منځپانگې ته ورتلل

سید ابراهیم رئیسي

د wikishia لخوا
د ایران د اسلامي جمهوریت اتم ولسمشر

سید ابراهیم رئیس الساداتي (۱۳۳۹ - ۱۴۰۳ ل)، په سید ابراهیم رئیسي مشهور، شیعه عالم، سیاستوال او د ایران د اسلامي جمهوریت نظام اتم ولسمشر. هغه د قم او مشهد له مدرسو او د شهید مطهري عالي پوهنتون فارغ دی.

رئیسي د مبارزې کونکو دیني عالمانو د ټولنې غړی دی. هغه د ایران د اسلامی جمهوریت په نظام کښې مختلفې دندې ترسره کړي دي. په دوی کې د قضائیه قوې مشري، د هېواد لوی څارنوال، د هېواد د عمومي څارنې د ادارې رئیس، د علماو د اختصاصي محکمې د قضاوت مشر، د مصلحتونو د پېژندنې په مجلس کې غړیتوب او د مجلس خبرګان رهبري استازی توب شامل دي. هغه درې کاله د آستان قدس رضوي مشر هم وو.

د ۱۴۰۳ لمریز کال د غويي په ۳۰ نیټه د سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د سپرلۍ چورلکه چې ختیځ آذربایجان ته د یوې اوبو بند تعمیراتي پروژې د پرانستلو لپاره تللې وه، د ورزقان او جلفا تر منځ د بیرته راستنیدو په لاره کې حادثه وشوه او وفات شو. د ایران د اسلامی جمهوریت په ادبیاتو کښې هغه کسان چې د ماموریت په دوران کښې مړ شی شهیدان ګڼل کیږی. له همدې امله رئیسي او ملګري یې د خدمت د شهیدانو په نوم یادیږي.

ژوندلیک او زده کړې

ابراهیم رئیسي د ۱۳۳۹ لمریز کال د لیندۍ په ۲۳ مه په مشهد کې وزیږید. د هغه نسب د مور او پلار له اړخه زید بن علي ته رسي. هغه دیني زده کړې په مشهد کې یې د نواب له علمي مدرسې پیل او له ۱۳۵۴ کال راهیسې یې د قم په علمي حوزه کې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. هغه په قم کې د ځینې عالمانو لکه یدالله دوزدوزاني، سید علي محقق داماد، علي اکبر مشکیني، احمد بهشتي، مرتضی مطهري او حسین نوري همداني له شاګردانو څخه و.[۱]‌‌ رئیسي همدارنګ د سید محمد حسن مرعشي شوشتري او سید محمود هاشمي شاهرودي، آقا مجتبی تهراني، آیت الله خامنه اي او نور په درس خارج کې ګډون کړی دی.[۲]

هغه د شهید مطهري عالي پوهنتون د فقهې او حقوقو زده کوونکی و.[۳] په ۱۳۶۲ کال کې یې د سید احمد علم الهدی له لور جمیلې علم الهدی سره واده وکړ.[۴]

له اسلامي انقلابه مخکې

رئیسي نقل کړي دي چې د اسلامي انقلاب په کلونو کې د خپلو مبارزه کوونکیو فعالیتونو له امله د ساواک له خوا نیول شوی و.[۵]‌‌همدارنګه په هغه کیسو کې چې د اسلامي انقلاب نه مخکې حالات په کې بیانوي، راغلي دي: هغه به له محصلینو سره یو ځای د هغه علماوو سره لیدنه ته ورتله چې کوم د پهلوي حکومت لخوا جلاوطن شوي وو. له هغو ځینې یو د ایت الله خامنه ای سره لیدنې ته ورغلی و چې د ایرانشهر ښار ته جلاوطن شوی و.[۶]

ابراهیم رئیسی د ایران او عراق په جنګ کې[۷]

د ۱۳۵۶ کال د جدی په ۱۷ نیټه په ورځپاڼه کې د امام خمینی په خلاف د یوې توهینونکې مقالې له خپریدو وروسته، رئیسی په هغو مظاهرو کې ګډون وکړ، چې زیاتره یې د آیت الله بروجردي له مدرسې (خان مدرسې) څخه پیل شول.[۸]

د مبارزې کونکو دیني عالمانو د ټولنې غړیتوپ د رییسي له اسلامي انقلابه مخکې له نورو مبارزې فعالیتونه ګنل کیژي. هغه په ​​۱۳۵۷ کال کې د تهران په پوهنتون کې د عالمانو په هغه غونډه کې هم ګډون درلود چې د امام خمیني د راتګ د مخنیوي لپاره یې د هوايي ډګرونو د تړلو په اعتراض کې پرلټ کړي و ګډون وکړ.[۹]

د آستان قدس رضوي تولیت

سید ابراهیم رئیسي په ۱۳۹۶ کال کې د امام رضا علیه السلام د ضریج د خاورو پاکول

په ۱۳۹۴ ل کال کې د عباس واعظ طبسي له مړینې وروسته رئیسي د ایران د اسلامي جمهوریت د لارښود په حکم له مخې د استان قدس رضوي تولیت په توګه وټاکل شو.[۱۰] او د ۱۳۹۸ کال د وري تر میاشتې پورې یې دغه دنده په غاړه درلوده.[۱۱] په آستان قدس کې د رئیسي د تولیت په وخت کې ډیر خدمتونه ترسره شول. له هغو ځینې د زوارانو لپاره یو ښارګې جوړول وو چې په کې هره ورځ درې زره زيارت کوونکي شپه کولی شي او د امام رضا(ع) د حرم په شاوخوا کښې بیله بیلې زایر سرای جوړول دي.[۱۲] دغه راز د زيارت لپاره مشهد ته د لومړي ځل لپاره د هغه زيارت کوونکو د لېږلو پلان هم شامل دی چې په خپله د تللو توان نه لري، د میقات الرضا (د زوارانو لپاره د دمې ځایونه) په نامه د مشهد په لاره کې جوړول او د ځوانانو د مرستندويه پروژې پلي کول له دغو خدمتونو څخه دي.[۱۳] کله چې ورته آیت الله خامنه اي دا مقام ورکاوه نو له هغه یې دا کارونه غوښتي وو: د آستان قدس سرپرستي، د امام رضا علیه السلام د زیارت د زیارت کوونکو د چارو اداره کول، د امام رضا د حرم ګاونډیانو په بیله توګه د بې وزلو او اړو کسانو خدمت کول، په اسلامی نړۍ کښې د قرآنی تعلیم او د اهل بیت(ع) د ښوونې او روزنې پراختیا، د ایران په هغه برخو کې د غریبانو خدمت کول چې آستان قدس ته وقف شوی ځایونه په کې دي، او د استان قدس رضوي د اقتصادي او خدماتي چارو ته پاملرنه کول او صحیح کول.[۱۴]

سیاسي فعالیتونه

ابراهیم رئیسي د ایران د اسلامي انقلاب نه وروسته په شل کلنۍ کې د کرج په څارنوالۍ کې خپل قضايي فعالیت پیل کړ. د څه مودې لپاره هغه د همدان د څارنوالۍ مشر هم و.[۱۵] د هغه نور مسؤلیتونه په لاندې ډول دي:

  • له ۱۳۶۸ څخه تر ۱۳۷۳ پورې د تهران څارنوال[۱۶]
  • له ۱۳۷۳ څخه تر ۱۳۸۳ کال پورې د هېواد د عمومي تفتیش د ادارې مشر[۱۷]
  • د عدلیې قوې لومړی مرستیال له ۱۳7۳ لمریز کال تر۱۳8۳ پورې[۱۸]
  • له ۱۳۸۵ څخه په مجلس خبرګان رهبري کې د جنوبي خراسان د خلکو استازی
  • د علماو د ځانګړې محکمې څارنوال، 1391 - 1400 لمریز کال[۱۹]
  • د ۱۳۹۳ لمریز کال-۱۳۹۴ پورې د ټول ایران لوی څارنوال[۲۰]
  • د آستان قدس رضوي تولیت له ۱۳۹۴ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۹۸ هجري لمریز کال پوري
  • له ۱۳۹۶ کال راهیسې د مصلحت د شورا غړی
  • له ۱۳۹۷[۲۱] څخه تر ۱۴۰۰ پورې د ایران د قضائیه قوې مشر[۲۲]
  • له 1400 څخه د ایران ولسمشر[۲۳]
  • د مبارزې کونکو دیني عالمانو د ټولنې په مرکزي شورا کې غړیتوپ په ۱۳۷۶ لمریز کال[۲۴]

د فلسطین او مقاومت د جبهې ملاتړ

سید ابراهیم رئیسي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په ۷۸ مه غونډه کې قرآن کریم په لاس کې ونیوه او د هغه د آیتونو تلاوت یې وکړ[۲۵]

سید ابراهیم رئیسي د مقاومت د جبهې له ملاتړو څخه شمیرل کیږي. هغه د خپلې ولسمشرۍ په پیل کې د خپل حکومت د کابینې له یو شمېر غړو سره سوریې ته سفر وکړ او په دمشق کې یې د فلسطیني سازمانونو او د لبنان د حزب الله له مشرانو سره وکتل. هغه د ایران لومړنی ولسمشر و چې د سوریې له کورنۍ جګړې وروسته (۱۵ کاله وروسته) یې دمشق ته سفر وکړ.[سرچینې ته اړتیا]

د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې رئیسی د د الاقصی طوفان له عملیاتو او په غزې باندې د اسرائیلو له حملې وروسته په ۱۶۵ ورځو کښې د غزې او د فلسطین د مقاومت د ډلو په ملاتړ کښې له 100 زیات دریځونه نیولي دي.[۲۶] هغه همدارنګ د ملګرو ملتونو په د عمومي اسمبلۍ په 78 غونډه کې د خپلې وینا ځینې برخه د فلسطین د نیواک په هکله خبرې وکړې او همدرانګ یې د صهیونیسټ رژيم لخوا د لبنان او سوریې د ځینو برخو د نیولو په اړه خبرې وکړې[۲۷] او ویې ویل:

ایا د دې وخت نه دی راغلی چې د فلسطین په خاوره د ۷۵ کلن اشغال او پر مظلوم ملت ظلم او د ښځو او ماشومانو وژل بند شي او د فلسطینی ملت حقونه په رسمیت وپیژندل شی؟[۲۸]

ښوونه اوعلمي آثار

ابراهیم رئیسي به د آستان قدس رضوي د مشرۍ په مهال په مشهد کښې د فقهې درس خارج درس ورکاوه. هغه همدارنګ د تهران په دیني مدرسو او مختلفو پوهنتونو لکه امام صادق(ع) او شهید بهشتی پوهنتونونو کښې هم د فقهې متنونه، د فقهې اصول او اقتصادی فقهه تدریسوله.[۲۹]

د فقهې د قواعدو د درس تقریرات (3ټوکه، په قضايي، اقتصادي او عبادي برخو کې) د بې وارثه ارث، د فقه او قانون په باب د اصل او ظاهر تعارض، د سید ابراهیم رئیسي له آثارو دي.[۳۰] له هغه همدارنګ په بیلا بیلو موضوعاتو لکه حقوق، اقتصاد، فقه، ټولنیز عدالت، د ژوند طریقه کتابونو خپاره شوي دي.[۳۱]

هوايي پیښه او وفات

د ۱۴۰۳ لمریز کال د غويي په ۳۰ نیټه د سید ابراهیم رئیسی د سپرلۍ چورلکه چې ختیځ آذربایجان ته د یوې اوبو بند پروژې د پرانستلو لپاره تللی وه، د بیرته راستنیدو په لاره کې د ورزغان او جلفا ترمنځ د پیښې ښکار شو. په دغه چورلکه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او په ختیځ آذربایجان ولایت کښې د ولي فقیه استازی سید محمد علي آل هاشم هم موجود وو.[۳۲]

د دغه خبر له خپرېدو وروسته د ايران د خلکو يوه ډله په عامه او مذهبي ځايونو لکه د امام رضا(ع) زيارت[۳۳]، د حضرت معصومې(س) زيارت[۳۴] او شاه چراغ په زيارتونو کښې راغونډ شوو او د ايران د ولسمشر د روغتيا لپاره يې دعا وکړه.[۳۵]

د غویي په ۳۱مه د ولسمشر او د هغه د ملګرو د سپرلۍ د چورلکې ټوټې وموندل شوې او خبري آژانسونو د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د مړینې خبر ورکړ.[۳۶]

د ایران د اسلامی جمهوریت په ادبیاتو کښې هغه کسان چې د ماموریت په دوران کښې مړ شی شهیدان ګڼل کیږی.[۳۷] له همدې امله رئیسي او ملګري یې د خدمت د شهیدانو په نوم یادیږي.[۳۸]

د آیت الله خامنه اي د تسلیتي پیغام یوه برخه:

«ګرانه رئیسي په ​​ستړیا نه پوهیده. په دې غمجنه پیښه کې د ایران ملت یو مخلص او با ارزښته خدمتګار له لاسه ورکړ. د هغه لپاره د خلکو هوساینه او رضایت چې د خدای رضا په ګوته کوي، تر هر څه غوره و، نو د ځینو بدمرغه خلکو پيغورونه او ازارونه او ناشکرۍ د هغه د خپګان سبب نه جوړیدی او هغه یې له دې نه منعه کاوه چې د چارو د سمون او اصلاح لپاره شپه او ورځ کار کولو ته مخه کړي..»[۳۹]

انعکاس او عکس العملونه

د رئیسي وفات بېلابېل انعکاس او عکس العملونه ولرل. د امام رضا علیه السلام د زوکړې د کلیزې په مناسبت چې د امام رضا علیه السلام په زیارت کې کوم پروګرامونه کیدل هغه لغوه شول،[۴۰] او همدارنګ د زیارت زرغون بیرغ په تور بیرغ بدل شو.[۴۱] د غبرګولي په دوهمه نیټه په ایران کښې د دیني ټول مدرسو د درسونو تعطیل شو[۴۲] او په فیضیه مدرسه کې د دیني مدرسو د طالبانو غونډه ترسره شوه[۴۳] ایت الله خامنه ای په خپل تسلیتي پیغام کې رئیسي یو مجاهد عالم او د هغه مړینه یې د شهادت په شان وبلله او په ایران کې یې پنځه ورځې ماتم اعلان کړ.[۴۴] مذهبي او سیاسي شخصیتونو لکه آیت الله سیستاني چې په نجف کې د تقلید مرجع دی او دغه راز د بیلا بیلو هېوادونو ولس مشران ایران ته تسلیت وویل. او همدارنګ په لبنان او سوريه کې درې ورځې[۴۵] تاجکستان کې دوه ورزې او هند[۴۶]، پاکستان[۴۷] او ترکیه[۴۸] اوعراق کې يوه ورځ عام ماتم اعلان شو. او همدارنګ د ملګرو ملتونو د سازمان بیرغ او د په وین د دې سازمان د ټولو غړلو هیوادونو بیرغونه د احترام په نښه نیم ټیټ شو.[۴۹]

د تهران په پوهنتون کې د سید ابراهیم رئیسي د جنازی لمونځ (۱۴۰۳هـ ل کال د غبرګولی په دوهمه)

همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو[۵۰] او په وین کې د اټومي امنیت د نړیوال کنفرانس غړو[۵۱] د خپلې غونډې په پیل کې د درناوي په توګه یوه دقیقه چوپتیا وکړه.

جنازه او تدفین

د رئیسي او د هغه د وژل شویو ملګرو د جنازې مراسم د ۱۴۰۳ کال د غبرګولی په لومړۍ نېټه په تبریز[۵۲] او قم کې ترسره شول. ایت الله خامنه ای د غبرګولی په دوهمه نېټه د تهران په پوهنتون کې د رئیسي او د هغه د ملګرو د جنازی لمونځ ادا کړ.[۵۳]

د سید ابراهیم رئیسي جنازه په تهران کې

د جنازې مراسم د غبرګولي په دوهمه نېټه سهار په تهران کښې د مختلفو خلکو په شتون سره ترسره شول.[۵۴]

دغه راز د همدې ورځې په ماښام د سرمشريزې په تالار کې د بېلابېلو هېوادونو د سياسي او مذهبي شخصيتونو د درناوي مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د ۹۰ مشران او چارواکي له بېلابېلو هېوادونو ګډون کړی و.[۵۵]

د جنازې مراسم به د غبرګولي په دریمه نیټه په بیرجند او مشهد کې ترسره شول او د رئیسي جنازه به د امام رضا(ع) په حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.[۵۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ نجفی، روایت انتخابات دوازدهم، ص۱۸۶-۱۸۸ به نقل از «روایت حجت‌الاسلام رئیسی از دوران مبارزه علیه رژیم پهلوی/ شکل‌گیری هسته‌های مبارزاتی طلاب در قم / ماجرای دیدار با آیت‌الله خامنه‌ای در ایرانشهر»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  2. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  3. ↑ «سوابق و زندگینامه حجت الاسلام و المسلمین رئیسی»، خبرگزاری صداوسیما.
  4. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  5. ↑ نجفی، روایت انتخابات دوازدهم، ص۱۸۶-۱۸۸ به نقل از «روایت حجت‌الاسلام رئیسی از دوران مبارزه علیه رژیم پهلوی/ شکل‌گیری هسته‌های مبارزاتی طلاب در قم / ماجرای دیدار با آیت‌الله خامنه‌ای در ایرانشهر»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  6. ↑ نجفی، روایت انتخابات دوازدهم، ص۱۸۶-۱۸۸ به نقل از «روایت حجت‌الاسلام رئیسی از دوران مبارزه علیه رژیم پهلوی/ شکل‌گیری هسته‌های مبارزاتی طلاب در قم / ماجرای دیدار با آیت‌الله خامنه‌ای در ایرانشهر»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  7. ↑ «روایت حجت‌الاسلام رئیسی از دوران مبارزه علیه رژیم پهلوی/ شکل‌گیری هسته‌های مبارزاتی طلاب در قم / ماجرای دیدار با آیت‌الله خامنه‌ای در ایرانشهر»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  8. ↑ «شرح زندگی سید ابراهیم رئیسی »، پایگاه اطلاع‌رسانی سید ابراهیم رئیسی.
  9. ↑ نجفی، روایت انتخابات دوازدهم، ص۱۸۶-۱۸۸ به نقل از «روایت حجت‌الاسلام رئیسی از دوران مبارزه علیه رژیم پهلوی/ شکل‌گیری هسته‌های مبارزاتی طلاب در قم / ماجرای دیدار با آیت‌الله خامنه‌ای در ایرانشهر»، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  10. ↑ «انتصاب حجت‌الاسلام رئیسی به تولیت آستان قدس رضوی»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  11. ↑ وګورئ: «انتصاب حجت‌الاسلام رئیسی به تولیت آستان قدس رضوی»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  12. ↑ «نگاهی به عملكرد سه ساله حجت الاسلام رئیسی در آستان قدس رضوی»، خبرگزاری ایرنا.
  13. ↑ وګورئ: «نگاهی به عملكرد سه ساله حجت الاسلام رئیسی در آستان قدس رضوی»، خبرگزاری ایرنا.
  14. ↑ «انتصاب حجت‌الاسلام رئیسی به تولیت آستان قدس رضوی»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  15. ↑ «شرح زندگی سید ابراهیم رئیسی »، پایگاه اطلاع‌رسانی سید ابراهیم رئیسی.
  16. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  17. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  18. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  19. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  20. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  21. ↑ «انتصاب حجت‌الاسلام والمسلمین سیدابراهیم رئیسی به ریاست قوه قضائیه»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  22. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  23. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  24. ↑ «شرح زندگی سید ابراهیم رئیسی »، پایگاه اطلاع‌رسانی سید ابراهیم رئیسی.
  25. ↑ «متن کامل سخنرانی رئیسی در سازمان ملل»، انصاف‌نیوز.
  26. ↑ «بیش از۱۰۰موضع‌گیری درحمایت از غزه/ رئیسی چگونه دست مدعیان حقوق بشر را روکرد»، خبرگزاری ایرنا.
  27. ↑ «متن کامل سخنرانی رئیسی در سازمان ملل»، انصاف‌نیوز.
  28. ↑ «متن کامل سخنرانی رئیسی در سازمان ملل»، انصاف‌نیوز.
  29. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  30. ↑ «سوابق و زندگینامه حجت الاسلام و المسلمین رئیسی»، خبرگزاری صداوسیما.
  31. ↑ «زندگینامه: سید ابراهیم رئیسی»، خبرگزاری همشهری.
  32. ↑ «بالگرد حامل رئیس جمهور دچار سانحه شد/با ۲ نفر از سرنشینان بالگرد رئیس‌جمهور ارتباط برقرار شد»، خبرگزاری ایسنا.
  33. ↑ «دعای زائران حرم مطهر رضوی برای سلامتی رئیس جمهور و همراهانش»، خبرگزاری مهر.
  34. ↑ «برگزاری دعا در حرم حضرت معصومه (س) برای سلامتی رئیسی و همراهان»، خبرگزاری انتخاب.
  35. ↑ «دعای توسل زوار شاهچراغ برای سلامتی رییس جمهور و همراهانش»، خبرگزاری مهر.
  36. ↑ آیت‌الله رئیسی و هیئت همراه به ملکوت اعلی پیوستند، خبرگزاری تسنیم.
  37. ↑ «آیین نامه تعیین مصادیق عملی شهید و خانواده های شاهد»، مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی.
  38. ↑ مثال په توګه وګورئ: «اطلاعیه شماره یک ستاد برگزاری مراسم «شهدای خدمت»»، ایسنا.
  39. ↑ «پیام تسلیت رهبر انقلاب اسلامی و اعلام عزای عمومی در پی درگذشت شهادت‌گونه رئیس‌جمهور و همراهان گرامی ایشان»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  40. ↑ «برای اولین بار در تاریخ مراسم خطبه‌خوانی لغو شد / لغو همه برنامه‌های شب میلاد در حرم امام رضا (ع)»، سایت خبری انتخاب.
  41. ↑ «تعویض پرچم گنبد منور امام رضا (ع) به رنگ مشکی»، خبرگزاری مهر.
  42. ↑ «دروس حوزوی سراسر کشور سه‌ شنبه تعطیل شد»، عصر ایران.
  43. ↑ «اجتماع بزرگ طلاب و حوزویان در بزرگداشت شهدای خدمت در مدرسه فیضیه»، خبرگزاری حوزه.
  44. ↑ «پیام تسلیت رهبر انقلاب اسلامی و اعلام عزای عمومی در پی درگذشت شهادت‌گونه رئیس‌جمهور و همراهان گرامی ایشان»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  45. ↑ «۳ روز عزای عمومی در سوریه اعلام شد»، خبرگزاری مهر.
  46. ↑ «اعلام یک روز عزای عمومی در هند»، وبگاه خبری انتخاب.
  47. ↑ «ایرانی صدر کے انتقال پر پاکستان میں قومی پرچم سرنگوں»، jang.com.
  48. ↑ «در ترکیه یک روز عزای عمومی اعلام شد»، وبگاه خبری ایسنا.
  49. ↑ «نیمه‌افراشته شدن پرچم سازمان ملل و کشورهای عضو به احترام رئیس‌جمهور ایران در وین»، ایسنا.
  50. ↑ «سکوت یک دقیقه‌ای شورای امنیت به احترام شهید رئیسی و همراهانش»، ایسنا.
  51. ↑ «یک دقیقه سکوت به احترام ایران در کنفرانس بین‌المللی امنیت هسته‌ای در وین»، اسنا.
  52. ↑ «‌تشییع باشکوه شهدا‌‌ در تبریز/ مردم "سید" را در آغوش گرفتند»، خبرگزاری تسنیم.
  53. ↑ «اقامه نماز رهبر انقلاب بر پیکر شهید رئیسی و شهدای خدمت»، خبرگزاری تسنیم.
  54. ↑ «بازتاب گسترده مراسم تشییع شهدای خدمت در رسانه‌های بین‌المللی»، ایسنا.
  55. ↑ «ادای احترام ۹۰ نفر از سران و مقامات کشورها به مقام رئیس جمهور شهید و همراهان»، انصاف‌نیوز.
  56. ↑ خاکسپاری پیکر شهید رییسی در حرم امام رضا(ع)، باشگاه خبرنگاران جوان.

سرچينې