د قدس نړیواله ورځ

د wikishia لخوا

د قدس ورځ یا د قدس نړیواله ورځ د روژې د میاشتې وروستۍ جمعه ده چې امام خمیني په ۱۳۸۵ کال (د ۱۳۹۹ کال په رمضان کې) هغه د فلسطین له خلکو د ملاتړ رسمي ورځ وبلله او د نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل چې د صهیونسټي رژیم او دهغوي د ګوډاګیانو د لاس لنډولو لپاره یو موټي شي. د قدس د ورځې په توګه د روژې د اخري جمعې نومول، د ډېرو روڼ اندو او هنرمنانو له ملاتړ سره مخ شول او نن پر ایران سربېره د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د قدس د ورځې دستورې او لاریونونه ترسره کیږي چې د خبري سرچینو د راپور له مخې په مختلفو لویو وچو کې د دغو هیوادونو شمېراتیاوو ته رسیږي. د قدس د نړیوالې ورځې د کاریکاتور (کارټون) نړیوال فیسټول په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۷ او ۱۴۰۱ لمریز کلونو کې په ایران کې ترسره شوی دی.

تاریخچه او موقعیت

د قدس ورځ یا د قدس نړیواله ورځ د روژې د میاشتې وروستۍ جمعه ده چې امام خمیني په ۱۳۵۸ کال (د ۱۳۹۹ اسپوږمیز کال په ۱۳ رمضان کې) هغه د فلسطین له خلکو د ملاتړ رسمي ورځ وبلله او د نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل چې د صهیونسټي رژیم او دهغوي د ګوډاګیانو د لاس لنډولو لپاره یو موټي شي[۱] دغه پېغام په مسجد الاقصی د اسراییلي ځواکونو د حملې او د لبنان د جنوب د بمبارۍ پ غبرګون کې خپور شو.[۲]

په ۱۳۵۸ لمریز کال په تهران کې د قدس د ورځې له لاریونه وروسته په ایران کې د فلسطین سفیر د یاسر عرفات پېغام ولوسته. همداراز د ایران د هغه وخت د موقت دولت لومړي وزیر مهدي بازرګان، د سوریې د بهرنيو چارو وزیر عبدالحلیم خدام، سید علي خامنه ای او محمد مجتهد شبستري ویناوې وکړې[۳] د قدس ورځې د دستورو له ترسره کېدو مخکې، پینځه ویشتو لیکوالانو او روڼ اندو مجمله داریوش آشوري، شایګان، سیمین دانشور، داریوش مهر جوایي او احمد شاملو په یوې بیانیې کې اعلان وکړ چې د ازادۍ او دموکراسۍ د لارې د مبارزانو تر څنګ به د قدس ورځې په لاریون کې برخه واخلي.[۴]

د قدس نړیواله ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د مشرانو، امام خمیني او سید علي خامنه اي، د شیعه د تقلید مراجعو او د لبنان د حزب الله د عمومي منشي سید حسن نصرالله په ویناوو کې ځانګړی ځای لري. امام خمیني د قدس ورځ نه یوازې د فلسطین بلکې د اسلام او د اسلامي حکومت ورځ بللې[۵] او هغه یې د عمومي اسلامي لام بندۍ او په ټوله دنیا کې د مستضعفینو ګوند د جوړېدو یوه سریزه معرفي کړې ده.[۶] د ایران د اسلامي جمهوریت مشر سید علي خامنه اي باور لري چې د قدس د نړیوالې ورځې درنښت سبب کیږي چې د اسراییلو د دولت تر یرغل لاندې راغلې فلسطینیان د یوازېتوب احساس ونه کړي او مقاومت وکړی شي.[۷]

شیعه د تقلید مرجع ناصر مکارم شیرازي د قدس د ورځې په لاریون کې ګډون شرعي واجب ګڼي. د هغه په فتوا، که مېړه د قدس ورځې په لاریون کې د خپلې مېرمنې د برخه اخستلو اجازه ورنه کړي، ښځه د مېړه له اجازې برته د قدس ورځې په لاریون کې برخه اخستلې شي[۸] هغه باوري دی چې د قدس ورځ باید د غاصبانو او نیواکګرو په خلاف په یو قوي، عمومي او یو هیړ اعتراض بدله شي.[۹] د لبناند حزب الله د مشر سید حسن نصرالله په وینا اسراییل نه یوازې د فلسطین بلکې د سیمې د ټولو هیوادونو، د سولې خپلواکۍ او امنیت لپاره یو خطر دی.[۱۰]

د قدس ورځې دستورې

د قدس ورځې لاریون د نړۍ په مخلتفو هیوادونو منجمله، ملایشیا، هند، سنګاپور، انډونیشیا ، ترکیې، امریکا، کاناډا، ناروی، اذربایجان، سوډان، انګلستان، بحرین، بوسینا هرزګوینا، تیونس، پاکستان، اسټریلیا، جرمني، رومانیا، کویت، سپین، جنوبي افریقا، سویډن، وینزویلا، البانیا، یمن ، او یونان کې ترسره کیږي.[۱۱] د خبري سرچینو په وینا د قدس ورځې مراسم د نړۍ تر اتیا په زیاتو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې ترسره کيږي.[۱۲]

د قدس ورځې دستورې د روژې میاشتې په وروستۍ جمعه ترسره کیږي[۱۳] او د نړۍ رسنۍ ورته انعکاس ورکوي.[۱۴] په لویدیځو هیوادونو کې له دې امله چې جمعه د کار ورځ ده، د قدس ورځ د اونۍ د اخري ورځې په تعطیلاتو یعنې د خالي یا اتبار په ورځ ترسره کیږي.[۱۵] البته په ځینو هیوادونو کې د قدس ورځې د دستورو جوړېدل له یو لړ محدودیتونو سره مخامخیږي.[۱۶]

هنري پېښې

د قدس د نړیوالې ورځې د کارټون د نړیوال فیسټیوال لومړی پړاو په ۱۳۹۳ لمریز کال کې په دوو اصلي برخو: د قدس نړیواله ورځ او د فلسطین د هېرولو لپاره د تفکیري خوځښتونو په برخو کې ترسره شو او د نړۍ له کابو درې دېرشو هیوادونو څخه تقریبا دوه سوه کسانو پکې تر پینځه سوو زیات اثار وړاندې کړل[۱۷] په دغه فیسټیول کې مختلفو ادارو او مرکزونو منجمله ابنا خبري اژانس، د فلسطین د انتفاضې د ملاتړ سیکرټریټ، او د ایران د اسلامي جمهوریت د هنر پوهنکور برخه لرله.[۱۸]

د قدس د نړیوالې ورځې د کارټونونو دوهم فیسټیول یا مېله په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د نړۍ له ۲۷ هیوادونو څخه تر ۱۲۰ زیاتو هنرمنانو په ګډون سره ترسره شو او د قدس د نړیوالې ورځې او د د اسراییلو دولت د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس ښار د اعلانولو د امریکا د دولت د اقدام د غندنې په باره کې ۳۱۶ اثارو ته پکې شرکت ورکړی شو.[۱۹]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۹، ص۲۶۷.
  2. آدمی، «تأثیر تهدیدهای گروه‌های سلفی-تکفیری بر امنیت هستی‌شناختی ج.ا.ا»، ص۱۳.
  3. «سخنرانان روز قدس در سال ۵۸ چه کسانی بودند؟»، سایت تاریخ ایرانی.
  4. «سخنرانان روز قدس در سال ۵۸ چه کسانی بودند؟»، سایت تاریخ ایرانی.
  5. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۹، ص۲۷۸.
  6. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۹، ص۲۸.
  7. «بیانات در خطبه‌های نماز جمعه»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای.
  8. آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی: شرکت در راهپیمایی روز قدس وجوب شرعی دارد
  9. «شرکت در راهپیمایی روز قدس واجب است»، سایت تابناک.
  10. «سخنرانی سید حسن نصرالله، دبیر کل حزب الله لبنان، در روز جهانی قدس»، سایت مقاومت اسلامی لبنان.
  11. «جهان و روز جهانی قدس»، خبرگزاری تسنیم.
  12. «روز قدس از نگاه رسانه‌های دنیا»، سایت شبکه خبر.
  13. «مراسم روز قدس در لندن»، سایت بی‌بی‌سی.
  14. «حضور ۵۰۰۰ رسانه خارجی برای پوشش راهپیمایی روز قدس در ایران...»، سایت خبرگزاری العالم.
  15. «مراسم روز قدس در لندن»، سایت بی‌بی‌سی.
  16. «محدودیت‎ها و موانع برگزاری روز جهانی قدس در خارج از کشور»، سایت قدسنا؛ «علل مخالفت برخی دولت‌های اسلامی...»، سایت قدسنا.
  17. «بیانیه هیأت داوران اولین جشنواره...»، خبرگزاری ابنا.
  18. «بیانیه هیأت داوران اولین جشنواره...»، خبرگزاری ابنا.
  19. «برگزیدگان دومین جشنواره بین‌المللی کاریکاتور روز جهانی قدس معرفی شدند»، سایت هنرآنلاین.

سرچينې

  • آدمی، علی، و رضا نیک‌نام، «تأثیر تهدیدهای گروه‌های سلفی-تکفیری بر امنیت هستی‌شناختی ج.ا.ا»، در مجله مطالعات سیاسی جهان اسلام، ش۱۹، پاییز ۱۳۹۵ش.
  • «برگزیدگان دومین جشنواره بین‌المللی کاریکاتور روز جهانی قدس معرفی شدند»، سایت هنرآنلاین، تاریخ درج مطلب: ۷ شهریور ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • «بیانات در خطبه‌های نمازجمعه»، در سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۱۶ فروردین ۱۳۷۰ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • «بیانیه هیأت داوران اولین جشنواره بین المللی کاریکاتور روز جهانی قدس + اسامی برندگان»، خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۱۵ مهر ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • «بیش از ۵۰۰۰ رسانه خارجی تظاهرات روز جهانی قدس را در شهرهای مختلف ایران پوشش می‌دهند.»، سایت العالم، تاریخ درج مطلب: ۱۸ خرداد ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • «سخنرانی سید حسن نصرالله، دبیر کل حزب الله لبنان، در روز جهانی قدس»، سایت مقاومت اسلامی لبنان، تاریخ درج مطلب: ۱۱ مرداد ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • «شرکت در راهپیمایی روز قدس واجب است»، سایت تابناک، تاریخ درج مطلب: ۲۴ مرداد ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • صحیفه امام، تهیه و تنظیم: مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، تهران، مؤسسه تنظیم ونشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
  • «علل مخالفت برخی دولت‌های اسلامی در برگزاری مناسب مراسم روز جهانی قدس در کشورهایشان چیست؟»، سایت قدسنا، تاریخ درج مطلب: ۱ خرداد ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • «محدودیت‎ها و موانع برگزاری روز جهانی قدس در خارج از کشور»، سایت قدسنا، ۳۰ خرداد ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.
  • «مراسم روز قدس در لندن»، سایت بی‌بی‌سی فارسی، تاریخ درج مطلب: ۲۰ خرداد ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲ خرداد ۱۳۹۸ش.