سید حسن نصرالله

د wikishia لخوا
سید حسن نصرالله

سید حسن نصرالله (۱۳۳۹ل- ۱۴۰۳ل) شیعه عالم او سیاستوال، د لبنان د حزب الله دریم عمومي منشي او له بنسټ ګرو یې و. حزب الله د هغه په پړاو کې په سیمه ایز طاقت بدل شو. په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د لبنان د جنوب ازادي، او په ۲۰۰۶ کال کې په ۳۳ ورځني جنګ کې کامیابي د هغه د منشي توب په وخت کې رامینځته شوه. له همدې امله یې هغه ته د مقاومت سید ویلي دي. همداشان د اسراییلو په خلاف د خپل مقاومت او پرله پسې فتوحاتو له امله هغه په ​​عربي او اسلامي نړۍ کې تر ټولو مشهور او محبوب شخصیت یا رهبر او په عربي نړۍ او منځني ختیځ کې د تر ټولو ځواکمن مشر په توګه معرفي شوی دی.

نصرالله د نجف د علمیه حوزې زده کړی و. په نجف کې له سید محمد باقر صدر او سید عباس موسوي سره د هغه اړیکي سبب شول چې له اسراییلي نیواکګرو سره د مبازې ډګر ته داخل شي. سید حسن له ۱۹۷۵ تر ۱۹۸۲ م کاله پورې د امل غورځنګ غړی و؛ خو په ۱۹۸۲ م کې له یو شمېر مبارزو عالمانو سره له دغه غورځنګه جدا او حزب الله یې جوړ کړ. هغه د ۱۹۹۲ ل کال د فرورۍ په ۱۶ د سید عباس موسوي له شهادته وروسته د حزب الله د غړو د نظر په اتفاق سره د عمومي منشي په توګه غوره شو.

سید حسن نصر الله د ۱۴۰۳ل کال د تلې په ۶/ د ۲۰۲۴ل کال د ستمبر په ۲۷ د جمعې په ورځ، د صهیونسټ رژیم له خوا د لبنان په جنوب کې د ضاحیه سیمې په بمبارۍ کې شهید شو. د هغه شهادت ډېر غبرګونونه لرل. د ایران مشر سید علي خامنه اي، د تقلید مراجعو لکه سید علي سیستاني، ناصر مکارم شیرازي، حسین نوري همداني او د مختلفو هیوادونو دولتونو او چارواکو او د مقاومت ډلو لکه حماس غورځنګ، د فلسطین اسلامي جهاد، د یمن انصارالله غورځنګ، فتح غورځنګ، عصائب اهل الحق ډلې، د لبنان امل غورځنګ، د عراق د ملي واکمنۍ، په عراق کې د صدر جریان هم د بیانیو په خپرولو سره د سید حسن په شهادت تسلیت ووایه او د اسراییلو حملې یې وغندلې. په ایران کې پینځه ورځې، په لبنان، سوریې، عراق او یمن کې درې درې ورځې عمومي ویر اعلان شو.

په نصرالله باندې له شهادته مخکې ځو ځله په ۲۰۰۴، ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ م کلونو کې د اسراییلي ځواکونو له خوا حملې شوې خو بچ پاتې شوی و.

د هغه مشر زوی، سید محمد هادي هم په ۱۹۹۷ م کال کې له اسراییلي ځواکونو سره په نښته کې شهید شو.

د مقاومت سید او د اسرایلو د نیواک سره مبارزه

سید حسن په ۲۰۰۰ کال کې د لبنان د جنوبي سیمو په ازادۍ کې چې دوه ویشت کاله د اسراییلو په نیواک کې و او په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې د بریا له امله د حزب الله او خپل رول په وجه «د مقاومت په سید» لقب ورکړل شو.[۱]

نصرالله د اسرائیلو پر وړاندې د خپل مقاومت او څو بریاوو له امله په عربي او اسلامي نړۍ کې تر ټولو مشهور شخصیت،[۲] په عربي نړۍ کې تر ټولو مشهور مشر[۳] او په عربي نړۍ او منځني ختیځ کې تر ټولو زړور او ځواکمن مشر وپېژندل شو.[۴] د هغه حماسي وینا او قوي شخصیت د هغه د شهرت لامل ګڼل شوي دي.[۵] د اسوشیټیډ پریس د یورونیوز د راپور له مخې، نصرالله د لبنان او په عربي او اسلامي نړۍ کې د ملیونونو خلکو درناوی درلود.[۶] یورونیوز نصرالله د ایران تر ټولو نږدې متحد او د اسرائیلو سخت دښمن بللی دی.[۷]

د لبنان د حزب الله عمومي منشي توپ

سید حسن نصرالله د ۱۹۹۲ م کال د فرورۍ په ۱۶ د سید عباس موسوي له شهادته وروسته د لبنان د حزب الله د ټولو غړیو په اجماع د دغه ګوند عمومي منشي شو.[۸] هغه د حزب الله د عمومي منشي توب د منلو په وخته ۳۲ کلن و.[۹]

ویل شوي چې حزب الله د سید حسن د رهبرۍ په زمانه کې په سیمه ایز طاقت بدل شو[۱۰] او پر صهیونسټ رژیم یې ځینې بریالیتوبونه ترلاسه کړل چې تر ټولو مهم یې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د لبنان د جنوب ازادول او په ۲۰۰۶ کال کې د ۳۳ ورځني جنګ او په ۲۰۱۷م کال کې ترهه ګرو ډلو ته ماته ورکول شامل دي.[۱۱] په ۲۰۰۴ کال کې د لبنان د بندیانو په خلاصون او له اسراییلو څخه د مقاومت د جنګیالیو د جسدونو په را ایستلو کې د سید حسن رول مهم او کلیدي ګڼل کیږي.[۱۲] حزب الله د عمومي منشي سید حسن په وخت کې سیاسي فعالیتونو ته ننوتل او ځینې غړي یې د لبنان پارلمان ته ننوتل.[۱۳]

سید حسن د اسراییلو د وژنې یو هدف و او ویل کیږي چې له ۲۰۰۶[۱۴] راهیسې د اسراییلي ځواکونو له خوا د وژنې د ګواښ له امله په پټه کې ژوند کاوه.[۱۵] د هغه لیکچرونه په مجازی کې او د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوي.[۱۶] هغه حزب الله د امریکا په سترګو کې یو غشی او د اسرائیلو د اشغال د پلانونو پر وړاندې لوی خنډ ګڼي.[۱۷]

د مقاومت ډلو سره اړیکه

سید حسن نصرالله د لبنان د حزب الله د عمومی منشی په توګه تل د مقاومت له ډلو سره نږدې اړیکې درلودې.

له ایران سره اړیکي

له ایت الله خامنه اي سره د سید حسن نصرالله (ښه لاس ته لومړی کس) او سید عباس موسوي (کیڼ لاس ته لومړی کس) کتنه (۱۳۷۰ل)

سید حسن نصر الله په ۱۳۶۰ ل کال کې له امام خمیني څخه په حسبیه او شرعیه چارو کې د تصرف اجازه ترلاسه کړه.[۱۸] هغه له دې وروسته په ځلونو ایران ته سفر وکړ[۱۹] او په مختلفو غونډو کې یې ونیاوې وکړې او له ایرانیو مقاماتو سره یې لیدنې هم کړې دي. هغه د ایران له ځینو پوځي کوماندانانو سره دوستانه اړیکي درلود.[۲۰] هغه په ځلونو په خپلو ویناوو او غونډو کې له حزب الله د ایران په ملاتړونو ټینګار کړی دی.[۲۱] هغه په خپلو ویناوو کې له ایرانه دفاع کوي او هغه د وفادارۍ د قانون په اساس یوه دنده ګڼي.[۲۲]

ژوندلیک او تعلیم

د سید حسن نصرالله د ژوند اینفو ګرافي

د لبنان مشهور او محبوب شخصیت سید حسن نصرالله[۲۳] د ۱۹۶۰ کال د اګست په ۳۱/ د ۱۳۳۹ ل کال د وږي په نهمه نېټه د بیروت په ختیځ فقیر میشته سیمه کرنتینا کې پیدا شو. پلار یې «سید عبدالکریم» او مور یې «نهدیه صفي الدین» د لبنان په جنوب کې د صور ښار د خواوشا البازوریه کلي استوګن وو چې بیروت ته یې مهاجرت کړی وی.[۲۴] په ځينو سرچینو کې ویل شوي چې هغه په بازوریه کې زېږېدلی دی.[۲۵] سید حسن درې وروڼه او پینځه خویندې لري.[۲۶] او په هلکوانۍ کې یې له خپلو وروڼو سره یو ځای د پلار د مېوې په پلورنځي کې کار کاوه.[۲۷]

نصرالله لومړۍ زده کړې په التربویه سیمه کې په خصوصي ښوونځي النجاح کې وکړې او د ۱۹۷۵ په اپریل کې د لبنان د کورني جنګ په پېلېدو سره له خپلې کورنۍ سره د پلار زیږنځی بازوریه کلي ته منتقل شو او د لیسې تعلیم یې په صور ښار کې جاري وساته.[۲۸]

سید حسن نصرالله په ځوانۍ کې

سید حسن په شپاړس کلنۍ کې (۱۹۷۶) د صور ښار د جُمعې د امام او د سید محمد باقر صدر د یو ملګري سید محمد غروي په هڅونه، د دیني علومو د زده کړې لپاره نجف ته لاړ. سید محمد په یو لیک کې سید حسن شهید صدر ته معرفي کړ. شهید صدر هم سید عباس موسوي، د سید حسن نصرالله په تعليمي حالت د څارنې او د هغه د اړتیاو په پوره کولو وټاکه.[۲۹] سید حسن په ۱۹۷۸ م کال کې د حوزې مقدماتي زده کړې پای ته ورسولې او په نجف کې له دوه کاله استوګنې وروسته، د عراق د بعث رژیم[۳۰] د فشارونو په وجه لبنان ته ستون شو. هغه په ۱۹۷۹م /۱۳۵۷ کال کې په بعلبک کې د منتظر مدرسې په جوړولو سره، خپل حوزوي تعلیم ته دوام ورکړ او له دې سره په یو وخت په تدریس هم بوخت شو.[۳۱] هغه په ۱۹۸۹ م کال کې یو کال په قم کې زده کړه کړې ده.[۳۲] لبنان ته د نصرالله د ستنېدو سبب، د لبنان له حزب الله سره د هغه د اختلافاتو په اړه اوازې، او له امله غورځنګ سره د حزب الله د اختلافاتو زیاتېدا او د رهبرۍ شورا ټینګار ګڼل شوی دی.[۳۳]

د ۱۳۶۰ لمریز کال په لړم میاشت کې سید حسن چې د امل غورځنګ له غړو سره حسینیه جمران کې د امام خمیني (رح) لیدو ته تللی و،[۳۴] له ده څخه يې د شرعي وجوهات د ترلاسه کولو اجازه ترلاسه کړه.[۳۵]

مېرمن او بچیان

نصرالله په ۱۹۷۸ کال کې په ۱۸ کلنۍ کې له فاطمه یاسین سره واده وکړ چې ترې د محمد هادي، محمد جواد او محمد علي په نومونو درې زامن او د زینب په نوم یوه لور پیدا شول.[۳۶] د هغه مشر زوی سید محمد هادي د ۱۹۹۷م کال د ستمبر په ۱۲/د ۱۳۷۶ ل کال د وږي په ۲۲ د لبنان په جنوب کې له اسراییلي ځواکونو سره په نښته کې شهید شو. د هغه جنازه د صهیونسټانو لاس ته ولویده او یو کال پس د اسراییلو او حزب الله تر مینځ په مبادله کې لبنان ته ستنه شوه.[۳۷]

سیاسي او ټولنیز فعالیتونه

سید حسن نصرالله د خپل عمر له لومړیو کلونو سیاسي فعالیت پېل کړ. د هغه ځینې سیاسي فعالیتونه عبارت دي له:

  • هغه په ۱۹۷۵ کال کې د لیسې د پړاو له ختمولو وروسته د امام موسی صدر په خاطر د امل غورځنګ سره یو ځای شو او د خپل ورور سید حسین سره په خپل زیږنځي البازوریه ښارګي کې د دې غورځنګ مشر شو.[۳۸]
  • هغه په ۱۹۸۲ کال کې د امل غورځنګ د سیاسي کمیټې غړی شو او د بقاع په سیمه کې یې د دغه غورځنګ سیاسي مسئولیت په غاړه واخیست.[۳۹]
  • هغه په ۱۹۸۲ کال کې له یو شمېر جنګیالیو عالمانو سره یو ځای د امل له ګونده جدا شو او د لبنان حزب الله یې جوړ کړ.
  • په ۱۹۸۷ کال کې د حزب الله د اجرائیوي کمیټې مشر او د ګوند د تصمیم نیونې د شورا غړی شو.[۴۰]
  • هغه له ۱۹۸۲ تر ۱۹۹۲ م کلونو پورې خپل فعالیتونه په حزب الله متمرکز کړل. هغه پر دې سربېره چې د ګوند په مرکزي شورا کې شتون درلود د مقاومت ځواکونو د چتمووالي او پوځي برخې د جوړولو مسوول و. هغه یوه موده د ابراهیم امین السید (په بیروت کې د حزب الله د مسوول) مرستیال او یوه موده د حزب الله د اجرایي مشر مرستیال و.[۴۱]

ناکامه ترورونه

سید حسن نصرالله د خپل مسوولیت په کلونو کې په ځلونو له ترهه ګرو ګواښونو سره مخ شوی دی. د ترور دغه ځینې طرحې یې دا دي:

  • د خوراکي مسمومیت له لارې ترور (۲۰۰۴م)
  • د اسراییلي الوتکو له خوا د هغه د استوګنې په برج بمباري(۲۰۰۶م)
  • د ترهه ګرو ډلې نیونه چې هدف یې د سید حسن نصر الله په ګاډي د هاوان د حملې برید و. (۲۰۰۶م)
  • د اسراییلي الوتکو له خوا د هغه ودانۍ چاودول چې تصور کېده سید حسن نصرالله پکې دی. (۲۰۱۱م)

سید حسن نصرالله د امنیتي ګواښونو په وجه په وروستیو کلونو کې ډېر کم عامو خلکو ته ځان ښکاره کوي او د حفاظت یو ځانګړی ټیم د هغه د ساتنې مسوولیت په غاړه درلود.[۴۲] د سید حسن نصرالله زوم ابوعلي جواد د دغه ټیم مشري په غاړه درلود.[۴۳]

شهادت

سید حسن نصرالله، د جمعې په ورځ د ۱۴۰۳ل کال د تلې په ۶/ د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر په ۲۷ د صهیونسټ رژیم له خوا د لبنان په جنوب کې په شیعه میشته سیمه ضاحیه په بمبارۍ کې شهید شو. د دغه رژیم پوځ ادعا کړې چې د حزب الله د غونډو جوړولو ځای او د کوماندې مرکز یې په نښه کړی دی.[۴۴] له دې حملې وروسته د اسراییلو پوځ د سید حسن نصرالله او ځینو نورو کوماندانانو لکه علي کرکي د وژل کېدو خبر ورکړ[۴۵] او حزب الله د ۱۴۰۳ ل کال د تلې په ۷ په یوې خبرتیا کې د سید حسن نصرالله شهادت اعلان او تایید کړ.[۴۶] د هغه په شهادت سره د امام رضا(ع) په حرم کې عمومي ویر اعلان شو.[۴۷]

د حزب الله په بیانیه کې راغلي دي« د مقاومت سید، صالح بنده سید حسن نصرالله، د یو لوی شهید، میړني، باتور، حکیم، بصیر او مومن مشر په توګه د کربلا د شهیدانو په تل پاتې قافلې او الهي رضوان کې شامل شو.[۴۸]

له اسراییلي رسنیوڅخه د الجزیره چینل په نقل، اسراییلو په دغه بمباریو کې کابو ۸۵ سنګر شکنه یا دوه ټني بمونه وکارول؛ په داسې حال کې چې د جنیوا کنونشن له دغه شان بمونو استفاده منع کړې ده.[۴۹]

غبرګونونه

د سید حسن نصر الله شهادت مختلف غبرګونونه له ځان سره لرل. د ایران د اسلامي انقلاب مشر سید علي خامنه اي،[۵۰] او د تقلید مراجعو لکه سید علي سیستاني،[۵۱] ناصر مکارم شیرازي،[۵۲] حسین نوري همداني[۵۳] او د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې[۵۴] د تسلیت پېغامونه ورکړل.

د مختلفو هیوادونو لکه ایران، روسیې، عراق او یمن[۵۵] دولتونو او مقاماتو او د مقاومت ډلو لکه حماس غورځنګ، د فلسطین اسلامي جهاد، د یمن انصارالله غورځنګ، فتح غورځنګ، عصائب اهل الحق ډلې، د لبنان امل غورځنګ، د عراق د ملي واکمنۍ د جریان مشر سید عمار حکیم، په عراق کې د صدر جریان مشر مقتدی صدر، هم د بیانیو په خپرولو سره د سید حسن په شهادت تسلیت ووایه او د اسراییلو حملې یې وغندلې.[۵۶]

په ایران کې پینځه ورځې[۵۷] په لبنان،[۵۸] سوریې[۵۹]، عراق[۶۰] او یمن[۶۱] کې درې ورځې عمومي ویر اعلان شو. د ایران علمیه حوزې یکشنبه رخصتي شوې او طلابو او عالمانو د صهیونسټ رژیم د جنایتونو په غندنه کې غونډې او لاریونونه وکړل.[۶۲] په ایران کې ټولې سینماګانې او تهیټرونه رخصت شول.[۶۳]

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د سید حسن نصرالله په شهادت د تسلیت په ویلو سره، د دغه ترهه ګرې حملې د حکم ورکول د امریکا کار وباله او وې ویل چې امریکا نه شي کولی ځان له صهیونسټ رژیم سره له همدستۍ او ملګرتیا سپین کړي.[۶۴]

د نیواکي قدس او لویدځې غاړې ځوانانو په لبنان د اسراییلو د حملې په اعتراض او له سید حسن نصرالله سره د خپلې وفادارۍ د اعلان لپاره د غصې لاریونه ته خلک وبلل.[۶۵]

اندونو ته یو نظر

  • په خپلو ارواوو، ځانونو، بچیانو او مالونو سره مو حسین(ع) ته وایو:«لبیک یا حسین» مونږ به دې تړون او بلنې ته شا نه کړو.
  • ټولو طاغوتانو، تیري ګرو، مفسدانو، فرصت غواړو، او هغو کسانو ته چې زمونږ د ارادې، هوډ او مقاومت ماتېدو ته یې زړه ښه کړی دی، وایو، مونږ د هغه امام بچیان، هغه سړي او هغه ښځې او د هغه ځوانانو وروڼه یو چې د عاشورا په ورځ له حسین سره ودرېدل او د حیسن دا جمله یې تاریخ ته وویله چې: هیهات منا الذلة[۶۶]
  • بې له شکه هغه پړاو چې مونږ په اسراییلو سره وېروي، ختم شوی دی. هغه وېروونکی او ډر اچوونکی اسراییل ختم شو. نن نه بلکې مودې کیږي چې ختم شوی... مونږ د عاشورا په ورځ او له هماغه ځایه، د خپل هیواد، ولس او سپېڅلتیاو د حفاظت او د لویو ذمه واریو د منلو لپاره خپو هوډ، اراده او ټینګار، اخلو. او حتی یوه ورځ هم په دې کې چې د حسین په څنګ کې ووسو خپل زړه ته شک نه اچوو. خپل ځان، وینه، بچیان، پېسه او هر څه چې راته خواږه دي په هغه قربانوو او ختمیږو بې له دې چې ختمېدل او پای ومنو. ځکه چې له دې وروسته به د همېشه لپاره د حسین(ع) په حضور کې وو.[۶۷]

د نورو له نظره

  • آیت‌الله خامنه اي د سید عزیز په کتاب په تقریظ کې: هر څه چې د هغه عزتمن سید د لا پېژندلو او عزتمنېدلو سبب شي، ښه او زما د خوښې وړ دي.[۶۸]
  • انګریزي ژبې ورځپاڼه «ډيلي ټیلي ګراف»: «نصر الله په مینځني ختیځ کې یو حیرانوونکی مشر دی»[۶۹]
  • انګریزې ژبې ورځپانه «ټایمز»: « سید حسن نصر الله د شېبو سړی دی چې د هغه د بخت او خوشقسمتۍ ستوری د هغو ودانیو چې اسراییلي بمونو ورانې کړي، پر کنډوالو وځلید.[۷۰]
  • امریکایی ورځپاڼه «واشنګټن پوسټ» « نصر الله د حزب الله یو تر ټولو لوی راز ګڼل کیږي.»[۷۱]

له هغه سره اړوند اثار

د سید حسن نصر الله د شخصیت په اړه د کتابونو، فلمونو، مستند فلمونو او سندرو په ګډون ډیری اثار تولید شوي. ځینې یې دا دي:

لیکلي اثار

  • سید عزیز کتاب (د حجت الله الاسلام سید حسن نصر الله د خپلې خولې ویلی ژوند لیک) په هڅه د حمید داوود آبادي. د اکتاب د ایت الله خامنه اي په تقریظ خپور شوی دی.
  • آزادترین مرد جهان کتاب؛ تألیف د راشد جعفرپور.
  • نصرالله کتاب؛ له سید حسن نصر الله سره د محمد رضا زائري خبرې اترې.
  • رهبری انقلابی سید حسن نصرالله کتاب؛ تألیف د آزیتا بیدقی قره‌ باغ.

فلم او ډاکومنټري

  • نگاهی به زندگی سید حسن نصرالله ډاکومنټري چې له خبر چینله خپره شوې.
  • منادیان آزادی ډاکومنټري (د سید حسن نصرالله برخه) خپره شوې له خبر چینله.
  • نصرالله در چشم دشمنان ډاکومنټري؛ المیادین چینل دغه پنځوس منټي مستند د سید حسن نصر الله د ویناوو په اساس او د اسراییلو کارپوهانو او شناندو د شننو او فلمونو په اساس جوړه کړې ده.
  • حکایة حسن ډاکومنټري: دغه ډاکومنټري له العربیه چینله خپره شوه او پکې په لبنان کې د سید حسن نصر الله د پیاوړې کېدو او محبوبیت په اړه مطالب بیان شوی دي. د العربیه چینل له خوا د دغه ډاکومنټرۍ خپرېدل د سید حسن نصر الله د دښمنانو له اعتراض سره مخ شول او د العربیه چینل مشر د دغه ډاکومنټرۍ د خپرولو په وجه له خپل مقامه څنګ ته کړی شو.[۷۲]

ترانې او کلپونه

  • «للسید رب یحمیه» ترانه
  • «یا سیدی» ترانه، په غږ د بسام شمص
  • «أحبائی» ترانه په غږ د لبنان د مسیحي سندرغاړې جولیا بطرس (۲۰۰۶م)[۷۳]
  • آ «یا نصرالله» ترانه په غږ د لبناني سندرغاړي علاء زلزالي (۲۰۰۷م)
  • «امانتدار بانوی دمشق» تصویري ترانه د اسلامي نړۍ د شهیدو سردارانو د درنښت د کمیټې په زیار لومړی دوه ژبی اثر، د مجتبی مینوتن او حامد محضرنیا په غږ او شعر یې د میثم حاتم او محسن رضواني دی.

فوټ نوټ

  1. «حسن نصر الله.. خریج الحوزات الذی یقود حزب الله اللبنانی»، شبکه الجزیرة.
  2. «روزنامه آلمانی: سید حسن نصرالله محبوب‌ترین شخصیت جهان عرب و اسلام است»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  3. «نصرالله محبوب‌ترین رهبر جهان عرب»، خبرگزاری جام‌جم آنلاین.
  4. «محافل صهیونیست: نصرالله با شهامت‌ترین رهبر جهان عرب است»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  5. «حسن نصر الله.. قائد جعل من حزب الله قوة إقليمية»، شبکه الجزیرة.
  6. «حسن نصرالله نزدیک‌ترین متحد ایران و دشمن سرسخت اسرائیل که بود؟»، یورونیوز.
  7. «حسن نصرالله نزدیک‌ترین متحد ایران و دشمن سرسخت اسرائیل که بود؟»، یورونیوز.
  8. «الأمین العام لحزب الله السید حسن نصرالله»، وبگاه الخنادق؛«سید حسن نصرالله: سمبل مقاومت»، وبگاه دیپلماسی ایرانی.
  9. «سید حسن نصرالله: سمبل مقاومت»، وبگاه دیپلماسی ایرانی.
  10. «سید حسن نصرالله به شهادت رسید»،‌ خبرگزاری ایسنا.
  11. «الأمین العام لحزب الله السید حسن نصرالله»، وبگاه الخنادق.
  12. «حسن نصر الله.. قائد جعل من حزب الله قوة إقليمية»، شبکه الجزیرة.
  13. خامه‌یار، «حزب الله و سید حسن از جنگ‌های داخلی تا جنگ ۳۳ روزه»، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امام موسی صدر.
  14. «"معاریف" تکشف فی تقریر حول وحدة حمایة نصرالله تفاصیل محاولات اغتیاله»، وبگاه النشرة.
  15. وګورئ:‌ «سید حسن نصرالله: من سخنگوی ایران نیستم»، خبرگزاری انتخاب؛ «حسن نصرالله نزدیک‌ترین متحد ایران و دشمن سرسخت اسرائیل که بود؟»، یورونیوز.
  16. «نگاهی به سه دهه سکانداری نصرالله در حزب‌الله/ سید حسن؛ چریک معمم»، خبرگزاری خبرآنلاین.
  17. «سید حسن نصرالله: من سخنگوی ایران نیستم»، خبرگزاری انتخاب.
  18. صحیفه امام،۱۳۸۹ش، ج ۱۵، ص ۳۳۸.
  19. سفر شهید عماد مغنیه و سید حسن نصرالله به شمال ایران
  20. گزارش تصویری حضور سید حسن نصرالله در منزل سردار شهید احمد کاظمی، سایت مقاومة.
  21. سید حسن نصرالله: پهپاد ساخت ایران بود و ما آن را فرستادیم، سایت خبری تابناک.
  22. سید حسن نصرالله: من سخنگوی ایران نیستم، سایت خبری انتخاب.
  23. نوری، شیعیان لبنان، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۲.
  24. «سید حسن نصرالله»، وبگاه فرهیختگان تمدن شیعه؛ «سید حسن نصرالله رهبر و الگوی جهان عرب»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  25. «حسن نصر الله.. خریج الحوزات الذی یقود حزب الله اللبنانی»، شبکه الجزیرة؛ «سید حسن نصرالله: سمبل مقاومت»،‌ وبگاه دیپلماسی ایرانی.
  26. «حسن نصر الله.. خریج الحوزات الذی یقود حزب الله اللبنانی»، شبکه الجزیرة.
  27. «زندگینامه: سید حسن نصرالله»، وبگاه همشهری آنلاین.
  28. خامه‌یار، «حزب الله و سید حسن از جنگ‌های داخلی تا جنگ ۳۳ روزه»، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امام موسی صدر.
  29. خامه‌یار، «حزب الله و سید حسن از جنگ‌های داخلی تا جنگ ۳۳ روزه»، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امام موسی صدر.
  30. خامه‌یار، «حزب الله و سید حسن از جنگ‌های داخلی تا جنگ ۳۳ روزه»، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امام موسی صدر.
  31. «سید حسن نصرالله»، وبگاه فرهیختگان تمدن شیعه؛ «زندگینامه: سید حسن نصرالله»، وبگاه همشهری آنلاین.
  32. نوری، شیعیان لبنان، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۴.
  33. خامه‌یار، «حزب الله و سید حسن از جنگ‌های داخلی تا جنگ ۳۳ روزه»، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امام موسی صدر.
  34. «سید حسن نصرالله»، وبگاه فرهیختگان تمدن شیعه.
  35. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱۵، ص۳۳۸.
  36. «سید حسن نصرالله»، وبگاه فرهیختگان تمدن شیعه.
  37. «سید هادی نصرالله که بود؟»،‌ خبرگزاری بین‌المللی قدس.
  38. خامه‌یار، «حزب الله و سید حسن از جنگ‌های داخلی تا جنگ ۳۳ روزه»، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امام موسی صدر؛ «سید حسن نصرالله»، وبگاه فرهیختگان تمدن شیعه.
  39. خامه‌یار، «حزب الله و سید حسن از جنگ‌های داخلی تا جنگ ۳۳ روزه»، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امام موسی صدر؛ «سید حسن نصرالله»، وبگاه فرهیختگان تمدن شیعه.
  40. «سید حسن نصرالله رهبر و الگوی جهان عرب»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  41. صحیفة الوحده: السید حسن نصر الله سیرة ذاتیة.. قوة شخصیة وعبقریة
  42. صحیفة معاریف تنشر تقریراً مخابراتیاً مفصلاً عن حیاة حسن نصر الله و أمنه
  43. حقائق تکشف لاول مرة عن ابو علی مرافق السید نصرالله…...
  44. «انفجارهای مهیب در بیروت؛ اسرائیل: مقر فرماندهی مرکزی حزب‌الله را هدف گرفتیم»،‌ خبرگزاری یورونیوز؛ «بمباران شدید و پیاپی بیروت/ارتش اسرائیل: هدف، مرکز فرماندهی اصلی حزب الله بود»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  45. «الحرب على غزة مباشر.. الجیش الإسرائیلی یعلن مقتل نصر الله وقادة بحزب الله»، شبکه الجزیرة.
  46. «شهادة الأمين العام لحزب الله سماحة السيد حسن نصرالله»، سایت المنار.
  47. «لحظه اعلام خبر شهادت سید حسن نصرالله در حرم مطهر رضوی»، خبرگزاری مهر.
  48. «شهادة الأمين العام لحزب الله سماحة السيد حسن نصرالله»، سایت المنار.
  49. «A closer look at type of weaponry believed to have been used in Beirut attack»، Al Jazeera Media Network.
  50. «پیام تسلیت به مناسبت شهادت جناب سید حسن نصرالله رضوان الله علیه دبیر کل شهید حزب‌الله لبنان»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله خامنه‌ای.
  51. «واکنش‌های منطقه‌ای و بین‌المللی به شهادت دبیرکل حزب‌الله لبنان»، خبرگزاری مهر.
  52. «آیت‌الله مکارم شیرازی: امت اسلامی مجاهدت‌های شهید سید حسن نصرالله را فراموش نمی‌کند»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  53. «پیام آیت‌الله نوری همدانی در پی شهادت سید حسن نصرالله»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  54. «جامعه مدرسین حوزه علمیه قم درپی شهادت سید حسن نصرالله: جهان جز با نابودی اسرائیل و آمریکا روی صلح و آسایش را نخواهد دید»، خبرگزاری شفقنا.
  55. «واکنش‌های منطقه‌ای و بین‌المللی به شهادت دبیرکل حزب‌الله لبنان»، خبرگزاری مهر.
  56. «واکنش مقاومت به شهادت سید حسن نصرالله»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  57. «پیام تسلیت به مناسبت شهادت جناب سید حسن نصرالله رضوان الله علیه دبیر کل شهید حزب‌الله لبنان»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله خامنه‌ای.
  58. «اعلام ۳ روز عزای عمومی در لبنان»، خبرگزاری العالم.
  59. «واکنش‌های منطقه‌ای و بین‌المللی به شهادت دبیرکل حزب‌الله لبنان»، خبرگزاری مهر.
  60. «واکنش مقاومت به شهادت سید حسن نصرالله»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  61. «واکنش مقاومت به شهادت سید حسن نصرالله»، باشگاه خبرنگاران جوان.
  62. «راهپیمایی و خروش حوزویان و ملت داغدار قم در روز یکشنبه»، خبرگزاری رسمی حوزه.
  63. «سینماها و تئاترها تا اطلاع ثانوی تعطیل شدند»، خبرگزاری ایسنا.
  64. «پیام دکتر پزشکیان در پی شهادت سید حسن نصرالله»، پایگاه اطلاع رسانی ریاست جمهوری اسلامی ایران.
  65. «واکنش‌های منطقه‌ای و بین‌المللی به شهادت دبیرکل حزب‌الله لبنان»، خبرگزاری مهر.
  66. سخنرانی سید حسن نصرالله، دبیر کل حزب الله لبنان، در روز عاشورا 1434 ؛ سایت مقاومت اسلامی لبنان.
  67. سخنرانی سید حسن نصرالله، دبیر کل حزب الله لبنان، در روز عاشورا 1434 ؛ سایت مقاومت اسلامی لبنان.
  68. [http://paidari.ir/product-product-379-سيد%20عزيز%20+%20حميد%20داود%20آبادي%20+%20سيد%20حسن%20+%20نصرالله%20+%20لبنان%20+%20حزب%20الله%20+%20دبير%20كل%20+%20زندگينامه%20+%20سيد%20حسن%20+%20نصرالله.html
  69. https://kayhan.ir/fa/news/143040/سید-حسن-نصرالله-از-نگاه-رسانه-ها-سیاستمداران-و-صهیونیست-ها
  70. https://kayhan.ir/fa/news/143040/سید-حسن-نصرالله-از-نگاه-رسانه-ها-سیاستمداران-و-صهیونیست-ها
  71. https://kayhan.ir/fa/news/143040/سید-حسن-نصرالله-از-نگاه-رسانه-ها-سیاستمداران-و-صهیونیست-ها
  72. شبکه العالم، نصرالله مدیر شبکه العربیه را اخراج کرد، قناة العالم.
  73. گفتگو با «جولیا پطرس» خواننده مسیحی لبنانی، خبرگزاری فارس.

سرچينې


  • صحیفة الوحده: السید حسن نصرالله سیرة ذاتیة.. قوة شخصیة وعبقریة
  • بیوگرافی و وصیت نامه سید هادی نصرالله، پایگاه اینترنتی المنار.
  • الشهید السید محمد هادی حسن نصرالله، پایگاه مقاومت اسلامی لبنان.
  • صحیفة معاریف تنشر تقریراً مخابراتیاً مفصلاً عن حیاة حسن نصرالله و أمنه
  • یترأس الحراسة أبو علی جواد… معاریف: وحدة «مختارة
  • حقائق تکشف لاول مرة عن ابو علی مرافق السید نصرالله
  • شبکه العالم، نصرالله مدیر شبکه العربیه را اخراج کرد، قناة العالم.
  • گفتگو با «جولیا پطرس» خواننده مسیحی لبنانی، خبرگزاری فارس.
  • سفر شهید عماد مغنیه و سید حسن نصرالله به شمال ایران
  • گزارش تصویری حضور سید حسن نصرالله در منزل سردار شهید احمد کاظمی، سایت مقاومة.
  • سید حسن نصرالله: پهپاد ساخت ایران بود و ما آن را فرستادیم، سایت خبری تابناک.
  • سید حسن نصرالله: من سخنگوی ایران نیستم، سایت خبری انتخاب.
  • https://kayhan.ir/fa/news/143040/سید-حسن-نصرالله-از-نگاه-رسانه-ها-سیاستمداران-و-صهیونیست-ها