شاه مردان (لقب)
شاهِ مَرْدان، د امام علی یو فارسي لقب[۱] و د مردانګۍ د بشپړې بېلګې په معنا دی.[۲] د امام علي(ع) دا لقب له فارسۍ ژبې سره ځانګړی دی او د هغه د مردانګۍ او فُتُوَّتۍ په معنا ګڼل شوی دی.[۳]
د ادیب او څیړاندي محمد رضا شفیعي کدکني په وینا احتمالا پر امام علي(ع) د دغه صفت د اطلاق مخینه شپږمې قمري پیړۍ ته ګرځي چې د فتوت او مردانګۍ د پراختیا اوج دی.[۴] هغه احتمال ورکړی چې تر ټولو زړه سرچینه چې د امام علي(ع) لپاره پکې د شاه مردان لقب راغلی د شپږمې قمري پېړۍ[۵] د واعظ او حکیم ابو نصر طاهر بن محمد خانقاهي لیکلی کتاب ګزیده در اخلاق و تصوف دی[۶] آقا بزرګ تهراني شاه مردان د ایران د ختیځ د شیعیانو په نزد د امام علي(ع) لقب ګڼلی دی.[۷]
محمد آصف محسني قندهاري، دا لقب یو ډېر غوره نوم ګڼلی چې پر امام علي(ع) کیښودل شوی دی.[۸] د هغه له نظره، د احزاب سورې په ۲۳ ایت کې، ځینې مومنان د «رجالي» (سړي یا مردان) تر عنوان لاندې ذکر شوي؛ ځکه چې هغه عهد یې چې له خدای سره یې کړی صادقانه پوره کړی دی.[۹] د دغه سړو کامل مصداق امام علي(ع) دی او له همدې امله شاه مردان بلل شوی دی.[۱۰]
«جوانمرد اگر راست خواهی ولی است کرم شیوه شاه مردان علی است.[۱۱]»
د سعدي په شعرونو کې، د امام علي(ع) لپاره د شاه مردان له لقبه استفاده شوې ده.[۱۲] همداراز ملا حسین واعظ کاشفي (وفات:۹۱۰ق) په فتوت نامه سلطاني کې چې د ځوانمردۍ په ادابو یې لیکلی، امام علي(ع) د شاه مردان په نوم بللی دی.[۱۳] له نورو اثارو چې پکې له امام علي د شاه مردان په توګه یادونه شوې د حافظ دیوان ځینو نسخو[۱۴] په نهمه قمري پېړۍ کې د نقشبندي صوفي تفسیر یعقوبي چرخي،[۱۵] د لومړي شاه اسماعیل ترکی شعرونو،[۱۶] ځینو داستاني متونو،[۱۷] ځینو عامیانه شعرونو[۱۸] او د شیعه شعر ځینو دیوانونو ته اشاره کولی شو.[۱۹]
«به خواب دیدم شاه مردان را. گفتم مرا پندی ده. گفت هیچ چیز ندیدم نیکوتر از تواضع توانگران بر درویشان و از این نیکوتر کِبْر درویش دیدم بر توانگر.[۲۰]»
ځینې جغرافیایي ځایونه چې په یو ډول په امام علي(ع) پورې اړه لري شاه مردان نومول شوې دي؛ د مثال په توګه د افغانستان په مزار شریف کې د شاه مردان جومات[۲۱] د ازبکستان او قرقیزستان په پوله کې په همدې نامه په یوه سیمه امام علي(ع) ته منسوبه د شاه مردان زیارت.[۲۲]
د شاه مردان په اړه په هنري اثارو کې د پاکستاني قوال نصرت فتح علي خان (وفات ۱۹۹۷) د شاه مردان علي(ع) قوالۍ ته اشاره کولی شو.[۲۳]
فوټ نوټ
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۸۰؛ شفیعی کدکنی، قلندریه در تاریخ، ۱۳۸۶، ص۷۴.
- ↑ محسنی قندهاری، انسان كامل يا شاه مردان، ۱۳۹۲ش، ص۴۹.
- ↑ شفیعی کدکنی، قلندریه در تاریخ، ۱۳۸۶، ص۷۴.
- ↑ شفیعی کدکنی، قلندریه در تاریخ، ۱۳۸۶، ص۷۴-۷۵.
- ↑ شفیعی کدکنی، قلندریه در تاریخ، ۱۳۸۶، ص۷۵.
- ↑ خانقاهی، گزیده، ۱۳۴۷ش، ص۲۵۱.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۶، ص۲۸۰.
- ↑ محسنی قندهاری، انسان كامل يا شاه مردان، ۱۳۹۲ش، ص۴۹.
- ↑ محسنی قندهاری، انسان كامل يا شاه مردان، ۱۳۹۲ش، ص۴۹.
- ↑ محسنی قندهاری، انسان كامل يا شاه مردان، ۱۳۹۲ش، ص۴۹.
- ↑ سعدی شیرازی، بوستان سعدی، ۱۳۵۹ش، ص۶۲.
- ↑ سعدی شیرازی، بوستان سعدی، ۱۳۵۹ش، ص۶۲.
- ↑ کاشفی سبزواری، فتوتنامه سلطانی، ۱۳۵۰ش، ص۲۹۵.
- ↑ حافظ شیرازی، دیوان حافظ قدسی، شیراز، ص۲۳۸.
- ↑ چرخی، تفسیر یعقوب چرخی، ۱۳۸۷ش، ص۲۴۹.
- ↑ شاه اسماعيل صفوی، کلیات دیوان شاه اسماعیل صفوی، ۱۳۹۰ش، ص۱۳۹.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به: مؤلف ناشناس، رستمنامه، ۱۳۸۷ش، ص۲۵-۲۶.
- ↑ نقوی، فرهنگ گویش گوغر بافت، ۱۳۸۶ش، ص۸۳؛ رئیسالذاکرین، کندو: فرهنگ مردم سيستان، ۱۳۷۰ش، ص۱۸-۱۹.
- ↑ آذری اسفراینی، دیوان حکیم آذر اسفراینی، ۱۳۹۰ش، ص۳۶؛ شیخ بهائی، كليات اشعار و آثار فارسى شيخ بهائی، ۱۳۵۲ش، ص۲۰.
- ↑ خانقاهی، گزیده، ۱۳۴۷ش، ص۲۵۱.
- ↑ زواری، «حضرت امام صاحب»، ص۵۴۶.
- ↑ پاکآئین، چهار سال در سرزمین تیمور، ۱۳۸۹ش، ص۱۷۹-۱۸۰.
- ↑ «فاتح علی خان - شاه مردان علی»، وبگاه آپارات.
سرچينې
- آذری اسفراینی، حمزة بن علی، دیوان حکیم آذر اسفراینی، تحقیق محسن کیانی و سید عباس رستاخیز، تهران، کتابخانه موزه و مرکز اسناد مجلس شورای اسلامی، ۱۳۹۰ش.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن بن علی، الذریعة الی تصانیف الشیعه، تحقیق سید احمد حسینی اشکوری، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۳ق.
- پاکآئین، محسن، چهار سال در سرزمین تیمور، تهران، انتشارات فرهنگ سبز ۱۳۸۹ش.
- چرخی، یعقوب بن عثمان، تفسیر یعقوب چرخی، تحقیق حسنعلی محمدی و لیلا حمامی، تهران، نشر فرتاب، ۱۳۸۷ش.
- حافظ شیرازی، شمسالدین محمد، دیوان خواجه شمس الدین محمد حافظ شیرازی از روی نسخه قدسی، شیراز، انتشارات اشراقی، بیتا.
- خانقاهی، طاهر بن محمد، گزیده در اخلاق و تصوف، بهکوشش ایرج افشار، تهران، بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۴۷ش.
- رئیسالذاکرین، غلامعلی، کندو: فرهنگ مردم سيستان، مشهد، بینا، ۱۳۷۰ش.
- زواری، محمدامین، «حضرت امام صاحب»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۱۳، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ۱۳۸۸ش.
- سعدی شیرازی، مصلح بن عبدالله، بوستان سعدی، تحقیق غلامحسین یوسفی، تهران، انجمن استادان زبان و ادبیات فارسی، ۱۳۵۹ش.
- شاه اسماعيل صفوی، اسماعیل بن حیدر، کلیات دیوان شاه اسماعیل صفوی، تحقیق رسول اسماعیلزاده، تهران، انتشارات بینالمللی الهدی، ۱۳۹۰ش.
- شفیعی کدکنی، محمدرضا، قلندریه در تاریخ (دگردیسیهای یک ایدئولوژی)، تهران، نشر سخن، ۱۳۸۶ش.
- شیخ بهائی، محمد بن حسین، كليات اشعار و آثار فارسى شيخ بهائی، تهران، كتابفروشی محمودی، ۱۳۵۲ش.
- کاشفی سبزواری، حسین بن علی، فتوتنامه سلطانی، تحقیق محمدجعفر محجوب، تهران، انتشارات بنیاد فرهنگ ایران، ۱۳۵۰ش.
- محسنی قندهاری، محمدآصف، انسان كامل يا شاه مردان، کابل، حوزه علميه خاتم النبيين(ص)، ۱۳۹۲ش.
- مؤلف ناشناس (قرن دهم قمری)، رستمنامه، تهران، مرکز پژوهشی ميراث مکتوب، ۱۳۸۷ش.
- نصرت فتحعلیخان، «شاه مردان علی»، در تارنمای آپارات، تاریخ بازدید: ۲۵ فروردین ۱۴۰۳ش.
- نقوی، اکبر، فرهنگ گویش گوغر بافت، کرمان، انتشارات مرکز کرمانشناسی، ۱۳۸۶ش.