د لبنان حزب الله

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حزب الله په لبنان کې یو شیعه سیاسي او پوځي ډله ده چې په ۱۹۸۲ میلادي کال کې له اسراییلو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ جوړه شوه. دغه ګوند د اسراییلو په خلاف خپل فعالیت په استشهادي عملیاتو سره پېل کړ. بیا یې خپل پوځي توان زیات کړ او په کاتیوشا توغندیو او خرپ و ترپ جنګونو سره یې د اسراییلو مقابله پېل کړه.

د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله دی. له هغه مخکې صبحي طفیلي او سید عباسي موسوي په دې مقام وو. تر اوسه څو ځله د اسراییلو او حزب الله تر مینځ جنګ شوی چې په هغو کې یو ۳۳ ورځنی جنګ دی. دغه جنګ اسراییلو د حزب الله د بې وسلې کولو او د خپلو دوو پوځیانو د ازادولو لپاره پېل کړ چې د الوعد الصادق په نامه د حزب الله په عملیاتو کې حزب الله اسیران کړې وو.

حزب الله په سوریې کې د دغه هیواد د حکومت په ملاتړ له تکفیري ځواکونو سره هم مبارزه کړې ده. دا ګوند همداراز فرهنګي، ټولنیز او سیاسي فعالیتونه لري. المنار ټیلي ویژني چینل د حزب الله دی.

تاریخچه او د جوړېدو زمینه

د لبنان حزب الله په ۱۹۸۲ میلادي کې د اسلامي ایران په ملاتړ سره جوړ شو [۱] په اول کې یې څوکاله په پټه د صهیونسټ رژیم د نیواکګرو په خلاف فعالیت کاوه. د ۱۹۸۴ کال د نومبر په یوولسمه چې د ۱۳۶۱ لمریز کال د لړم له شلمې سره سمون خوري، احمد جعفر قصیر د لبنان په جنوب کې د اسراییلي پوځیانو په خلاف استشهادي عملیات وکړل چې یو شمېر یې ووژل شول. د ۱۹۸۵ کال د فرورۍ په ۱۶ چې د ۱۳۶۳ لمریز کال د سلواغې له ۲۷ سره برابره ده، له صیدا د اسراییلو له شاتګ سره په یو وخت، حزب الله د احمد جعفر قصیر د شهادت غواړو عملیاتو پړه په غاړه واخیسته او له اسراییلو سره د مبارزې په اړه خپله استراتژي او ایډیالوجي یې رسما اعلان کړه.[۲]

د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواکونو د کوماندان حسین دهقان په وینا په ۱۳۶۱ لمریز کې د ایران او عراق په جنګ کې د بیت المقدس له عملیاتو وروسته، اسراییلو په لبنان حمله وکړه.د سپاه یو شمېر کوماندانان له اسراییلو سره د مقابلې لپاره د لبناني ځواکونو د ټریننګولو لپاره لبنان ته واستول شول. هغوي د پوځي زده کړو تر څنګ له ایران سره د اړوندو ډلو تر مینځ د یووالي د راوستلو هڅه هم وکړه چې په نهایت کې د حزب الله د جوړېدو سبب شوه.[۳] د حزب الله د عمومي منشی د مرستیال نعیم قاسم په وینا، امام خمیني دغه ډلې لبنانیانو ته د پوځي ټریننګ د ورکولو لپاره لېږلې وې. البته له دې مخکې امل غورځنګ، حزب الدعوه، د بقاع د عالمانو غونډه او اسلامي کمېټه د اسراییلو د نیواکګرۍ په مقابلې کې د یو واحد ګوند د جوړولو لپاره موافقې ته رسېدلې وې او طرحې سره یې امام خمیني هم موافقه کړې وه.[۴]

مشري

د حزب الله لومړنی عمومي منشي صبحي طفیلي و چې د ۱۹۸۹ میلادي کال د نومبر په پینځمه په دغه مقام وټاکل شو. له هغه مخکې، حزب اوه نیم کاله په شورایي طریقه چلېده.[۵] سید محمدحسین فضل‌الله، صبحی طفیلی، سید عباس موسوی، سید حسن نصرالله، نعیم قاسم، حسین کورانی ، حسین خلیل، محمد رعد، محمد فنیش، محمد یزبک او ابراهیم امین د حزب‌الله له موسسانو وو.[۶] د ۱۹۹۱ کال په مۍ کې د هغوی اختلافاتو او نیوکو په سبب چې په صبحي طفیلي موجودې وې، سید عباس موسوي د حزب الله د نوي عمومي منشي په توګه انتخاب شو.[۷] هغه د ۱۹۹۲ کال د فرورۍ په ۱۶ د اسراییلو له خوا شهید کړی شو او د حزب الله شورا سید حسن نصرالله د عمومي منشي په توګه وټاکه.[۸]

وتلي شخصیتونه

د حزب الله ځینې وتلي شخصیتونه دا دي:

سید حسن نصرالله

اصلي مقاله : سید حسن نصرالله

سید حسن نصرالله (زوکړه ۱۹۶۰م/۱۳۳لمریز) د لبنان د حزب الله دریم عمومي منشي او د دغه ګوند د موسسانو غړی دی.[۹] هغه یوه موده د حزب الله اجرایي مشر و او له ۱۹۹۲ میلادي کال څخه یې د دغه ګوند عمومي منشیتوب په غاړه واخیست.د هغه په زمانه کې اسراییلو په ۲۰۰۰ میلادي کال کې له لبنانه شاتګ وکړ او لبناني اسیران یې خوشي کړل.

سید عباس موسوي

اصلي مقاله: سید عباس موسوي

سید عباس موسوي موسس غړی او د حزب الله دوهم عمومي منشي و. هغه په ۱۳۷۰ لمریز کال کې د صبحي طفیلي له څنګته کولو وروسته د حزب الله عمومي منشي شو.[۱۰] هغه له دې مخکې د فلسطینیو ځواکونو په څنګ کې له اسراییلو سره جنګېدلی و. د حزب الله په منشي توب د هغه دوره تر نهو میاشتو کمه وه او د اسراییلو له خوا شهید کړی شو.[۱۱]

صبحی طفیلی

اصلي مقاله : شیخ صبحی طفیلی

شیخ صُبْحی طُفَیلی (زوکړه۱۳۲۷ل) د لبنان د حزب الله لومړی عمومي منشي و او له ۱۳۶۸ تر ۱۳۷۰ کلونو یې دغه مقام په غاړه درلود. هغه په ۱۳۷۷ ل کال کې د «ثَورةُالجیاع»(د وُږو خوځښت) جوړ کړ. د هغه پلویانو په ځینو دولتي مرکزونو برید وکړ چې د نښتو او د یو شمېر کسانو د وژل کېدو سبب شو. هغه د لبنان د حزب الله او د ایران د اسلامي جمهوریت له منتقدانو دی.[۱۴]


عماد مغنیه

اصلي مقاله: عماد مغنیه

په حاجي رضوان مشهور عماد مغنیه د حزب الله یو تکړه کوماندان و. هغه د حزب الله د ځانګړو عملیاتو مسوولیت او د لوړ رتبه مقاماتو د حفاظت د ګارډ کومانده په غاړه لرله. همدراز د الوعد الصادق عملیاتو پلانګر او مشر او له اسراییلو سره د حزب الله د ۳۳ ورځني جنګ میداني کوماندان و.[۱۵] اسراییلو د ۲۰۰۸ کال د فرورۍ په دولسمه هغه شهید کړ.[۱۶]

له اسراییلو سره مقابله

حزب الله په ۱۹۸۵ کال کې له اسراییلو سره د مقابلې ایډیالوجي او استراتژي په ښکاره توګه رسمي کړه.[۱۷] په لومړیو کلونو کې د حزب الله فعالیت د اسراییلي ځواکونو په خلاف د استشهادي عملیاتو په اجرا متمرکز و؛ خو ورو ورو یې دغه طریقه بدله کړه. د دغه ګوند ځواکونو د حزب الله د هغه وخت عمومي منشي سید عباس موسوي په ترور په غبرګون کې، په لومړي ځل د فلسطین په شمال کې په صهیونسټ میشته ښارګیو کاتیوشا توغندي وويشتل.[۱۸]

د اسراییلو او حزب الله تر مینځ ځینې پېښې دا دي:

الوعد الصادق عملیات

اصلي مقاله: ۳۳ ورځنی جنګ

په ۲۰۰۶ کال کې د حزب الله او اسراییلو تر مینځ جنګ ونښته چې په تموز یا درې دېرش ورځني جنګ پېژندل کیږي. اسراییلو له حزب الله سره د موافقې پر خلاف درې لبناني اسیران ازاد نه کړل. حزب الله د هغوي د ازادۍ لپاره د ۲۰۰۶ کال په جولایي کې په الوعد الصادق عملیاتو کې د اسراییلو دوه پوځيان اسیران کړل. اسراییلو د خپلو دوو اسیرانو د ازادولو او د حزب الله د بې وسلې کولو لپاره په لبنان حمله وکړه او د حزب الله او اسراییلو ترمینځ جنګ ونښته چې درې دېرش ورځې اوږد شو.[۱۹]

د ۱۹۹۳ م کال د جنورۍ نښته

د ۱۹۹۳ م کال د جولایي په ۲۵ اسراییلو د حزب الله د بې وسلې کولو او د خلکو او حزب تر مینځ د اړیکو د خرابولو او د مقاومت د مخنیوی لپاره د لبنان په دولت د فشار په غرض په لبنان حمله وکړه. دغه حمله د حزب الله له غبرګون سره مخ شوه او دواړو لورو د ۱۳۹۳ کال د جولایي په ۳۱ د جولایي تفاهم ومانه. د دغه موافقې له مخې حزب الله ومنله چې د اسراییلو د تیریو د بندولولپاره د اسراییلو ترنیواک لاندې سیمو باندې د کاتیوشا توغندیو له توغولو ډډه وکړي.[۲۰]

د ۱۹۹۶ کال د اپریل نښته

اسراییلو د ۱۹۹۶ کال د اپریل په یوولسمه د غوسې د وَګو عملیات د لبنان په خلاف پېل کړل. دغه عملیات په څلورګونو قتل عامونو، په دوهمه ورځ سحمر، په دریمه ورځ منصوري آمبولانس، او په اومه ورځ نبطیه فوقا او قانان مشهور شول. په دې حمله کې د حزب الله ۲۵ کسان شهیدان شول. عملیات شپاړس ورځې روان وو او اخر اسراییل له حزب الله سره موافقې ته ورسېده. په دې موافقې کې اسراییلو ومنله چې په ملکي کسانو برید ونه کړي او په پوځي ټکر کې یوازې د مقاومت له ځواکونو سره ښکېل شي.[۲۱]

انصاریه عملیات

حزب الله د ۱۹۹۲ کال د ستمبر په پينځمه د اسراییلي کمانډویانو د سمندري تیري د مقابلې لپاره انصاریه عملیات برابر کړل چې پکې ۱۷ صهیونسټي عسکر مړه او ژوبل شول.[۲۲]

د مقاومت د اسیرانو آزادول

مصطفی دیرانی (ښی) عبدالکریم عبید (کیڼ)

د لبنان له جنوبه د اسراییلي ځواکونو له وتلو وروسته، د حزب الله ځینې عسکر لکه مصطفی دیراني او شیخ عبدالکریم عبید د اسراییلو په زندانونو کې وو. حزب اله د لبنان د جنوب په شبعا کروندو کې د عملیاتو په کولو سره درې اسراییلي عسکر د ۲۰۰۰ کال د اکتوبر په اولسمه اسیران کړل او په بیروت کې یې هم یو اسراییلی ډګروال ونیوه. اسراییلو د دغه کسانو د اخستلو په بدل کې یو شمېر لبنانیان او ۴۰۰ فلسطیني اسیران خوشي کړل او د ۵۹ کسانو مړي یې وسپارل. د مبادلې عملیات د ۲۰۰۴ کال د جنورۍ په ۲۹ او ۳۰ ترسره شول.[۲۳]

حزب الله په ۲۰۰۸ کې هم په ۳۳ ورځني جنګ پسې، له اسراییلو سره د مذاکراتو په کولو او د جرمني په مینځګړیتوب، پاتي لبناني اسیران خوشي کړل او همداراز د ۳۳ ورځني جنګ د مقاومت د شهیدانو تنې او د لبنان او فلسطین د مقاومت د پاتې شهیدانو منجمله د دلال مغربي جنازه او د ۱۲ نورو کسانو جنازې له اسراییلو واخستې.[۲۴]

د داعش په خلاف په سوریه کې شتون

حزب الله له داعش سره په مقابله کې د سوریې له دولت سره مرسته وکړه. په سوریه کې د ناکراریو له پېلېدو وروسته حزب الله د سوریې د پوځ تر څنګ له تکفیریانو سره جنګ وکړ.[۲۵] د القصیر ازادي په سوریه کې د حزب الله تر ټولو لویه کامیابي وه.[۲۶]

سیاسي فعالیتونه

حزب الله په لومړي ځل په ۱۹۹۲ کال کې د لبنان په انتخاباتو کې برخه واخسته او د پارلیمان دولس څوکۍ یې وګټلې. په ۱۹۹۶ کال کې یې لس کرسۍ او په ۲۰۰۰ کال کې یې د لبنان د پارلیمان له ۱۲۸ کرسیو دولس څوکۍ وګټلې.[۲۷] په ۲۰۰۵ کال کې د هیواد په سویه په عمومي انتخاباتو کې یې په یوازې سر څوارلس څوکۍ او د لبنان په جنوب کې یې له امل غورځنګ سره په ټلواله کې ټولې ۲۳ کرسۍ وګټلې او محمد فنیش یې د اوبو او انرجۍ د وزیر په توګه کابینې ته ولیږه.[۲۸] له ۲۰۰۵ کال وروسته حزب الله د اتم مارچ د ډلو په شمېر کې راغی. په ۲۰۰۵ کال کې د حریري له ترور سره په یو وخت د لبنان په سیاسي ډګر کې نوې سیاسي ډلبندۍ وشوې. د اتم مارچ ډله په بیروت کې د حزب الله د ۲۰۰۵ کال له غونډې او د دغه ډلې له بې وسلې کولو سره له مخالفت د سوریې له ملاتړ او د اسراییلو په وړاندې له مقاومت وروسته ، جوړه شوه؛ یوه متحده جبهه چې له حزب الله ، امل غورځنګ او ازاد مسیحي ګونده جوړه وه او وروسته نور جریانونه لکه د لبنان اسلامي جماعت، د اسلامي توحید غورځنګ (اهل تسنن) او د لبنان دموکرات ګوند (دوروزیان) په هغې ورزیات شول.[۲۹] د امریکا، فرانسې عربستان او مصر په شان هیوادنو له ملاتړه وروسته په لبنان کې د مارچ د څوارلسمې ډله جوړه شوه چې له لبنانه د سوریې د وتلو او د مقاومت د بې وسلې کولو غوښتنه یې وکړه. المستقبل بهیر(سني) حزب الکتائب او لبناني ځواکونه (مسیحي) او د لبنان ترقي غواړې سوشلسټه ډله (دورزویان) د دغه بهیر اصلي پلوۍ ډلې وې.[۳۰]

ټولنیز فعالیتونه

د حزب الله تمرکز د اسراییلو د تیري په وړاندې په مقاومت دی؛ سره له دې دغه ډله ټولنیز فعالیتونه هم لري چې ځینې دا دي:

  • د اسراییلو د تیریو او د طبیعي پېښو څخه د رامینځته شویو ویجاړیو د بیا رغاونې لپاره د بیا رغاونې د جهاد د موسسې جوړول.
  • له ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۱ کاله د بیروت د جنوب په خواوشا کې د ښاري خزلې راغونډول
  • د بیروت د جنوبي څنډې د څښاک د اوبو برابرول
  • کرهڼیز فعالیتونه
  • د روغتیا د اسلامي ټولنې او د ډېرو درملیزو مرکزونو او روغتونونو جوړول
  • زده کوونکو ته د تعلیمي او په تعلیم کې د مرستې د خدماتو وړاندې کول.
  • د شهیدانو کورنیو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره د شهید فاونډیشن جوړول
  • د محرومانو د ملاتړ لپاره د اسلامي خیریه امداد د کمېټې جوړول[۳۱]

رسنۍ

په لبنان پورې تړلې المنار ټیلي ویژني چینل

حزب الله همداراز په ملیتا سیمه کې خپله یوه اډه په میوزیم بدله کړې ده .[۳۳]


موافقان او مخالفان

حزب‌الله په نړۍ کې هم پلویان او هم مخالفان لري. ترټولو لوی موافقان یې ایران او سوریه دي. روسیه هم حزب الله یو مشروع سیاسي ټولنیز سازمان ګڼي.[۳۴] ایران د حزب الله په جوړولو او ځواکونو ته یې په پوځي ټریننګ کې رول لرلی دی.[۳۵] همداراز ایران په لبنان کې د اسراییلو د یرغلونو په وجه د ورانیو د بیا رغاونې لپاره د لبنان د بیا رغاونې کمېټه جوړه کړې ده.[۳۶] سره له دې د امریکا متحده ایالتونو، د عربو هیوادونو اتحادیې، د فارس خلیج سیمې د هیوادونود ملګرتیا شورا او... حزب الله یا یې پوځي برخه، ترهه ګره ډله اعلان کړې ده.[۳۷] د نیواکګرۍ په وړاندې مقاومت او د اسراییلو ګواښ او له اسراییلو سره له مقابلې د لبنان د پوځي ځواکونو ناتواني د هغو کسانو دلیلونه دي چې باور لري حزب الله ترهه ګره ډله نه ده او باید هماغه شان وسله په لاس کې ولري. [۳۸]

کتابونه

د حزب الله په اړه ځینې کتابونه لیکل شوې دي. المنهج التجربة المستقبل لبنان و مقاومته في الواجهة، د حزب الله د یو مشر نعیم قاسم کتاب دی، په دغه کتاب کې د لبنان د حزب الله تاریخچه، اهداف او فعالیتونه ذکر شوې دي.[۳۹]داکتاب د «حزب‌الله لبنان خط مشی، گذشته و آینده آن» په نامه په فارسۍ ژباړل شوی دی.[۴۰]

فوټ نوټ

سرچينې

بهرنې ته لینک