صادق (لقب)
دا مقاله د امام صادق(ع) د لقب په اړه ده. د امام(ع) د شخصیت په اړه د پوهیدو لپاره د امام جعفرصادق(ع) لیکنه وګورئ.
صادق، د امام صادق(ع) ترټولو مشهور لقب دی.[۱] دا لقب د شیعه شپږم امام په وینا او عمل کې د رښتیا له امله دی ته کارولې شویده.[۲] دا هم ویل شوي ځکه چې د هغه په ژوند کې هیڅ ډول لغزش(ښوئيدل) نه لیدل کیږي، هغه د صادق په نوم، نومول شوی دی.[۳]
د امام سجاد(ع) لخوا د روایت له مخې؛ شپږم امام صادق نومول شو ترڅو له جعفر کذاب څخه به توپیر شی.[۴] د پورته ذکر شوي روایت له مخې، د شیعه ګانو څلورم امام علي بن الحسین وپوښتل شو چې ولې د آسمان اهل، شپږم امام ته صادق بولي، پداسې حال کې چې تاسو ټول (معصوم امامانو) صادق او رښتیا ویونکۍ یاست؟ هغه ځواب ورکړ: زما پلار د رسول الله(ص) ته خبر ورکړ؛ ځکه چې زما ماشوم «جعفر بن محمد بن علي بن حسین(ع) وبه زیږیدلي شي»، هغه ته صادق ونومئ؛ ځکه چې د هغه پنځم ماشومان به جعفر ونومل شي، او هغه به په غلط ډول د امامت ادعا وکړي، او هغه د خدای په نږدی کې د کذاب جعفر، او د خدای سپكاوى ورکونکۍ دی.[۵] د علل الشرائع په کتاب کی هم په دغه نومول شوی لاملونو ګوته شوی ده. [۶]
ځینو دا هم ویلي چې امام صادق په نامه یادیږي ترڅو د خپل وخت په پاڅونونو کې برخه نه واخلي؛ ځکه چې پدې وخت کې، هر څوک چې د خپل شاوخوا خلک راټول کړي او د حکومت پروړاندې پاڅون ته وهڅوي د(کذاب) په نوم وبلل شو.[۷] همداسې د ابو الفرج اصفهاني (۲۸۴- ۳۵۶ق.) د مقاتل الطالبین په کتاب کې، لیکلی ده؛ کله چی منصور عباسي (۱۳۶- ۱۵۸ق، واکمنۍ) واک ته و رسید، هغه د محمد بن عبدالله بن حسن چی د نفس الزکیه په نوم مشهور و، د وژنې په اړه چې امام صادق(ع) مخ ویلی وکړه، له ثابت شولو وروسته، امام ته، صادق و نومول.[۸]
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ مجلسی، جلاء العیون، ۱۳۸۲ش، ص۸۶۹.
- ↑ مظفر، الامام الصادق، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۱۹۰.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۳۶۳ش، ج۴۷، ص۳۳.
- ↑ قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۱۳۳۶.
- ↑ قمی، منتهی الآمال، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۱۳۳۶.
- ↑ صدوق، علل الشرائع، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۴.
- ↑ پاکتچی، «جعفر صادق(ع)، امام»، ص۱۸۱.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۳۸۵ق، ص۱۷۳.
سرچينې
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، مقدمه کاظم المظفر، قم، دارالکتاب للطباعة و النشر، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
- پاکتچی، احمد، «جعفر صادق(ع)، امام»، تهران، دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۱۸، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۹ش.
- صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، بیروت، انتشارات اعلمی، ۱۴۰۸ق.
- قمی، شیخ عباس، منتهی الآمال فی تواریخ النبی و الآل، قم، دلیل ما، ۱۳۷۹ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، تهران، اسلامیه، ۱۳۶۳ش.
- مجلسی، محمدباقر، جلاء العیون، قم، سرور، ۱۳۸۲ش.
- مظفر، محمدحسین، الامام الصادق(ع)، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۲۱ق.