د احزاب سوره ۲۳ آيت

د wikishia لخوا
د احزاب سوره 23 آیت

د احزاب سوره ۲۳ آيت د هغو مؤمنانو په اړه دی چې له الله تعالی سره په خپل عهد وفادار پاتی وو، ځينې يې شهيدان شوو او ځينې يې د شهادت انتظار باسي. د علامه طباطبايي له قوله د دې عهد معنی دا ده چې کله له دښمن سره مخامخ شي، نه تښتي او د رسول الله(ص) تر څنګ  ثابت قدم پاتی شي.

د دې آيت لپاره، مختلف شان نزول ذکر دي. د منهج الصادقین د تفسیر د لیکوال په وینا، اکثر مفسرین او د حدیث پوهان په دې باور دي چې دا آیت د امام علي(ع)، حمزة بن عبد المطلب، جعفر بن ابي طالب او عبیدة بن حارث په شان کې نازل شوی دی. په دې اړه له امام علي(ع) څخه یو روایت هم راغلی دی. د اهل سنتو په تفسیري منابعو کې دا آیت د انس بن نضر په اړه راغلی دی چې له اصحابو څخه و.

د شيعو په تفسيرونو کې د «مَنْ قَضى‏ نَحْبَه‏» معنا هغه کسان دي چې شهيدان شول، حمزه او جعفر بن ابي طالب او هغه کسان چې انتظار باسي، هغه علي(ع) ګڼلی شوی دی. په سني منابعو کې حمزه او د بدر او د احد د جګړې شهیدان د «مَنْ قَضى‏ نَحْبَه‏» مصداق ګڼل شوي دي. د ناصر مکارم شیرازي په وینا، د تفسیر او مصداقونو په منځ کې هیڅ تناقض شتون نلري. ځکه دا آیت پراخ مفهوم لري او ټول شهیدان او ټول هغه کسانو ته شامل دی چې د شهادت انتظار باسي.

د شهیدانو په اړه دا آیت ډیر کارول شوی دی. د بېلګې په توګه د مُسْلم بن عَوْسَجَه او مسلم بن عقیل له شهادت وروسته امام حسین(ع) دغه آیت تلاوت کړ. همدارنګ د شهیدانو د تسلیت په پیغامونو کې هم کارول کیږي.

متن او ترجمه

د احزاب د سوره ۲۳ آیت د مؤمنانو یوې ځانګړې ډلې ته اشاره کوي چې د رسول الله (ص) په تاسیس او پیروي کې له نورو څخه ډیر مخکښان وو او له خدای سره په خپل عهد (د وروستۍ ساه پورې قرباني) ولاړ وو. له دوی څخه ځينو يې د وعدې پوره کړل او شهيدان شول او ځيني يې په انتظار دي او په خپلو وعدې کې يې هيڅ بدلون نه دی راوستی او په خپل کار کې يې هيڅ انحراف او سرغړاوی نه دی موندلی.[۱]

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا.


له مؤمنانو ځينې داسې دي چې د څه وعده يې له خدای سره کړې وه هغه يې رښتيا کړه نو په دوي کښې ځينې هغه دي چې خپله وعده يې ترسره کړه (شهيدان شول) او ځينې په کښې په انتظار دي او (وعده یا عقیده يې) هيڅ نه ده بدله کړې.



شأن نزول

د احزاب سوره په ۲۳ آيت کي بېلابېل شان نزول لري. د منهج الصادقین په تفسیر کې د ملا فتح الله کاشاني (وفات ۹۸۸هـ ق) له قوله چې اکثره مفسرین او محدثین په دې باور دي چې دا آیت د امام علي(ع)، حمزة بن عبد المطلب، جعفر بن ابي طالب او عبيدة بن حارث په شان کې نازل شوی دی.[۲] هغه په بل ځای کې نقل کړي دي چې د آيت د نزول سبب دا و چې د صحابه یوې ډلې لکه حمزة بن عبد المطلب، مصعب بن عمير او انس بن جبير نذر کړی و چې د جګړې په ډګر کې به له رسول الله(ص) سره سره اوسي او تر څو چې شهیدان نه شي په آرام به نه اوسي. خداے پاک په ٢٣ آيت کښې د مومنانو د دې ډلې ستاینه کړې ده چې هغوى په خپل عهد کښې رښتينى وو.[۳] ​​د امام علي(ع) د روايت په اساس دغه آيت به خپله د هغه، حمزه، جعفر او عبيده بن حارث په باره کښې نازل شوے دے.[۴]

د طبري په تفسیر کې نقل شوي چې دا آیت د یوې داسې ډلې په اړه نازل شوی چې د بدر په جګړه کې نه وو شهیدان شوي. نو دوی خدای سره وعده وکړه چې د رسول الله(ص) سره به د مشرکانو سره جګړه کوي. ځینې ​​یې شهیدان شول او ځینې یې شهیدان نه شول او د شهادت انتظار یې کاوه.[۵]

په سني منابعو کې له انس بن مالک څخه روایت دی چې دا آیت د هغه د تره انس بن نضر په اړه نازل شوی دی. انس ه چې د بدر په جګړه کې غیر حاضر و، وویل یې چې زه د رسول الله(ص) له مشرکانو سره په لومړۍ جګړه کې غیر حاضر وم، که بله جګړه وشي، زه به د رسول الله(ص) تر څنګ جنګېږم. نو د احد په جګړه کې يې ګډون وکړ او تر هغه پورې يې جګړه وکړه چې شهيد شو.[۶]

تفسیر

د علامه طباطبایي له نظره، «صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَیْهِ» يعنې دغو مؤمنانو په هغه وعده چې له رسول الله(ص) سره يې کړې وه، خپله رښتونولي ثابته کړه. د هغه تړون دا و چې کله له دښمن سره مخامخ شي نو نه به تښتې او نه به ورته شا کوي.[۷] د «فَمَنْهُمْ مِنْ قَضی نَحبَه» هم په دې مانا چې ځينې مؤمنان په جګړه کې مړه شول او يا د خدای لاره کې ووژل شول؛ او ځينې نور «مَنْ يَنْتَظِر» د خپل وخت په انتظار دي او له خپلې وعدې نه يې سرغړاوى نه دى کړى.[۸]

د احزاب سوره ۲۳ آیت د ثلث خط سره چې د ترکیې یو خوشنویس حامد آمدي (متوفی ۱۴۰۳ق) لیکلی دی.

د نَحْب کلمه د نذر او ژمنې، مرګ او خطر په معنې راغلې ده.[۹] طبرسي،[۱۰] ملا فتح الله کاشاني،[۱۱] راغب اصفهاني[۱۲] او علامه طباطبايي[۱۳] په المفردات کې د راغب د نقل مطابق، د نحب اصلي معنی نذر ګڼلې ده او «قَضی نَحْبَه» د نذر پوره کول دي. خو په دې اند دي چې د احزاب په ٢٣ آيت کې د نحب کلمه د خداى په لاره کې مړیدل يا وژل کېدل دي.

د آیت مصداقونه

د مفسرینو ترمنځ په دې اړه اختلاف دی چې دا آیت چا ته اشاره کوي. د قمي په تفسیر کې د امام باقر(ع)[۱۴] او د شیخ طوسي په التبیان[۱۵] کې راغلي دي چې کوم کسان په شهادت رسیدلي دي هغه حمزه او جعفر بن ابي طالب دي او کوم چې په انتظار دي هغه علي(ع) دی. دا خبره د اهل سنتو له فقهاوو څخه حاکم حسکاني(وفات ٤٩٠ هـ ق) له ابن عباس څخه په خپل کتاب شواهد التنزيل کې روايت کړې ده.[۱۶] له امام علي(ع) څخه په یو روایت کې راغلي دي چې دا آیت زمونږ په هکله نازل شوی دی؛ په خدای قسم چې زه په انتظار یم او په ما کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.[۱۷]

په یوه روایت کې چې امام صادق(ع) له پیغمبر(ص) څخه روایت کړی چې علي(ع) ته یې خطاب کړی: فرمایلي دي: څوک چې له تاسره مینه وکړي او مړ شي «فقد قَضى‏ نَحْبَه» هغه خپله وعده پوره کړې ده او څوک چې له تاسره مینه لري او تر اوسه نه دی مړ «فَهُوَ يَنْتَظِرُ» هغه په انتظار دی.[۱۸]

ځینې مفسرانو د ««مَنْ قَضى‏ نَحْبَه‏» جمله د بدر او احد د شهیدانو په هکله ګڼلې ده.[۱۹]

د دویم هجري قمري له تفسیرونو څخه د مقاتل بن سلیمان په تفسیر کې راغلي چې د وعدې له پورا کولو څخه مراد لیلة العقبة (یعنی د عقبې بیعت دی چې د یثرب خلکو له رسول الله(ص) سره له هجرته مخکې) په مکه کې بیعت وکړ، او هغه کسان چې شهيدان شول هغه حمزه او د هغه ملګري دي چې د احد په جګړه کې شهيدان شول.[۲۰]

پیغمبر اکرم(ص) امام علي(ع) سره د دوستۍ په هکله فرمايي:

«قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وآله: «يَا عَلِيُّ مَنْ أَحَبَّكَ ثُمَّ مَاتَ فَقَدْ قَضى‏ نَحْبَهُ وَ مَنْ أَحَبَّكَ وَ لَمْ يَمُتْ فَهُوَ يَنْتَظِرُ وَ مَا طَلَعَتْ شَمْسٌ وَ لَا غَرَبَتْ إِلَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ بِرِزْقٍ وَ إِيمَانٍ»

رسول الله(ص) وفرمایل: اې علي چا چې له تاسره مینه وکړه او بیا مړ شو نو خپل فرض یې پوره کړی دی او څوک چې له تاسره مینه لري او تر اوسه نه دی مړ شوی نو انتظار دې وکړي، لمر نه راوځي او نه غرځیږي(شپې ورځې نه تېریږي)، مګر دا چې په هغه د هغه ایمان او روزي به ورته ګټه وکوي.[۲۱]

همدارنګه له ابن عباس څخه روایت دی چې د «مَنْ قَضى‏ نَحْبَه‏» مطلب حمزه او د احد د نور شهیدان او انس بن نضر او د هغه ملګري دي.[۲۲] د تفسیر په ځینو منابعو کې طلحة بن عبید الله هم د «مَنْ قَضى‏ نَحْبَه‏» له مصداقونو ګڼل شوی دی.[۲۳]

د آيت الله مکارم شيرازي په وينا، د دې آيت په تفسيرونو او بېلګو کې هيڅ تضاد نشته. ځکه دا آيت پراخ مفهوم لري چې د اسلام ټول هغه شهيدان چې د احزاب له جنګه مخکې شهيدان شوي دي، بلکې هر شهيد په هر وخت او ځای کې ورته دا آیت شامل دی. له منتظرانو مراد هم هغه ټول کسان دي چې د بري او شهادت په انتظار وو. البته د حمزه او علي په څېر کسان د دغو دوو ډلو په سر کې وو.[۲۴]

کارول

دا آیت په ډیرو مواردو کې د شهیدانو په اړه کارول شوی دی. په روایت کې راغلي چې امام حسین(ع) دا آیت د کربلا د پیښې په وخت کې او د کربلا د شهیدانو، لکه مسلم بن عوسجه د جسدونو تر څنګ تلاوت کړ.[۲۵] همدرانګ ویل شوي دي کله چې چې د مسلم بن عقیل د شهادت خبر واورید نو دا آیت یې تلاوت کړ.[۲۶] امام خمیني د محراب د شهیدانو څخه د عطاء الله اشرفي اصفهاني د شهادت په مناسبت په خپل تسلیت پیغام کښې هغه د «رِجالٌ صَدَقُوا ما عاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ‌» له مصداقونو څخه وښود.[۲۷] د شهیدانو د یاد په پروګرامونو کې او د شهیدانو په اړه د تسلیت په پیغامونو کې[۲۸] په شمول د تقلید مراجعو او عالمانو او سردار قاسم سلیماني[۲۹] د شهادت په مناسبت د تسلیت په پیغام کې هم ډیر کارول شوی دی.

د امام حسین(ع) د حرم په باب الشهداء‌[۳۰] او باب رأس الحسین(ع)[۳۱] باندې دا آیت لیکلی شوی دی.

ګالري

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۴۵.
  2. کاشانی، منهج الصادقین، ۱۳۳۶ش، ج۷، ص۲۷۲.
  3. کاشانی، منهج الصادقین، ۱۳۳۶ش، ج۷، ص۲۷۱.
  4. عروسی حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۲۵۸.
  5. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۱، ص۹۳.
  6. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۹؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۱، ص۹۳؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۴۹؛ واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۶.
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۶، ص۲۹۰.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۶، ص۲۹۰.
  9. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۴۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۴۵.
  10. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۴۹.
  11. کاشانی، منهج الصادقین، ۱۳۳۶ش، ج۷، ص۲۷۱.
  12. راغب اصفهانی، مفردات الفاظ القرآن، ۱۴۱۲ق، ۷۹۳ و ۷۹۴.
  13. طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۶، ص۲۹۰.
  14. قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۳۰۷ و ج۲، ص۱۸۸و۱۸۹.
  15. طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۸، ص۳۲۹.
  16. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۶.
  17. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵؛ عروسی حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۲۵۹.
  18. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۰۶.
  19. وګورئ: طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۵، ص۱۸۰؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۴۹.
  20. مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ۱۴۲۳ق، ج۳، ص۴۸۴.
  21. کلینی، الكافى، ۱۴۰۷ق،‌ ج۸، ص۳۰۶.
  22. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۸، ص۵۴۹.
  23. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۱، ص۹۴؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۵، ص۱۸۱؛ واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۳۶۷.
  24. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۴۶ و ۲۴۷.
  25. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۰۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۴۶ و ۲۴۷.
  26. مطهری، مجموعه آثار ،۱۳۹۰ش، ج۱۷، ص۳۲۹؛ مقدس، راهنمای اماکن زیارتی و سیاحتی در عراق، ۱۳۸۸ش، ص۱۶۰.
  27. خمینی،‌ صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۱۷، ص۵۰.
  28. برای نمونه نگاه کنید به: «بیانات در دیدار دست‌اندرکاران کنگره شهدای استان ایلام»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله العظمی خامنه‌ای؛ «پیام به مناسبت هفته دفاع مقدس و روز تجلیل از شهیدان و ایثارگران»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله العظمی خامنه‌ای؛ «پیام آیت‌الله العظمی نوری همدانی به سومین یادواره شهدای قرآنی»،‌ پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت‌الله العظمی نوری همدانی؛ «تجلیل از مادران، همسران و دختران شهدای روحانی قم»، خبرگزاری ایسنا.
  29. «پیام‌های تسلیت مراجع تقلید، علما و شخصیت‌های حوزوی به شهادت سردار سلیمانی»، خبرگزاری میزان.
  30. مقدس، راهنمای اماکن زیارتی و سیاحتی در عراق، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۹.
  31. مقدس، راهنمای اماکن زیارتی و سیاحتی در عراق، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۹.

سرچينې

  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، بیروت، دار طوق النجاة، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • ‌«بیانات در دیدار دست‌اندرکاران کنگره شهدای استان ایلام»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۳۰ آبان ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۲۳ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • ‌«پیام آیت‌الله العظمی نوری همدانی به سومین یادواره شهدای قرآنی»،‌ پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت‌الله العظمی نوری همدانی،‌ تاریخ درج مطلب: ۱۰ دی ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۲۳ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • «پیام به مناسبت هفته دفاع مقدس و روز تجلیل از شهیدان و ایثارگران»، دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله العظمی خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۵ مهر ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۳ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • ‌ «پیام‌های تسلیت مراجع تقلید، علما و شخصیت‌های حوزوی به شهادت سردار سلیمانی»، خبرگزاری میزان، تاریخ درج مطلب: ۱۳ دی ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۲۴ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • ‌«تجلیل از مادران، همسران و دختران شهدای روحانی قم»، خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۱۸ دی ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۳ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • حاکم حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • ‌ خمینی،‌ سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ پنجم، ۱۳۸۹ش.
  • راغب اصفهانی، حسین بن علی، مفردات الفاظ القرآن، تحقیق صفوان عدنان‏ داوودی، بیروت-دمشق، دار القلم- الدار الشامیة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • رسولی محلاتی، هاشم، ترجمه روضه کافی، تحقیق: علی اکبر غفاری، ناشر: انتشارات علميه اسلاميه‌، تهران، چاپ اول، ۱۳۶۴ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر: تفسیر قرآن العظیم، اردن-اربد، دار الکتاب الثقافی، چاپ اول، ۲۰۰۸م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح فضل‌الله یزدی طباطبایی و سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر بن یزید، جامع البیان فی تفسیر القرآن (تفسیر الطبری)، بیروت، دار المعرفة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تصحیح احمد حبیب عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • عروسی حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، قم، اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۳۶۳ش.
  • کاشانی، ملا فتح‌الله، منهج الصادقین فی الزام المخالفین، تهران، کتابفروشی محمدحسن علمی، ۱۳۳۶ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، نشر صدرا، ۱۳۹۰ش، بی جا.
  • مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مقاتل بن سلیمان، تفسیر مقاتل بن سلیمان، تحقیق محمود عبدالله شحاته، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۳ق
  • مقدس، احسان، راهنمای اماکن زیارتی و سیاحتی در عراق، تهران، نشر مشعر، چاپ سوم، ۱۳۸۸ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • واحدی، علی بن احمد، اسباب نزول القرآن، تحقیق كمال بسيونى‏ زغلول، بیروت، درا الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.