منځپانگې ته ورتلل

سید محمد علي آل هاشم

د wikishia لخوا
سید محمد علي آل هاشم

سید محمد علي آل هاشم (۱۳۴۱ل-۱۴۰۳ل)، د تبریز د جُمعې امام او په ختیځ اذربایجان ولایت کې د ولي فقیه استازی و. هغه د رهبرۍ د خبرګانو شورا په اتم پړاو کې د ختیځ اذربایجان د خلکو استازی و. همداراز د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په عقیدتي برخې کې یې ځینې مسوولیتونه لرلې دي.

د ۱۴۰۳ ل کال د غویي په دېرشمه، هغه د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره یو ځای ختیځ اذربایجان ته په سفر تللی و چې د هغوي چورلکۍ ته د ستنېدو په وخت پېښه رامینځته شوه او شهید شو.

ژوند

سید محمد علي آل هاشم د سید محمد تقي آل هاشم زوی د تبریز له نامتو عالمانو څخه و. هغه لومړۍ زده کړې تر لېسې پورې په تبریزې کې تیرې کړې. آل هاشم دیني علوم د تبریز په علمیه حوزه کې پېل کړل او بیا د دوام لپاره د قم علمیه حوزې ته لاړ. هغه څوارلس کاله د سید علي خامنه اي په درس خارج کې ګډون کاوه.[۱]

رسمي او سیاسي پوسټونه

آیت‌الله خامنه اي د ۱۳۹۶ ل کال د غبرګولي په لسمه آل هاشم په اذربایجان کې د ولي فقیه د استازي په توګه او د تبریز د جُمعې امام وټاکه.[۲] د تبریز د جمعې د امامت په پړاو کې د هغه په غوښتنه هغه جنګلې چې د مسوولانو ځای یې د خلکو له صفونو جدا کاوه، لرې کړی شوې.[۳]

آل هاشم، د ۱۳۸۸ ل کال د چنګاښ له ۲۸ څخه[۴] د ۱۳۹۶ ل کال د چنګاښ تر یوولسمې[۵] د ولي فقیه د استازې توب مسوولیت او د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سیاسي عقیدتي سازمان مشري په غاړه لرله.[۶] هغه په دې پړاو کې درې ځله د وسله والو ځواکونو د سیاسي عقیدتي سازمانونو لومړی مقام ګټلې و.[۷]

آل هاشم د رهبرۍ د خبرګانو شورا په شپږم پړاو کې د ختیځ اذربایجان د خلکو د استازي په توګه دغه شورا ته لاړ. هغه د ۸۳۴ زرو ۱۰۸ رایو په ګټلو سره، په ختیځ اذربایجان ولایت کې د رهبرۍ د خبرګانو په مختلفو پړاوونو کې تر ټولو زیاترې رایې وګڼلې.[۸] د هغه له نورو رسمي مقامونو څخه کولی شو لاندینیو مواردو ته اشاره وکړو:[۹]

  • د تبریز د جمعې د لمانځه د کمېټې مسوول
  • د پوځ د ځمکني ځواک د لجسټیکي ښوونې د مرکز سیاسي عقیدتي مسوول
  • د اذربایجان حمزه د ۲۱ فرقې سیاسي عقیدتي مشر
  • د اذربایجان د سیمه ایزې سیاسي عقیدتي ادارې مشر
  • د اذربایجان د سیمه ایز سیاسي عقیدتي سازمان د عمومي اړیکو د تبلیغاتو مرستیال مشر
  • د پوځ د سمندري ځواک د سیاسي عقیدتي ادارې ځای ناستی
  • د پوځ د سیاسي عقیدتي سازمان غږملوونکی مرستیال
  • د ټولو قواوو د لوی کوماندان په ټاکنه د پوځ د سیاسي عقیدتي سازمان ځای ناستی
  • د نظام د مصلحت معلومولو په ټولنه کې د اذربایجان د میز غړی
  • د پوځ د ځمکني ځواک د سیاسي عقیدتي ادارې مشر

لیکنې

آل هاشم د وسله والو ځواکونو، طلابو او عالمانو لپاره ځانګړې او د خلکو لپاره عام تالیفات لرل.[۱۰] د هغه په اثارو کې لاندینیو مواردو ته اشاره کولی شو:

  • شمیم اخلاق و تربیت اسلامی[۱۱]
  • سیره اخلاقی و تربیتی[۱۲]
  • بررسی فقهی جنگ روانی[۱۳]
  • پیام جمعه – په شپږو ټوکو کې (د تبریز د جمعې په لمانځه کې ورکړی شوې خطبې[۱۴]

وفات

د ۱۴۰۳ ل کال د غویي په ۳۰ نېټه، د سید ابراهیم رئیسي او د سید محمد علی آل هاشم چې خیتځ اذربایجان ته د عمراني پروژې د پرانستلو لپاره یې سفر کړی و، وړونکې چورلکه په ستنېدا کې د وَرزَقان او جُلفا سیمو تر مینځ له پېښې سره مخامخ شوه.[۱۵] په سر کې د هغوي د سلامتیا خبرونه خپاره شول[۱۶] خو په نهایت کې خبري رسنیو د دغه پېښې له امله د هغوي د وفات خبر ورکړ.[۱۷]

د سید ابراهیم رئیسي او د هغه د وژل شویو ملګرو د جنازې مراسم د سید محمد علي آل هاشم په ګډون د ۱۴۰۳ کال د غبرګولی په لومړۍ نېټه له غرمې مخکې په تبریز کې ترسره شول.

فوټ نوټ

  1. ↑ «زندگی‌نامه»، سایت حضرت آیت الله سید محمدعلی آل‌هاشم.
  2. ↑ «انتصاب نماینده ولی فقیه در استان آذربایجان شرقی و امام جمعه تبریز»، خامنه‌ای دات آی آر.
  3. ↑ «امام جمعه تبریز همچنان ‌آذربایجانی‌ها را غافلگیر می‌کند»، مشرق‌نیوز.
  4. ↑ «انتصاب حجت‌الاسلام سیدمحمدعلی آل‌هاشم به ریاست سازمان عقیدتی سیاسی ارتش»، خامنه‌ای دات آی آر.
  5. ↑ «انتصاب حجت‌الاسلام محمدحسنی به ریاست سازمان عقیدتی سیاسی ارتش»، خامنه‌ای دات آی آر.
  6. ↑ «انتصاب حجت‌الاسلام سیدمحمدعلی آل‌هاشم به ریاست سازمان عقیدتی سیاسی ارتش»، خامنه‌ای دات آی آر.
  7. ↑ «زندگی‌نامه»، سایت حضرت آیت الله سید محمدعلی آل‌هاشم.
  8. ↑ «"آل هاشم" رکورد خبرگان را شکست»، خبرآنلاین.
  9. ↑ «زندگی‌نامه»، سایت حضرت آیت الله سید محمدعلی آل‌هاشم.
  10. ↑ «زندگی‌نامه»، سایت حضرت آیت الله سید محمدعلی آل‌هاشم.
  11. ↑ «معرفی آثار»، سایت حضرت آیت الله سید محمدعلی آل‌هاشم.
  12. ↑ «معرفی آثار»، سایت حضرت آیت الله سید محمدعلی آل‌هاشم.
  13. ↑ «معرفی آثار»، سایت حضرت آیت الله سید محمدعلی آل‌هاشم.
  14. ↑ «نگاهی به زندگی و کارنامه نامزدهای خبرگان رهبری در آذربایجان شرقی»، سایت ایرنا.
  15. ↑ «بالگرد حامل رئیس جمهور دچار سانحه شد/با ۲ نفر از سرنشینان بالگرد رئیس‌جمهور ارتباط برقرار شد»، ایسنا.
  16. ↑ «۲ بار با آقای آل هاشم تماس برقرار شده»، خبرگزاری همشهری.
  17. ↑ «تایید شهادت حجت‌الاسلام آل هاشم»، خبرگزاری ایلنا.

سرچينې