ریاضت
ریاضَت یا د نفس ریاضت، د روح د پاکولو لپاره د سختیو زعمل، د غریزو پرېښودل او د عبادتونو کول دي چې په ځینو عرفاني متونو کې ورته جهاد اکبر ویل شوي او اسلام یې سپارښتنه کړې ده. کم خوراک، د شپو روڼول، کمې خبرې،او خلوت کول د ریاضت له ارکانو ګڼل کیږي.
بخښښ، مېړانه، غیرت او د حق په وړاندې خضوع د ریاضت له پایلو ګڼل شوې دي. په اسلام کې له نامشروعو طریقو ریاضت لکه رهبانیت منع شوی دی.
ملا صدرا، د معرفت له بشپړېدو او په شرعي عبادتونو له پوره عمل کولو مخکې د ریاضت پېلول ګمراهوونکي ګڼلې دي.
مفهوم پېژندنه
ریاضت یا د نفس ریاضت، د روح د پاکولو او تزکیې لپاره د سختیو د زغملو، د غرایزو د پرېښودلو او د عبادتونو د کولو په معنا دی[۱] چې په قرآن کریم او د معصومانو په روایتونو کې یې سپارښتنه شوې ده.[۲]
ریاضت په عرفاني آثارو کې مختلفې معنې لري؛[۳] منجمله د نفس ټریننګ د دې لپاره چې د خدای لپاره خپله وینا، عمل او نیت خالص کړی شي.[۴] ریاضت همداراز جهاد اکبر ګڼل شوی او ارکان یې، کم خوړل، شپه روڼول، کم ویل، او خلوت بلل شوې دي.[۵]
اثرات او پایلې
د بخل، حسد، تکبر او د دنیا د حرص له مینځه تلل د ریاضت له پایلو ګڼل شوې دي؛[۶] همداراز خوښو صفتونو لکه بخښښ، مېړانه، غیرت، د حق په وړاندې خضوع او خاکسارۍ ته رسېدل.[۷]
د قرآن ځینې ایتونه د ریاضت معنې ته په پام سره ګڼل شوې دي؛[۸] منجمله د نازعات سورې ۴۰ او ۴۱ ایتونه چې پر اساس یې، څوک چې د پالونکي له مقامه ووېرېږي او ځان د نفس له خواهشاتو وساتي، جنت یې خای دی.[۹] له امام علي(ع) هم نقل شوي چې هر څوک چې خپل نفس ته پرله پسې ریاضت ورکړي، ګټه وړي.[۱۰]
منع شوې موارد
اسلام له غیر مشروعو لارو ریاضت منع کړی[۱۱] او له همدې امله رهبانیت، د دنیا د پرېښودلو په معنا[۱۲] منع شوی دی.[۱۳]
ملا صدرا، د معرفت له بشپړېدو او په شرعي عبادتونو له کامل عمله مخکې د ریاضت پېلول ګمراهوونکي ګنلې،[۱۴] او په همدې اساس، باوري دی تر هغه وخته چې په شرعي عبادتونو کې کوتاهي وشي، د حکیمانه عبادتونو او سلوکي ریاضتونو لپاره هیڅ ځای نه پاتې کیږي؛ ځکه چې د ځان او نورو د هلاکت سبب کیږي.[۱۵]
فوټ نوټ
- ↑ انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ۱۳۹۰ش، ج۴، ص۳۷۶۷.
- ↑ مجموعه نویسندگان، فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۲۱۳.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به: خاتمی، آینه مکارم، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۱۴۰؛ گوهرین، شرح اصطلاحات تصوف، ۱۳۸۰ش، ج۶، ص۱۴۲-۱۴۳.
- ↑ القاسانی، شرح منازل السائرین، ۱۳۸۵ش، ص۲۱۸.
- ↑ موسوی تبریزی، مقدمهای بر عرفان عملی، ۱۳۸۷ش، ص۲۴۷.
- ↑ مجموعه نویسندگان، فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۲۱۳.
- ↑ مجموعه نویسندگان، فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۲۱۳.
- ↑ نصیرالدین طوسی، أوصاف الأشراف، ۱۳۶۹ش، ص۳۵.
- ↑ سوره نازعات، آیه ۴۰ و ۴۱؛ بر اساس ترجمه مکارم شیرازی.
- ↑ من استدامَ ریاضةَ نفسه انتفعَ (آمدی، غرر الحکم، ۱۴۱۰ق، ص۶۰۸، ح۶۶۰).
- ↑ گلپایگانی، إرشاد السائل، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۷.
- ↑ انوری، فرهنگ بزرگ سخن، ۱۳۹۰ش، ج۴، ص۳۷۶۰.
- ↑ مجموعه نویسندگان،، فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۲۱۳.
- ↑ صدرالدین شیرازی، کسر أصنام الجاهلية، ۱۳۸۱ش، ص۳۵.
- ↑ صدرالدین شیرازی، کسر أصنام الجاهلية، ۱۳۸۱ش، ص۳۸.
سرچينې
- آمدی، عبدالواحد بن محمد، غرر الحکم ودرر الکلم، تصحیح مهدی رجایی، قم، دار الکتاب الإسلامی، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
- انوری، حسن، فرهنگ بزرگ سخن، تهران، سخن، ۱۳۹۰ش.
- خاتمی، روح الله، آینه مکارم: شرح دعای مکارم الاخلاق امام سجاد(ع)، تهران، زلال، ۱۳۶۸ش.
- صدرالدین شیرازی، محمد بن ابراهیم، کسر اصنام الجاهلية، تصحیح و تحقیق و مقدمه محسن جهانگیری، با اشراف سید محمد خامنهای، تهران، بنیاد حکمت اسلامی صدرا، ۱۳۸۱ش.
- القاسانی، عبدالرزاق، شرح منازل السائرین خواجه عبدالله انصاری، تحقیق محسن بیدارفر، قم، بیدار، ۱۳۸۵ش/۱۴۲۷ق.
- گلپایگانی، محمدرضا، إرشاد السائل، بیروت، دار الصفوة، ۱۴۱۳ق/۱۹۹۳م.
- گوهرین، صادق، شرح اصطلاحات تصوف، تهران، زوار، ۱۳۸۰ش.
- مجموعه نویسندگان، فرهنگ فقه: مطابق مذهب اهل بیت علیهمالسلام، زیر نظر محمود هاشمی شاهرودی، ج۴، قم،مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت(ع)، ۱۳۸۹ش.
- موسوی تبریزی، محسن، مقدمهای بر عرفان عملی و طهارت نفس و شناخت انسان کامل، تهران، موسسه فرهنگی نور علی نور، ۱۳۸۷ش.
- نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، أوصاف الأشراف، تصحیح و تنظیم و تحقیق مهدی شمسالدین، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۶۹ش.
بهرنۍ لینک
- د مقاله سرچينه: د اسلامي نړۍ پوهنغونډ (دانشنامه جهان اسلام)