رضا (لقب)

د wikishia لخوا
دا مقاله د امام رضا(ع) لقب(سرلیک) په اړه ده. د امام(ع) د شخصیت، پیژندلو لپاره، د امام رضا علیه‌السلام، مدخل ته وګورئ.

رضا، د امام علي بن موسی الرضا(ع) ترټولو مشهور لقب (سرلیک)[۱] د غوره شوی په معنی دی.[۲]

د عیون اخبار الرضا په کتاب کې د روایت شوي له مخې، خدای(ج) د شیعي اتم امام، رضا نوم ورکړی دی. پدې روایت کې، ویل شوي چې احمد بن ابي نصر بَزَنْطی‌ له امام جواد(ع) څخه وپوښتل چې ستاسو د مخالفینو یوه ډله پدې باور ده چې مأمون، رضا لقب ته، ستاسو پلار لپاره ورکړ، ځکه چې د هغه له ولایت عهدې سره موافقه وکړه. امام جواد(ع) په ځواب کې وویل: خدای ته چې دوی درواغ ویلي او ناروا کړنه یې کړی، مګر خدای علي بن موسی(ع) ته، رضا نومیدلي دی؛ ځکه چې هغه په آسمان کې د خدای رضایت تر لاندې دی او په ځمکه کې پیغمبر(ص) او نورو امامانو له هغه څخه خوش او راضي دی.[۳] په لاندې بیان دی چې له امام څخه یې وپوښتل چې، آیا ستاسو ټول پلرونه (امامان) د خدای، پیغمبر(ص) او امامانو(ع) د رضایت په اره نه دي؟ نو ستاسو پلار له دوی څخه څنګه «رضا» نومولیدي شو؟ امام وویل: ځکه چې د هغه دښمنان او مخالفین، لکه د هغه ملګري او ملاتړ کونکي، له امام څخه راضي وو، او د هغه هیڅ پلار داسې نه و؛ له همدې امله، زما پلار د دوی په مینځ کې د رضا په نوم، ونومول شو.[۴] [یادونه۱] همداسې، د یو روایت له مخې چې د عیون اخبا الرضا په کتاب کې سلیمان بن حفص مروزي لخوا روایت شوی، د هغه پلار امام کاظم(ع) هغه ته رضا ونومولي او د هغه په اړه یې دا لقب کارولي دی.[۵]

د ځینې تاریخي سرچینو په وینا، کله چې علي بن موسی(ع) د مأمون عباسي ولایت عهدی ومنله، مأمون هغه ته د رضا لقب ورکړه.[۶] او هغه یې«اَلرِّضا مِنْ آلِ مُحَمَّد» ونومول.[۷] د ویلفرډ مادلونګ په وینا، د آلمانی اسلام پوه او شیعه پوه (د زیږیدلې کال ۱۹۳۰ م.) «اَلرِّضا مِنْ آلِ مُحَمَّد» (منلي له محمد کورنۍ څخه) د آل محمد هغه خلکو ته راجع کولو لپاره کارول شوی چې خلافت یې د ټولو مسلمانانو لخوا منل شوی و.[۸] سید جعفر مرتضی عاملې څیړونکي او د شیعي سیره لیکونکۍ(۱۳۶۴- ۱۴۴۱ ق.) د ماءمون وزیر، فضل بن سهل د لیک له مخې امام رضا(ع)، ته په کوم کې چې د رضا لقب کارول شوی، د دې لیک څخه الهام اخیستل، ماءمون هغه ته رضا د رسمی لقب په توګه ورکړه.[۹]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۳.
  2. صاحب بن عباد، المحیط فی اللغة، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۴۲.
  3. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۳.
  4. عطاردی، مسند الامام الرضا(ع)، ۱۴۰۶ق، ص۱۰.
  5. صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۴.
  6. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۶، ص۳۲۶.
  7. سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۳۱۵.
  8. مادلونگ، «پرونده علی بن موسی الرضا»، ص۷.
  9. عاملی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع)، مؤسسة النشر الاسلامی، ص۲۰۴.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، دارصادر، بیروت، چاپ اول، ۱۳۸۵ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت،‌ دارالتعارف، ۱۴۰۳ق.
  • سبط بن جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص من الأمّة فی ذکر خصائص الأئمة، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
  • صاحب بن عباد، اسماعیل، المحیط فی اللغة، تصحیح محمدحسن آل یاسین، بیروت، عالم الکتاب، ۱۴۱۴ق.
  • صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، الحیاة السیاسیة للامام الرضا(ع) دراسة و تحلیل، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • عطاردی، عزیزالله، مسند الامام الرضا، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۶ق.
  • مادلونگ، ویلفرد، «پرونده: علی بن موسی الرضا(ع)»، ترجمه احمد نمائی، اطلاعات حکمت و معرفت، سال سوم، ش۸، آبان ۱۳۸۷ش.
  • مستفید و غفاری، حمیدرضا و علی‌اکبر، ترجمه عیون الاخبار الرضا، تهران، چاپ اول، ۱۳۷۲ش.