صحیفه سجادیه

د wikishia لخوا
صحیفه سجادیه: د امام سجاد(ع) دعاګانې

صَحیفه سجّادیه هغه کتاب دی چې د امام سجاد(ع) نقل شوې دعاګانې پکې راغلي دي. دا کتاب له قرآن او نهج البلاغې وروسته د شیعه تر ټولو لوی مکتوب اثر ګڼل کیږي. او په مختلفو نومونو لکه «د قرآن خور» او «داهل بیتو انجیل» پېژندل کیږی.

صحیفه سجادیه اول د ۷۵ دعاګانو په چوکاټ کې بیان شوه، خو ځینې دعاګانې یې په راتلونکو پړاوونو کې له مینځه لاړې او یوازې ۵۴ دعاګانې پاتې شوې.

صحیفې ته اهل سنتو عالمانو هم پام کړی او هغوي یې ځینې دعاګانې نقل کړې دی. ځینې ختیځ پېژاندي په دې باور دي چې صحیفه سجادیه کولی شي انسانانو نه د اسلام نوې څېره وښیي. امام سجاد(ع) په صحیفې کې اخلاقي اصول او د سیاسی ټولنیز ژوند طریقه د دعا او لمانځنو په چوکاټ کې بیان کړې ده. د څېړاندو په باور، له دې امله چې امام سجاد په خپل ژوند کې په تقیې کې وخت تېراوه، دغه معارف یې د دعا په شکل کې بیان کړې دي.

د امامت مساله په صحیفه کې یوه مطرح شوې مهمه سیاسي او دیني مساله ده. د خلافت د غاصبانو په خلاف اشواګري، د امامانو د واکمنۍ د ارمان دودول، د دین د حدودو په حفاظت ټینګار، د مظلوم ملاتړ او له ظالم سره مقابله له هغو نورو مسایلو دي چې په دې کتاب کې مطرح شوې دي.

دا کتاب د شیعه عالمانو په نزد مشهور او مقبول دی اوځینو حدیث پېژاندو هغه متواتر ګڼلی دی. البته ځینې فقیهان د متوکل بن هارون په وثاقت په اعتراض سره د صحیفې په ټولو فقرو استناد معتبر نه ګڼي.

صحیفه سجادیه د نړۍ په مختلفو ژبو لکه انګریزۍ، فرانسوۍ، انډونیشیایۍ، ترکۍ ، اردو، اسپانیولۍ، بوسنایۍ البانیایۍ ، پښتو او تامیلي ژبه ژباړل شوې ده. په دې کتاب په لسګونو شرحې لیکل شوې چې ترټولو مشهوره یې د سید علي خان کبیر ریاض السالکین ده. ځینو څیړاندو د امام سجاد نورې دعاګانې چې په نورو سرچینو کې راغلي په ځینو کتابونو کې راغونډې کړې دي.

په شیعه کلتور کې د صحیفه سجادیه اهمیت

صحیفه سجادیه له نهج البلاغې وروسته د شعییانو تر ټولو مهم او وتلی کتاب دی.[۱] په دې کتاب کې له امام سجاد(ع) څخه نقل شوې دعاګانې دي.[۲] د ابن شهر آشوب (وفات ۵۸۸ق) په وینا، صحیفه سجادیه له هغو لومړیو کتابونو دی چې د اسلام له راتګ وروسته لیکل شوی دی.[۳] شیعه اسلام پېژاندی مرتضی مطهری صحیفه سجادیه له قرآنه وروسته ترټولو زوړ شیعه کتاب ګڼلی او باوري دی چې د صحیفه سجادیه دعاګانې هم د سند او هم مینځ پانګې له اړخه ډېر اعتبار لري.[۴] هغه دا کتاب یوازینی کتاب معرفي کړی چې د لومړۍ پېړۍ له وروستیو او د دوهمې پېړۍ له لومړیو څخه د یو کتاب په شکل موجود و.[۵]

د صحیفه سجادیه په اړه خپل لمسي سید علی خمیني ته د امام خمیني د ډالۍ یوه برخه:

صحیفه کامله سجادیه د صاعد قرآن یوه بشپړه بېلګه ده او د مینې په خلوتګاه کې له ډېرو لویو عرفاني لمانځنو څخه ده چې زمونږ لاس یې برکتونو ته له رسېدلو لنډ دی. دا یو الهي کتاب دی چې د نور الله له سرچینې را خوټېدلی او د الهی خلوتګاه څښتنانو ته د لویو اولیاو او عظیم الشان اوصیاوو د سلوک طریقه ښیي. دا سپڅلی کتاب د قرآن کریم په شان الهي دسترخوان دی چې پکې هر ډول نعمت موجود دی او هر څوک د خپلې تندې په اندازه له هغې استفاده کوي.

* سرچینه: (امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ل، ټوک۲۱، مخ ۲۰۹)

شیعه نسخه پېژاندي آقا بزرګ تهراني لیکلي دي چې صحیفه سجادیه ته یې د «اُختُ القرآن» (د قرآن خور)، «اِنجیل اهل‌بیت»، «زَبور آل‌محمد» او «صحیفهٔ کامله» لقب ورکړی دی[۶] د عزالدین جزایری په وینا، دا کتاب د هندوستان په علمیه حوزو کې ښودل کېده.[۷]

بل نوم؛ صحیفه کامله

د صحیفه سجادیه د یو شارح سید علی خان کبیر په وینا، د دنیا او اخرت د حاجتونو لپاره د دغه کتاب د دعاګانو د پوره والی په وجه یا په دې وجه چې دغه کتاب د یوې کاملې دعا ټولې ځانګړتیاوې لري، «صحیفه کامله» نومول شوې ده.[۸] همداراز احتمال ورکړل شوی چې دا نوم له زیدیه نسخې څخه د هغه نسخې د بېلولو لپاره چې له امامیه سره موجوده ده ورکړل شوی وي؛ ځکه چې زیدیه هم د صحیفې یوه نسخه په لاس کې لري چې تقریبا د هغه نسخې نیمه ده چې امامیه نقل کړې ده.[۹]

د صحیفه سجادیه د دعاګانو شمېر

صحیفه سجادیه په اوله کې د ۷۵ دعاګانو او لمانځنو یوه ټولګه وه چې امام سجاد(ع) هغه خپلو دوو بچیانو امام باقر(ع) او زید بن علي ته املا کړه او له همدې امله یې لومړۍ نسخه په دوو نسخو کې ولیکل شوه.[۱۰] یحیی بن زید یې یوه نسخه چې پلار یې زید لیکلې وه متوکل بن هارون بلخي ( د صحیفه سجادیه لومړی راوي) ته ورکړه.[۱۱] متوکل دغه نسخه امام صادق(ع) ته یوړه او له هغه نسخې سره یې چې له امام باقر(ع) څخه پاتې وه پرتله کړه او هیڅ اختلاف یې پکې پېدا نه کړ.[۱۲] امام صادق دغه کتاب متوکل بن هارون ته املا کړ او متوکل هغه ولیکه؛ خو یوولس دعاګانې یې له لاسه ورکړې او یوازې ۶۴ دعاګانې پاتې شوې.[۱۳] له دغه ۶۴ د عاګانو هم ځینې یې راتلونکو پړاوونو ته ونه لېږدول شوې. له همدې امله د صحیفه سجادیه نسخې یوازې ۵۴ دعاګانې لري.[۱۴]

د متوکل زوی یوازینی کس دی چې صحیفه یې له خپل پلاره نقل کړې ده او نورو روایانو (۱. احمد بن مسلم مطهری، ۲. علی بن نعمان اعلم، ۳. محمد بن صالح، ۴. حسین بن اشکیب مروزی، ۵. عبیدالله بن فضل نبهانی، و ۶. علی بن حمّاد بن علاء) هم له هغه روایت کړې ده.[۱۵] صحیفه سجادیه ډېر روایتونه لري چې د بهاء الشَّرَف، روایت یې تر ټولو مشهور دی.[۱۶]

د صحیفه سجادیه مشهورېدل

د حدیث څېړاندو په باور، صحیفه د لومړي مجلسي یعنې محمد تقي مجلسي په وخت کې مشهوره شوه.[۱۷] هغه د خوب یا مکاشفې یا په دې کې له امام زمان سره د ملاقات له لارې د دغه کتاب یوې نسخې ته ورسېد او د هغې د تبلیغ او خپرېدو لپاره یې دومره هڅه وکړه چې د خلکو په کور کې به، پر قرآن سربېره د صحیفه سجادیه هم یوه نسخه پرته وه.[۱۸] د محمدتقی مجلسی، په وینا د اصفهان نیم خلک د صحیفه سجادیه په برکت مستجاب الدعوه شوې وو.[۱۹]

د اهل سنتو او اسلام څېړاندو نظر

مرعشي نجفي ته د طنطاوي جوهري د لیک یوه برخه:

دا زمونږ له بدبختۍ ده چې دغه تل پاتی ګران بیه اثر چې د نبوت له وارثانو دی، تر مونږ نه و رارسېدلی. زه چې هرکله په دې کې فکر کوم، هغه د مخلوق تر وینا لوړ او د خالق تر وینا ټیټ مومم.[۲۰]

مصری څېړاندی او لیکوال محمد زکي مبارک (۱۳۱۰-۱۳۷۱ق)، په اَلتَّصوفُ الاِسلامی و الاَدَبُ و الاَخلاق، کتاب کې صحیفه سجادیه په حضرت عیسی د نازل شوې انجیل (نه د مسیحیانو په لاس کې موجود انجیل) په شان ګڼي او لیکي: صحیفه د خدای له خوا یو فیض دی چې د امام زین العابدین په ژبه جاری شوی دی.[۲۱] د تذکرة الخواص لیکوال ابن‌جوزی (وفات: ۶۵۴ق)، باوري دی چې امام سجاد د خدای په در کې د حاجتونو د وړاندې کولو او له خدای سره د خبرو کولو د طریقې په برخه کې پر مسلمانانو باندي د یو ښوونکي په توګه حقوق [او ځایګاه] لري؛ ځکه چې هغه حضرت خلکو ته وښودله چې د استغفار په وخت، څنګه له خدای سره خبرې وکړي او د رحمت د باران د غوښتلو په وخت په کومه ژبه له خدایه د باران نزول وغواړي او له دښمنه د وېرې په وخته څنګه خدای ته پناه یوسي.[۲۲]

اهل سنت عالم سلیمان بن ابراهیم قندوزي (وفات: ۱۲۹۴ق)، په یَنابیعُ المَوَدَّه کې د صحیفه سجادیه یادونه کړې او د دعاګانو ځینې برخې یې ترې نقل کړې دی.[۲۳] د الجواهر في تفسیر القرآن الکریم مولف طنطاوي جوهري په ۱۳۵۸ ق کال کې د مرعشي نجفی له خوا د صحیفه سجادیې د یوې نسخې له لاسته راوړلو وروسته په دې عبارت سره « داسې وینا چې د مخلوق تر کلامه لوړه او د خالق تر کلامه ټیټه ده» ستایلې ده.[۲۴]

د امریکایي اسلام څېړاندي ویلیام چیتیک په وینا، د لویدیځ اکثره خلک اسلام په جمود، ظاهر ګروهنې او له قانونه په تېښتې پېژني؛ خو صحیفه سجادیه کولی شي مخاطب ته یوه پوره نوې منظره وښیي او هغه انساني بصیرت او نظرونه چې د اسلامي آیډیال د تحقق شرط دی بیان کړی.[۲۵]

د کتاب اعتبار

د حدیث څېړاندو په وینا، صحیفه سجادیه همېشه د شیعه عالمانو په نزد مشهوره او مقبوله وه او د شیخ طوسي، قطب‌الدین راوندي، شهید اول او کَفعَمي په شان عالمانو له هغه ځینې دعاګانې په خپلو کتابونو کې نقل کړې دي.[۲۶] د بحار الانوار کتاب مولف محمد باقر مجلسي[۲۷] او همداراز آقا بزرګ تهراني صحیفه سجادیه د سند له نظره د تواتر په حد کې ګڼي؛ ځکه چې راویانو یې په ټولو طبقو کې او په ټولو دورو کې د هغه د نقل اجازت اخستی دی.[۲۸]

محمدتقی مجلسي لیکلې دي چې صحیفه سجادیه تر یو میلیون زیات سندونه لري.[۲۹] محمد باقر مجلسي دا کتاب د زیدیه په نزد متواتر ګڼلی دی.[۳۰] د هغه په نظر، دې ته په پام سره چې د صحیفې متن ډېر زیات فصیح دی او په الهي علومو د دغه کتاب احاطې ته په پام سره په دې کې شک نه پاتې کیږي چې دا کتاب د امام سجاد له خوا صادر شوی دی.[۳۱] ځینو عالمانو د مجلسي په خبره په استناد سره صحیفه مستفیضه یا متواتره ګڼلې ده.[۳۲]

سره له دې ځینې څېړاندي د دغه کتاب د تواتر ادعا ( د کتاب د اصلي راويانو د نه زیاتوالي په وجه) ناسمه ګڼي.[۳۳] ابوالقاسم خویي هم د متوکل بن هارون (د کتاب اصلي راوي) وثاقت نامعلوم ګڼلی دی.[۳۴] د امام خمیني له نظره که څه هم د صحیفې له لوړ بلاغت او اوچتو معنو معلوميږي چې دغه کتاب له امام سجاده صادر شوی دی. سره له دې نه شو کولی ټولې جملې یې د امام سجاد وګڼو او حجت یې وګڼو.[۳۵] ځینو فقیهانو او مفسرانو په خپلو کتابونو او استدلالونو کې د صحیفه سجادیه کتاب په ځینو فقرو استناد کړی دی.[۳۶] ابوالمَعالی کَلباسی (وفات ۱۳۱۵ق) د صحیفه سجادیه د سند په جاج کې یوه پوره رساله لیکلې ده.[۳۷] دا رساله د الرَّسائلُ الرِّجالیه کتاب په ضمن کې چاپ شوې ده.[۳۸]

نسخې او چاپونه

د صحیفه سجادیه تر ټولو د زړې نسخې لومړۍ پاڼه

صحیفه سجادیه له هغو کتابونو ده چې ډېرې خطي نسخې لري.[۳۹] یوازې په ایران کې د دغه کتاب تر درېو زرو زیاتې خطي نسخې ثبت شوې دي.[۴۰] په دې کې یوه ډېره زړه نسخه (د کتابت تاریخ: ۶۹۵ق) د آیت‌الله مرعشي نجفي په کتابتون کې ساتل کیږي.[۴۱] د حضرت امام رضا د حرم په تعمیراتو کې په ۱۳۴۸ ل کال کې هم د صحیفې یوه زړه نسخه پېدا شوه چې د لیکل کېدو تاریخ یې ۴۲۶ قمري کال دی[۴۲] او راویان یې ټول اهل سنت دي.[۴۳] آستان قدس رضوی(د امام رضا د حرم آستانې) دغه نسخه چې له مشهورو نسخو سره ځینې فرقونه لري او یو څه نیمګړی ده، چاپ کړې ده.[۴۴]

له سید مرتضی نجومي نقل شوې چې د هغه یو خپل د صحیفه سجادیه اصلی نسخه چې د زید بن علي په قلم لیکل شوې وه، د واټیکان په کتابتون کې لیدلې ده.[۴۵] احتمال ورکړل شوی چې د صحیفې یوه بله اصلي نسخه چې د امام باقر(ع) په قلم لیکل شوې د امامت له ودیعو څخه او له امام زمان سره وي.[۴۶]

صحیفه سجادیه په لومړي ځل په ۱۲۴۸ ق کال کې د هند په کلکتې ښار کې چاپ شوه.[۴۷] په وروستیو لسیزو کې، د دغه کتاب ترجمه په مختلفو ژبو او شرحې یې په همدې ښار کې چاپ شوې.[۴۸] همداراز ایران په ۱۲۶۲ ق کال کې، مصر په ۱۳۲۲ ق کال کې دمشق په ۱۳۳۰ ق، او عراق په ۱۳۵۲ ق کال کې په لومړي ځل دغه کتاب چاپ کړی دی.[۴۹]

مینځ پانګه

ای پالونکیه! د محمد(ص) د اهل بېتو په پاکانو درود ولېږه. هغه کسان چې د حکومت لپاره دې غوره کړل، او د خپلو علمونو خزانې او د ځمکې په مخ خپل ځای ناستي او پر بندګانو دې حجت وټاکل، هغوي دې په خپله ارده له هر ډول پلیتۍ او ککړتیا پاک او سپڅېلې وګرځول او تا او خپل تل پاتي جنت ته د رسېدلو لپاره دې یوه وسیله وګرځول.

* سرچینه: صحیفه سجادیه، دعای ۴۷ فقره ۵۶.

د ځینو څېړاندو په وینا، د صحیفه سجادیه د دعاګانو مضمون زیاتره توحیدي دی او اصلي مینځ پانګه یې د خدای په در کې تضرع ده.[۵۰] امام سجاد په صحیفې کې اخلاقي اصول او د سیاسي ټولنیز ژوند طریقه د دعا او لمانځنو په شکل کې بیان کړې ده؛[۵۱] په دې ډول چې خلک کولی شي د دغه دعاګانو په لوستلو سره د امام په سیاسي لیدلوري خبر شي.[۵۲] د دې خبرې سبب چې امام سجاد دغه معارف د دعا په چوکاټ کې بیان کړي د هغه حضرت د ژوند د وخت ځانګړي حالات ( په تېره بیا د عبدالملک بن مروان په زمانه کې)[۵۳] بلل شوي دي چې په تقیې کې یې ژوند کاوه.[۵۴] په دې صحیفې کې ډېره کمه داسې دعا شته چې پکې، له صلواته استفاده نه وي شوې.[۵۵] د رسول جعفریان په وینا د درود استول او د پېغمبر(ص) او هغه د آل تر مینځ پیوند د شیعه په عقایدو کې ډېر اهمیت لري.[۵۶]

د امامت مساله په صحیفه کې مطرح شوی یو ډېر مهم سیاسي او دیني بحث دی[۵۷] او امام سجاد(ع) په خلافت کې د شیعه امامانو پر حقانیت سربېره، د پېغمبرانو له علومو د امامانو استفاده او د هغوي عصمت هم بیان کړی دی.[۵۸] د خلافت د غاصبانو په خلاف افشا ګري، د امامانو د حاکمیت د آیډیال تبلیغ، د دین د پولو پر حفاظت ټینګار، له باطل سره مقابله، له مظلومه ملاتړ او له ظالم سره مبارزه له هغو نورو سیاسي مسایلو دي چې په صحیفه کې مطرح شوې دي.[۵۹] جعفر سبحاني لیکلي دي په صحیفه کې ځینې علمي معجزې بیان شوې چې په هغه وخت کې ترې خلک ناخبره وو؛[۶۰] مثلا په دې دعا کې د اوبو له لارې د وبا لېږد چې فرمایي: «اللَّهُمَّ وَ امْزُجْ مِیاهَهُمْ بِالْوَبَاءِ: ای خدایه د دښمنانو په اوبو کې وبا ورګډه کړه.»[۶۱]

د صحیفه سجادیه د دعاګانو لړلیک

د صحیفې ځینې دعاګانې له خاصو ورځو سره مخصوصې دي لکه ( د عرفې دعا، د روژې له میاشتې سره د خدای په امانۍ دعا، او د میاشتې د لیدلو دعا) او ځینې دعاګانې په خاصو ورځو کې له لوستلو سره مخصوصې نه دي.[۶۲] صحیفه سجادیه ۵۴ دعاګانې لري چې د عنوانونو لړلیک یې په دې ډول دی:

  1. د خدای حمد
  2. په پېغمبر درود
  3. مقربې پرښتې
  4. د پېغمبرانو لارویان
  5. ځان او دوستان
  6. سهار او ماښام
  7. بلا او سختي
  8. بد اخلاق
  9. د بخښې غوښتل
  10. خدای ته پناه وړل
  11. ښه عاقبت
  12. اعتراف او توبه
  13. د حاجتونو غوښتل
  14. له ظلمه د انصاف غوښتل
  15. د ناروغۍ په وخت
  16. د بخښنې غوښتل
  17. د شیطان شر
  18. د بلا دفع کول
  19. د باران غوښتل
  20. مکارم الاخلاق
  21. په ګناهانو غم
  22. د سختۍ په وخت
  23. سلامتیا
  24. مور او پلار
  25. بچیان
  26. ګاونډیان او دوستان
  27. پوله ساتونکي
  28. خدای ته پناه وړل
  29. روزي
  30. د پور لنډول
  31. توبه
  32. د تهجدو په لمونځ کې دعا
  33. د خېر غوښتل
  34. په ګناه اخته کېدل
  35. د خدای په قضا رضا کېدل
  36. د بریښنا او تالندې په وخت دعا
  37. په شکر ایستلو کې کوتاهي
  38. له ظلمه بخښنه غوښتل
  39. د عفوې او رحمت غوښتنه
  40. د مرګ یادول
  41. له ګناه پرده پوښي
  42. د قرآن ختم
  43. د میاشتې لیدل
  44. رمضان ته داخلېدل
  45. له رمضان سره خدای په اماني
  46. وړوکی اختر او جمعه
  47. د عرفې دعا
  48. لوی اختر او جمعه
  49. د دښمنانو د چل ول تمبول
  50. له خدایه وېره
  51. د خدای په وړاندې خاکساري
  52. په دعا ټینګار
  53. د خدای په وړاندې فروتني
  54. د غمونو توږل

ژباړې

په مالایو ژبه د صحیفه سجادیه ژباړه، د جلال الدین رحمت په هڅه

اصلي مقاله: د صحیفه سجادیه د ژباړو لړلیک

صحیفه سجادیه په مختلفو ژبو لکه فارسۍ، انګریزۍ، فرانسوۍ، اندونیزیایۍ، ترکۍ، اردو، اسپانیولۍ، بوسنیایي، البانیایۍ او تامیلي ژبو ژباړل او خپره شوې ده[۶۳] ځینې ژباړې یې دا دي:

شرح‌، تعلیقه او تکلمه

کتاب ریاض السالکین د صحیفه سجادیه شرحه، اثر د سید علیخان کبیر

اصلي مقاله: د صحیفه سجادیه د شرحو لړلیک

آقا بزرګ تهراني په الذریعه کتاب کې د صحیفه سجادیه لپاره کابو اویا شرحې یادې کړې دي.[۷۲] تر ټولو مشهوره یې د سید علي خان کبیر لیکلې ریاض السالکین ګڼي او وایي چې تر ټولو زړه شرحه چې موجوده ده د کفعمي په قلم اَلفَوائدُ الشَّریفة فی شَرحِ الصَّحیفه.[۷۳] په نورو شرحو کې یې لاندینۍ شرحې یادولی شو:

له امام سجاده د راغلو دعاګانو ټولګه په صحیفه سجادیه کې د موجود دعاګانو څو چنده ده.[۷۹] ځینو عالمانو هڅه کړې چې د امام نورې دعاګانې له نورو سرچینو راغونډې او په جدا کتاب کې خپرې کړي.[۸۰] دغه کتابونه «الصَّحیفةُ السَّجادیةُ الثَّانیه» (لیک د شیخ حر عاملی)، «الصَّحیفةُ السَّجادیةُ الثّالثه» (تألیف د عبدالله بن عیسی افندی)، «الصَّحیفةُ السَّجادیةُ الرَّابعه» (په قلم د محدث نوری)، «الصَّحیفةُ السَّجادیة الخامسه» (لیک د سید محسن امین) او «الصَّحیفةُ السَّجادیةُ السّادسه» (لیک د محمدصالح حائری مازندرانی) په نومونو پېژندل کیږي.[۸۱] سید محمدباقر موحد ابطحي د «صحیفه سجادیه کامله» په نوم اثر کې له امام سجاده ۲۷۲ دعاګانې راغونډې کړې دي.[۸۲] محمدباقر مجلسي له امام سجاده څو نورې دعاګانې د صحیفه سجادیه په اخر کې ورزیاتې کړې دي چې د ملحقات صحیفه په نامه مشهورې شوې.[۸۳] په ډېرو خطي نسخو کې دغه ملحقات ثبت شوې دي.[۸۴]

اړونده اثار

د صحیفه سجادیه د زوړ کاپي انځور چې په البجعي رسم الخط کې د شیخ بهایي(ره) نیکه دی.

د صحیفه سجادیه د کتاب پېژندنې په برخه کې ځینې کتابونه لیکل شوي چې له هغوي کولی شو پژوهش‌نامه صحیفه سجادیه تألیف د مجید غلامی‌جلیسه او کتاب‌شناسی امام سجاد، صحیفه سجادیه و رساله حقوق لیک د سلمان حبیبی او مختار شمس‌الدینی ته اشاره وکړو.[۸۵] همداراز د صحیفي د موضوعاتو د فهرست لیکنې په برخه کې ځینې کتابونه لیکل شوي چې یو شمېر یې په دې ډول دي:


  • الدَّلیلُ اِلی موضوعاتِ الصَّحیفةِ السَّجادیه لیک د محمدحسین مظفر: په دې کتاب کې په صحیفه سجادیه کې ذکر شوي ټول موضوعات په نولسو کلي بابونو کې بیان او په ذیل کې یې جزیي او فرعي موضوعات مطرح شوې دي.[۸۶] دا کتاب دفتر انتشارات اسلامي قم په ۱۴۰۳ ق کال کې خپورکړی دی.[۸۷]
  • فرهنگنامه موضوعی صحیفه سجادیه، تألیف د سیداحمد سجادی او نورو: دا کتاب چې موضوګانې یې د الفبا حروفو په ترتیب برابرې شوي، د قم مؤسسه فرهنگی مطالعاتی الزهرا په ۱۳۸۵ ل کال کې په درېو ټوکو کې چاپ کړی دی.[۸۸]
  • نمایه ‌نامه موضوعی صحیفه سجادیه، لیک د مصطفی درایتی او نورو: دا کتاب په ۱۳۷۷ لمریز کال کې په تهران کې د مرکز اطلاعات و مدارک علمي ایران په هڅه او په دوو ټوکو کې چاپ شوی دی.[۸۹]
  • حدیث بندگی، لیک د سید کاظم ارفع: لیکوال په دې کتاب کې په صحیفه سجادیه کې مطرح شوې موضوګانې د الف با د حروفو په ترتیب تشریح کوي.[۹۰] دا کتاب فیض کاشاني خپرنځي په تهران کې په ۱۳۸۸ ل کال کې چاپ کړی دی.[۹۱]
  • المُعجَمُ الْمُفَهرَسُ لِاَلفاظِ الصَّحیفةِ الْکامله لیک د سید علی‌اکبر قرشي: دغه کتا د قم د دارالتبلیغ اسلامي خپرنځي په ۱۳۴۳ ل کال کې چاپ کړی دی.[۹۲]
  • المُعجَمُ الْمُفَهرَسُ لِاَلفاظِ الصَّحیفةِ السَّجادیه لیک د فاطمه احمدی: این کتاب اسوه خپرنځي په ۱۳۹۴ ل کال کې چاپ کړی دی.[۹۳]

فوټ نوټ

  1. پیشوایی، سیره پیشوایان، ۱۳۹۷ش، ص۲۸۱.
  2. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۵، ص۱۸-۱۹.
  3. ابن‌شهرآشوب، معالم العلما، ۱۳۸۰ق، ص۲.
  4. مطهری، فلسفه اخلاق، ۱۳۹۰ش، ص۳۶.
  5. مطهری، فلسفه اخلاق، ۱۳۹۰ش، ص۳۶.
  6. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۵، ص۱۸-۱۹.
  7. جزائری، شرح الصحیفة السجادیه، ۱۴۰۲ق، ص۱۹.
  8. مدنی، ریاض السالکین، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰۰.
  9. حکیم، اعلام الهدایة، ۱۴۲۵ق، ج۶، ص۲۱۱.
  10. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۴.
  11. صحیفه سجادیه، مقدمه.
  12. صحیفه سجادیه، مقدمه.
  13. صحیفه سجادیه، مقدمه.
  14. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۴.
  15. عمادی حائری، «صحیفه سجادیه»، ص۳۹۴-۳۹۵.
  16. صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث، ۱۳۸۲ش، ج۹، ص۴۵۶.
  17. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۶.
  18. مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۱۴، ص۴۲۱.
  19. مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۱۴، ص۴۲۱-۴۲۲.
  20. بلاغی، ترجمه صحیفه سجادیه، ۱۳۶۹ق، ص۲۴۹-۲۵۲، به نقل از: حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۵ق، ج۱۵، ص۴۱.
  21. زکی مبارک، التصوف الاسلامی و الادب و الاخلاق، ۲۰۰۴م، ج۲، ص۶۵.
  22. به نقل از: مقدمه مرعشی بر صحیفه، ص۴۳-۴۵.
  23. وګورئ: قندوزی، ینابیع الموده، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۴۱۱-۴۳۰.
  24. بلاغی، ترجمه صحیفه سجادیه، ۱۳۶۹ق، ص۲۴۹-۲۵۲، به نقل از: حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۵ق، ج۱۵، ص۴۱.
  25. چیتیک، «مقدمه‌ای بر صحیفه سجادیه»، ص۸۵-۸۶.
  26. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۴.
  27. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۷، ص۵۹.
  28. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۵، ص۱۸–۱۹.
  29. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۷، ص۵۰.
  30. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۷، ص۵۹.
  31. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۷، ص۵۹.
  32. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۷.
  33. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۷.
  34. خویی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی الاسلامیة، ج۱۵، ص۱۸۵.
  35. خمینی، المکاسب المحرمه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۴۸۱.
  36. بېلګه په توګه وګورئ: شهید ثانی، الروضة البهیّه، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۷۳؛ بحرانی، حدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۱۶، ص۳۹۰؛ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ج۱۱، ص۱۵۸؛ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۳۸؛ مشهدی، تفسیر کنز الدقائق، ۱۳۶۸ش، ج۲، ص۲۳۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۰۹.
  37. کلباسی، الرسائل الرجالیة، ۱۴۲۲ق، ص۵۵۹-۶۲۴.
  38. وګورئ: کلباسی، الرسائل الرجالیة، ۱۴۲۲ق، ص۵۵۹-۶۲۴.
  39. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۶.
  40. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۶.
  41. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۶.
  42. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۶.
  43. حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۵ق، ج۱۵، ص۱۱۰.
  44. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۷.
  45. فهری زنجانی، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۰.
  46. فهری زنجانی، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۰.
  47. جلیسه، «نگاهی اجمالی بر چاپ‌های صحیفه سجادیه در دوره قاجار و پهلوی»، ص۳۰۷.
  48. جلیسه، «نگاهی اجمالی بر چاپ‌های صحیفه سجادیه در دوره قاجار و پهلوی»، ص۳۰۷-۳۰۸.
  49. جلیسه، «نگاهی اجمالی بر چاپ‌های صحیفه سجادیه در دوره قاجار و پهلوی»، ص۳۰۸.
  50. عمادی حائری، «صحیفه سجادیه»، ص۳۹۲.
  51. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ۱۳۹۵ش، ج۶، ص۴۰۶.
  52. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۴.
  53. انصاری، اهل البیت(ع)، ۱۴۲۸ق، ص۲۷۹.
  54. خلجی، اسرار خاموشان، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۲۷.
  55. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۴.
  56. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۴.
  57. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۲۷۵.
  58. مثال په توګه وګورئ: صحیفه سجادیه، دعای ۴۷، فقره ۵۶؛ دعای ۴۸، فقره ۹-۱۰؛ و دعای ۳۴.
  59. ترابی، امام سجاد(ع) جمال نیایشگران، ۱۳۷۳ش، ص۲۸۶-۲۸۷.
  60. سبحانی، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، ۱۳۹۵ش، ج۶، ص۴۰۷.
  61. صحیفه سجادیه، دعای بیست و هفتم.
  62. عمادی حائری، «صحیفه سجادیه»، ص۳۹۲.
  63. حبیبی و شمس‌الدینی، کتاب‌شناسی امام سجاد، صحیفه سجادیه و رساله حقوق، ۱۳۹۴ش، ص۲۷۳-۲۹۳.
  64. شعرانی، صحیفه سجادیه، ۱۳۹۳ش.
  65. آیتی، صحیفه سجادیه، ۱۳۷۵ش.
  66. الهی قمشه‌ای، صحیفه سجادیه، ۱۳۸۹ش.
  67. فولادوند، پیشوای چهره بر خاک‌سایندگان، ۱۳۷۹ش.
  68. مهدوی دامغانی، Les Psaumes De L'islam، الهدی.
  69. حبیبی و شمس‌الدینی، کتاب‌شناسی امام سجاد، صحیفه سجادیه و رساله حقوق، ۱۳۹۴ش، ص۲۸۹.
  70. حبیبی و شمس‌الدینی، کتاب‌شناسی امام سجاد، صحیفه سجادیه و رساله حقوق، ۱۳۹۴ش، ص۲۹۰.
  71. حبیبی و شمس‌الدینی، کتاب‌شناسی امام سجاد، صحیفه سجادیه و رساله حقوق، ۱۳۹۴ش، ص۲۹۳.
  72. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۳۴۵-۳۵۹.
  73. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۸.
  74. فیض الاسلام، ترجمه و شرح صحیفه کامله سجادیه، ۱۳۷۶ش.
  75. انصاریان، تفسیر و شرح صحیفه سجادیه، ۱۳۸۳ش.
  76. ممدوحی، شهود و شناخت، ۱۳۸۸ش.
  77. دارابی، ریاض العارفین فی شرح صحیفه سید الساجدین، ۱۴۲۱ق.
  78. حسینی جلالی، شرح الصحیفة السجادیه، ۱۴۳۶ق.
  79. طباطبایی، تاریخ حدیث شیعه، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۳۴.
  80. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۵، ص۱۹-۲۱.
  81. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۵، ص۱۹-۲۱.
  82. موحد ابطحی، الصحیفة السجادیة الکاملة، ۱۴۱۳ق.
  83. صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث، ۱۳۸۲ش، ج۹، ص۴۵۶.
  84. صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث، ۱۳۸۲ش، ج۹، ص۴۵۶.
  85. وګورئ: غلامی جلیسه، پژوهش‌نامه صحیفه سجادیه، ۱۳۹۰ش؛ حبیبی و شمس‌الدینی، کتاب‌شناسی امام سجاد، صحیفه سجادیه و رساله حقوق، ۱۳۹۴ش.
  86. وګورئ: مظفر، الدلیل إلی موضوعات الصحیفة السجادیه، ۱۴۰۳ق.
  87. مظفر، الدلیل إلی موضوعات الصحیفة السجادیه، ۱۴۰۳ق.
  88. سجادی و دیگران، فرهنگنامه موضوعی صحیفه سجادیه، ۱۳۸۵ش.
  89. درایتی و دیگران، نمایه‌نامه موضوعی صحیفه سجادیه، ۱۳۷۷ش.
  90. ارفع، حدیث بندگی، ۱۳۸۸ش.
  91. ارفع، حدیث بندگی، ۱۳۸۸ش.
  92. قرشی، المعجم المفهرس لألفاظ الصحیفة الکامله، ۱۳۴۳ش.
  93. احمدی، المعجم المفهرس لالفاظ الصحیفة السجادیه، ۱۳۹۴ش.

سرچينې

  • صحیفه سجادیه.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۳ ق.
  • آیتی، عبدالمحمد، ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، سروش، ۱۳۷۵ش.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، معالم العلماء فی فهرست کتب الشیعة و أسماء المصنفین منهم قدیما و حدیثا، نجف، المطبعة الحیدریه، ۱۳۸۰ق.
  • احمدی، فاطمه، المعجم المفهرس لالفاظ الصحیفة السجادیه، تهران، نشر اسوه، ۱۳۹۴ش.
  • ارفع، سید کاظم، حدیث بندگی، تهران، فیض کاشانی، ۱۳۸۸ش.
  • الهی قمشه‌ای، مهدی، ترجمه صحیفه سجادیه، قم، طوبای محبت، ۱۳۸۹ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(ره)، ۱۳۸۹ش.
  • انصاری، محمد، اهل البیت(ع)، قم، مجمع الفکر الاسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • انصاری، مرتضی، کتاب المکاسب، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری، ۱۴۱۵ق.
  • انصاریان، حسین، تفسیر و شرح صحیفه سجادیه، قم، دار العرفان،۱۳۸۳ش.
  • بحرانی، یوسف بن احمد، حدائق الناضرة فی احکام العترة الطاهرة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۵ق.
  • پیشوایی، مهدی، سیره پیشوایان، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۹۷ش.
  • ترابی، احمد، امام سجاد(ع) جمال نیایشگران، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی،۱۳۷۳ش.
  • جزائری، عزالدین، شرح الصحیفة السجادیه، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۷ش.
  • جلیسه، مجید، «نگاهی اجمالی بر چاپهای صحیفه سجادیه در دوره قاجار و پهلوی»، نشریه آینه پژوهش، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ش۱۸۷، فروردین و اردیبهشت ۱۴۰۰ش.
  • چیتیک، ویلیام، «مقدمه‌ای بر صحیفه سجادیه»، ترجمه: صفری، وحید، در مجله علوم حدیث، شماره ۴۱، پاییز ۱۳۸۵ش.
  • حبیبی، سلمان و مختار شمس‌الدینی مطلق، کتاب‌شناسی امام سجاد(ع)، صحیفه سجادیه و رساله حقوق، قم، مجمع جهانی اهل بیت، ۱۳۹۴ش.
  • حسینی جلالی، محمدحسین، شرح الصحیفة السجادیه، کربلا، العتبة الحسینیة المقدسه، ۱۴۳۶ق.
  • حسینی طهرانی، سید محمدحسین، امام‌شناسی، مشهد، انتشارات علامه طباطبایی، ۱۴۲۵ق.
  • حکیم، سید منذر، و دیگران، اعلام الهدایة، قم، مجمع جهانی اهل بیت(ع)، ۱۴۲۵ق.
  • خلجی، محمدتقی، اسرار خاموشان، پرتو خورشید، قم، ۱۳۸۳ش.
  • خمینی، سید روح‌الله، المکاسب المحرمه، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(ره)، ۱۴۱۵ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، قم، مؤسسة الخوئی الاسلامیة، بی‌تا.
  • دارابی، محمد، ریاض العارفین فی شرح صحیفه سید الساجدین، تهران، نشر اسوه، ۱۴۲۱ق.
  • درایتی، مصطفی، و دیگران، نمایه‌نامه موضوعی صحیفه سجادیه، تهران، رکز اطلاعات و مدارک علمی ایران، ۱۳۷۷ش.
  • زکی مبارک، محمد، التصوف الاسلامی و الادب و الاخلاق، قاهره، المکتبة الثقافیة الدینیة، ۲۰۰۴م.
  • سبحانی، جعفر، فرهنگ عقاید و مذاهب اسلامی، قم، توحید، ۱۳۹۵ش.
  • سجادی، سیداحمد، و دیگران، فرهنگنامه موضوعی صحیفه سجادیه، قم، مؤسسه فرهنگی مطالعاتی الزهرا، ۱۳۸۵ش.
  • شعرانی، ابوالحسن، ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، شرکت چاپ و نشر بین‌الملل، ۱۳۹۳ش.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیّة فی شرح اللمعة الدمشقیة، حاشیه: کلانتر، سید محمد، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
  • صدرایی خویی، علی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه، قم، دار الحدیث ۱۳۸۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدکاظم، تاریخ حدیث شیعه، تهران، سمت، ۱۳۸۸ش.
  • طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • عمادی حائری، سید محمد، «صحیفه سجادیه»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۲۹، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی،‌ ۱۴۰۰ش.
  • غلامی جلیسه، مجید، پژوهش‌نامه صحیفه سجادیه، قم، دلیل ما، ۱۳۹۰ش.
  • فولادوند، محمدمهدی، پیشوای چهره بر خاک‌سایندگان، تهران، سوره مهر، ۱۳۷۹ش.
  • فهری زنجانی، احمد، شرح و ترجمه صحیفه سجادیه، تهران، نشر اسوه، ۱۳۸۸ش.
  • فیض الاسلام، سید علی‌نقی، ترجمه و شرح صحیفه کامله سجادیه، تهران، فقیه، ۱۳۷۶ش.
  • قرشی، سید علی‌اکبر، المعجم المفهرس لألفاظ الصحیفة الکامله، قم، دار التبلیغ اسلامی، ۱۳۴۳ش.
  • قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع الموده، تحقیق: علی جمال اشرف، تهران، نشر اسوه، ۱۴۲۲ق.
  • کلباسی، محمد بن محمدابراهیم، الرسائل الرجالیة، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار لدرر اخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین، قم، مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانپور، ۱۴۰۶ق.
  • مدنی، علیخان بن احمد، ریاض السالکین فی شرح صحیفة سید الساجدین، مؤسسة النشر الاسلامی، تحقیق محسن حسینی امینی. ۱۴۰۹ق.
  • مشهدی، محمد بن محمدرضا، تفسیر کنز الدقائق، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • مطهری، مرتضی، فلسفه اخلاق، تهران، صدرا، ۱۳۹۰ش.
  • مظفر، محمدحسین، الدلیل إلی موضوعات الصحیفة السجادیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • ممدوحی، حسن، شهود و شناخت، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.
  • موحد ابطحی، سید محمدباقر، الصحیفة السجادیة الکامله، قم، مؤسسه امام مهدی(ع)، ۱۴۱۳ق.
  • مهدوی دامغانی، فریده، Les Psaumes De L'islam، تهران، الهدی، ۲۰۰۹م.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی،‌ بی‌تا.

بهرنۍ لینکونه