د جمعې امام

د wikishia لخوا
د جماعت امام سره ګډوډ نه شي.
دا مقاله د جمعې د لمانځه د امامت په هکله ده. د هغه لمونځ د پيژندګلو لپاره چې د جمعې په ورځ ادا کیږي د «جمعې لمونځ» مطلب وګورئ

د جمعې امام، د جمعې د لمانځه پیش نماز. د فقیهانو د فتوا مطابق باید دا شرطونه ولري: عدالت، حلال زاده شونه، ایمان، بلوغ، نارینه. د تاریخ د نقلونو پر اساس به پيغمبر(ص) او امام علي(ع) په خپله د جمعې امامت کاوه یا به یې د دې لپاره بل کس ټاکه.

په اسلامی حکومتونو کې، د جمعې د امام منصب یو حکومتي منصب هم و. له همدې سببه به حاکمانو په خپله د جمعې امامت کاوه یا به یې د دې لپاره کسان ټاکل. لکه د امویانو، عباسیانو، عثمانیانو، او صفویانو د جمعې امامان به حاکمانو ټاکل او منصوبول.

د ایران په جمهوري اسلامي کې، «د جمعې د امامانو د سیاستګزارۍ شورا» چې غړي یې رهبر ټاکي، د ښارونو د جمعې د لمانځه مدیریت ترسره کوي.

د جمعې لمونځ

د جمعة الوداع په ورځ په سکردو بلتستان کې د جمعې لمونځ انځور

د جمعې امام هغه کس ته ویل کیږي چې د جمعې د لمانځه امامت کوي.[۱] د جمعې لمونځ دوه رکعته لمونځ دی چې د جمعې په ورځ د ماسپښین د لمانځه پر ځای په جماعت سره ترسره کیږي. د شیعه فقیهانو د فتوا مطابق، د جمعې د لمانځه قایمول د معصوم امام یا د هغه د نایب په حضور کې واجب دی.[۲] د دولسم امام حضرت امام مهدی(عج) د غیبت په زمانه کې د جمعې د لمانځه په قایمولو کې د فقیهانو تر مینځ اختلاف دی. د شهید اول د وینا مطابق، د ډېرو فقیهانو له نظره د غیبت په زمانه کې د جمعې لمونځ قایمول جایز دي. خو ځینې فقیهانو لکه سَلّار دیلمي، سید مرتضی او ابن‌ادریس حلي چې په پینځمه او شپږمه پیړۍ کې، له شیعه فقیهانو دي، د غیبت په زمانه کې د جمعې لمونځ قایمول جایز نه دي ګڼلي.[۳]

د جمعې امامت، حکومتي منصب

د معاصر تاریخ څیړونکي رسول جعفریان د وینا مطابق، د جمعې امامت تل حکومتي منصب وو.[۴] د اسلام په لومړیو کې د جمعې امامت به پيغمبر اکرم(ص)[۵] امام علی(ع) او یا د هغوي له خوا ټاکلي شوي کس کاوه.[۶] همدارنګ د امویانو، عباسیانو، عثمانیانو په وخت کې به په خپله خلیفه یا د هغه ګمارل شوو کسانو د جمعې لمونځ ترسره کاوه. د مرکز خلیفه ګانو به د جمعې امام منصوبوه او د نورو ښارونو د جمعې د امامانو ټاکل به د والیانو او امیرانو په لاس کې وو.[۷]

په ایران کې د صفویه په دور (۹۰۷-۱۱۳۵ق) کې به باچاهانو د جمعې امام ټاکه.[۸] په دې دوران کې به د هر یو ښار شیخ الاسلام دا منصب درلود؛ او کله به ځینې عالمانو چې شیخ الاسلام نه وو، لکه ملا محسن فیض کاشانی، د شاه په غوښتې باندې د جمعې د لمانځه امامت کاوه.[۹] محقق کرکي، شیخ بهایي، میرداماد، محمدتقي مجلسي، علامه مجلسي، محمدباقر سبزواري و لطف‌الله اصفهاني د دغه دورې د جمعې له امامانو وو.[۱۰] د قاجار په دوره کې، (۱۲۱۰ـ۱۳۴۴ق) د جمعې د لمانځه منصب ارثي شوی و او د خاتون‌آبادی او مجلسی کورنو په تهران او اصفهان کې د جمعې امامت په ذمې اخستی و.[۱۱]

شرطونه او حکمونه

د جمعې د امام شرطونه هماغه د جمې د امام شرطونه دي.[۱۲] په فقهي سرچینو کې دغه شرطونه د جمې د لمانځه د امام شرطونه ګڼل شوي دي[۱۳]: عقل[۱۴]،[۱۳] بلوغ،[۱۵] ایمان،[۱۶] عدالت[۱۷] [یادونې ۱] او حلال‌زاده شونه[۱۸] نارینه شونه هم د جمې د لمانځه د امام بل شرط دی او د ښځو مقتدیانو لپاره هم یوه ښځې د جمعې امامه نه شي کیدی.[۱۹]

د فقیهانو فتوا مطابق، مستحبه دا ده چې د جمعې امام باید صفا او فصیحې خبرې وکړي، د لمانځه د وختونو پابند وي، په خپلو خبرو عمل وکړي،[۲۰] د خطبې په وخت یې عمامه په سر وي، په وسلې یا په کونټۍ باندې یې تکیه کړي وي او مقتدیانو ته مخامخ ولاړ وي.[۲۱]

په جمهوري اسلامي ایران کې د جمعې د امامت منصب

د امام خمیني له نظره، په اسلامي حکومت کې د جمعې د امامت منصب د ولي فقیه په حکم دی. [۲۲] د ایران په جمهوري اسلامي کې، «د جمعې د امامانو د سیاستګزارۍ شورا» چې غړي یې د ولي فقیه له خوا ټاکل کیږي، د جمعې د لمانځه مدیریت په غاړه لري.[۲۳]

له اسلامي انقلاب وروسته د تهران لومړۍ د جمعې امام سید محمود طالقانی و.[۲۴] هغه د 1358 کال د اسد په میاشته کې په تهران کې په جمهوري اسلامي ایران کې  د جمعې د لمانځه امامت وکړ.[۲۵] د تهران د جمعې د لمانځه دویم امام حسینعلي منتظري و او له هغه ورسته د جمهوري اسلامي ایران لارښود سید علي حسیني خامنه‌اي،هم په د 1358 کال د جدی میاشتې په ۲۴ نیټه د امام خمیني له خوا د تهران د جمعې امام منصوب شو.[۲۶]

په ایران کې، د جمعې د همیشني امام پرته ځینې کسان د جمعې موقت امام په توګه هم ټاکل کیږي د دې لپاره چې کله همیشنی امام نه وي نو هغه به امامت کوي. احمد جنتي، محمد امامي کاشاني، اکبر هاشمي رفسنجاني او سید حسن طاهري خرم‌آبادي د تهران ځینې هغه امامان دي چې موقت وو په هغه وخت کې چې آیت‌الله خامنه‌اي د جمعې امام و.[۲۷]

د جمعې امامان چې شهید شوي

اصلي مقاله: د محراب شهید

د جمهوري اسلامي په دوره کې ځینې د جمعې امامان د جمعې د لمانځه په وخت شهیدان شوي دي چې د محراب د شهیدانو په نامه مشهور دي. د هغوي نامې دا دي: سید محمدعلي قاضي طباطبائي، سید اسدالله مدني، سید عبدالحسین دستغیب، محمد صدوقي او عطاءالله اشرفي اصفهاني.[۲۸]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه امام جماعت.
  2. شهید اول ته وګورئ، الذکریٰ الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۱۰۴؛ محقق کرکی، جامع‌المقاصد، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۳۷۹؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۱۵۱-۱۹۳.
  3. شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ۱۰۴-۱۰۶.
  4. جعفریان، صفویه در عرصه دین فرهنگ و سیاست، ۱۳۷۹ش، ص۲۵۵.
  5. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج‌۱۰، ص۴۳۱-۴۳۲.
  6. وگورئ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۱، ص۱۵۴.
  7. رحمان‌ستایس، «جمعه»، ص۷۰۲.
  8. وګورئ جعفریان، دوزاده رساله فقهی درباره نماز جمعه از روزگار صفوی، ۱۳۸۱ش، ص۲۷.
  9. جعفریان، صفویه در عرصه دین فرهنگ و سیاست، ۱۳۷۹ش، ص۲۳۷.
  10. رحمان‌ستایش، «نماز جمعه»، ص۷۰۲.
  11. رحمان‌ستایس، «جمعه»، ص۷۰۲.
  12. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۵۱.
  13. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۵۱.
  14. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۳۲۳.
  15. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۳۲۵.
  16. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۲۷۳.
  17. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۷۵.
  18. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۳۲۴.
  19. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۵۱.
  20. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۳۲۹.
  21. امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۲۴۷.
  22. امام خمینی، استفتائات، ۱۳۷۲ش، ج۱، ص۲۶۸.
  23. رحمان‌ستایس، «جمعه»، ص۷۰۲.
  24. شیرخانی، «زندگی و گزیده اندیشه سیاسی آیت‌الله طالقانی»، ص۲۲۱.
  25. حائری، روزشمار شمسی، ۱۳۸۶ش، ص۳۰۵.
  26. امام خمینی، صحیفه امام، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ج۱۲، ص۱۱۶.
  27. چه کسانی به نیابت از رهبری نماز جمعه می‌خوانند؟.
  28. «شهيدان محراب چند نفر هستند و نامشان چيست؟»، پایگاه اطلاع‌رسانی فرهنگ ایثار و شهادت.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله، استفتائات، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۷۲ش.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، تحقیق مؤسسه تنظیم و نشر آثار الامام الخمینی، تهران، مطبعة مؤسسه العروج، ۱۳۹۲ش/۱۴۳۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، تهران، بی‌تا.
  • «شهيدان محراب چند نفر هستند و نامشان چيست؟»، پایگاه اطلاع‌رسانی فرهنگ ایثار و شهادت، انتشار ۲۵ مهر ۱۳۹۵ش، مشاهده ۲۳ اسفند ۱۳۹۹ش.
  • جعفریان، رسول، دوزاده رساله فقهی درباره نماز جمعه از روزگار صفوی، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • جعفریان، رسول، صفویه در عرصه دین، فرهنگ و سیاست، قم، پژوهشکده حوزه و دانشگاه، ۱۳۷۹ش.
  • حائری، علی، روزشمار شمسی، قم، دفتر عقل، ۱۳۸۶ش.
  • چه کسانی به نیابت از رهبری نماز جمعه می‌خوانند؟، خبرآنلاین، انتشار ۴ مرداد ۱۳۹۳ش، مشاهده ۲۳ اسفند ۱۳۹۹ش.
  • دهخدا، علی‌اکبر، لغتنامه، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
  • رحمان‌ستایش، محمدکاظم، «جمعه»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ج۱۰، تهران، ۱۳۸۵ش.
  • شهید اول، محمد بن مکی، الذکری الشیعه فی احکام الشریعه، قم، مؤسسه آل البیت علیهم السلام، ۱۴۱۹ق.
  • شیرخانی، علی، زندگی و گزیده اندیشه سیاسی آیت‌الله طالقانی، علوم سیاسی، شماره۲، ۱۳۷۷ش
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
  • «مراسم بزرگداشت شهید محراب با حضور بلندپایه ترین مقامات عراق»، خبرگزاری ابنا، انتشار: ۲۱ فروردین ۱۳۹۵ش، مشاهده: ۱۶ اسفند ۱۳۹۹ش.
  • محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسة آل‌البیت علیهم‌السلام لاحیاء التراث، ۱۴۰۸ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار احیاءالثراث العربی، ۱۴۰۴ق.