سالم بن عمرو

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

سالم بن عمرو بن عبد الله (شهادت ۶۱ق) د کربلا د پېښې له شهیدانو. هغه د مسلم بن عقیل په پاڅون کې برخه واخیسته او د مسلم له شهادته وروسته له امام حسین سره یو ځای شو او د عاشورا په ورځ شهید شو.

له مسلم سره ملګرتیا

سالم بن عمرو بن عبد الله، د بني مدینه کلبي طایفې مریی او د کوفې له شیعیانو و[۱] هغه د مسلم بن عقیل په پاڅون کې له هغه سره ملګرتیا وکړه او د مسلم له شهادته وروسته د کثیر بن شهاب له خوا ونیول شو. له څه مودې وروسته د ابن زیاد له زندانه وتښتېد او په خپله قبیله کې پټ شو.[۲]

په کربلا کې شهادت

کربلا ته د امام حسین(ع) له ورتګه وروسته، سالم له بني کلب څه د ځینو کسانو په ملګرتیا له امام حسین سره ملګری شو او د عاشورا په ورځ شهید شو.[۳] د محمد سماوي (وفات ۱۳۷۰ق) په ابصار العین کتاب کې، د ابن شهر آشوب په نقل ، سالم د عاشورا ورځې د لومړۍ حملې له شهیدانو ګڼل شوی دی.[۴] که څه هم د کتاب څیړونکي ته دغه خبره په لاس نه ده ورغلې.[۵]همداراز د ابن شهر اشوب د مناقبو په ځینو نسخو کې هم د هغه نوم د لومړۍ حملې او نورو حملو په شهیدانو کې نه دی راغلی.[۶]

شکونه

شیعه رجالي عالم محمد تقی شوشتري (۱۲۸۱-۱۳۷۴ل) په قاموس الرجال، کتاب کې د سالم بن عمرو په وجود کې شک کړی دی.ځکه چې په تاریخي سرچنیو او متقدمو شیعه رجالي سرچینو کې د هغه نوم د کربلا د یو شهید په توګه نه دی راغلی.[۸] سره له دې په زیارت الشهدا کې د «السَّلَامُ عَلَى سَالِمٍ مَوْلَى بَنِي الْمَدَنِيَّةِ الْكَلْبِی» په عبارت سره د کربلا د یو شهید په توګه د هغه یادونه شوې ده.[۹]

اړونده څېړنې

فوټ نوت

سرچينې