زبور

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د داود د کتاب د زبورو په اړه ده. د زبور آل محمد په اړه د زده کړې لپاره، د صحیفه سجادیه مدخل وګورئ.

زبور آسماني کتاب دی چې په حضرت داود(ع) نازل شو. په زبور کې نوې احکام او شریعت نشته، خو پدې کې نصیحتونه، دعاګانې او مناجات شامل دي. د قرآن د آيتونو له مخې حضرت داود عليه السلام د زبور درلودلو له امله له ځينو انبياوو څخه غوره و. د ځینو روایتونو له مخې، زبور د امامت له زیرمو دی او پیغمبر(ص) ته په کې اشاره شوې ده.

د ځینو څیړونکو په وینا، په عهد عتیق کې موجود مَزامیر هماغه د حضرت داود علیه السلام زبور دی، چې له تحریف څخه په امان کې نه دی پاتی شوی. د تورات مزامیر د یهودانو ترټولو معتبر مذهبي او کلتوري سرچینې ګڼل کیږي. په ټول کې پنځه کتابونه او 150 مزمور لري، چې 73 مزمور داؤد ته منسوب شوي دي. ویل شوي چې د سوره انبیا د ۱۰۵ آیت محتوا د قرآن له تورات څخه یوازینی مستقیم اقتباس دی چې اوس هم په مزامیر کې موجود دی.

پيژندګلو او اهمیت

د ځينو رواياتو له مخې زبور له ۱۰۴ آسماني صحيفو څخه یوه صحیفه ده[۱] چې د روژې په اتلسمه نېټه پر حضرت داود(ع) باندې نازل شو.[2] د تفسیر نمونه لیکوال ناصر مکارم شیرازی په وینا، د زبور مینځپانګه نصیحتونه، دعاګانو او مناجات وو او نوي احکام او شریعت یې نه درلود.[3] او د ځينو رواياتو له مخې زبور د امامت له زېرمو څخه دی او په جَفْر اَبیَض کې ساتل کیږي.[۴]

له حضرت محمد(ص) څخه د يو روايت له مخې، د اسلام د پېغمبر نوم په زبورونو كې د "ماحى" په نوم ياد شوى دى، چې مانا يې له بت پرستۍ څخه د مځكې پاکول دي.[۵] په ځينو احاديثو بیان شوي دي چې په زبور کې د امام علي(ع) نوم هم راغلى دى.[۶] په یوه حدیث کې راغلی دی چې خدای د اسلام پیغمبر ته د زبور پر ځای مثانی سورتونه ورکړي دي.[۷] ځینې کتابونه لکه صحیفه سجادیه او د عطار نیشابوری ځینې مثنوی د ښکلو موضوعاتو او دعاګانو درلودلو له امله زبور بلل شوي دي.[۸] زبور په لغت کې د لیکل شوي په معنا دی.[۹]

د امام حسین (ع) په زیارت کې د سوره انبیا د ۱۰۵ آیت څخه ټایل شوی لیکنه

په قرآن کې د زبود متعلق آیتونه

د امام حسین(ع) په زیارت کې د سوره انبیا د ۱۰۵ آیت څخه کاشي باندي نقاشي شوی لیکنه

د زبور کلمه په قرآن کې درې ځله ذکر شوې ده. د سوره نساء په ۱۶۳ او د سوره اسراء په ۵۵ آیتونو کې دا د حضرت داود علیه السلام لپاره د ډالۍ په توګه معرفی شوی دی.[10] محمدحسین طباطبایی د تفسیر المیزان لیکوال د سوره نساء 163 آیت په دلیل سره په دې باور دی چې د حضرت داؤد عليه السلام په ځينو انبياوو باندې لوړاوې په هغه باندې د زبور د نازلیدو له سببه دی.[۱۱] د سوره شعراء په ۱۹۶ آيت كې زبور په جمع حالت کې (زُبُر) راغلی دی او مطلب يې هغه آسماني كتابونه دي چې له هغه نه پر مخكې پيغمبرانو نازل شوي دي. نه یواځې هغه کتاب چې په ځانګړې توګه پر داود نازل شوى دى.[۱۲]

که څه هم په دې آیت «وَلَقَدْ کتَبْنَا فِی الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّکرِ أَنَّ الْأَرْضَ یرِثُهَا عِبَادِی الصَّالِحُونَ»[۱۳] هم د زبور کلمه په «زبور» ذکر شوې ده خو په دې اړه بېلابېل احتمالات راپورته شوي دي؛ خو علامه طباطبايي نورو آيتونو ته په اشارې سره دا هماغه د حضرت داؤد عليه السلام کتاب ګڼي.[۱۴] ځينو څېړونکو د سوره انبياء د ١٠٥ آيت محتوا له عهد قدیم څخه د قرآن يوازينى مستقيم نقل ګڼلى دى.[15] محمد صادقي تهراني او ناصر مکارم شيرازي، د پنځلسمې پېړۍ ځينې مفسرين د تورات د مزامیرو په څېړلو سره دې پايلې ته رسېدلي چې د دې آيت مضمون د تورات په مزامیرو کې هم شته.[۱۶]

د تورات په ځینې برخو د زبور تطبیق

د حضرت داود(ع) د مزامیرو ترټولو پخوانۍ نسخې عکس، چې څلورمې پیړۍ پورې تړاو لري، د مصر په قبطي موزیم کې ساتل شوی[17]

ځينو مفسرينو لکه مکارم شيرازي او صادقي تهراني د تورات په ځينو برخو باندې د حضرت داؤد عليه السلام زبور تطبیق کړي دي، خو باور لري چې د تورات په دې برخه کې هم تحريفونه شوي دي.[۱۸] البته صادقي تهراني په دې عقیده دي چې له قرآنه وروسته بل یو آسماني کتاب هم د زبور په شان له تحریف څخه خوندي نه دی پاتی او په هغه کې تحریفونه خورا لږ دي.[۱۹] د ځینو څیړونکو په اند د قرآن او مزامیرو تر منځ ورته والی هم شته لکه ځینې مثالونه یا ځینې مبهمې کلمې یا مبهم توري چې له یوې سرچینې څخه دوه نقلونه ښکاري.[20] 45 مزمور د اسلام د پیغمبر او د هغه د ملګرو په اړه خبرې کړې دي.[21]

مَزامیر ټول پنځه کتابونه لري[22] او 150 مزمور لري[23] چې 73 مزامیر یې حضرت داؤد [24] ته منسوب شوي، ځینې مزامیر یې حضرت سلیمان ته منسوب شوي، او ځینې یې نورو پیژندل شوي یا نامعلومو خلکو ته منسوب شوي دي.[۲۵] د تورات مزامیر شاعرانه جوړښت لري.[۲۶] او د یهودانو له معتبرو دیني او کلتوري منابعو څخه ګڼل کیږي.[۲۷] د ورځنیو او ونیزو دعاګانو ډېرې برخې او د  یهوديانو د اخترونه او مراسم له زبورونو څخه دي.[28] او د انجیلونو پرته د کتاب مقدس بل هیڅ کوم اسفار د مزامیر په اندازه نه لوستل کیږي.[29]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې