انجیل

د wikishia لخوا
د متی د انجیل لومړی آیتونه، په نسخ خط کې، چې د 14 پیړۍ پورې تړاو لري، په فارسي ژبه کې د انجیل یو له پخوانیو نسخو څخه دی.

اِنْجیل (په انګریزۍ ژبه Gospel) د اسلامي تعلیماتو له مخې د حضرت عیسی علیه السلام د اسماني کتاب نوم دی چې د خدای تعالی له خوا پرې نازل شوی دی. د قرآن په آیتونو کښې د انجیل په وحیاني والي، د حضرت محمد(ص) د بعثت په هکله د انجیل د زیري او د حضرت عیسی(ع) په پیغمبرۍ ټینګار شوی او د عیسی(ع) د تثلیث او الوهیت عقیده باطله بلل شوې ده. د آیت الله مکارم شیرازي په وینا، د حضرت عیسی علیه السلام اسماني کتاب له مینځه تلی دی او د انجیل په نورو نسخو کښې د هغه یوازې ځینې برخې له خرافاتو سره ګډوډې  پاتې دي.

د آیت الله معرفت په شان ځینې مسلمان محققان انجیل په حضرت عیسی علیه السلام باندې نازل شوی او مدوّن اسماني کتاب نه ګڼي او باوري دي چې کوم څه چې په حضرت عیسی(ع) نازل شوي وو، داسې زباني تعلیمات او زیري وو چې د حواریونو له خوا ورپسې نسل ته منتقل شوي او په مشهورو انجیلونو کښې راغونډ کړې شول.

د عیسایانو د نظریې له مخې، حضرت عیسي(ع) هیڅکله د انجیل په نامه کتاب نه دی راوړی. د هغوي له نظره حضرت عیسی(ع) د الهي پيغام او وحي راوړونکی نه بلکې خپله عینِ وحي او د هغې تجسم دی. په عیسايي کلتور او دود کښې انجیل د عیسایانو د مقدس کتاب هغې برخې ته ویل کیږي چې د انجیل مَتّی، انجیل مَرْقُس، انجیل لُوقا او انجیل یُوحَنّا په څلورو کتابونو مشتمل دی. دغه څلور انجیلونه چې د نوې زمانې(عهد جدید) څلور اولني کتابونه دي، د حضرت عیسی علیه السلام د ژوند او ویناؤ په هکله د هغه د شاګردانو یا یې د شاګردانو د شاګردانو له خوا لیکل شوي دي.

عیسایان له ګڼو انجیلونو څخه یوازې دا څلور انجیلونه رسمي او قانوني ګڼي. د انجیل متّی، مَرقُس او لوقا په شمول دریو انجیلونو ته، په خپلو کښې د هغو د ډیر ورته والي په وجه یوشان یا همغږه انجیلونه ویل کیږي. د حضرت عیسی علیه السلام الوهیت یا یې د خدای د زوي نظریه یوازې په یوحنّا انجیل کښې بیان شوې ده.

بَرْنابا انجیل یو غیررسمي انجیل دی چې د مسلمانانو د پام وړ ګرځیدلی دی، خو عیسایان یې جعلي ګڼي. دغه انجیل د حضرت عیسی علیه السلام خدای والی او د خدای زوي توب او په صلیب د هغه ځړول مردود ګڼلي او د حضرت محمد مصطفی(ص) د مسیح والي زیری یې ورکړی دی.

په انجیلونو باندې ځینې نیوکې شوې دي چې په دا ډول دي: له تیروتنې او ګناه څخه د نه خونديتوب په وجه د انجیلونو لیکوالان د ډاډ او اطمینان وړ نه دي او په هغو کښې نتاقض او تیروتنې او خرافات موجود دي.

د حضرت عیسی(ع) اسماني کتاب

د قرآن د آیتونو[۱] او اسلامي حدیثونو[۲] له مخې د حضرت عیسی علیه السلام د اسماني کتاب نوم انجیل دی چې د خدای تعالی له خوا په هغه نازل شوی دی.[۳] ځینې باوري دي چې په دې هکله حدیثونه دومره ډیر دي چې انسان د انجیل په نامه د یو اسماني کتاب د شتون په هکله یقین ته رسیږي.[۴] د شیعه مفسر آیت الله مکارم شیرازي په وینا، د حضرت عیسی(ع) اسماني کتاب له مینځه تلی دی او د هغه حضرت شاګردانو په خپلو انجیلونو کښې د هغه یوازې ځینې برخې نقل کړې دي چې له خرافاتو سره ګډې شوې دي.[۵]

وَ قَفَّيْنا عَلى‏ آثارِهِمْ بِعيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقاً لِما بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْراةِ وَ آتَيْناهُ الْإِنْجيلَ فيهِ هُدىً وَ نُورٌ وَ مُصَدِّقاً لِما بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْراةِ وَ هُدىً وَ مَوْعِظَةً لِلْمُتَّقين‏َ


او له دغو پیغمبرانو وروسته مو د مریم زوی عیسی واستوه په داسې حال کښې چې تورات یې، چې له هغه مخکښې و، تصدیقوه، او هغه ته مو انجیل ورکړ چې په کښې هدایت او نور و او تورات چې له هغه مخکښې و، تصدیقوه یې او هغه د پيرهیزګارانو لپاره یوه لارښوونه او پند و. (سوره مائده، آیه ۴۶.)


د محمد هادي معرفت په شمول د قرآني علومو د ځینو محققانو له نظره، د انجیل په هکله په مسلمانانو کښې د دوه تصور په اپوټه، انجیل یو تدوین شوی او په حضرت عیسی علیه السلام باندې نازل شوی کتاب نه دی. [۶] د آیت الله معرفت له نظره، هغه څه چې په حضرت عیسی(ع) نازل شوي دي، یولړ ژبني تعلیمات او بشارتونه وو چې د خپل رسالت په دوران کښې یې خلکو او حواریونو ته بیان کړل او حواریونو دغه تعلیماتو حفظ کړل او ورپسې نسل ته یې منتقل کړل تر دې چې په مشهورو انجیلونو کښې راغونډ کړې شول.[۷]

دغو څېړاندو هغه کتاب چې د قرآن د آیتونو په بنیاد حضرت عیسی ته ورکړی شوی دی، د وحي او تشریعي احکامو په معنا بللی دی[۸] او باوري دي چې قرآن په هیڅ یو آیت کښې انجیل د حضرت عیسی(ع) کتاب نه بولي بلکې انجیل په هغه باندې په نازلې شوې وحي باندې مشتمل بولي.[۹] همداشان ویل شوي چې قرآن د انجیل نوم د هغه کتابونو په پرتله غوره کړی چې په کښې په حضرت عیسی(ع) نازل شوي شفاهي تعلیمات شامل دي.[۱۰]

په قرآن او روایتونو کښې د انجیل ځانګړنې

د قرآن کریم په آیتونو کښې د انجیل کلمه ۱۲ ځلې[۱۱] په مفرده توګه کارول شوې ده [۱۲] او د ګڼو انجیلونو شتون رد شوی دی.[۱۳] په دغو آیتونو کښې د انجیل  وحیاني توب، د تورات حقانیت د حضرت محمد(ص) د بعثت په هکله د انجیل زیری او د هغه د بلنې پراخوالي ته اشاره شوې ده.[۱۴] د مائده سوره د ۴۶ آیت له مخې، انجیل د تقوا د خاوندانو لپاره «هدایت« او «نور» او «موعظه» لري.[۱۵] همداشان د نساء سوره د ۱۷۱ آیت په شان ځینو آیتونو د حضرت عیسی(ع) په انسان والي او پيغمبرۍ باندې ټینګار کړی او د هغه حضرت د تثلیث او خدایۍ نظریه یې باطله بللې ده.[۱۶]

له امام صادق(ع) څخه د یو حدیث له مخې، په حضرت عیسی(ع) باندې انجیل د رمضان د میاشتې  په دولسمې[۱۷] یا دیارلسمې شپې[۱۸] په یو وار نازل شو. د ګڼو روایتونو له مخې، انجیل او نور اسماني کتابونه له شیعو امامانو سره دي.[۱۹]

د مسلمان عالمانو نظریه

مسلمانو عالمانو د موجودو انجیلونو په هکله دوه احتمالونه ورکړي دي:

  • وړومبې احتمال: د اصلي انجیل ډیرې برخې د انجیلونو د ورپسې لیکونکو له خوا حذف شوې دي او په کښې ډیر خرافات ورزیات کړی شوې دي.
  • دویم احتمال: اصلي انجیل بیخي هیر او څنګته ایښودل شوی دی او پر ځاې یې نور کتابونه لیکل شوي دي.[۲۰]

ځینې څیړاندي باوري دي، هغه څه چې د انجیل د محتوا په هکله په شیعه روایتونو کښې راغلي دي، د څلور ګونو انجیلونو (مَتّی، مَرْقُس، لوقا و یُوحَنّا) له محتوا سره یولړ اشتراکات لري چې د دې نښه ده چې موجود انجیلونه له هغه انجیل سره ډیر مشترکات لري چې امامانو(ع) یا د هغوي اصحابو یې په هکله خبرې کړې دي.[۲۱] ځیني مشترکات یې داسې بیان شوي دي: له عیب لټولو څخه منع کول، د ریاکار ملامتول، له دروغجنو څخه ډډه کول، د الله تعالی په حقوقو باندې د خلکو حق ته وړومبیتوب ورکول، د قیامت په ورځ ځواب ورکول او د زغم سپارښتنه کول.[۲۲]

«انجیل رسولان» د انجیلونو موجوده ترټولو پخوانۍ نسخه ده چې په پخوانۍ سریاني (آشوري) ژبه د کبانو په څرمنې لیکل شوې او د تبریز په مرکزي کتابتون کښې ساتل کیږي.[۲۳]

انجیل د عیسایانو په نزد

په مسیحیت کښې انجیل د نوي پړاؤ [یادداشت ۱] له اولو څلورو کتابونو څخه هر یو ته ویل کیږي چې په دا ډول دي: مَتّی، مَرْقُس،[یادداشت ۲] لوقا و یوحَنّا.[۲۴] د دینونو په تیره بیا د عیسائیت د تاریخ په کتابونو کښې انجیل هغو کتابونو ته ویل کیږي چې د عیسائیت په وړومبیو لسیزو کښې د حضرت عیسی(ع) د ویناؤ او سلوک د ثبتولو لپاره ولیکل شول.[۲۵]

د عیسایانو د نظریې له مخې، حضرت عیسی(ع) هیڅکله د انجیل په نامه یو کتاب نه دی راوړی. د هغوي له نظره، په عیسائیت کښې د داسې وحي هیڅ تصور نشته چې مسلمانان پرې د قرآن او پيغمبر اکرم(ص) په هکله عقیده لري. عیسایان حضرت عیسی(ع)  خپله عینِ وحي او د الهي پیغام تجسم ګڼي نه د هغه راوړونکی.[۲۶] عیسایان باوري دي چې څلور انجیلونه یوازې د حضرت عیسی(ع) ژوند او د هغه ویناوې بیانوي او د تورات په اپوټه، هیڅکله له خپلو معارفو او تعلیماتو څخه هیڅ څیز نیغ په نیغه الهي پیغام پورې نه اړوندوي.[۲۷]

عیسایان  یوازې په څلورو انجیلونو متّی، مرقس، لوقا او یوحنّا باندې باور لري او هغه صحیح ګڼي، ځکه چې ابتدايي عیسایان هغه د خدای له خوا ګڼي.[۲۸] د عیسايي کشیش او متکلم توماس میشل په وینا (زوکړه ۱۹۴۱م) عیسایان د څلور ګونو انجیلونو په مطالبو کښې هیڅ تناقض نه ویني او د هغوي له نظره څلور واړه انجیلونه یو شان اعتبار او اهمیت لري.[۲۹] د هغوي له نظره، له هر یو انجیل څخه لاس اخیستل به د ایمان د خرابیدو سبب شي.[۳۰] د عهدِ جدید په سریزه کښې راغلي دي چې عیسایانو له تقریباً ۱۵۰میلادي کال څخه به په کلیسا کښې د یکشنبې(اتوار) د ورځې په غونډو کښې له څلورو انجیلونو څخه ځینې برخې لوستلې او هغه به یې د رسولانو د آثارو په معنا ګڼلې او د هغو لپاره د مقدسو کتابونو په شان د حجیت قائل وو.[۳۱]

انجیلونو د حضرت عیسی(ع) ژوند، معجزې، تعلیمات، سیرت او ویناوې بیان کړې دي.[۳۲]

فکر کوئ چې زه د پیغمبرانو د شریعت یا کتابونو د منسوخ کولو لپاره راغلی یم؟ د منسوخ کولو لپاره یې نه یم راغلی بلکې راغلی یم چې بشپړ یې کړم.


انجیل متّی، باب ۵، آیه ۱۷.



مفهوم پیژندنه

انجیل د زیري او بشارت په معنا یوه یوناني کلمه ده ؛[۳۳] د آسماني ملکوت د راتګ او د نوي عهد زیری.[۳۴] د دې لپاره چې انجیلونه د خدای د ملکوت او د یو تازه تړون په زیري مشتمل دي، ورته انجیل ویل کیږي.[۳۵] ویل شوي چې دا بشارت او زیری د حضرت عیسی علیه السلام د راتګ په پیل کښې د خدای تعالی د ملکوت د ظهور او بخښنې په معنا کارول کیده خو د حواریونو(د حضرت عیسی د شاګردانو) په زمانه کښې چې انجیلونه ولیکې شول، د خدای د زوي د ظهور او د هغه د بیاراژوندي کیدو په معنا وګڼل شو.[۳۶]

د څلور ګونو انجیلونو د تدوین او رسمي کیدو بهیر

د انجیل لیکنه د ۶۰ میلادي لسیزي له نیمايي پیل شوه. وړومبی انجیل مَرقُس،  بیا متّی او لوقا ولیکې شول او د اولې پيړۍ په پاې کښې هم یوحنا انجیل ولیکل شو.[۳۷] د عیسایانو په عقیده، په ۳۰ میلادي کال کښې[۳۸] د حضرت عیسی(ع) له ظهور وروسته د هغه ویناوې او ورپورې اړونده پیښې به په زباني توګه نقل کیدې[۳۹] تر دې چې د وړومبۍ میلادي پيړۍ په نیمايي کښې په عیسایانو کښې د دغه زباني دود د لیکلو فکر پوخ شو او یوشمیر کسانو د حضرت عیسی(ع) د خبرو او ژوندپاڼې لیکل پیل کړل.[۴۰]

د انجیلونو لیکل د پولُس له خوا د عیسائیت له تبلیغ او د ګڼو کلیساګانو له جوړیدو سره هممهاله وو. په دې وجه مختلفو کسانو په ځانګړې طریقې او لیکنې سره د حضرت عیسی(ع) د ژوندلیک او ورپورې د اړونده پيښو لیکل پیل کړل او ګڼ انجیلونه جوړ شول.[۴۱] د توماس میشل په وینا، وړومبنیو عیسایانو د روح القدس په مرستې سره له ګڼو لیکنو څخه څلور انجیلونه او ۲۳ نور کتابونه د سپیڅلي کتاب او د الهام شویو لیکنو په توګه ومنل.[۴۲]

د څلورګونو انجیلونو د رسمیت موندلو وخت په لړ کښې مختلفې نظریې دي. یو نظر دا دی چې په ۳۹۷ میلادي کال کښې په «کارتاژ» روحاني ټولنه کښې له څلورګونو انجیلونو پرته نور ټول انجیلونه څنګته کړې شول او د پنځمې پيړۍ په اوایلو کښې څلور انجیلونه په نوي پړاؤ کښې د رسمي او قانوني انجیلونو په توګه وپيژندې شول او تثبیت شول.[۴۳] ځیني باوري دي چې څلورګوني انجیلونه تقریباً له ۱۵۰میلادي کال څخه د رسولانو د آثارو په معنا ګڼل کیدل او ورپاره د حجت قائل وو او په کابو ۱۷۰میلادي کال کښې یې د قانوني او رسمي آثارو مقام ترلاسه کړ خو په هکله به یې خبره نه کیدله.[۴۴] د عهدِ جدید د پیروز سیار د ژباړې به سریزه کښې راغلي چې دریمې میلادي سلیزې په پیل کښې څلور انجیلونه په رسمیت وپیژندې شول او له هغې وروسته په کښې هیڅ شخړه رامینځته نه شوه.[۴۵]

د څلورګونو انجیلونو ځانګړتیاوې

د څلورو انجیلونو د لیکوالانو په هکله ځیني شکونه شته او د هغو منسوبول جوت او قطعي نه ګڼي.[۴۶] حسین توفیقي له سترو دینونو سره د بلدتیا په کتاب کښې لیکي چې عیسایان باوري دي څلور انجیلونه حواریونو یا د حواریونو شاګردانو له حضرت عیسی(ع) نه کلونه وروسته لیکلي دي.[۴۷] د توماس میشل په وینا، عیسایان د نوي پړاؤ لیکوالان پيغمبر نه ګڼي بلکې باوري دي چې هغوي د حضرت عیسی(ع) منونکي وو او هغه کتابونه یې د خدای په الهام سره لیکلي دي.[۴۸] ویل کیږي چې د څلورګونو انجیلونو ژبه اول یوناني وه.[۴۹]

همغږه انجیلونه

د مَتّی، مَرقُس او لوقا درې انجیلونه  د لیکنې د ژبې او محتوا کښې یې په خپلو کښې د یوشان والي او غږملتیا په وجه، همغږه، هم نظره یا ورته انجیلونه بلل کیږي.[۵۰] کومې ځانګړنې چې له نورو انجیلونو څخه د یوحنا انجیل د توپیر سبب شوې دي، په دې توګه بیان شوې دي: داسې معجزې په کښې شاملې دي چې په نورو انجیلونو کښې نه دي راغلې لکه په  قانا کښې په شرابو د اوبو د بدلیدو یا د لَعازَر په نامه د یو کس د ژوندي کیدو معجزه، په کښې د اوږدو خطبو شتون، د دغه انجیل ځانګړې مسیح پيژندنه چې په کښې د عیسی(ع) په خدای والي ټینګار شوی دی.[۵۱] همغږي انجیلونه له یهودي ادبیاتو اغیزمن او یوحنا انجیل د یونان له فلسفې اغیزمن بلل شوی دی.[۵۲]

مَتّی

متّی انجیل د نوي پړاؤ وړومبنې کتاب دی.[۵۳] د توماس میشل په وینا، د مقدس کتاب پوهان باوري دي چې متی انجیل له ځینو یهودي مشرانو سره د خبرو اترو او مقابلې لپاره لیکل شوی دي.[۵۴] د دغه انجیل د لیکنې د وخت او ځاې په سر اختلاف دی. ۳۸ میلادي کال، له ۵۰ نه تر ۶۰ میلادي کال[۵۵] ترمینځ او ۷۰ میلادي کال[۵۶] د هغه د لیکنې په هکله مختلفې نظریې دي او فلسطین او د سوریې انطاکیه[۵۷] یې د ځاې په هکله مطرح شوې لیدتوګې دي.

دغه کتاب حضرت عیسی(ع) د یهود دین بشپړونکی، ستر معلم او ښوونکی، نوی موسی او د عهدِ جدید د شریعت خاوند معرفي کوي.[۵۸] د دې انجیل محتوا داسې بیان شوې ده: د حضرت عیسی(ع) نسب نامه، د هغه د زوکړې روده، د شیطان په لاس د هغه ازمیښت او امتحان، خلکو او شاګردانو ته یې اخلاقي حکمونه، د حضرت عیسی(ع) معجزې، د دولس رسولانو انتخاب، ورباندې د حضرت موسی او الیاس علیهم السلام ظاهریدل، د حضرت عیسی د وژلو دسیسه او له قبر څخه یې راپورته کیدل.[۵۹]

د دې انجیل لیکونکی متی د حضرت عیسی(ع) یو حواري و چې ویل کیږي په حضرت عیسی باندې له ایمان راوړلو مخکښې د مالیاتو د اخیستو مامور او کلنګ اخیستونکی و.[۶۰] پخوا به متی انجیل اولنې او ترټولو پخوانی انجیل ګڼل کیده خو نن سبا محققان، مرقس انجیل ترټولو لرغونی انجیل ګڼي.[۶۱]

مَرقُس

مرقس انجیل ترټولو پخوانی او ترټولو لنډ انجیل بلل شوی دی.[۶۲] د مرقس په نامه د دغه انجیل لیکوال له حواریونو څخه نه و بلکې د پِطْرُس رسول له منونکو او پيروانو و،[یادداشت ۳][۶۳] چې د ۶۰، [۶۴] او۶۱ ، [۶۵] یا ۷۰ میلادي کال[۶۶] خواوشا په ایټالیا یا روم کښې یې[۶۷] خپل انجیل تالیف کړ. په دغه انجیل کښې د حضرت عیسی په بشري او انساني اړخونو او د هغه په کړاونو ټینګار شوی دی.[۶۸] مرقس انجیل په دوو برخو ویشل کیږي: په اوله برخه کښې د حضرت عیسی پيژندګلوي او د هغه د باچاهۍ څرنګوالی بیان شوی او په دویمه برخه کښې یې د وفات په هکله بحث شوی دی.[۶۹] مرقس زیاتره د حضرت عیسی کارونو ته پام کړی او له دیوانو سره یې د هغه حضرت مقابله او له رواني ناروغانو یې د هغوي ایستل، د ګناهکارانو بخښل او د هغه معجزې بیان کړې دي.[۷۰] دغه انجیل حضرت عیسی د حضرت یحیی په لاس د هغه د تعمید د غسل او د هغه د رسالت د پیلیدو له وخته معرفي کړی او د هغه د شجره نامې او زوکړې په هکله یې څه نه دي ویلې.[۷۱] د مرقس انجیل وړومنۍ جمله داسې ده: «د خدای د زوي عیسی مسیح د زیري پيل».[۷۲]

لوقا

لوقا انجیل چې ترټولو اوږد انجیل ګڼل شوی دی،[۷۳] له ۷۰ نه تر ۹۰ میلادي کلونو ترمینځ موده کښې په روم کښې[۷۴] مشرکانو ته په خطاب کښې[۷۵] لیکل شوی دی. د حضرت عیسی(ع) د زوکړې او د ماشومتوب د پړاؤ شرحه د دغه انجیل خاص ځانګړتیاوې ګڼل شوې دي.[۷۶] د حضرت یحیی(ع) ګڼې معجزې، حواریونو ته د غیرمعمولي قدرت ورکول، د تبلیغ لپاره (له حواریونو پرته) د اویا کسانو غوره کول او په صلیب د حضرت عیسی ځړول کیدل او له قبر څخه یې راپورته کیدل د دغه انجیل ځیني نور مطالب دي.[۷۷] په دې انجیل کښې حواریونو حضرت عیسی ته د خدای خطاب کړی دی.[۷۸] همداشان ویل شوي چې په دې انجیل کښې حضرت عیسی(ع) د یو کامل او بشپړ انسان په توګه مطرح شوی دی.[۷۹]

لوقا د پولُس رسول یو غیریهودي شاګرد او ملګری و. په دې وجه د حضرت عیسی(ع) له حواریونو نه ګڼل کیده.[۸۰] لوقا د عهدِ جدید هغه یوازنی لیکونکی بلل شوی چې یهودي نه و.[۸۱]

یوحنّا انجیل:

«عیسی هغه ته وویل: زه بیا را ژوندی کیږم. څوک چې په ما باور لري، که څه هم هغه مړ شي، هغه به ژوندی وي، او څوک چې ژوند کوي او په ما باور لري، هیڅکله به مړ نه شي. آیا تاسو په دې ایمان لرې؟ هغه ته یې وویل: هو، ربه، زه باور لرم چې ته د خدای زوی مسیح یې. هم هغه چې نړۍ ته راځي.»

* سرچينه: یوحنّا انجیل، یوولسم څپرکی، له ۲۵ نه تر ۲۷ پورې آیتونه.

یوحنّا

یوحنا انجیل د حضرت عیسی(ع) د سیرت او وینا په هکله ترټولو وروستی کتاب بلل شوی دی چې ټینګار لري حضرت عیسی(ع) له بشر او انسانه لوړ و.[۸۲] یوحنا د حضرت عیسی(ع) له دولس ګونو حواریونو ګڼل کیږي.[۸۳] د دغه انجیل د لیکنې د کال په هکله اختلاف شته دی[۸۴] چې په دوو نظریو ویشل شوې دي: دودیزه لیدتوګه چې له مخې یې د لیکنې نیټه د وړومبۍ میلادي پیړۍ وروستیو یعنې له ۸۵ میلادي کاله وروسته ته ورګرځي او دویمه نظریه چې د لیکنې نیټه یې د ۵۰ او ۷۰ میلادي لسیزې ترمینځ ګڼي.[۸۵] ځینو بیا ۶۵میلادي کال ته ترجیح ورکړې ده[۸۶] په دې انجیل کښې د حضرت عیسی(ع) خبرو ته ډیره پاملرنه شوې او د هغه د ژوند تر شرحې، د اوږدو او په پیچلو او رازدارو افکارو د مشتملو خطبو په توګه د حضرت عیسی ویناوې او د هغه د ژوند شرح په کښې وړاندې شوې ده.[۸۷] لیکوال په دې انجیل کښې د هغه د لیکلو هدف داسې بیان کړی دی: «دا لیکل شوي دي ترڅو ایمان راوړئ چې عیسی، مسیح او د خدای زوی دی او په ایمان راوړلو سره د هغه په نوم کښې ژوند ومومئ».[۸۸]

په یوحنا انجیل کښې حضرت عیسی(ع) د خدای زوی[۸۹] کلمه[۹۰] او داسې کس معرفي شوی چې له ازل څخه موجود و.[۹۱] په ځینو مواردو کښې هم[۹۲] ورته د خدای لقب ورکړی شوی دی.[۹۳] هم داشان داسې نقل شوي چې یوازې په دې انجیل کښې د فاراقْلیط موعود (د تسلي ورکونکي په معنا) خبره شوې ده او راغلي دي چې هغه له حضرت عیسی(ع) وروسته راځي او د هر څه تعلیم به ورکړي او د نړۍ قضاوت به وکړي.[۹۴]

په عهدِ جدید کتاب کښې د یوحنا انجیل په سریزه کښې چې د پیروز سیار لخوا ژباړل شوې راغلي دي چې د دې انجیل په لیکوال کښې د تضادونو او ابهامونو د شتون له امله شک موجود دی. احتمال یې ورکړی چې یوه برخه یې د یوحنا له مړینې وروسته د هغه د شاګردانو له خوا ورزیاته شوې وي. همداشان یې ګمان کړی چې دغه انجیل په څو مرحلو کښې برابر شوی او لیکل شوی وي. د سریزې د لیکوال په وینا، د هغه کس نوم معلوم نه دی چې د دې انجیل وروستۍ او فاینل لیکنه یې ترسره کړې ده.[۹۵]

غیر رسمي انجیلونه

پر څلورګونو انجیلونو سربیره ځیني نور انجیلونه هم شته چې له ځینو نورو غیررسمي کتابونو سره یوځاې په «آپُوکْریفا» یا د عهدِ جدید په جعلي کتابونو مشهور دي او کلیسا یې په رسمیت نه پيژني.[۹۶] د عبرانیانو انجیل، د مصریانو انجیل، پِطرُس انجیل، توما انجیل، فیلپُّس (یا فیلیپوس) انجیل او د ماشومتوب انجیل له غیررسمي انجیلونو څخه دي.[۹۷]

بَرنابا انجیل:

«بیشکه چې ټول پیغمبران راغلل مګر رسول الله؛ هغه چې نږدې ده چې له ما وروسته به راشي، ځکه خدای غواړي چې زه ورته لاره هواره کړم. »

* سرچينه: انجیل برنابا، باب ۳۶، آیه ۶.

برنابا انجیل

بَرْنابا انجیل یو داسې غیررسمي انجیل دی چې د مسلمانانو د پام وړ ګرځیدلی دی خو عیسایان یې جعلي ګڼي.[۹۸] وايي دا انجیل په نیقیه شورا (وړومبنۍ نړیواله کلیسايي شورا) کښې په ۳۲۵میلادي کال کښې[۹۹] غیررسمي پيژندل شوی او له مینځه وړل شوی دی. له دې وروسته هم پاپانو هغه یو ممنوعه کتاب اعلان کړ.[۱۰۰] د دغه انجیل د ممنوعیت او غیررسمي والي وجه د کلیسا له اعتقاداتو سره د هغه د محتوا سمون نه خوړل بلل شوي دي. هم داشان په دغه کتاب کښې له پولس رسول او د هغه له اعتقاداتو سره ځیني مخالفتونه موندل کیږي.[۱۰۱]

برنابا انجیل په څو مواردو کښې له څلور ګونو انجیلونو سره فرق لري:

  • د حضرت عیسی(ع) الوهیت او د خدای زوي توب یې رد کړی دی.[۱۰۲]
  • په برنابا انجیل کښې د حضرت عیسی(ع) له خولې څو ځلې د حضرت محمد(ص) د مسیح والي زیری ورکړی شوی دی.[۱۰۳]
  • د دغه انجیل له مخې، د عیسی(ع) پر ځاې د یهودای اسخریوطي په نامه د هغه یو حواري چې د حضرت عیسی په شان شوی و، په صلیب وځړول شو.[۱۰۴]

برنابا انجیل له قرآن او د مسلمانانو له اعتقاداتو سره ځیني مخالفتونه هم لري. د دغه انجیل له مخې انسانان د خدای اولادونه او ذاتاً ګناهګار دي، له حضرت عیسی(ع) پرته د حضرت ابراهیم، هارون او ایوب(ع) په شان پیغمبرانو ګناه او شرک لرونکې مینه کړې ده.[۱۰۵]

عیسايي محققان په دې باور دي چې دغه انجیل د حضرت عیسی(ع) په زمانې کښې او په فلسطین کښې نه دی لیکل شوی؛[۱۰۶] عیسايي توماس میشل ویلي دي چې پوهانو د تاریخي او لفظي شواهدو له مخې، د دغه انجیل د کتابت او لیکنې موده د شپاړسمې میلادي پيړۍ اواخر بلل شوې ده.[۱۰۷] له بلې خوا، ځینو مسلمانو محققانو دغه انجیل اصیل بلل شوی دی.[۱۰۸]

د دغه انجیل د لیکوال په سر هم اختلاف دی. ځینو، برنابا د یوسف په نامه د یو مسیحي مبلغ لقب بللی دی چې د قبرس اوسیدونکی و او له یوې یهودي خاندانه او د حضرت یعقوب(ع) د زوي لاوي له کورنۍ [۱۰۹] چې د عیسائیت د ډیر زیات تبلیغ په وجه برنابا یعنې توانمن مبلغ ونومول شو.[۱۱۰] هغه د حواریونو د باور وړ[۱۱۱] او د عهدِ جدید له مخې، یو صالح او ایمانداره کس و.[۱۱۲] له بلې خوا ځینو عیسايي متکلمان د دغه انجیل لیکوال، په شپاړسمې میلادي پیړۍ کښې یو هسپانوي عیسايي بولي چې مسلمان شوی و.[۱۱۳]

په انجیلونو باندې نیوکې

منتقدانو په څلور ګونو انجیلونو او په کلي توګه په عهدِ جدید باندې یولړ نیوکې کړې دي، له هغو نه:

  • د لیکوالانو د اعتبار نشتوالی: ویل شوي چې د ټولو عیسایانو په باور د انجیلونو لیکونکي پيغمبران نه وو او له تیروتنې او ګناه خوندي نه وو بلکې هغوي عام انسانان وو چې په حضرت عیسی(ع) یې ایمان درلود. په انجیلونو کښې ځینو حواریونو او د حضرت عیسی شاګردانو ته په ډاګه د بې ایمانۍ، له مسیح  او د هغه له ویناؤ د انکار او له یو بل سره یې د ناسازګارۍ نسبت ورکړی شوی دی. په دې وجه د حضرت عیسی(ع) د اصلي تعلیماتو د سرچینې په توګه په دغه کتاب باور نه شي کیدې.[۱۱۴] توماس میشل چې مسیحي متکلم دی، څرګندونه کړې ده چې ډیر عیسایان د مقدس کتاب لفظي عصمت نه مني. ټول عیسایان باوري دي چې اصلي پیغام د خدای له خوا دی خو شکل او جوړښت یې د انسان له لورې دی چې د نورو خلکو په شان د تیروتنې له خطر سره مخ دي. په دې وجه ممکنه ده د دغو کتابونو او پیغامونو بشري لیکوال خپل غلط نظریات په دغو کتابونو کښې ځاې کړي او پریښې وي.[۱۱۵]
  • د انجیلونو تناقضات: ځینو تناقضونه او ناسمون والي چې په انجیلونو کښې موجود دي، د هغوي د نه معتبروالي وجه بلل شوي دي.[۱۱۶] د مثال لپاره په متی او لوقا او مرقس انجیلونو کښې د حضرت عیسی(ع) د نسب نامې په هکله سخت اختلاف موجود دی. په متی انجیل[۱۱۷] او لوقا[۱۱۸] انجیل کښې حضرت عیسی(ع) د حضرت داوود(ع) له نسل څخه معرفي شوی دی خو په مرقس کښې[۱۱۹] ویل شوي چې حضرت داوود به حضرت عیسی خپل خدای ګڼه. نو څنګه کیدې شي چې عیسی د هغه زوی وي؟ له ځینو نورو بیان شویو ناسازګاریو څخه د حضرت عیسی(ع) د نیول کیدو طریقه، د حضرت عیسی د خیانتکار شاګرد(یهودا اسخریوطي) علامت، د هغه حضرت د ژوندي کیدو او له قبر څخه یې د راپورته کیدو پیښه ده.[۱۲۰]
  • د انجیلونو تیروتنې او خرافات: د تثلیث عقیده، د قربانۍ عقیده (عیسی(ع) د خپل ځان په قربانولو سره د انسان د ژغورنې او د ګناهونه د بخښنې سبب شو) او د کلیسا د پادریانو لخوا د ګناهونو بخښنه د انجیلونو له خرافاتو ګڼل شوي دي.[۱۲۱] ځینې تیروتنې هم په انجیلونو  ورتپل شوې دي.[۱۲۲]

کتاب پیژندنه

د انجیل په هکله په فارسۍ او عربۍ ژبو ګڼ کتابونه لیکل شوي دي چې ځیني یې په دا ډول دي:

  • په نجف کښې د تقلید د یو مرجع د محمد حسین کاشف الغطاء (۱۲۵۶ ـ ۱۳۳۳لمریز) لیکلی التَّوضیح فی بیانِ ما هو الانجیل و مَن هو المسیح، په دې کتاب کښې د انجیل اصول او د عیسائیت اعتقادات د مقدس کتاب په استناد تشریح شوي دي. دا کتاب سید هادي خسروشاهي «د انجیل او مسیح په هکله څیړنه» تر عنوان لاندې په فارسۍ ژباړلی او انتشارات بوستانِ کتاب خپور کړی دی.
  • انجیل یوحنا في المیزان، د محمد علي زهران په قلم په عربۍ ژبه لیکل شوی کتاب دی چې د لیکوال د شخصیت او محتوايي او تاریخي څیړنه کوي. دغه کتاب د قم ښار دارالقلم انتشاراتو خپور کړی دی.
  • د حسین توفیقي لیکلی، سیر تاریخي انجیل برنابا. دا کوچنی کتاب د برنابا انجیل د تاریخي بهیر او د هغه د محتوا او په هکله یې د ځینو شبهاتو د ځواب په لړ کښې په لنډه توګه لیکل شوی او د (در راهِ حق) موسسې له خوا په ۱۳۶۱لمریز کال کښې منتشر شوی دی.[۱۲۳]
  • تَطَوُّرُ الاِنجیل؛ المسیحُ ابنُ الله اَم مَلِکٌ مِن نَسلِ داود؟ دِراسةٌ نقدیةٌ و ترجمةٌ جدیدةٌ لِاَقدَمِ الاَناجیل تَکشِفُ مفاهیمَ مُثیره، دغه اصلي کتاب په انګریزۍ ژبه د اینوک پاول په قلم لیکل شوی دی چې احمد ایبش په عربۍ ژباړلی دی. دغه کتاب په اول ځل په بیروت کښې د دار قبیتة خپروندوې له خوا خپور شو.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. سوره آل عمران، ایه ۳ و ۴؛ سوره مائده، آیه ۴۶و ۴۷؛ سوره مریم، آیه ۳۰؛ سوره حدید، آیه ۲۷.
  2. برای نمونه نگاه کنید به: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۵۷؛ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۹.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۴۲۳؛ زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۵۵ و ۱۵۶؛ رضوی، «انجیل»، ص۷۷ و۸۳.
  4. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۵۶ و ۱۵۷.
  5. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه،‌۱۳۷۱ش، ج۲، ص۴۲۵.
  6. وګورئ: معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۱۲۹؛ نقوی، «تدوین تورات و انجیل از دیدگاه آیات قرآن»، ص۱۹-۲۳؛ مؤدب و خبازیان، «بررسی فرهنگی تاریخی کاربرد انجیل در قرآن»، ص۱۱۰.
  7. معرفت، صیانة القرآن من التحریف، ۱۴۲۸ق، ص۱۲۹.
  8. وګورئ: نقوی، «تدوین تورات و انجیل از دیدگاه آیات قرآن»، ص۲۱؛ مؤدب و خبازیان، «بررسی فرهنگی تاریخی کاربرد انجیل در قرآن»، ص۱۱۰.
  9. مؤدب و خبازیان، «بررسی فرهنگی تاریخی کاربرد انجیل در قرآن»، ص۱۱۲.
  10. مؤدب و خبازیان، «بررسی فرهنگی تاریخی کاربرد انجیل در قرآن»، ص۱۱۰.
  11. بېلګې په توګه وګورئ: سوره آل عمران، آیه ۳، ۴۸ و ۶۵؛ سوره مائده، آیه ۴۶ و ۴۷، ۶۶، ۶۸و ۱۱۰؛ سوره اعراف، آیه ۱۵۷.
  12. وګورئ: مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۳، ص۳۹۱.
  13. اسدی، «انجیلِ قرآن»، ص۳۱.
  14. رضوی، «انجیل»، ص۸۳؛ اسدی، «انجیلِ قرآن»، ص۳۱ـ۳۷.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۹۶.
  16. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۲۲۱-۲۲۴.
  17. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۵۷؛ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۹.
  18. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۲۹.
  19. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۲۵، ۲۲۷؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۱۳۲-۱۴۱.
  20. رضوی، «انجیل»، ص۸۴ و ۸۵.
  21. حیدری و خسروی، «درون‌مایه انجیل در روایات شیعی»، ص ۱۲۲.
  22. وګورئ: حیدری و خسروی، «درون‌مایه انجیل در روایات شیعی»، ص۱۰۸-۱۱۶.
  23. «قدیمی‌ترین انجیل جهان در تبریز»، مرکز دائرة‌المعارف بزرگ اسلامی.
  24. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۳.
  25. رضوی، «انجیل»، ص۷۷.
  26. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۹ و ۵۰.
  27. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۴.
  28. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۶.
  29. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۴.
  30. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۶.
  31. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، درآمدی بر عهد جدید، ص۵۸.
  32. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۳؛ اسدی، «انجیلِ قرآن»، ص۲۷.
  33. رک: عهد جدید، ۱۳۹۴ش، ص۸۵؛ میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۳.
  34. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۹.
  35. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۳۹.
  36. لاجوردی، «انجیل»، ص۳۱۸.
  37. سلیمانی اردستانی،‌ سیری در ادیان زنده جهان، ‌۱۳۸۷ش، ص۲۱۷.
  38. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۳.
  39. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۳و۴۴ و ۵۰.
  40. رضوی، «انجیل»، ص۷۸.
  41. رضوی، «انجیل»، ص۷۸.
  42. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص ۵۱.
  43. رضوی، «انجیل»، ص۷۹و۸۰.
  44. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، درآمدی بر عهد جدید، ص۵۹.
  45. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، درآمدی بر عهد جدید، ص۶۰.
  46. سلیمانی اردستانی،‌ سیری در ادیان زنده جهان، ‌۱۳۸۷ش، ص۲۱۸ و ۲۱۹.
  47. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۴.
  48. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۳.
  49. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، درآمدی بر عهد جدید، ص۶۴؛ میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۲.
  50. وګورئ: عهد جدید، ۱۳۹۴ش، مقدمه انجیل‌های نظیر، ص۸۵؛ محمدیان، دایره‌المعا‌رف‌ کتا‌ب‌ مقدس‌، ۱۳۸۱ش، ص۲۵۹؛ توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۰.
  51. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، مقدمه انجیل و رساله‌های یوحنّا، ص۴۵۱.
  52. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۶؛ سلیمانی اردستانی،‌ سیری در ادیان زنده جهان، ‌۱۳۸۷ش، ص۲۱۴ و ۲۱۵.
  53. لاجوردی، «انجیل»، ص۳۱۸.
  54. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۵.
  55. نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۴۲.
  56. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۵.
  57. محمدیان، دائره المعارف کتاب مقدس، ۱۳۸۱ش، ص۲۶۱.
  58. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴؛ رضوی، «انجیل»، ص۸۰.
  59. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۳۹.
  60. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۳۹.
  61. نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۴۲.
  62. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۶؛ توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۱؛ زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۶.
  63. نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۴۳.
  64. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۴؛ نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۱۰۲.
  65. نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۴۴.
  66. سلیمانی اردستانی،‌ سیری در ادیان زنده جهان، ‌۱۳۸۷ش، ص۲۱۷؛ رضوی، «انجیل»، ص۸۰.
  67. محمدیان، دائره المعارف کتاب مقدس، ۱۳۸۱ش، ص۲۶۴.
  68. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۶.
  69. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، مقدمه انجیل‌های نظیر، ص۱۰۳ و ۱۰۴.
  70. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۶.
  71. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۰.
  72. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، انجیل مرقس، ص۲۵۹.
  73. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۰.
  74. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۸؛ رضوی، «انجیل»، ص۸۰ـ۸۱.
  75. محمدیان، دائره المعارف کتاب مقدس، ۱۳۸۱ش، ص۲۶۸.
  76. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۰.
  77. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۰.
  78. وګورئ: انجیل لوقا، باب ۱۱، آیه ۱.
  79. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۱.
  80. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۶.
  81. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۰.
  82. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۱.
  83. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۱؛ نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۴۵.
  84. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، مقدمه انجیل و رساله‌های یوحنّا، ص۴۶۳-۴۶۵.
  85. محمدیان، دائره المعارف کتاب مقدس، ۱۳۸۱ش، ص۲۷۰و۲۷۱.
  86. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۸.
  87. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۴۹.
  88. انجیل یوحنّا، باب ۲۹،‌ آیه ۳۱.
  89. وګورئ: انجیل یوحنّا، باب ۱،‌ آیه ۴۹ و باب ۵، آیه ۱۹-۲۷.
  90. وګورئ: انجیل یوحنا، باب ۱، آیه ۱-۳.
  91. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۱.
  92. انجیل یوحنّا، باب ۱، آیه ۱ و باب ۲۰، آیه ۲۸.
  93. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، مقدمه انجیل و رساله‌های یوحنّا، ص۴۶۰.
  94. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۱.
  95. وګورئ: عهد جدید، ۱۳۹۴ش، مقدمه انجیل و رساله‌های یوحنّا، ص۴۵۹- ۴۶۲.
  96. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۵۱.
  97. عهد جدید، ۱۳۹۴ش، درآمدی بر عهد جدید، ص۶۳؛ میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۵۱ و ۵۲.
  98. توفیقی، آشنایی با ادیان بزرگ، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۰.
  99. الهامی و نادری، «برنابا»، ص۲۱۳.
  100. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۲ و ۱۶۳.
  101. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۴.
  102. انجیل برنابا، باب ۵۲، آیه ۱۲ـ۱۵ و باب ۵۳، آیه ۳۵.
  103. وګورئ: انجیل برنابا، باب ۴۳، آیه ۳۰ و باب ۸۲، آیه ۹ـ۱۹.
  104. معتمدی، «برنابا»، ص۱۹؛ الهامی و نادری، «برنابا»، ص۲۱۴.
  105. وګورئ: حیدری و دیگران، «انجیل برنابا در تعارض با قرآن کریم»، ص۷ـ۲۸.
  106. معتمدی، «برنابا»، ص۱۹.
  107. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱، ص۵۳.
  108. وګورئ: انجیل برنابا، مقدمه سردار کابلی، ص ۲۹۷ـ۳۱۳.
  109. معتمدی، «برنابا»، ص۱۷.
  110. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۱.
  111. زیبایی‌نژاد، مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، ۱۳۸۹ش، ص۱۶۱.
  112. عهد جدید، اعمال رسولان، باب ۱۱،‌ آیه ۲۲-۲۵.
  113. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱، ص۵۳.
  114. نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۱۰۳-۱۰۹.
  115. میشل، کلام مسیحی، ۱۳۸۱ش، ص۲۷.
  116. نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۱۱۹.
  117. انجیل متی، باب ۱، آیه ۱ و باب ۲۰، آیه ۳۰.
  118. انجیل لوقا، باب ۱، آیه ۲۷ و باب ۳، آیه ۳۱.
  119. انجیل مرقس، باب ۱۲، آیه ۳۶ و ۳۷.
  120. وګورئ: نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۱۱۹-۱۴۰.
  121. وګورئ: نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۱۴۰-۱۴۹.
  122. وګورئ: نیکزاد، نقد و بررسی کتاب مقدس، ۱۳۸۰ش، ص۱۴۹-۱۶۰.
  123. توفیقی، سیر تاریخی انجیل برنابا، ۱۳۶۱ش، ص۵.

سرچينې

قرآن

  • ابن شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۴ق.
  • سلیمانی اردستانی،‌ عبدالرحیم، سیری در ادیان زنده جهان (غیر از اسلام)، قم، آیت عشق، چاپ دوم، ‌۱۳۸۷ش.
  • اسدی، علی، «انجیلِ قرآن»، نشریه معرفت، شماره ۱۲۰، آذر ۱۳۸۶ش.
  • الهامی، داود و نگار نادری، «برنابا»، در دانشنامه جهان اسلام‌ (ج۳)، زیرنظر غلامعلی حداد عادل، تهران،‌بنیاد دایره‌المعارف اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
  • انجیل برنابا، ترجمه حیدرقلی سردار کابلی، تهران، نشر نیایش، ۱۳۸۰ش.
  • توفیقی، حسین، آشنایی با ادیان بزرگ، تهران، سمت؛ قم، مؤسسه فرهنگی طه و جامعة المصطفی العالمیه، چاپ سیزدهم، ۱۳۸۹ش.
  • حیدری، حسین و رضوان خسروی، «درون مایه انجیل در روایات شیعی»، دوفصلنامه حدیث پژوهی، شماره ۱۷، بهار و تابستان ۱۳۹۶ش.
  • حیدری، حسین و دیگران، «انجیل برنابا در تعارض با قرآن کریم»، معرفت ادیان، شماره۲۱، زمستان ۱۳۹۳ش.
  • رضوی، رسول، «انجیل»، در فصلنامه کلام اسلامی، شماره۴۹، بهار۱۳۸۳ش.
  • زیبایی‌نژاد، محمدرضا،‌ مسیحیت‌شناسی مقایسه‌ای، تهران، سروش، چاپ سوم، ۱۳۸۹ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی بن بابویه، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم‏، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد(ص)، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ‌۱۴۰۴ق.
  • عهد جدید، ترجمه پیروز سیار، تهران، نشر نی، ۱۳۹۴ش.
  • قدیمی‌ترین انجیل جهان در تبریز»، مرکز دائرة‌المعارف بزرگ اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۰ اسفند ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۲۰ اسفند ۱۴۰۱ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • لاجوردی، فاطمه، «انجیل» در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۱۰، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • نیکزاد، عباس، نقد و بررسی کتاب مقدس، قم، مرکز پژوهش‌های اسلامی صدا و سیما، ۱۳۸۰ش.
  • ‌ محمدیان، بهرام، دایره‌المعا‌رف‌ کتا‌ب‌ مقدس‌، تهران،‌سرخدار، ۱۳۸۱ش.
  • معتمدی، منصور، «برنابا» در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۱۲، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • ‌ معرفت، محمدهادی، صیانة القرآن من التحریف، قم، التمهید، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • مؤدب، سید رضا و میثم خبازیان، «بررسی فرهنگی تاریخی کاربرد انجیل در قرآن»، فصلنامه مطالعات قرآنی و فرهنگ اسلامی، شماره ۳، پاییز ۱۳۹۶ش.
  • میشل، توماس، کلام مسیحی، ترجمه حسین توفیقی، قم، مرکز مطالعات و تحقیقات ادیان و مذاهب، ۱۳۸۱ش.
  • نقوی، حسین، «تدوین تورات و انجیل از دیدگاه آیات قرآن»، فصلنامه معرفت ادیان، شماره ۹،‌ زمستان ۱۳۹۰ش.

بهرنۍ لینکونه