شریح بن هاني حارثي

د wikishia لخوا

شُرَیْح بْن هاني حارثي مَذْحَجي کوفي (وفات ۷۸ق)،په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې د حضرت علي(ع) له کوماندانانو و.[۱] هغه ته په خطاب کې له امام علي(ع) یو لیک راغلی دی.[۲] په دې لیک کې، امام هغه ته د الهي تقوا سپارښتنه کوي او د دنیا د غولونو او د نفساني خواهشاتو په اړه خبرداری ورکوي.[۳] مکارم شیرازي د نهج البلاغې په شرحه کې د دغه سپارښتنو سبب د امام علي د لښکر د بزرګانو په غولولو او مکر و حیله کې د معاویه شیطنتونه او یا د زیاد بن نضر په نامه د لښکر له یو کوماندان سره د شریح د اختلاف په وجه ګڼي.[۴]

شریح د حَکَمیت له پیښه وروسته له عَمرو بن عاص سره په دې وجه چې ابو موسی اشعري یې غولولی و، ښکېل شو او هغه یې په متروکو وواهه.[۵] د هغه نوم د حُجر بن عدي په خلاف د شاهدانو په شمار کې راغلی خو د تاریخ طبري په راپور، شریح د حُجر په خلاف د ګواهۍ انکار کړی او معاویه ته په یو لیک کې یې، هغه د زیاد بن ابیه جوړ کړی ګڼلی دی.[۶]

شریح له خپل پلار، حضرت علي(ع)، عایشه، سعد بن ابي وقاص، عمر بن خطاب[۷] او نورو[۸] روایتونه نقل کړې دي. ځینې راویانو منجمله بچیانو یې مقدام او محمد له هغه روایتونه کړې دي.[۹] د ابن حجر په وینا، نسایي او ابن معین هغه ثقه ګڼلی دی او ابن حِبان هغه د ثقاتو په لیکه کې راوستی دی.[۱۰]

د شریح پلار، هاني بن یزید حارثي د پېغمبر(ص) له اصحابو و چې پېغمبر(ص) د هغه د زوي د نوم په اعتبار سره هغه ته ابوالشریح وویل او شریح ته یې دعا وکړه.[۱۱] د شریح د ژوند حال د صحابیانو د ژوند په ځینو سرچینو کې راغلی دی[۱۲] له هغه نقل شوي چې د پېغمبر زمانه یې لیدلې خو د هغه حضرت دیدار یې نه دی کړی.[۱۳] سره له دې ابن سعد هغه د کوفې د تابعینو په شمار کې ذکر کړی دی[۱۴] هغه په ۷۸ق کال کې د سیستان په جنګ کې ووژل شو.[۱۵] د ابن حجر په راپور هغه ۱۱۰ کاله عمر وکړ.[۱۶]

«هر سهار او ماښام الهي تقوا غوره کړه. له غولوونکې دنیا وېرېږه او په هیڅ حال کې ترې ځان خوندي مه ګڼه. پوه شه چې که ځان له ډېرو چارو چې خوښ دې دي، د وېرې له امله له هغه د راپېدو شویو ناراحتیو څخه ونه ساتې، ستا هوا او هوسونه به تا ډېرو تاوانونو ته کش کړي، پر دې اساس د سرکښ نفس په وړاندې، مانع او تمبوونکی او د غصې او غضب په وخت په خپل نفس واکمن او غالب اوسه او د هوا او هوس جرړه غوڅه کړه.»

* سرچينه: مکارم شیرازي، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ل، ټوک۱۱، مخ ۱۸۳.

فوټ نوټ

  1. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ج۴، ص۵۶۵.
  2. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۵۶، ص۴۴۷.
  3. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱۱، ص۱۸۲.
  4. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۱۱، ص۱۸۲.
  5. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۹۹.
  6. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۷۰.
  7. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۸۰.
  8. ابن‌حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۰۸.
  9. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۶۲۸.
  10. ابن‌حجر، تهذیب التهذیب، ۱۳۲۵ق، ج۴، ص۳۳۰.
  11. ابن‌حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۰۸.
  12. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۶۲۸؛ ابن‌حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۰۷-۳۰۸.
  13. وګورئ: ابن‌حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۰۸.
  14. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۶، ص۱۸۰.
  15. ابن‌اثیر، اسدالغابه، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۶۲۸.
  16. ابن‌حجر، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۰۸.

سرچينې

  • نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مؤسسة دارالهجره، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، تحقیق علی محمد معوض، عادل احمد عبدالموجود، درالکتب العلمیه، الطبعة الاولی، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۴م.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبد الموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ط الأولی، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، تهذیب التهذیب، بیروت، دار صادر، ۱۳۲۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، الطبعة الثانیة، ۱۳۸۷ق/۱۹۶۷م.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، دارالهجره، ۱۴۰۹ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمومنین(ع)، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.