،[۱۵] خو ځینو خلکو د ربيع الاول لومړۍ ورځې د ایام محسنیه او ماتم ورځې ګرځولي دي.[۱۶] د ناصر مکارم شیرازي (په ۱۳۰۵ کال کې زیږیدلی) په وینا، غوره ده چې د ایام محسنیه مراسم ترسره نه شي، ځکه دا مراسم د شیعو تر مینځ کوم تاریخ او سابقه نه لري او د اصلي پروګرامونو د بې خوندۍ لامل ګرځي.[۱۷]
د قاضي عبدالجبار معتزلي (وفات کال ۴۱۵ هـ ق) د راپور له مخې، ځينو شيعو به په مصر، دمشق، بغداد، الرمله، عَکّا، صور، عسقلان او جبل البسماق کې د حضرت فاطمې(س) او د هغې د زوى محسن(ع) په خاطر ماتم کاوه.[۱۸]
د ښخولو ځای
په تاریخي سرچینو کې د محسن د ښخولو ځای نه دی ذکر شوی. خو د جامع النورین په کتاب کې د روایت پر بنسټ، حضرت علي(ع) د حضرت زهرا خادمه فضه ته وویل چې د محسن جسد د کور په دروازه کې ښخ کړه.[۱۹]
د محسن د قاتل عذاب
د کامل الزيارات د روايت پر اساس راغلي دي، چې د رسول الله(ص) له اولادونو څخه لومړی کس چې د قيامت په ورځ به يې محاکمه کېږي محسن دى، بيا به يې قاتل ته سزا ورکول کېږي.[۲۰]
بیل کتابونه
د محسن بن علي په اړه په عربۍ او فارسۍ ژبو کې کتابونه لیکل شوي دي:
- «المحسن السبط مولودٌ أم سقطٌ»، په عربي ژبه د سید محمدمهدی موسوی خرسان له خوا ليکل شوی، چې د مرکز الابحاث العقائدیة له خوا په ۱۴۳۰ هـ ق کال په ۶۲۶ مخونو کې خپور شوی دی.[۲۱] لیکوال د تاریخ کتابونو په تطبیقي مطالعې سره دې پایلې ته رسیدلی دی چې د محسن سقط په هغه ورځ شوی چې کله د علي(ع) په کور برید وشو او د هغه اثر او زور له امله و چې فاطمې(س) ته رسیدلی و.[۲۲]
- «غنچه یاس؛ محسن بن علی» چې مهدي فاطمي په فارسۍ او عربۍ ژبه لیکلی دی چې په ۱۳۸۶ش کال کې خپور شوی دی.[۲۳]
همدارنګ «محسن بن علی» د علیاصغر رضوانی،[۲۴] المحسن بن فاطمة الزهراء، د عبدالمحسن عبدالزهراء القطیفی[۲۵] او مسافر دریا حضرت محسن بن علی د صادق داوری[۲۶] کتابونه، هغه کتابونه دي چې د محس په هکله لیکل شوي دي.
اړوندي لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ مثال په توګه وګورئ: یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۱۳؛ قاضی نعمان، شرح الاخبار، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۸۸؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۵؛ ابنصوفی، المجدی، ۱۴۲۲ق، ص۱۹۳.
- ↑ ابنحنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۱۵۹، ۲۴۶؛ بخاری، الادب المفرد، ۱۴۰۹ق، ص۲۸۶؛ ابنقتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۱۱؛ بلاذری، انسابالاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۱۸۹؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۱۵۳؛ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۸۰ ابنحزم اندلسی، جمهرة انساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۱۶؛ ابناثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۹۹-۳۰۰؛ سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۵۷؛ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۸ق، ج۷، ص۳۶۷؛ ابنحجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۹۱.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۵
- ↑ ابنحنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۱۵۹، ۲۴۶؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۵.
- ↑ ابنحجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۹۱.
- ↑ وګورئ: شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۵۵.
- ↑ ابناثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۳۰۰.
- ↑ ابنقتیبة، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۱۱.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۷۵.
- ↑ ابنحزم اندلسی، جمهرة انساب العرب، ۱۴۰۳ق، ص۳۸.
- ↑ شهرستانی، الملل والنحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۷۱.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۴، ص۱۹۲–۱۹۳.
- ↑ ابناثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۹۹؛ ابنحنبل، مسند، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۱۵۹، ۲۴۶؛ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۸۴.
- ↑ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۸۵؛ خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۴۰۸؛ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۴، ص۱۹۲–۱۹۳؛ شهرستانی، الملل والنحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۷۱.
- ↑ یوسفی غروی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا»، ص۹-۱۴.
- ↑ «اتفاقات هفته اول بعد از ماه صفر، ریشه و اصل همه مصائب جهان اسلام است»، پایگاه اطلاعرسانی حضرت آیتالله العظمی سید صادق روحانی.
- ↑ «نظر حضرتعالی در مورد برگزاری مراسم ایّام محسنیه بهصورت عمومی در سطح شهر چیست؟»، پایگاه اطلاعرسانی دفتر حضرت آیتالله العظمی مکارم شیرازی.
- ↑ قاضی عبدالجبار، تثبیت دلائل النبوة، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۵۹۵.
- ↑ سبزواری، جامع النورین، علمیه اسلامیه، ص۲۰۶.
- ↑ ابنقولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۳۳۴.
- ↑ موسوی خرسان، المحسن السبط مولودٌ أم سقطٌ، ۱۴۳۰ق، شناسنامه کتاب.
- ↑ الموسوی الخرسان، المحسن السبط مولود أم سقط، ۱۴۳۰ق، ص۲۰۷.
- ↑ غنچه یاس، شبکه جامع کتاب گیسوم
- ↑ محسن بن علی(ع)، مؤسسه خانه کتاب ایران و ادبیات ایران
- ↑ المحسن بن فاطمه الزهراء مؤسسه خانه کتاب ایران.
- ↑ مسافر دریا: حضرت محسن بن علی، شبکه جامع کتاب گیسوم.
سرچينې
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهجالبلاغة، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قاهره، قم، مکتبة آیةالله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
- ابناثیر، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفه الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
- ابنحزم الاندلسی، علی بن احمد، جمهرة انساب العرب، تحقیق لجنة من العلماء، بیروت، دار الکتب العلملیة، چاپ اول، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
- ابنحنبل، احمد بن محمد، مسند الامام احمد بن حنبل، تحقیق شعیب الارنؤوط و عادل مرشد و دیگران، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
- ابنصوفی نسابه، علی بن محمد، المجدی فی انساب الطالبیین، تحقیق، احمد مهدوی دامغانی، قم، الطبعة الثانیه، مکتبه آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۲۲ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفه الاصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی، الطبعة الاولی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
- ابنقتیبه، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق، ثروت عکاشه، القاهرة، الهیئة المصریة العامة للکتاب، الطبعة الثانیة، ۱۹۹۲م.
- ابنقولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح عبدالحسین امینی، نجف، دارالمرتضویه، ۱۳۵۶ش.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة والنهایة، تحقیق علی شیری، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
- المحسن بن فاطمه الزهراء مؤسسه خانه کتاب ایران، مشاهده ۴ آذر ۱۴۰۰ش.
- بخاری، محمد بن اسماعیل، الادب المفرد، تحقیق محمدفؤاد عبدالباقی، بیروت، دارالبشائر الاسلامیة، الطبعة الثانیه، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۲)، تحقیق، محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۴ق/۱۹۷۴م.
- خصیبی، حسین بن همدان، الهدایة الکبری، بیروت، البلاغ، ۱۴۱۹ق.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفی عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۰م.
- سبزواری، ملااسماعیل، جامع النورین، تهران، علمیه اسلامیه، بیتا.
- سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
- شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل والنحل، تحقیق: محمد بدران، قم، الشریف الرضی، چاپ سوم، ۱۳۶۴ش.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، تصحیح علیاکبر غفاری و محمود محرمی زرندی، قم، الموتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله العباد، تحقیق موسسة آلالبیت لتحقیق التراث، قم، دارالمفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الرسل والامم والملوک، تحقیق: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، الطبعة الثانیة، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
- قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، تثبیت دلائل النبوة، مصر، دارالمصطفی، ۱۴۲۷ق.
- قاضی نعمان مغربی، نعمان بن محمد، شرح الاخبار فی فضایل الائمة الاطهار، تحقیق، سید محمدحسین حسینی جلالی، قم، الطبعة الثانیه، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۱۴ق.
- «اتفاقات هفته اول بعد از ماه صفر، ریشه و اصل همه مصائب جهان اسلام است»، پایگاه اطلاعرسانی حضرت آیتالله العظمی سید صادق روحانی، مشاهده ۴ آذر ۱۴۰۰ش.
- مسافر دریا: حضرت محسن بن علی، شبکه جامع کتاب گیسوم، مشاهده ۴ آذر ۱۴۰۰ش.
- محسن بن علی(ع)، مؤسسه خانه کتاب ایران و ادبیات ایران، مشاهده ۴ آذر ۱۴۰۰ش.
- مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بورسعید، مکتبة الثقافة الدینیة، بیتا.
- موسوی خرسان، سید محمدمهدی، «المحسن السبط مولودٌ أم سقطٌ»، قم، مرکز الابحاث العقائدیة، ۱۴۳۰ق.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.
- یوسفی غروی، محمدهادی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا (علیهاالسلام)»، آینه پژوهش، شماره ۲۷، پاییز ۱۳۷۹ش.
- «نظر حضرتعالی در مورد برگزاری مراسم ایّام محسنیه بهصورت عمومی در سطح شهر چیست؟»، پایگاه اطلاعرسانی دفتر حضرت آیتالله العظمی مکارم شیرازی، مشاهده ۴ آذر ۱۴۰۰ق.