د لبنان د شیعیانو اسلامي اعلی مجلس
د لبنان د شیعیانو اسلامي اعلی مجلس په لبنان کې د شیعیانو لومړی رسمي مرکز چې د ۱۳۴۸ ل کال کې امام موسی صدر جوړ کړ. د دغه مجلس د تاسیس موخه، د شیعیانو د حقوقو دفاع او د هغوي تر مینځ د وحدت رامینځته کول ذکر شوې ده. سید موسی صدر د جوړېدو له پېله د تښتول کېدو(د ۱۳۵۷ ل وږی) تر وخته پورې، د هغه مشر و. محمد مهدي شمس الدین تر ۱۳۷۹ل او عبد الامیر قبلان له هغې وروسته د شیعیانو د اعلی مجلس مشري په غاړه لرله. دم ګړۍ شیخ علي خطیب چې د شیعیانو د اعلی مجلس مرستیال مشر دی دغه مرکز چلوي.
د لبنان د شیعیانو اسلامي اعلی مجلس له خوا مختلفې تعليمي، مذهبي او خیریه موسسې او مرکزونه جوړ شوې دي؛ منجمله د دیني تبلیغاتو سازمان، د اسلامي فني تعلیمي ادارې، امام صادق(ع) جومات او د حضرت زینب(س) د خیریه ټولنې جوړل.
تأسیس
په لبنان کې د شیعیانو اسلامي اعلی مجلس، د ۱۳۸۹ق (۱۹۶۹م) کال په اوړي کې د شیعه عالمانو د نه کسیز شرعي پلاوي، او د دولس کسیز اجرایي پلاوي په انتخاب سره کار پیل کړ.[۱] دغه اداره په لبنان کې د شیعیانو لپاره لومړی رسمي مرکز ګڼل کیږي.[۲]
دغه مجلس د شیعیانو د حقوقو د دفاع او همداراز د هغوي په مینځ کې د وحدت د رامینځته کولو په موخه د امام موسی صدر له خوا جوړ شو له دې مخکې، په لبنان کې ټولو ډلو او طایفو منجمله اهل سنت، دروزیانو او مسیحیانو، د دولت له خوا ځانته پېژندل شوی مجلس او مرکز درلود او د دغه مجلس یا شورا مشر د هرې طایفې رسمي استازی ګڼل کېده.[۳]
د لبنان د شیعیانو اسلامي اعلی مجلس که څه هم په اوله کې د لبنان د شیعیانو د چارو په سرپرستۍ کې لوړ مقام درلود،[۴] خو د ځینو څېړاندو په اند، د حزب الله او امل غورځنګ په شان سیاسي ډلو له جوړېدو وروسته، ورو ورو د خپل مقام له ټیټېدو سره مخ شوی دی.[۵] سره له دې، د «عربو شیعیانو» د کتاب لیکوالان ګراهام فورل او رنډ رحیم فرانکه د شیعیانو اسلامي اعلی مجلس په لبنان کې د شیعیانو ترټولو مهم ارګان ګڼلی چې د محمد مهدی شمس الدین د مشرۍ په زمانه کې یې له اهل سنت ټولنې سره جدي ملګرتیا لرلې ده.[۶]
مشری
د لبنان د شیعیانو اسلامی اعلی مجلس په لبنان کې د لومړي وزارت په ټولګې کې شامله موسسه ده او مشر یې په انتخاباتو سره او د داخلي دستورالعملونو په اساس انتخابیږی. امام موسی صدر د ۱۹۶۹ میلادي کال د مئ په ۲۳ (۲ غبرګولی ۱۳۴۸ش/ ۶ ربیعالاول ۱۳۸۹ق)، د لبنان د شیعیانو د اسلامي اعلی مجلس مشر وټاکل شو؛ د دغه مشرۍ موده په اوله کې شپږ کاله وټاکل شوه او بیا د موسی صدر تر ۶۵ کلنۍ تمدید شوه.[۷] د لبنان د هغه وخت د ولسمشرۍ او د ملي شورا د مجلس د تصویب له مخې، د لبنان د شیعیانو اسلامي اعلي مجلس مشر، د نورو مذهبي ډلو د مشرانو په شان، قانوني حقوق لري او د شیعیانو د ټولو چارو مشري کوي.[سرچینې ته اړتیا]
سید موسی صدر، په سر کې د لبنان اعلی مجلس د مشرۍ په لاسته راوړلو سره، خپل ځینې پروګرامونه داسې اعلان کړل: د شیعیانو د طایفه ای چارو تنظیمول، د مسلمانانو تر مینځ یووالی، د لبنان له ټولو مذهبي طایفو سره ملګرتیا، د لبنان د وحدت ساتنه، ملي مسوولیت ته پام او د لبنان د ازادۍ او خپلواکۍ ساتنه، د فقر او ټولنیز ظلم او اخلاقي فساد سره مبارزه، او همدارنګه د فلسطین د مقاومت ملاتړ، او د اسراییل رژیم له خوا د غصب شویو ځمکو د ازادۍ لپاره له عربي دولتونو سره ملګرتیا.[۸]
په ۱۹۷۸ م کال (د ۱۳۵۷ ل کال په وږي کې) د امام موسی صدر په ورکېدو سره شیخ محمد مهدي شمس الدین د دغه شورا مشري په غاړه واخیسته[۹] او په ۱۳۷۹ ل کال کې د هغه له وفاته وروسته، شیخ عبد الامیر قبلان چې د شیخ محمد مهدي شمس الدین د مشرۍ په پړاو کې د لبنان د شیعیانو د اعلي مجلس نایب مشر و، د دې مشرۍ ته ورسېد، خو هیڅکله رسما د لبنان د شیعیانو د اسلامي اعلی مجلس د مشر په توګه اعلان نه شو.[۱۰] په ۱۴۰۰ کال کې د عبدالامیر قبلان له وفاته وروسته، تر اوسه شیخ علي خطیب چې د شیعیانو د اعلی مجلس نایب مشر دی، د دغه مجلس چلول په غاړه لري او ورپاره کوم مشر نه دی ټاکل شوی.[۱۱]
د مجلس غړي
د لبنان د شیعیانو د اسلامي اعلی مجلس، له دریو پلاویو جوړ دی؛ عمومي ټولنه چې د شیعیانو د مختلفو ډلو استازي لري، شرعي پلاوی چې د لبنان دولس دیني عالمان د لبناني عالمانو د ټولګې په انتخاب سره وي او د شپږو کلونو لپاره غوره کیږي، او همداراز اجرایي پلاوی چې د عمومي ټولنې له خوا پر منتخبو دولسو غړو سربېره، د لبنان د پارلیمان شیعه استازي هم د هغه غړي دي.[۱۲]
اړونده موسسې او مرکزونه
د لبنان د شیعیانو اعلی مجلس په مختلفو تعلیمی، خېر ښګڼې او مذهبي خدماتو سره ځینې مرکزونه او موسسې لري. دغه مرکزونه او موسسې په دې ډول دي: د دیني تبلیغاتو سازمان(د دیني تبلیغاتو سازمان) سازمان تبلیغات دینی، فرهنګي خیریه جمعیت، اسلامي فني انسټیټیوټ، مدرسه الضحی، د حضرت خدیجه د خېر ښېګڼې مرکز، په بقاع کې تعلیمي تربیتي ټولګه، په خلده کې اسلامي پوهنتون، د بیروت په شتیلا سیمه کې امام صادق(ع) جومات د بیروت فني اکیډمي، د حضرت زینب(س) د خیر ښیګړې جمعیت، خدماتي درملیز کمپلکس.[۱۳] د لبنان اسلامي پوهنتون(الجامعه الاسلامیه فی لبنان) هم د دغه مجلس له تابعو مرکزونو څخه دي.
مالي سرچینې
د لبنان د شیعیانو د اعلی مجلس د مالي سرچینو تامین، د شرعي وجوهاتو لکه خمس و زکات اوهمداراز په امریکا، کاناډا، اسټریلیا، کویت او سعودي عربستان کې میشته د شیعیانو په مرستو سره کیږی.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ گلی زواره قمشهای، «رهبری درخشان امام موسی صدر برای شیعیان لبنان»، ص۳۹.
- ↑ گلی زواره قمشهای، «رهبری درخشان امام موسی صدر برای شیعیان لبنان»، ص۳۹.
- ↑ واعظزاده خراسانی، «گزارشی از لبنان»، ص۳۷۴.
- ↑ نورآقایی، لبنان، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۹.
- ↑ نوری، شیعیان لبنان، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۹.
- ↑ فولر، شیعیان عرب، ۱۳۸۴ش، ص۴۳۴ و ۴۴۱-۴۴۲.
- ↑ پیشوایی، «چگونگی تأسیس مجلس اعلای شیعیان»، ص۵۸-۵۹.
- ↑ پیشوایی، «چگونگی تأسیس مجلس اعلای شیعیان»، ص۵۹.
- ↑ دوانی، علی، مفاخر اسلام، ۱۳۶۴ش، ج۴، ص۳۶۳؛ «سالروز تأسیس مجلس اعلای شیعیان لبنان؛ اولین مرکز شیعه».
- ↑ پایگاه رسمی مجلس اعلای شیعیان لبنان.
- ↑ ملء الشغور فی رئاسة "الشیعی الأعلی" إلی ما بعد الانتخابات
- ↑ «اساسنامه مجلس اعلای شیعیان».
- ↑ نوری، شیعیان لبنان، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۹-۱۸۰.
- ↑ مرکز الانتشارات والبحوث، لبنان: تاریخ، جامعه و سیاست (۱۹۷۲-۱۹۷۶م)، ۱۳۸۶ش، ص۹۸.
سرچينې
- «اساسنامه مجلس اعلای شیعیان»، سایت امام موسی صدر، تاریخ بازدید: ۷ آبان ۱۳۹۷ش.
- اصفهانی، عبدالله، «یادی از آیةالله شیخ محمدمهدی شمسالدین»، در مجله کتاب ماه دین، شماره ۵۵، اردیبهشت ۱۳۸۱.
- پیشوایی، مهدی، «چگونگی تأسیس مجلس اعلای شیعیان»، در مجله درسهایی از مکتب اسلام، سال ۲۵، ش۷، مهر ۱۳۶۴ش.
- دوانی، علی، مفاخر اسلام، تهران، انتشارات امیرکبیر، ۱۳۶۴ش.
- فولر، گراهام و رند رحیم فرانکه، شیعیان عرب: مسلمانان فراموش شده، ترجمه خدیجه تبریزی، قم، شیعهشناسی، ۱۳۸۴ش.
- مرکز الانتشارات والبحوث، لبنان: تاریخ، جامعه و سیاست (۱۹۷۲-۱۹۷۶م)، ترجمه مؤسسه مطالعات اندیشهسازان نور، تهران، اندیشهسازان نور، ۱۳۸۶ش.
- نورآقایی، آرش و ماندانا علیزاده، لبنان، تهران، شرکت سهامی کتاب جیبی، ۱۳۸۷ش.
- نوری، داود، شیعیان لبنان: وضعیت سیاسی-اجتماعی پس از انقلاب اسلامی ایران، با راهنمائی محمود تقیزاده داوری، قم، انتشارات شیعهشناسی، ۱۳۸۹ش.
- واعظزاده خراسانی، محمد، «گزارشی از لبنان»، در نشریه دانشکده الهیات و معارف اسلامی مشهد، شماره ۸، پائیز ۱۳۵۲ش.