د امام علي(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک

د wikishia لخوا
دا مقاله د امام علي(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک په اړه ده. د امام علي(ع) په اړه د پوهیدو لپاره، امام علي علیه السلام وګورئ.
د اِمامُ المُتَّقین؛ د پرهېزګارانو مشر"، وینا، د امام علی(ع) له لقبونو څخه یو، د هغه په حرم کې دی.[۱]

د امام علي(ع) د کنیتونو او لقبونو لړلیک د امام علي د لقبونو او کنیتونو ټولګه ده چې په ډېرو شیعه سني سرچینو کې راغلي دي. علي اصغر شکوهي د امیر المومنین په نومونو او لقبونو کې تر ۳۰۰[۲] او علامه هادي بن ابراهیم په البروج فی اسماء امیرالمومنین تر۲۹۰[۳] او ثابتی په القاب و صفات مولای متقیان، کتاب کې تر ۵۹۰ زیات نومونه، لقبونه او صفتونه[۴] د امام علي(ع) لپاره بیان کړې دي. قاضي نورالله شوشتري په احقاق الحق و ازهاق الباطل، کې له پېغمبر(ص) څخه د امام علي(ع) لپاره ۲۴۷ لقبونه بیان کړې دي.[۵]

اسدالله، امیرالمؤمنین، زوج البتول، ساقی کوثر، صاحب اللواء، حیدر کرار، یعسوب‌ الدین او ابوتراب د امام علي(ع) له مشهورو لقبونو دي.

د هغه څه مطابق چې په متقدمو او متاخرو سرچینو کې د امام علي(ع) د کنیتونو او القابو په اړه راغلي، د هغو لړ لیک د الفبا تورو په ترتیب سره په دې ډول دي:

کنیتونه

اَبوالْاَئمّه اَبوتُراب ابوالحسن ابوالحُسین ابوالحَسَنین
اَبو الرّیْحانَتَیْن ابوالسِبطَین اَبوشُبَّر اَبوالشُّهَداء اَبوالْعِترَه
ابوالقاسم اَبوالْقَصَم (قصم هغه چاته ویل کیږي چې له څه سره ټکره ووهي هغه ځپي)[۶] اَبومُحمد اَبوالْمُؤمِنین اَبوالنّورَیْن

لقبونه

شیعه ا و اهل سنتو عالمانو په خپلو کتابونو کې د امام علي(ع) لپآره ډېر لقبونه ذکر کړې دي..[۷] [۸] [۹] [۱۰] [۱۱] [۱۲] [۱۳] [۱۴] [۱۵] [۱۶] [۱۷] [۱۸] [۱۹] [۲۰] [۲۱] [۲۲][۲۳] [۲۴] [۲۵]

لقب معنا
ابوالیَتامی والمساکین د یتیمانو او مسکینانو پلار
اسدالله د خدای زمری
اسدالله الغالب الکرار د خدای زمری (د میړانې او باتورۍ بېلګه)
اَخُ الرّسول د پېغمبر ورور
اَذان له مشرکانو د خدای او پېغمبر د بېزارۍ اعلان کوونکی
اُذُن الله الواعیه د خدای اورېدونکی غوږ
ازْهَدُ الزّاهِدین دنیا ته تر ټولو زیات بې رغبته زاهد
اسـمُ اللهِ الرَضیّ‌ د خدای خوښ کړی نوم
اصَلُ القَدیُم پخوانی ګوهر
امیرالبَرَرة د نیکانو امیر
امیر الجُیُوش د لښکرونو کوماندان
امیرالمؤمنین د مسلمانانو کوماندان او امیر
امیرالنَّحْلِ د مومنانو او شیعیانو امیر ( د نحل معنا ده د شاتو مچۍ او شعیانو ته د مچۍ سره تشبیه ورکړل شوې ده)
امام لارښود او رهبر
امامُ الاَبرار د نیکانو امام
امام الاتقیاء د متقیانو امام
امام الاولیاء د خدای د دوستانو امام
امام الاُمّة د پېغمبر د امت امام
امام البَریّه د خدای د مخلوقاتو امام
امام الحق د حق او راستۍ امام
امام خلق الله د خدای د مخلوق امام
امام الصّالِحین د صالحانو امام
امام القَوم د خلکو امام
امام المتّقین د متقیانو امام
امام المـُخلِصین د مخلصینو امام
امام المرحومین د رحمت موندونکو او رحمت شوونکو امام
امام المسلمین د مسلمانانو امام
امام المؤمنین د دیندارانو امام
امام ذَوِی الألباب د عقل د خاوندانو امام
امام النّاصِحُ نصیحت کوونکی امام
اَمینُ الرّسول د پېغمبر(ص) رازدار
اَنزع البَطین هغه کس چې له شرکه جدا او له علم او پوهې ډک دی.
اَنیسُ المُؤمنین د مومنانو دوست او ملګری
اَورَعُ الْمُبین د کمالاتو ښکاره کوونکی او تر ټولو زاهد
اَوَّلُ العابِدینَ‌ تر ټولو اول عبادت کوونکی
اَوَّلُ القَومِ اسلاما لومړی کس چې اسلام یې ومانه
اَوَّلُ مـَظْلُوم لومړی کس چې د خدای په لاره کې پرې ظلم وشو
اَوَّلُ مـَن آمـَنَ بـِالله‌ِ لومړی کس چې په خدای یې ایمان راوړ
اَوَّلُ مَن غُصِبَ حَقُّهُ لومړی کس چې حق یې غصب شو
اَعْلَمُ الرّزین هغه کس چې د علم او پوهې په کمال کې دی
آمر بالمعروف ښو ته بلونکی
ابو اللِّواء د بېرغ څښتن
اَشرفُ المَکین په حسب او نسب کې تر ټولو شریف
اَشْجَعُ المَتین تر ټولو مېړنی او د طاقت او متانت خاوند
اَصلَعُ الاَمین له شرکه لرې او د امت د باور وړ
بابُ الله‌ِ د خدای د رحمت ور
باب الحطّة د خدای بخښونکی ور
بابُ حِکْمَة ربّ العالمین د پالونکي د علم او حکمت ور
بابُ المقام د مقصود او مقام دروازه
باب مدینةُ الْعِلم د علم د ښار دروازه
باب دار الحکمة د علم او حکمت د ښار دروازه
بَحْرُ العِلْمِ المَسجُور د علم خوټېدونکې او ډکه چینه
بَحْرُ العُلُومِ د علمونو سمندر
بَدْرُ‌ المُضیء ځلانده سپوږمۍ
بُرهانُ الْمـُنیر رڼا ورکوونکی برهان
بیضة البَلَد هغه کس چې په خپل ښار کې یوازې او لوی دی او ساری نه لري او نور په هغه راڅرخي.
تالی کتاب الله د خدای په کتاب پسې تلونکی
حَبْل‌ُالله المَتین د خدای کلکه رسۍ
حُجَّةُالله د خدای حجت
حُجَّةُ‌ الأبرار د نیکانو حجت
حُجَّةُ الخِصام پر دښمني کوونکي غوڅ دلیل
حافظ لحدودالله د الهي حدودو ساتونکی
حَیدرة د زمري په معنا او کنایه ده د میړنتوب
حَلیفُ الِمحراب د محراب ملګری
خاتم الوَصیّین آخري وصی
خازِنُ عِلْمِ الله‌ د خدای د علم خزانه دار
خاصَّةُ الله‌ د خدای غوریز
خالِصَةُ الرَّسول د پېغمبر غورچاڼ
خلیفةالله په ځمکه د خدای خلیفه
خلیفة رسول‌الله د خدای د رسول خلیفه
خیر البریة د خدای تر ټولو ښه مخلوق
خیر الأوصیاء تر ټولو ښه وصي
خاصِفُ النّعل په پیزار وصله ګنډونکی ( د تواضع کنایه ده)
خَلیل‌َالله د خدای دوست
دابّةُالأرض له مومنه د کافر جدا کوونکی
دَوحَةُ الهاشمیّة د هاشمي کورنۍ پیاوړې او تانده ونه
دَیّانُ الدّین‌ د قیامت واکمن
ذو القَرْنَین هذه الاُمّه د پېغمبر د امت ذوالقرنین
ذو النّورین د دوو نورونو لرونکی (زینب و ام‌کلثوم)
ذِکر یاد؛ هغه کس چې یادول یې عبادت دی
رایةُ الْهُدی د هدایت بېرغ
‌ رُکْنُ الأولیاء د خدای د دوستانو ستن
رَفیق دوست او ملګری
زوج البتول د فاطمه زهرا (س) مېړه
زَینُ الصِّدّیقینَ د صدیقیانو ښکلا
زَیْنُ المُوَحِّدینَ النُّجَباء د نجیبو موحدینو زینت
ساقی کوثر د کوثر ساقي
سامِعُ السِّرِ و النَّجوی د راز و نیاز اورېدونکی
سِدْرَةُ‌ المُنْتَهی په اسمان کې یوه ونه یا مقام چې په قران او حدیث معراج کې ورته اشاره شوې ده.
سراجُ المُنیر ځلانده څراغ ( د هدایت مشال)
سِرُّ الله د خدای راز
سیف‌الله د خدای توره
سَیْفُ رَسول‌الله د خدای د رسول توره
سَفینةُ النَّجَاة د نجات کشتۍ
سید العرب د عربو د قوم مشر
سید البَرَرَة د نیکانو مشر
سید المسلمین د مسلمانانو مشر
سید الأوصیاء د اوصیاوو مشر
سید الوصیین د اوصیاوو مشر او سردار
سید النجباء د نجیبانو مشر او ښاغلی
سعید مبارک ، نېکمرغه
شاهدٌ لِرَسول‌ِالله د پېغمبر(ص) لپاره ګواه او دلیل
شبیه هارون د هارون په شان ؛ لکه څنګه چې هارون د موسی ورور و ، علي(ع) هم د پېغمبر(ص) ورور و.
شَجَرَةُ التَّقوی د تقوا پیاوړې ونه
شِهابُ الثاقب څیرونکی شهاب
صدیق اکبر لوی صدیق ( صدیق هغه چاته ویل کیږي چې په کردار او وینا کې رښتینيی او د حق تصدیقوونکی وي.
صدّیق اَعظم ډېر رښتینی
صراطُ المستقیم نېغه لاره
صاحب اللواء د بېرغ خاوند
صاحبُ العصاء د خلکو مولا
صاحب القَضایا د قضاوتونو څښتن
صالح المؤمنین په مومنانوکې تر ټولو ښه .(د تحریم سورې په ۴ ایت کې د ځینو شیعه[۲۶] [۲۷] او سنی[۲۸] مفسرانو په قول ، له صالح المومنین نه مطلب امام علي دی)
صَفْوَة اللّه د خدای وفادار دوست
طَریقُ المُستقیم نېغه لاره
عَلَمُ التُّقی د پرهیزګارۍ جنډا
عَلَم الهادی د هدایت بېرغ
عَمُودُ الدِّین د دین ستنه
عُروَةُ الله الوُثقی د خدای پیاوړې رسۍ
عِصمَةُ الأولیاء د خدای د ولیانو زمام
عـَیبَةُ عـِلْمِ الله‌ د خدای د علم راز لرونکی
غُرّةُ المهاجرین د مهاجرانو مخکښ
فاروق له باطله د حق جدا او ښکاره کوونکی
فاصل القَضَاء هغه کس چې په قضاوتونو کې قطعي حکم کوي.
فارِسُ العَرَب عرب جنګیالی
قرآن ناطق غږېدونکی قرآن
قائد رهبر او لارښود
قائدُ الغُرِّ المُحَجَّلین د سپین مخو او ښایستوکو قاید
قائدُ الاُمّة الی الجنة د جنت په لور د امت امام
قائدُ المُتّقین د متقیانو قاید
قائدُ البَرَرَة د نیکانو قاید
قاصِمُ الکَفرَةِ د کافرانو ماتوونکی
قَسیمُ الجَنَّة و النَّار د جنت او دوزخ ویشونکی
قَصْدُ السَّبِیل نېغې او سمې لارې ته هدایتوونکی
قاتِلُ الفَجَرَة د فاجرانو او جنایتکارانو ختموونکی
قاتِلُ النّاکِثین و المارِقین و القاسِطین د ناکثیونو، مارقینو او قاسطینو ختموونکی
قَاضِی دَیْنِ رسول‌الله د خدای د پېغمبر د پورونو پرې کوونکی
قَرْمُ الْحَدِیدُ لوی سړی
کاشِفُ الْکرُوب د غمونو لرې کوونکی
کرّار غیر الفرّار داسې حمله کوونکی چې نه تښتي
کَنَفُ الفُقَراء د بېوزلو ملاتړی
لِسانُ الصّدق رښتیا ویونکې ژبه
مرتضی خوښ شوی (خدای خوښ کړی او ترې راضي دی)
مُختار غوره شوی (ځکه چې خدای تعالی هغه ډېر ښه کس غوره کړی دی)
مَنهَجُ الواضِح ښکاره لاره
محَجَّة البیضاء څرګنده لاره
محَجَّة الکبرَی لویه لاره
محَجَّة الواضِحَةُ واضحه لاره
مَظْهَرُ‌ العَجائب د حیرانتیاوو بېلګه
مُنْفِق انفاق کوونکی
مُشْتَریٰ نَفْسَه هغه کس چې خپل ځان (د خدای د رضا لپاره ) خرڅوي (د لیلة المبیت آیت ته اشاره)
مَعْدِنُ الحِکْمَة د حکمت معدن
مولی سردار او مولا
مُنْجِز الْوَعْدِ هغه څوک چې په خپله وعده عمل کوي.
مَارِدُ الْجَانِّ
مولی کلّ مؤمن و مؤمنة د هر مومن او مومنې مولا
مُفَرّجُ الکَرب د غم او خپګان لرې کوونکی
مِحْنَةُ الْکبْرَی لوی امتحان
مُهْلِک الْجَان د پېریانو وژونکی
مُفْتِی الْقُرُون په ټولو پېړیو کې فتوا ورکوونکی
مُکِرُّ الْکرَّات بیا بیا حمله کوونکی
مُدِیلُ الدَّوْلَات د حکومتونو ځای په ځای کوونکی
مُبیدُ الشرک د شرک تباه کوونکی
مَولَی الْمؤمنین د مومنانو مولا
میزانُ الأعْـمال د عملونو میزان
نَبَأُ العَظیم لوی خبر
نَقْدُ السّبیل
نعمة الهي نعمت
ناهی عَنِ المُنکَر له بدیو منع کوونکی
ناصرُ لِدین‌ِالله د خدای د دین مرستیال
نَفْسُ الرّسول د پېغمبر(ص) نفس
وَصی ولی او سرپرست
وَفیّ هغه څوک چې خپله وعده پوره کوي.
وجه‌ الله د خدای جلوه او د خدای ښودونکې هنداره
وزیر د پېغمبر(ص) جانشین
ولی‌الله د خدای له خوا ولي او سرپرست
هادی هدایتوونکی
یَعسوب‌ُ الدّین د مومنانو سرپرست

یوازینې لیکنه

اَسماءُ و اَلقابُ اَمیرِالْمؤمنین علیِّ بْنِ ابي طالب(ع) کتاب، په عربۍ ژبه او لیک د علي اصغر شکوهي قوچاني، د امام کابو ۲۵۰ لقبونه سره د شرحې پکې راغلي دي. دا کتاب د قدس رضوي آستانې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې چاپ کړی دی.[۲۹]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. «الضریح المقدس»، شبکة الامام علی(ع) میدیا.
  2. شکوهی قوچانی، اسماء و القاب امیرالمومنین، ۱۳۸۵ش.
  3. علامه هادی بن ابراهیم، البروج فی اسماء امیرالمؤمنین، ۱۳۸۷ش.
  4. ثابتی، القاب و صفات مولای متقیان، ۱۳۷۷ش.
  5. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۴-۱۰.
  6. المعجم الوسیط، واژه قصم
  7. رشاد، دانش‌نامه امام علی،۱۳۷۷ش، ج۱۰، ص۳۳۱ تا ۳۷۵.
  8. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۳۳۳و۳۲۸.
  9. خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۱ق، ص۹۳.
  10. ابن طاووس، الیقین،۱۴۱۳ق، ص ۲۹۱.
  11. اسکافی، منتخب الأنوار، ۱۳۸۰ش، ص۵۲ و ۵۳.
  12. شاذان بن جبرئیل، الروضة، ۱۴۲۳ق، ص۲۳۲و۲۳۳.
  13. طبرسی، إعلام الوری، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۷.
  14. حموی، أنیس المؤمنین، ۱۳۶۳ش، ص۸۳.
  15. سبط بن الجوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۲۶ق، ص ۱۶-۵۰.
  16. خنجی، وسیلة الخادم، ۱۳۷۵ش، ص۱۱۴.
  17. العاصمی، العسل المصفی، ج۲، ص۳۷۱.
  18. ابن طاوس، التحصین، ۱۴۱۳ق، ص۵۴۲
  19. عاملی، التتمة فی تواریخ الأئمة(ع)، ۱۴۱۲ق، ص۴۷ و ۴۸.
  20. ابن شاذان، کتاب الفضائل، ص۱۷۲.
  21. بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۲۲ق، ح۵۹۲۴، ح ۱۲۵۸.
  22. قندوزی، ینابیع المودة، ۱۳۸۴ق، ج۱، ص۲۴۱.
  23. طبری، فضائل علی بن ابی طالب و کتاب الولایه، ۱۳۷۹ش، ص۷۵
  24. شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۴-۱۰.
  25. شهرابی فراهانی، علی علیه السلام در آیینه نامها، کنیه‌ها و القاب، ۱۳۸۶ش.
  26. قمی، تفسیر قمی، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۳۹۳
  27. عروسی حویزی، تفسیر نورالثقلین، ج۵، ص۳۷۰، ح۱۰ و ۱۱ و ۱۴.
  28. سیوطی، الدّر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۸، ص۲۲۴.
  29. شکوهی قوچانی، اسماء‌ والقاب امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب(ع)، ۱۳۸۷ش، فهرست و شناسنامه.

سرچينې

  • ابن شهر آشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل ابی طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • اسکافی، محمد بن همام، منتخب الأنوار فی تاریخ الأئمة الأطهار علیهم السلام، تحقیق و استداک علی رضا هزار، قم، دلیل ما، ۱۳۸۰ش.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری،دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • برسی، حافظ رجب، مشارق انوار الیقین فی اسرار امیرالمومنین، قم و نجف، مکتبه الحیدریه، ۱۳۷۵ش.
  • ثابتی، فرزین، القاب و صفات مولای متقیان علی بن ابی طالب(ع)، تهران، نشر سبحان، ۱۳۷۷ش.
  • حسینی عاملی، تاج الدین، التتمة فی تواریخ الأئمة علیهم السلام، قم، بعثت، ۱۴۱۲ق.
  • حموی، محمد بن اسحاق، أنیس المؤمنین، تحقیق میرهاشم محدث، تهران، بنیاد بعثت، ۱۳۶۳ش.
  • خصیبی، حسین بن حمدان، الهدایة الکبری، بیروت، مؤسسة البلاغ، ۱۴۱۱ ق.
  • خنجی اصفهانی، فضل‌الله، وسیله الخادم الی المخدوم، قم، انتشارات انصاریان، ۱۳۷۵ش.
  • رشاد، علی اکبر، دانشنامه امام علی(ع)، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و امدیشه اسلامی، ۱۳۸۰ش.
  • سبط ابن جوزی، تذکرة الخواص من الامة فی ذکر خصائص الائمة، قم، مجمع جهانی اهل بیت، ۱۴۲۶ق.
  • سید بن طاووس، الیقین، قم، موسسه الثقلین لاحیاء التراث الاسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • شکوهی، علی اصغر، اسماء و القاب امیرالمومنین علی بن ابی طالب، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی استان قدس رضوی، ۱۳۸۵ش.
  • شوشتری، قاضی نورالله، احقاق الحق و ازهاق الباطل، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • شهرابی فراهانی، زهرا، علی علیه‌السلام در آیینه نام‌ها، کنیه‌ها و القاب، در مجله سفینه، شماره ۱۴، بهار ۱۳۸۶ش.
  • «الضریح المقدس»، شبکة الامام علی(ع) میدیا، تاریخ بازدید: ۱۴ اسفند ۱۴۰۰ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، تحقیق و نشر موسسه آل البیت لاحیاء التراث، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، فضائل علی بن ابی طالب و کتاب الولایه، قم انتشارات دلیل، ۱۳۷۹ش.
  • عاصمی، احمد بن محمد، العسل المصفی من تهذیب زین الفتی فی شرح سورة هل أتی، قم، مجمع إحیاء الثقافة الإسلامیة، ۱۴۱۸ق.
  • علامه هادی بن ابراهیم، البروج فی اسماء امیرالمومنین، قم، انتشارات دانشگاه ادیان و مذاهب، ۱۳۷۸ش.
  • علی بن طاووس، رضی الدین، التحصین لاسرار مازاد من اخبار کتاب الیقین، قم، موسسه الثقلین لاحیاء التراث الاسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • قمی، شاذان بن جبرئیل، الروضة فی فضائل امیرالمؤمنین، تحقیق علی شکرچی، قم، مکتبة الامین، ۱۴۲۳ق.
  • قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة، نجف، چاپخانه حیدریه، ۱۳۸۴ق.