درواغ

د wikishia لخوا
نبوي حدیث

درواغ د اخلاقي له کرکیجنو څخه او د واقع په وړاندې د خبرو کولو په معنی دی. درواغ یو له کبیره (لوی) ګناهونو څخه دی چې په قرآن او حدیثونو کې منعه شوی دی، او د ټولو شر او د ایمان له منځه وړلو کلي معرفي شوې. درواغ ویل حرام دي، مګر په ځینو مواردو کې دا اجازه ورکول کیږي؛ د مثال په توګه، د خلکو اختلافاتو حل کول او د خپل یانور د ژوند یا ملکیت ساتنه.

د درواغو لپاره په روایاتو کې دنیوی او اخروی پایلو ذکر شوی دي؛ لکه د خلکو نږدی ته بی اعتبار شول او سپکاوی، فقر، دالهی عذاب، د ایمان مات کول او د فرښتو په لعنت کې نیول.

حسد، بخل، د ایمان ضعف او... دا د درواغو لاملونو او انګېزې ګنل کیږي. د درواغو اغېزونو او پایلو ته پاملرنه، او همدارنګه په آیتونه او روایاتو کې د درواغ په کرکیجن، د درواغو درملنې له لارو کې بیان شوي دی.

مفهوم پوهنه

درواغ یو اخلاقي مفهوم دی او پدې معنی دی چې وینا د واقع پر خلاف وویل شی.[۱] یا د هغه چا وینا، نقل کول چې دا یې ندي ویلي.[۲] درواغ د صدق او رښتیا پر وراندې دی، او هغه څوک چې درواغ وایي درواغ ویل کونکي ګنل کیږي.[۳]

ځایگاه او ارزښت

درواغ ویل له لوی اخلاقي ناورو څخه دی[۴] او ترټولو ګناهونه کرکیجنو دي[۵] او په ځینو روایاتو کې د ټولو شر كونځى، معرفي کیږي.[۶] د ملا احمد نراقي په وینا، په ډیری آیتونه او روایاتو د درواغو په کر کینجی ته گوته شوی دیي.[۷] همداسې په حدیثي کتابونو کې [۸] او اخلاقي کتابونو، جلا فصلونه درواغ ته ځانګړی شوي دي. د مثال په توګه؛ د الکافی په کتاب کې د الکِذْب په څپرکي ۲۲ حدیثونه په درواغ په سپكوالى، کې نقل شوي.[۹] د امام صادق(ع) لخوا په روایت کې د عقل او جهل(ناپوهۍ) لښکرو په اړه راپور شوی، رښتیا ویل د عقل له لښکرو څخه او درواغ ویل د ناپوهۍ له لښکرو څخه شمیرل کیږي.[۱۰] په قرآن کې دروغجن سړی د خدای لعنت او قهر ور پیژندل شوی دي. [۱۱] په اخلاقي کتابونو کې هم درواغ د اخلاقي کرکیجنو په توګه بحث شوي.[۱۲]

امام حسن عسکری(ع): جُعِلتِ الخَبائِثُ کُلها فی بَیت وَ جُعِل مِفتاحُها الکَذِبَ، (ژباړه: ټول ناوړتوب په کور کې ځای په ځای شوې او كونځى یې درواغ ده.)[۱۳]

له درواغ څخه د روژی، حج، معاملاتو، او قسم[۱۴] په فقهي کتابونو کې هم بحث شوی دي. د مثال په توګه، درواغ ويل د احرام له مُحَرَّماتو څخه دي، کوم چې په حج مراسمو کې ویل شوی ده. [۱۵] همداسې خدای او پیغمبر(ص) ته دروغ ویل، د روژی له مات کونکي څخه دی چې د روژه نیولو پریکرو کې بحث کیږي.[۱۶]

آیا درواغ د کبیره ګناهونه ده؟

په ځینو روایاتو کې، درواغ د کبیره ګناهونه ګنل کیږي.[۱۷] له همدې امله، شهید ثانی دا کبیره ګناه ګنلي ده چې لامله کیږي سړی له عدالت(عادل شتون) څخه بهر شی.[۱۸] په دغه حال کې، شیخ انصاري، د نورو روایاتو پر استناد[۱۹]، احتمال ور کړیده چې درواغ ویل هومره چې په پایله کې مفسده ولری له کبیری ګناهونه گنل کیږی.[۲۰] په ځینو روایاتو کې، خدای(ج) او پیغمبر(ص) ته دروغ ویل، کبیره(لوی) ګناه ګنل کیږي.[۲۱] ځینې احتمال ور کړیده چې امکان لری روایت دی مثال ته ځانگړی شوی وی یا دا چې دا حدیثونه پدې قضیو کې د ګناه شدت په ګوته کوي.[۲۲]

د درواغ لاملونه او انګیزې

د درواغ ویلو لپاره ډیری دلیلونه شتون لري؛ د یو روایت پر بنسټ، درواغ د روح له کرکیجنی څخه ریښه اخلي.[۲۳] همداسې د ایمان ضعف، د شیطان فتنې، بخل او حسادت، د نورو لاملونو او مال او پورته رسیدو د درواغو له انګېزو څخه ذکر شوی دی.[۲۴]

آثارو او پایلې

د درواغ ویلو ځینې پایلې دا دي:

  1. د دروغجن د اعتبار مات شول: له امام علي(ع) نقل شوی ده د درواغجن له ملګرتیا څخه مخنیوي وکری؛ ځکه چې هغه دومره درواغ وویي چې نور په رښتیایی هم باور نه کوي.[۲۵]
  2. د دروغجن ایمان مات شول: له امام باقر(ع) لخوا د یو روایت پر بنسټ، راغلی ده؛ درواغ د ایمان کور ورانه کوي.[۲۶]
  3. دالهی عذاب: له رسول الله(ص) څخه نقل شوی ده؛ له درواغو څخه ډډه وکرئ، درواغ له غندونکي ردی څخه دي، دروغجن او فاجر په اور کې دي.[۲۷]
  4. د فرښتو په لعنت کې نیوی شول: له رسول الله(ص) څخه نقل شوي: «موءمن سړی هرکله چې د عذر پرته درواغ ووایی، اویا زره فرښتې هغه ته لعنت ووایی، او بد بوی د هغه له زړه څخه راځي، کوم چې عرش ته رسيږی او خدای(ج) د دی درواغ لامله د اویا زنا کارانو ګناه دهغې ته لیکي، چې لږ یې له مور سره زنا کول دی.»[۲۸]

همداسې د پته له لاسه ورکول[۲۹] غربت او بیوزلې [۳۰] او هیرول[۳۱] په روایاتو کې ذکر شوي چی د درواغ له نورې پایلې دي. د ملا احمد نراقي په وینا په معراج السعاده کتاب کې؛ درواغ ویل سړی خوار او بدناموي او په خلکو باندې د پته اچولو او په دنیا او آخرت کې د هغه د مخ تورول لامل کیږی.[۳۲]

د درواغ ویل درملنې کرنلاره

ملا احمد نراقي په دې باور دی چې د درواغ ویلو د درملنې لپاره باید ګامونه پورته شي ترڅو ددغه صفت دانسان د ملکې راوړل لامله شي؛ په شمول:

  • هغه آیتونو او روایاتو ته پاملرنه چې د درواغ ویلو په کرکیجنې کې راغلل شوي دي.
  • د درواغ دنیایي او اخروي آثارونو ته پاملرنه؛ لکه په آخرت کې عذاب او په نړۍ کې بدنامۍ او بی اعتباري د خلکو نږدی ته.
  • د رښتیا ویل د اغیزو او ګټو باندې پاملرنه
  • د ویلو دمخه پاملرنه او اندې کول
  • د درواغجن او فاسقان سره له ملګرتیا څخه مخنیوی کول.[۳۳]

همدارنګه، د ناصر مکاریم شیرازي په وینا؛ د قرآن له مفسرینو او د تقلید له مراجعو څخه، د "اخلاق در قرآن"په کتاب کې؛ درواغ باید د هغې د ریښو په درملنه کې درمان شي. د مثال په توګه، که چیرې د درواغ لپاره انګېزه د ایمان ضعف وي، ایمان باید پیاوړی شي، او که دا بخل او حسد وي، نو دا باید لرې شي. همداسې له هغه خلک چې درواغ وایی یا هغه ځایونه چې درواغ ویل کیږی باید لیری وشي.[۳۴]

د جایز درواغو

اصلي مقاله: ګټور(مصلحت لرونکې) درواغ

درواغ ویل حرام دي.[۳۵] په دغه حال کې، په هغه قضیو کې چیرې چې مهمه ګټه ولري دا جایز او واجب ګنل کیږي:[۳۶]

  • د اړتیامهال: که چیرې د اړتیا وي(اکراه او اضطراري) غوښتنه کوی درواغ ویل جواز لري؛[۳۷] لکه چیرې چې ژوند، د خپل یا نور ملکیت په خطر کې وي.[۳۸]
  • د ذات البین اصلاح کول: درواغ د خلکو تر مینځ او اصلاح، سوله او پخلاینې په موخه جواز لري. [۳۹]
  • د دښمن سره په جګړه کې: د روایت له مخې، په جګړه کې درواغ د دښمن د غولولو لپاره جواز لري. [۴۰]

امام علي(ع): لَا يَجِدُ عَبْدٌ طَعْمَ الْإِيمَانِ حَتَّى يَتْرُكَ الْكَذِبَ هَزْلَهُ وَ جِدَّهُ (ژباړه: هیڅ بنده د ایمان نه خوند اخلي تر هغه چې هغه جدي او شوخې درواغ پریږدي.)[۴۱]

میرمن او ماشوم ته د درواغو ژمنې

د ځینې روایتونو په وینا؛ دا جواز لري چې میرمن ته درواغ ژمنه ورکول شی.[۴۲] له همدې امله، په اخلاقي کتابونو کې، د میرمنې او ماشوم ژمنه کول هم د درواغ منع کولو استثنا او جلا ده.[۴۳] په دغه حال کی د شیعه فقیهانو دا جواز نه ګني چې خپلو میرمنو ته درواغ وویل شی. [۴۴] دا هم ویل شوی چې دا روایات د آیتونو سره موافق نه وي چې د ژمنې پریښودل منع کوي.[۴۵] [یادونه۱] او هغه روایتونو چې پرته له موخې څخه له ژمنې کول منع کوي.[۴۶] په دغه حال کې، ځینې پدې باور دي چې د داسې روایاتو د مینځپانګې باندې عمل کول د ناوړه عمل لامل دی او ماشومان هڅوي چې درواغ ژمنه وکړي. [۴۷] [یادونه۲].

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن، ۱۳۶۷ش، ج۱۰، ص۳۳.
  2. شعرانی، نثر طوبی، انتشارات اسلامیه، ج۲، ص۳۳۱.
  3. مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن، ۱۳۶۷ش، ج۱۰، ص۳۳.
  4. نراقی، معراج السعاده، هجرت، ص۵۷۳.
  5. مثال په توګه وګورئ: نراقی، جامع السعادات، مؤسسه اعلمی للمطبوعات، ج۲، ص۳۳۲.
  6. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۹، ص۲۶۳.
  7. نراقی، معراج السعاده، هجرت، ص۵۷۳.
  8. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۳۸-۳۴۳.
  9. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۳۸-۳۴۳.
  10. کلینی، الكافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۱.
  11. سوره نور، آیه ۷.
  12. مثال په توګه وګورئ: نراقی، جامع السعادات، مؤسسه اعلمی للمطبوعات، ج۲، ص۳۳۲-۳۳۸.
  13. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۹، ص۲۶۳.
  14. وګورئ: امام خمینی، تحریرالوسیله، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۲، ص۱۱۰-۱۱۱.
  15. امام خمینی، تحریرالوسیله، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱، ص۳۹۹.
  16. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۵۴۹.
  17. وګورئ: شیخ انصاری، مکاسب، تراث الشیخ الاعظم، ج۲، ص۱۲.
  18. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۳۹۸ق، ج۳، ص۱۲۹.
  19. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۳۸، ح۲.
  20. شیخ انصاری، مکاسب، تراث الشیخ الاعظم، ج۲، ص۱۳و۱۴.
  21. وګورئ: محدث نوری، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۲، ص۲۴۸.
  22. شیخ انصاری، مکاسب، تراث الشیخ الاعظم، ج۲، ص۱۳.
  23. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۹، ص۲۶۲.
  24. مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۲۳۴-۲۳۶.
  25. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۱، ح۱۴.
  26. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۳۹، ح۴.
  27. محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۹، ص۸۸.
  28. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۶۹، ص۲۶۳.
  29. محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۹، ص۸۷.
  30. قمی، سفینة البحار، ۱۳۶۳ش، ج۷، ص۴۵۵.
  31. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۱، ح۱۵.
  32. نراقی، معراج السعاده، هجرت، ص۵۷۳.
  33. نراقی، معراج السعاده، هجرت، ص۵۷۸-۵۸۰.
  34. مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ج۳، ص۲۳۵-۲۳۶.
  35. شیخ انصاری، مکاسب، تراث الشیخ الاعظم، ج۲، ص۱۱.
  36. نراقی، معراج السعاده، هجرت، ص۵۷۵.
  37. شیخ انصاری، مکاسب، تراث الشیخ الاعظم، ج۲، ص۲۱.
  38. شیخ انصاری، مکاسب، تراث الشیخ الاعظم، ج۲، ص۲۱.
  39. شیخ انصاری، مکاسب، تراث الشیخ الاعظم، ج۲، ص۳۱.
  40. صدوق، من لایحضره الفقیه، تهران، ج۴، ص۳۵۹.
  41. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۰، ح۱۱.
  42. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۴۲، ح۱۸.
  43. مثال په توګه وګورئ: نراقی، جامع السعادات، مؤسسه اعلمی للمطبوعات، ج۲، ص۲۳۶-۲۳۷.
  44. وګورئ: امام خمینی، المکاسب المحرمة، ج۲، ص۱۴۰؛ طباطبائی حکیم، منهاج الصالحین (المحشی للحکیم)، ج۲، ص۱۵.
  45. سوره اسراء، آیه ۳۴.
  46. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۱، ص۷۳.
  47. ایروانی، «اصل صداقت در قرآن و تحلیل موارد جواز کذب»، ص۱۲۶.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، بی‌تا.
  • ایروانی، جواد، «اصل صداقت در قرآن و تحلیل موارد جواز کذب»، در مجله آموزه‌های قرآنی، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، شماره ۱۳، بهار و تابستان ۱۳۹۰.
  • شعرانی، ابوالحسن، نثر طوبی یا دائرة المعارف لغات قرآن مجید، تهران، انتشارات اسلامیه، بی‌تا.
  • شهید ثانی، شرح المعة، تحقیق سید محمد کلانتر، الطبعة الثانیه، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی، المکاسب، تراث الشیخ الاعظم، بی‌تا.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تهران، نشر صدوق،۱۳۶۷-۱۳۶۹.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، مؤسسة النشر الاسلامی، الطبعة الاولی، ۱۴۲۰ق.
  • قمی، شیخ عباس، سفینة البحار، تهران، فراهانی، ۱۳۶۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، مؤسسه الوفاء، ۱۴۰۳ق.
  • محدث نوری، مستدرک الوسائل، قم، مؤسسه آل‌البیت، ۱۴۰۸ق.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، وزارة الثقافة و الإرشاد الإسلامی الدائرة العامّة للمراکز و العلاقات الثقافیّة، ۱۳۶۸ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن‌، قم، مدرسه الامام علی بن ابی‌طالب، ۱۳۷۷ش.
  • نراقی، احمد بن محمدمهدی، کتاب معراج السعاده، مقدمه محمد نقدی، قم، مؤسسه انتشارات هجرت، بی‌تا.
  • نراقی، محمدمهدی، جامع السعادات، تعلیق محمد کلانتر، بیروت، مؤسسه اعلمی للمطبوعات، چاپ چهارم، بیروت، بی‌تا.