غیرت

د wikishia لخوا

غیرت له اخلاقي فضایلو څخه دی چې انسان د ناموس او کورنۍ، دین او مذهب او همداراز مال او وطن دفاع ته هڅوي.د روایتونو له مخې غېرتمندي د خدای له صفاتو ده. ملا احمد نراقي په معراج السعاده کتاب کې ویلي چې مومنان باید له خپلو کورنیو غافله نه شي او د هغه چارې په باره کې چې انجام یې فساد شي سستي ونه کړي هغه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اجرا او په دین کې له بدعت سره مقابله د غیرت له مصداقونو ګڼلې ده.

په شیعه روایتونو کې عفت او پاکلمني، د کورنۍ ثبات او له فساده مخنیوی د غیرت له اثارو او فوایدو او د محرم او نامحرم اختلاط او ګډه ناسته پاسته، حرامه موسیقي، نامحرم ته کتنه او شرابخوري د بې غیرتۍ د پېدا کېدو له علتونو معرفي شوې دي.

له امام علي(ع) د یو روایت له مخې په غېرت کې افراط کېدی شي اپوټه نتیجه ولري او د فساد سبب شي.

مفهوم پېژندنه

غیرت په اسلامي فرهنګ کې د یو مهم اخلاقي فضیلت په توګه ګڼل شوی دی[۱] چې انسان د عزت او ناموس، دین او قانون، مال او وطن دفاع ته هڅوي.[۲]

د غیرت ټکی نېغ په نېغه په قرآن کریم کې نه دی استعمال شوی، خو شیعه د تقلید مرجع او د قرآن مفسر ناصر مکارم شیرازي د احزاب سورې له ۶۰ تر ۶۲ آیتونه [یادداشت۱] د غیرت د مفهوم بیانوونکی ګڼلی چې پکې« منافقان، په زړه کې مرض لرونکي، او د پاکلمنو ښځوپه اړه اوازې خپروونکي» په سخته سزا، جلاوطنۍ او وژل کېدو ګواښل کیږي.[۳]

پېغمبر(ص): اَلا وَ اِنَّ اللهَ حَرَّمَ الْحَرامَ وَ حَدَّ الحُدودَ وَ‌ ما اَحَدٌ اَغْیرَ مِنَ اللهِ وَ مِنْ غَیرَتِهِ حَرَّمَ الْفواحِشَ. (ترجمه: خبر اوسئ چې خدای تعالی محرمات حرام کړل او حدود یې ولګول او هیڅوک تر خدایه زیات غېرتمن نه دی چې د غیرت له مخې یې بدۍ او سپک کارونه حرام کړې دي)[۴]

د شیعه روایتونو له مخې، غېرتمندي د خدای تعالی له صفتونو څخه ده او خدای بې غیرتي نه خوښوي.[۵] غیرت په دغو روایتونو کې له عزت او کرامت سره یو ځای راغلی دی.[۶] د ځینو روایتونو له مخې بې غیرته سړي ملعون دي.[۷]

ډولونه او مصداقونه

د دیارلسمې هجري پېړۍ فقیه ملا احمد نراقي په معراج السعاده کتاب کې د ښځو په اړه پر غیرت سربېره د دین، مال او عزت په اړه غیرت هم بیان کړی دی. د نراقي په باور، مومنان باید له خپلې کورنۍ غافله نه شي او د هغه چارې په اړه چې عاقبت او انجام یې د فساد سبب کیږي، باید سستي ونه کړي.[۸] نراقي همداراز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر (کړ مکړ) بې کمي او پوره پوره اجرا د غیرت له مصداقونه ګڼلې ده.[۹]

شیعه د تقلید مرجع حسین مظاهري، پر شخصي غیرت سربېره په روایتونو په تکیې سره، د غیرت لپاره نور موارد هم ذکر کړې دي؛ منجمله عمومي او ټولنیز غیرت چې د ټولو ښخو[۱۰] په باره کې د ټولنې د سړو غیرت کول د وطن او او ټاټوبي لپاره غیرت چې له وطن سره د مینې او د ترقۍ لپاره یې د هڅې په معنا دی،[۱۱] او دیني غیرت چې د اسلام د حدودو د دفاع معنا لري.[۱۲]

په روایتونو کې د بې غیرتۍ لپاره ځینې علتونه هم ذکر شوې دي منجمله، د محرم او نامحرم اختلاط[۱۳][یادداشت۲] حرامه موسیقي،[۱۴] یادداشت ۳] نامحرم ته کتنه[۱۵] شرابخوري[۱۶] [یادداشت ۴] او د خنزیر د غوښې خوړل[۱۷] یادداشت [۵]

د غیرت اثار او فایدې

د معصومانو د روایتونو پر بنسټ د غیرت لپاره ځینې پایلې او ګټې ذکر شوې دي منجمله:

  • عفت(حیا) او پاکلمني: ویل شوي چې که څوک د خپل ناموس لپاره د حرمت او عزت قایل وي او پرې غیرت کوي، داسې انسان د نورو ناموس ته خیرنې سترګې نه لري.[۱۸] په دې اړه د امام علي(ع) په یو روایت استناد شوی دی:ما زنیٰ غیورٌ قطُّ؛ غېرتمن سړی هیڅکله زنا نه کوي.[۱۹]
  • له فساده مخنیوي: په هماغه اندازه چې بې غیرتي او بې پروایي د فساد زمینه جوړوونکې ګڼل شوې، د منکراتو په وړاندې غیرت او حساسیت هم د فساد په وړاندې مخنیوونکی عامل ګڼل شوی دی.[۲۰]
  • د کورنۍ ثبات: غیرتمندي د کورنۍ د ثبات او پیاوړتیا سبب ګڼل شوی دی؛ ځکه چې د غېرتي سړو په ټولنه کې هوسران او د نورو په ناموس غرض لرونکي کسان امنیت نه لري او پاکلمنې ښځې او جینکۍ په ټولنه کې د ارامښت احساس کوي.[۲۱]

په غیرت کې زیاتی

له معصومانو په نقل شویو روایتونو کې د ښځې په اړه له بې ځایه غیرت، بد ګمانۍ او له پلمو لټولو نهي شوې ده؛ ځکه چې اپوټه نتیجه لري او په خپله د فساد سبب کیږي.[۲۲] په دې اړه خپل زوي امام حسن ته د امام علي د لیک په یو عبارت استناد شوی دی: ډډه وکړه له دې چې په غلط ځای او غلطه موقع غیرت وکړې، ځکه چې بې ځایه غیرت پاکې ښځې ناپاکۍ او بې ګناهان ګناه ته کاږي.[۲۳] [یادداشت۶]

همداراز له امام صادق(ع) په یو روایت کې په حلال شي کې له غیرت کولو نهي او منع شوې ده:لا غیرة فی الحلال.[۲۴]

لیکنې

د غیرت په موضوع ډېر کتابونه او لیکنې خپرې شوې دي؛ منجمله:

  • گوهر غیرت، فاطمه اعظمي، د سپېڅلې دفاع د ارزښتونو د خپراوي او د اثارو د ساتنې مرکز اصفهان، ۱۳۹۰لمریز.
  • مقام غیرت در اخلاق و عرفان اسلامي، علی‌اکبر افتخاري ‌فر، خپروونکی، عصر مدرن، ۱۳۹۴لمریز.
  • غیرت در مکتب عترت، فرید نجف‌نیا، خپروونکی، اسوه، ۱۳۹۴لمریز.
  • غیرت حسیني و عفت زینبي، محمدحسن وکیلي، خپروونکی د اسلامي علومو او معارفو د استرتژیکو څېړنو موسسه، ۱۳۹۵لمریز
  • رابطه غیرت دینی با امر به معروف و نهی از منکر، رضا علی کرمي، خپروونکی قلمگاه، ۱۳۹۳لمریز .

فوټ نوټ

  1. نراقی، جامع السعادات، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۲۶۶؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۴ش، ج۴، ص۲۸۰.
  2. مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۸۰ش، ج۳، ص۴۳۱.
  3. مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۴۳۳و۴۳۴.
  4. مجلسی، بحارالانوار، ټوک۷۳، ص۳۳۲.
  5. کلینی، اصول کافی، ۱۴۰۱، ج۸، ص۳۷۲.
  6. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، حکمت ۳۰۵، ص۵۲۹.
  7. شیخ حرعاملی، وسایل الشیعه، ۱۴۱۴ق، ج۲۰، ص۲۳۵.
  8. نراقی، معراج السعادة، انتشارات جاویدان، ص۱۵۲-۱۵۳.
  9. نراقی، معراج السعادة، انتشارات جاویدان، ص۱۵۲-۱۵۳.
  10. مظاهری، معرفت نفس، ۱۳۹۴ش، ج۳، ص۱۳۵.
  11. مظاهری، معرفت نفس، ۱۳۹۴ش، ج۳، ص۱۳۷.
  12. مظاهری، معرفت نفس، ۱۳۹۴ش، ج۳، ص۱۳۸.
  13. حر عاملی، وسائل الشیعه، ج۱۴، ص۱۷۴
  14. حر عاملی، وسائل الشیعه، کتاب تجارت، باب۱۰۰، ۱۴۱۴ق، ج۱۲، ص۲۳۲، ح۱؛ کلینی، اصول کافی، ۱۴۰۱ق، ج۶، ص۶۵۵، ح۱۴.
  15. نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۰۸ق، ج۱۴، ص۲۶۸.
  16. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۴ق، ج۱۷، ص۲۵۳.
  17. بروجردی، تفسیر جامع، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۱۵۶.
  18. اکبری، غیرتمندی و آسیب‌ها، ۱۳۹۰ش، ص۳۸.
  19. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، حکمت ۳۰۵، ص۵۲۹.
  20. اکبری، غیرتمندی و آسیب‌ها، ۱۳۹۰ش، ص۳۸.
  21. اکبری، غیرتمندی و آسیب‌ها، ۱۳۹۰ش، ص۴۰-۴۱.
  22. آمدی، غرر الحکم و درر الکلم، ۱۴۱۰ق، ح۲۷۰۴، ص۱۶۹؛ جزایری، دروس اخلاق اسلامی، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۳.
  23. آمدی، غرر الحکم، ۱۴۱۰ق، ح۲۷۰۴، ص۱۶۹.
  24. عبدوس، بیست و پنج اصل از اصول اخلاقی امامان، ۱۳۷۷ش، ص۳۱۳.

یاد داشت

سرچينې

  • اکبری، محمود، غیرتمندی و آسیب‌ها، قم، فتیان، ۱۳۹۰ش.
  • بروجردی، سید محمد ابراهیم، تفسیر جامع، تهران، انتشارات صدر، ۱۳۶۶ش.
  • جزایری (آل غفور)، محمدعلی، دروس اخلاق اسلامی، قم، مرکز مدیریت حوزه علمیه قم، ۱۳۸۸ش.
  • حرّ عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، ترجمه محمدباقر موسوی، قم، دفتر نشر اسلامی، چاپ پنجم، ۱۳۷۴ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، چاپ علی‌اکبر غفاری، بیروت ۱۴۰۱ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن، قم، مدرسة الامام علی بن ابی‌طالب (ع)، ۱۳۸۷ش.
  • نراقی، احمد، معراج السعادة، قم، هجرت، ۱۳۷۷ش.
  • نراقی، مهدی بن ابی ذر، علم اخلاق اسلامی: ترجمة کتاب جامع السعادات، ترجمة جلال الدین مجتبوی، تهران ۱۳۸۱ش.
  • نوری، میرزا حسین، مستدرک الوسائل، بیروت، مؤسسة آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۰۸ق.
  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، بیروت، دار الکتاب اللبنانی، ۱۹۸۰م.
  • نهج الفصاحه، سخنان پیامبر، گروآورنده ابوالقاسم پاینده، تصیح و تنظیم عبدالرسول پیمانی و محمدامین شریعتی، اصفهان، خاتم الانبیاء، ۱۳۸۳ش.